Wed07262017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته بېلابېل بېلابېلي ليکني د کاکا نور محمد زوی ۳،۵ میلیارده افغانۍ غلا کړی


د کاکا نور محمد زوی ۳،۵ میلیارده افغانۍ غلا کړی

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 04 کب 1390 | وخت: 20:19

هره بشری ټولنه په اجتماعی او سیاسی لحاظ دوه ډوله واکمن لری ، یو یې هغه چی د خپل ولس له منځ نه راپورته شوی وی، د ولس له غوښتنې سره سم واک ته رسیدلی وی ، دا رنګه واکمن وګړی د ولس له دردونو ، کړاوونو او ستونزو نه خبر وی ، پخپله یی حس کوی او د حل کولو لپاره یې شپه ورځ هڅی کوی . 

دویمه ډله هغه واکمن وی چی د جعل او تزویر له لاری یی د ولس واک پخپل لاس کی اخیستی وی ، واکمنی خپل حق ګڼی او دنورو حقوق ډیر په آسانۍ سره تر پښو لاندی کوی ، ډیری یې داسې ظالم او خدا نا ترسه هم وی ، چی په ولس کي چاته د غږ پورته کولو حق نه ورکوی د ګمرک عواید او د ولس مال او شتمنی خپل حق ګڼی ، د ولس پر شریفو خلکو یی بد معاشان او خپلسری وګړی مسلط کړی وی ، د بد اخلاقو او بد کردارو وګړو یوه لویه ډله ترې راچاپیره وی چې د خپل ژوندانه د دوام دارومدار د واکمن په واکمنۍ کې وینی ، ځکه پوهیږی چی که واکمن سیوری یې له سره لرې کیږی ، دوی به هم نیست او نابود وی .

له دی امله ورته د خپل بادار هره چاره ښه کړنه او پر ځای ښکاری دغه ډول فرعونی او نمرودی خویونه چی کله هم په کوم واکمن کې راپیدا شی ، طبیعی خبره ده چی ټولنه د زوال ، رکود او انفلاق لوری ته بیایی ، مګر په تاسف سره له ده سره دغه عمل منعکس دۍ ، ورځ له بلی ورځی غلا کوی او ولسمشر غوږونه کاڼه اچوی

نن د بلخ ولایت اړوند د حیرتانو له ګمرک نه شاوخوا ۳،۵ میلیارده افغانۍ له کوم دلیل پرته ورکیږی ، دا پیسی به د چا جیب ته تللی وی ، طبیعی ده چی کس یی هم معلوم دی او ټول په دی پوهیږی ، دا چی نور ورسره ښکیل دی ، حتی رسنۍ هم په لوړ آواز او په څرګند ډول غږ نشی پورته کولای

د ښاغلی جمهور ریس کرزی په لس کلنه دوره کې‎ بل یو والی هم داسې نشته چی پر یوه مهم ولایت دې لس کاله پرله پسی خپلسرۍ حکومت کړی وی ، مرکزی دولت ته دې په هیڅ ډول ځان مسوول و نه ګڼی ، پر حکومتی چارواکو او جمهور ریس دی هم رۍ نه وهی او له دې سره سره دې بیا هم د تور او سپین مالک وی .

دا والی عطا محمد نور دی ، چی له لسو کالو راهیسی د بلخ په شان یوه مهم ولایت پادشاهی کوی ، نوموړی په خپله لس کلنه دوره کی نه یواځې دا چې دولتی ځمکی غصب کړی ، ولس یی له خپلو حقه حقوقو محروم کړی ، د ملت شتمنی یې پر خپلو قصرونو ، پلازاګانو ، مارکیټونو ، سوداګریزو مرکزونو لګولی ، بلکه د خپل واک او شتمنیو د ساتنی لپاره یې دغلو ، ډاکوانو ، قاتلانو ، جوار ګرو او ډول ډول بې بندوبارو وګړو یوه لویه ډله یی پرځان راټوله کړی او په ټول بلخی ولس کې یې یوه ویره او ترهه خپره کړې ده

یوازې په دې تېرو لسوکلو کې یې د پښتون قوم پنځوسو په شاوخوا کی د سر سړي ، جهادی قوماندانان او نور په ولس کې منلی شخصیتونه په مرموزه توګه وژلی ، چی تر اوسه یې د یوه قاتل نه ونیول شو او نه چا ځکه ونه پیژانده ، چی د ښاغلی عطا په دربار کې له هر جرم او هر تېری محفوظ دی ، همدارنګه یې د مزار شریف د ښار په شاوخواکې تر یولک جریبه زیاته دولتی ځمکه د ښار ګوټو په نامه لومړی غصب کړې او بیا یی پلورلې ده ، ولې دا ځمکې یی له تاجک اقلیت پرته چی هلته میشت دی ، پر نورو مزار میشتو قامونو وېشلې نه دی ، بلکه د قطغن او ترکستان له نورو ولایاتو یې تاجکان راغوښتی او ددې لپاره چې یاد قوم په بلخ ولایت کی اکثریتی قوم شی ، ویشلې دی .

