Wed07262017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته بېلابېل بېلابېلي ليکني مارچ څوومه خور ده ؟


مارچ څوومه خور ده ؟

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 18 کب 1390 | وخت: 22:02

د ودانۍ غټ تلار د تورو ، سپينو او سرو ټکريو مېرمنو پر سر اخيستی وو. ډېرو يې په غېږو کې شنې چادرۍ نيولې وې. ټولو د دريځ پر خوا کتل ، څو تنو پرلپسې خبرې وکړې. د ډېرو وینا والو غږونه له مېرمنو سره د راغليو ماشومانو په چيغو کې ورک شول. د مارچ اتمه يوازينی لفظ وو چې د هر ويناوال د يوې نه بلې خبرې په سر کې به راته. د غونډې له پيل نيولې تر پایه پورې ټولو ويناوالو یوه سل کلنه زړه کيسه تکراروله. خبريالانو نن په خپلو کامرو پسې اوږده لېنزونه نښلولي وو او د کامرو تر چولو يې زړو او ځوانو ښځو ته په يوه سترګه کتل. د کامرو رڼا ګانو سترګې برېښولې. د بشر د حقوقو استازي وويل (( د مارچ اتمه د ښځو د نړيوال پیوستون ورځ په نړيواله کچه د ټولنو د نابرابريو او بې عدالتيو په وړاندې د ښځو د هڅو ، او حق غوښتنې زړه ور پاڅون او مقاومت محصول او د سياسي ، تاریخي او اجتماعي تنګ نظريو، ظلم، او تاوتريخوالي په وړاندې د ښځو د مبارزو او ځان تېرېدنې يوه ستره نښه ده. نېکمرغه ، بريالۍ او پياوړې دي وي د مارچ اتمه د ښځو د نړيوال پيوستون تاريخي ورځ، وسلام )) د دې پر ځای چې د وينا په پای ته رسېدلو یې چکچې ووهل شي راغلې ښځې يې د یوې داسې خبرې په تمه وې چې ورباندې وپوهيږي. د غونډې په پای کې پر دريځ يوې ناستې مېرمنې چې لوستې مالومېده د څنګ له ملګرې وپوښتل ( مارچ څوومه خور ده ؟ ) ما ته يې هم پوښتنه را پيدا کړه . يوې سپن سرې ته مي وويل(( ادې ته مارچ پېژني ) له ځنډه پرته يې ځواب راکړ (( هو قربان يې شم زما خدای بخښلی مېړه يې هم موريد وو ) فکر کوم د مارچ د اتمې غونډې ته د مرچ اغا د تلين د لمانځلو په موخه راغلې وه.



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني: