Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته بېلابېل بېلابېلي ليکني بې رمې ((شپون)) ته: نه چې موږ دوه پکه، هم سره ورک شو!


بې رمې ((شپون)) ته: نه چې موږ دوه پکه، هم سره ورک شو!

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 29 سلواغې 1390 | وخت: 19:33

اکسفورډ،۸-۲-۰۱۲

pohand-doctor-mujawir-ahmad-ziarدا درته په زغرده ويلای شم چې زما- ستا نيمپېړييزه يارانه هېڅکله له بنگړی ماته ترهډماته نه ده رسېدلې، د شهيد سېلاب خبره هم څه کاڼي کرښه نه ده چې هرو مرو له گيلو سره جنگونه ملگری کېږي: ((په عاشقۍ کې هم گېلې وي هم جنگونه) !

زه او ته له آره په هماغه ړومبني نومهالي ((اکادېميک)) پښت اړه لرو. دا بېله خبره ده چې تا تر ما څو پتلنونه زيات زاړه کړي ، خو په ((زاړه- نوي)) مورچل کې مله پاتې شوي يو. تا له هغوڅو نورو پکو ورکو سره د ادبپوهنځي د لومړنيو لېسانسه په توگه پر پښتو ټولنه يرغل وروړ او او ما څه مهال پس له څو نورو سره خپله سپېڅلې جگړه له پوهنځي راپيل کړه.

په زړه پورې لا داوه چې دواړه څېړنيز- ښوونيز مرکزونه د هماغه دوديزو گرگو په ولکه کې ول. که څه هم، تاسې موږته له سياسي- فرهنگي دواړه پلوه مخبېلگه واست، خو ستاسې له خرپ- ترپ او ماتې پايلې څخه مو هم ډېر څه زده کړل.

تاسې ډېره توده خوړله او تش په همدې مو د هغوی په تشپاڼي (خلع) کولو پسې راخېستې وه چې اکادېميک ياست او سم له سمونې يې بايد ځايناستي شئ. که تاسې هغوی ((جوماتيان)) بلل، هغوی هم تاسې لېټانټه(لېسانسه). کله مو چې له امريکايي پوهنتونونو ماسټرۍ او ډاکټرۍ هم راوړې او په سترگو کې مو ور ننه اېستې، بيايې هم له((ټر!)) غبرگون سره مخ شوئ.

بورسونه خو مو هم د سياسي پروپاگند يېبره وه، لکه څنگه چې پوهاند الهام کيسه کوله: داودخان له تږي سره د کورني وزارت خواته پر مازيگري چکر ليدلی او بله ورځ يې پرې د ټولنې مشر زيری کړی وو.

هغوی پرسرکاري او ټولنيز زور و اغېز سربېره، له پښتني- اخلاقي پلوه هم د درناوي جوگه ول او بيا لاداچې د دواړو پښتو منځيو(مرکزو) بنسټوال او بياتر هرڅه له مخه يې پر موږ لومړي پښت د استازۍ پاس و رښته هم درلودل. يو مهالپېر ته مو بايد غاړه اېښې وای او تر تاوتريخوالي مو نه رسولای. په تېره بيا د علامه حبيبي، استاد الفت او استاد بېنوا په څېر درنو سټو گرگو سره چې له نوي اکادېميک پښتني پښت سره يې دومره گوتې نه ماتولې.

په پای کې مو هم ځنې راوترپلل..حسن ساپي، حسن کاکړ او تږي بياهم پوهنتون ته پنا راوړه او تر پوهاندۍ يې ورسوله، خو تا، نه هلته تر څېړندويۍ پورې ځان ټينگ کړ او نه دغلته تر پوهاندۍ ، بلکې د هغه مهال په يوازېنۍ کابل مېشتې(( انجو))، په بله وينا، ((م م م)) کې دې سر پر سيوري کړ. په دې توگه دې تر ښايسته ډېر وخته د(کيسو) پرځای د پيسو لاره واره يي وگڼله. مټې هغه مهال بيرته کيسوته راستون شوې چې نور په ټاټوبي کې د دواړو مزه باران وړې وه. تېښته دې تر مېشتې سودمنه وانگېرله. اجل نيولی شجاعي دې يوه((امين)) ته پرېښووه او ته په بل.((امين)) پسې پېښور ته ورشېوه شوې. هلته دې هم داستاد مجروح ورته برخليک په خوب کې وليد او د اروپا اوامريکا پر لورې دې پښې سپکې کړې.

په ډنمارک کې دې له فرديناندکلاوس سره هماغه د ځوانۍ د مهال ډگرڅېړنې پر درد ولگېدې اود پناغوښتنې لاره يې درهواره کړه. هرگوره، ((امريکا غږ)) دې په ژوند کې يوازېنی کارځای وو چې ښايسته غوټ مهال پکې ټينگ پاتې شوې او جېب خرڅ يې هم له کورناستي راهيسې جنگ و جهل ځپلي هېواد ته د اوږدو اوږدو چکرونو لاره درهواره کړې ده.

زه د دې منښته کوم چې په ټوله کې تا بياهم کيسې له پيسو نه دومره نه دي ځارکړې او د پښتو ابۍ په سرڅڼه کې ترچا وروسته شوی نه يې او داهغه څه دي چې زما او ستا زمان زموللې يارانه يې له سره راتانده کړې ده. له دې هم درتېر يم چې تر نورو همپېرو دې، هم د((نوي- زاړه)) مورچل وارله مخه پرېښود او هم((پرمختللی)) سياسي هغه، لا د هغه پرځای دې د داسې ښيلاسو لار پسې واخېسته چې تراوسه دې سيوری په توره وهي، تردې چې د ليکوالو ټولنې نوماندي يې هم درډپ کړه او تر تايې يو افغان دښمنی ستمی غوره وگاڼه، ارسلايي اوښيو دې د شمالي ټلوالې په انډيوالۍ کې هم مرسته و نه کړه چې دومره سياسي- قلمي ملاتړی يې پاتې شوی وې!

داچې زه ولې په غبرگو مورچلو کې تر پايه ټينگ و ترينگ پاتې شوی يم، پاړکيز او څانگيز دک و دليل لري. ته په يوه شتمنه يا لږ تر لږه له درو پښتو نه ځانبسيااو ملايې- ادبي کورنۍ کې زېږېدلی او روزل شوی يې او زه په يوه بېکوره- بې ځمکې او نالوستې کورنۍ کې پيداشوی او په خوارۍ مزدورۍ تر شپېني ښوونځي رسېدلی يم. همداسې مو سره پوهنڅانگې هم توپير لرلی. ادبپوهنه او ژبپوهنه سره نن سبادومره واټن موندلی، لکه کېميا او بيالوجي. په تېره بيا چې تا ترڅېړندويۍ زيات زور پر زېږندويۍ اچولی دی. که کله ناکله به دې پوهنځي ته يوه منډه راوکړه، گړۍ نيمه به دې يوڅه شاگردانو ته نوې ادبپوهنه واوروله او بيرته به پرهماغه راغلې لاره بيرته غلی ولاړې. نه دې له استاد رښتين سره ټکر راته او نه له استاد رشاد، او نه بيا د دواړو پليونو او پلويانو سره.

خو ما پر سپينه رڼا ورځ هم شنې چيچلای نه شوې، له هماغې لومړۍ ورځې ورسره په شخړه کې کښېوتم. مهالوېش په سل کې اتيا د دوديزې ادبپوهنې((ادب فنونو)) بېلابېلو څانگو خرانگو نيولی وو او پاتې شل يې زړې ژبپوهنې او څېرمه ببو لالو. استاد تږي تر((نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل)) رساله گۍ راوروسته ټولنه استاد رښتين ته پرېښې وه او پوهنځي ته له راتگ وروسته يې ستاغوندې ادبپوهنه بې ازاره گڼلې وه. د اوونۍ په دوه ساعته ژبپوهنه يې استاد شاکر بسيا کړی وو چې له((فونيم وڅه ته وايي او مورفيم وڅه ته وايي؟)) پرته يې، له امريکايي دوه کلن بورسه، نه څه زيات زده کړي ول او نه يې شاگردانو ته نورڅه وړاندې کولای شول. دواړو ، هرگوره دومره توره وکړه چې په مهال وېش کې يې د ژبپوهنې انډول يوڅه را غوښن کړ. نور هغوی پر خپله مخه ولاړل او زه يې شخړوته يوازې پرېښووم.

ترڅو چې تږی د ژبپوهنې له دوکتورا سره له امريکا راستنېده، زاړه استادان کورناستي شوي ول او د نوې ادبپوهنې په پرتله، ژبپوهنې له بېلابېلو څانگو خرانگو سره پوره پښې ټينگې کړې وې. هغه کال نيم نوې پښويه(گرامر) پرمخ يووړاو بيايې، لکه ځان دې چې واخلې، خپل دويم هېواد ته بيرته والوت او ((امريکاغږ)) يې غنيمت وگاڼه.

اوس به راشم دې دک و دليل ته چې زما او ستا په يارانه کې ټوکې ټکالې کله ناکله ټوکو ټکرو ته ورغځېدلي ؟

۱) تا په خپلوادبي پنځونو دومره مينه وال پيداکړي چې بې له سرکاري چوکاټه يې د استادۍ وياړ دربښلی او ما هم درباندې لورولی. په دې ډول دې، نه يوازې کيسې او ناولونه چې لا هسې گپې شپې دې هم په مينه مينه لولي او په دې لړ کې دې له ماسره ټوکې ټکالې هم د کاڼي کرښه انگېري. هغه هم، هماغه چې د(زاړه- نوي) جنگ جگړې په لړ کې دې د پښتو ټولنې د چارواکو په نامه کولې، لکه واخلې: شرنگ سوټی(رباب)، ږغ ډبلی(راديو)، سړی(ادم) عليه السلام، کږې وږې خوږې (ځلوبۍ)... او پسې نورې نوې نوې زياتونې!

زه وايم نه چې: ...ته به د ناز ښېراکوې رښتيا به شينه

۲) دا وراشې وجيزې دې تر هغو هم زياتې لمسوونکې او بېلارې کوونکې وې چې زما او ستا د پوهنځي پخواني يار ډاکتر بسم اله ځيرمن ــ چې په تهران پوهنتون کې((امير)) شوی او اوس په وياناکې د مړې گېډې پارسي وايي، د خپلې مهالنۍ تاويز کړې وه: ((ژبه د ولس مال دی او څوک پکې د لاسوهنې حق نه لري)). ترڅويې زما له سخت څانگپوهيز غبرگون سره لرې کړه او نچوړ يې ورځايناستی کړ.

هغه مهال درنه، خدای شته، رښتياگيله من او مرور شوی وم. نه يوازې د پخواني يار، بلکې تر هرڅه له مخه د يوه اکادېميک فرهنگيال پښتانه په توگه درنه دا تمه کېده چې دخپلې څانگې په څېر دبل چا د هغې هم خيال وساتي. د تېرمهالې او وسمهالې پوهې او فرهنگ له داوه گيرو څه گيله په کار نه ده او نيوکې يې هډو پر غبرگون نه ارزي. د يوه ((پښتو خو يوازې د زيار ژبه نه ده چې ځانته يې ټيکه کړې ده)) دوپاړه مې داسې لنډ گنډه ورغبرگه کړې وه: هماغسې دې چې يو طبي درملگر په ځان ځاندره کې د لاسوهنې حق لري، د غسې دې زه هم د يوه ژبپوه او گرامر پوه په توگه په ژبه کې د گوتوهنې او څېړنې رښته لرم. خو ستا په غبرگون کې مې ستا له شان سره سم دا کښلي ول: ژبپوهنه او په نومېرلې توگه پښويه(گرامر) د يو اساسي قانون غوندې د ولس له بېلابېلو گړنيو ډولونو يا گړدودونو(لهجو) څخه له اړوندو زېرمو سره را غوره کېږي او بيرته ورباندې پر کاراچول کېږي، په همدومره توپير چې د اجرائيه او قضائيه ځواکونو استازي د قانونساز پرخپله غاړه ده.

۳) په نومېرلي(مشخص) ډول زما او ستا ترمنځ يو نيم ټکر له دې هم راولاړېږي چې له دومره بډايې او زړه راکښونې ليکنۍ پښتو سره سره يو څو ډېر کارېدونکې پښوييز توکي(ادات) د گړنۍ پښتو تر اغېز لاندې کاږې او توپير يې دومره په پام کې نه نيسې ، لکه: (د- له)، (په- پر) او بيا نيمکله کارونگ، لکه په(( مانه مه مرورېږه)) کې دې چې (له-) گړسره خوړلی دی. زه باور لرم چې په انگرېزۍ کې دې هرو مرو ورته ادات د (pre-positions) او (post-positions)

په هماغه لومړي کورس کې زده کړې او هېڅکله دې نه غورځولي او نه يو د بل پرځای کارولي دي. که څه هم هلته په څرگند ډول يوازې لومړي دا يووستوي کارول کېږي، خو په پښتو کې دواړه غبرگ غبرگ کارول کېږي او له دې کبله په انگرېزۍ يې(ambi-positions) بولي او موږ يې لومړيوته سربلونه وايو، دويمې ډلې ته وستربلونه. او درېيمې ته غبرگبلونه. مانا داچې جوړه جوړه لکه اردليان يو تر نوم يا ضمير مخکې راځي او بل ورپسې ، لکه: له- وېشه پر تالا خوښ يم، له کوره( نه يا څخه) پر سارا، له ورور سره، په کور کې کارکوم، تر کور پورې ځم، په تا پسې ځم ، پر مېز باندې، تر زنې لاندې... دغلته ځينې وستربلونه لکه(نه، څخه، پورې، باندې) غورځېدای شي، خو ځينې نه، لکه(سره، کې، لاندې) او داسې نور. نو که وخت و زغم دې درلود، غونډ کتاب (انگرېزي- پښتو سربلونه&وستربلونه) به يې در پيداکړم. په دې توگه به دې نور پليوني هم پرپله پل کښېږدي!

۴ــ په پای کې به داهم در ډاگيزه کړم چې ستا څانگه هر اماتور د ليک و لوست راخپلولای شي، يوه غوره بېلگه يې زما او ستا گډ دوست((اسد غضنفر)) دی چې بې له کومې لوړې څانگيزې زده کړې او رسمي لاسونده يې پکې ستا غوندې د استادۍ پوړۍ ترلاسه کړې، دوديزه ادبپوهنه يې خو لا وار له مخه راخپله کړې او د نوې په راخپلونه کې يې شپه او ورځ پرځان يوه کړې ده. له دې لامله يې زه په رښتينه ((غبرگ زمری)) بولم.

له کړنيز پلوه خو درسره نوي نوي راټوکېدونکي پنځگر( شاعران، کيسه ، ناول ، طنز، تکل، نندارمه... ليکونکي) په څانگه کې درگډېږي. مگر ژبپوهنه له بده مرغه ، له پرلغښتې څانگپوهيزې(مسلکي) زده کړې پرته راخپلېدای نه شي او له کړنيز پلوه يوڅو څېرمه څيزونه، لکه ژبنۍ جغرافيا، تاريخچه، احصايه ، سيند(قاموس) ليکنه، د کورسونو او لومړنيو ښوونځيو لوست کتابونه... ، هغه هم بايد د څانگپوه تر لارښوونې او څارنې لا ندې کښل کېدای شي.

په دې توگه که ته نورې پېيلې ناپېيلې هم و نه پنځوې، هسې گپې شپې دې هم د ايمان په تله کې اچول کېږي، خو زما په څانگه کې د خدای بښلو تږي او الهام راوروسته نورداسې څوک نشته چې پاتې کارونه راسره سپک کړای شي. ما له دې ډاره شپه او ورځ پر ځان يوه کړې چې د پښتو ابۍ اوسني نه، بلکې راتلونکي بچيان به مې ارواد تاريخ نياوتون(دادگاه) ته ودروي!

نوې ژبپوهنه د شلمې پېړۍ له پيله تر اوسه ډېره پېچلې شوې، فلسفه، منطق او اروا پوهنه يې خو له همغو لومړيو راهيسې را خپل کړي ول، خو له نيمې پېړۍ راهيسې د رياضي او فېز يک د فارمولونو او مېتودونو په پرله پسې راخپلولو سره نژدې ده، له نورو ټولنيزو پوهنو گړسره را جلا شي. له دې کبله ماهم دا هوډ نيولی چې تر وسې وسې ورسره پښتو ژبپوهنه په کنډه کې واچوم او په دې لړکې يې لږ تر لږه بنسټيز نښيرونه (پښويه، وييپوهنه، آرپوهنه، ليکلار، پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې...) پرلپسې له نويو سمونو اوکرونو سره بيا بيا چاپ ته وسپارم. مانا داچې زه لا هغسې ځان زده کړيال او ورسره ورسره راتلونکو پښتونو ته پازوال(مسؤول) نگېرم.

خو، اماتورانو ته هک پک پاتې يم چې د تېرو نابغه گانو پر پليونۍ او پاتشونو شخوندونه وهي او د راننگولو باټې. هماغه ستاد ټولنې مولانا سيفي خبره را پر زړه کوي: نالوستی تحويلدار را ته هره ورځ په مخ کې نېغ نېغ کېږي چې ((فاضل)) شوم، او موږ په ډېرو ليکنو څېړنو او ژباړنو کې ږيرې سپينې کړې او فاضلان نه شو !

راته گران او ټولمنلی شپون صاحب،

مابه هرو مرو وبښې چې غبرگون رانه دومره وځنډېد او اوږد شو. تېره اوونۍ له گډو يارانو څخه يوه ستا له لورېينو خبرکړی وم. خو ما مټې پرون ماښام د نويزونو (نيولوجېزمونو) له سيند گي سر راجگ کړ او دغه گپ شپ ته دروزگار شوم.

په ټوله مينه او مننه، ستا او گردو پښتو مينو زيار

 

 

 

د شپون صاحب ليکنه:

ما نه مه مرورېږه / استاد سعدالدین شپون

تاند کې کله نا کله په خپل لارښود او د خپلې ژبې په سرلاري، ډاکټر مجاوراحمد زیار کله نا کله لګېږم. په دې باندې له استاد نه بښنه غواړم. ټول پوهېږي چې زما مطلب دا وي چې د ژبپوهنې جدي موضوع لږه غوندې را نرمه کړم چې خلک ترې ټپرا نشي. د هغې سرلارې زما د لسیزو، د هغو کالونو یار پاتې شوی چې دواړو د افغانستان په لېرو کلو کېږدیو کې ریسرچ کاوه، ما د خپل ډنمارکي یار کلاوس فردیناند سره په کوچیانو کې د انترو پولوجي او زیار صیب د ناروېژي او نورو اروپايي استادانو سره د ژبپوهنې څېړنې کولې. د زیار صیب بول په موږ(امین، شجاعي، تڼیوال) په دې لوړ و چې اکثر سفرونه یې په موټر سایکل کول. زب زب، ستړي ستومانه به له خپلو سفرونو کابل ته راستانه شوو، یو بل ته مو د خپلو سفرونو ترخې او خوږې خاطرې تېرولې، قسم قسم روا او ناروا ټوکې مو کولې. زموږ ترمینځ په دې

حرفوي تړاو سر بېره د پوهنځي د بلا پسې وختونو ټوکې ټکالې هم ډېرې وې.

خو بیا ورکې دا ناولی شی راغی، دا مترقي غوایمنډ، زیار صیب ورکې جېل ته لاړ او شجاعي سر وخوړ. زموږ د نیاګۍ یې را له نچوړ کړه.

اوس زموږ د کول څوک پاتې نه دي، یو مجروح و، بل امین، بل تڼیوال، هغه هم ولاړل. هلته د پوهنتون په ګوټ کې یو حمیدالله امین لا لر بر کېږي، د ما شومانو خبره، میني میني خلاص. زه د هماغه پخوا وخت په یاد ځای بېځایه د زیار پورې لګېږم. هغه د سلېمانخېل کیسه ده چې د غزني په بازار کې په خټو ککړو څپلیو سره د اندړ په لیمڅې تېرېده راتېرېده. اندړ ورته ویل چې اې بسلمانه، لاره خو هولته ده، ولې زما لیمڅی په خټو لړې؟ سلېمانخېل ورته ویلي وو چې زه پوهېږم چې لاره هورې ده خو زه هسې ځان در پورې سولوم. نو ما هم ځای بېځایه ځان زیارصیب پورې سولاوه. اوس پوه شوم چې د وزیر صیب خرم په وینا چې ما پورې یې کړې وه، سړی نور ښه دیه خو ډېر بوډا دیه! نو نور به دا نازونه نه پرې کوم. د تڼیوال خبره، زیار په ژبپوهنه کې ستره بلو ده!