څه موده و ړاندی ویل شوی وو چی د بلخ والی سرمایه او جایدادونه تر یو میلیارد ډالرو پوری رسیږی په داسی حال کی چی د نوموړی پلرنی جایداد یواځی او یواځی دری بسوی ځمکه ده او دا جایداد یی ټولو بلخ والو ته معلوم دی او بل دا چی که ورځ یی راغله ددی سرمایی چی د خلکو په وینو یی لاسته راوړی پوښتنه وشی

د همدغه اقتدار او دولت په نشه کې اوس یې د اربکیو تر نامه لاندې خپلو قاتلانو ، غلو ، ډاکوانو او مجرمانوته وسلې ورکړی او د بلخ میشتې بیچاره او مظلوم قامونه پرې د طالب او تر هګر په نامه ځوروی چی بلخیان یې د دغو مسلکی غلو او قاتلانو په وسیله پوزی ته راوستی دی

وال ستریت ژورنال امریکایی ورځپاڼی څه موده وړاندی ددی خبری تصدیق کړی وو چی د بلخ والی وسله والی ډلی لری او په سیمه کی د پښتون قوم لپاره ستری ننګوونی جوړی کړی دی

که مرکزی حکومت ددغه ظالم ، قاتل ، خائن او د پردیو پورې تړلی خپلسرۍ والی چاره ونه کړی ، نو لرې نه ده چی بلخ میشتی غیر تاجک ولسونه یا له خپلو کورونو او جایدادونو څخه د سر پناه کولو په خاطر هجرت وکړی او یا په تشو لاسو ددغه ظالم ، جنایتکار او جنګی جنګسالار والی پر خلاف راپورته شی

چی دا به بیا هغه مهال د خپلمنځی کور ورانونکو جنګونو ډیره بده او ستره پیښه وی ، چی ددغه اور د مړه کولو توان به بیا ښاغلی کرزی صاحب خو لاڅه چی بهرنی ځواکونه هم ونلری ، ځکه انسان د خپل ځان ، ناموس او مال نه ددفاع په خاطر هر څه ته زړه ښه کولای شی .

بله پوښتنه چی د بلخ له والی نه کیږی هغه دا ده چی نومړوی تل ځانته خان زاده او د تجار زوی خطاب کوی ولی حقیقت دا دی چی د ښاغلی عطا پلار نه کوم تجار وو او نه هم کوم سرمایه دار ، دهغه نوم نور محمد وو او ټول د مزار اوسیدونکی په دی خبر دی چی د هغه کسب او پيشه څه وه ؟ نور محمد کاکا دی اوس خدای وبښی او خدای دی تر غوږه نه ورولی ، نوموړی به ټوله ورځ د شرابو په نشته کی ډوب او د قمار ټکس به یی ټولاوه او بلاخره په پای کله چی وفات هم شو د ډیر شرابو خوړلو له امله وو او چی په هغه شپه چی وفات کیدو هم د حاجی روف په کور کی میلمه وو او دا پوښتنه به هم له عطا څخه کیږی چی دغه شرابی یی څنګه په روضه کی دفن کړو؟

دغه ظالم او خدای نا ترسه د کا کا نور محمد زوی یادوم لمړۍ په شمال کی میشت د پښتنو وینی څښلی ، دولتی ځمکی او جایدادونه یی خپل مال ګاڼه خو اوس یی د بیت المال سره سره د کمرک دغه ۳،۵ میلیارده افغانۍ عواید چی د هیواد ملی شتمنی ګڼل کیږی ، په ډیری بی شرمۍ سره خپل جیب ته واچولی ، او په دی حکومت کی داسی څوک نشته چی تر و پوښتی د غه پیسی څه شوی ؟؟؟

ملی شورا چی وزیران غواړی او د بودجی حسابی ورسره کوی دغو پیسو ته یی ولی پام نه دی ، آیا د هیواد والو او په خاصه توګه د بیت المال پیسی نه دی ؟

کیدای شی په دی هکله د حیرتانو د کمرک ریس راوغواړی او پیناوۍ تری وکړی چی اصلی ددغو پیسو غل څوک دی .



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني: