Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته بېلابېل بېلابېلي ليکني د منلي حبيبزی په غبرگون کې: پوهاند دوکتورم.ا. زيار


د منلي حبيبزی په غبرگون کې: پوهاند دوکتورم.ا. زيار

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 26 سلواغې 1390 | وخت: 21:04

اکسفورډ،۱۵-۱- ۲۰۱۲

((مينه)) د نارژېدلو ارمانونو مثبته پايله ده
هره بېلاري او بشري ضد جنايت مينه نه،
بلکې کرکه ده

pohand-doctor-mujawir-ahmad-ziarزيگموند فروايد(۱۹۳۹-۱۸۵۶) په ارواپوهنه کې هماغسې يو اوړونټکی(نقطۀ عطف turning point) رامنځته کړ، لکه هغه بل تربور((مارکس)) يې نيمه پېړۍ له مخه په فلسفه، تاريخ، ټولنپوهنه او... کې رامنځته کړی وو. ده په ارواپوهنه کې د ارواشننې يا سايکو انالايزز (psychoanalyses) بنسټ کېښووه او د شعور او تحت الشعور تر منځ يې د ((نصف الشعور)) او بيا د دولتي اډانې په څېر د درېگونو ځواکونو(آيډۍ، ايگو او سوپر ايگو) شتون هم پر زباد ورساوه.

په دې توگه مارکس او فروايد له دروگونو جبرونو څخه چې انسان ورسره له زرگونو کلونو راهيسې لا س او گرېوان دی، دوې ژغور لارې پرگوته کړې دي: هغه له ټولنيز جبر او ده له خپلځاني (نفسي) جبر ځنې، ټولنيز جبر له سرباري ارزښت (ارزش اضافی) او دابل له سرباري ځواک(نيروی اضافي) زېږنده بلل کېږي.

هرگوره، له درېيم((طبيعي)) جبره د ژغور لاره چې انسان ورسره له زېږېدنې تر مړينې پورې په اخ وډب کې دی، په ټوله کې پوهې، فرهنگ او تخنيک پر گوته کړې او کوي يې. مارکس د ټولنيز جبر پر وړاندې پاړکيزه ژوند جگړه او فروايد د خپل ځاني جبر پر وړاندې ارواشننه يوه غورترينه او بنيادي ترينه وسيله بللې. دا بېله خبره ده چې دغو ماتريالېستي پوهانو له اندپوهيز پلوه سره توپير لاره، خو گډ ټکی يې ورسره دا وو چې تر ړومبي وروسته دغه بل هم پر خپل وار د بشر خوبولې- خيالولې نړۍ، يا د اپلاتون په نومونه((مدينۀ فاضله)) سخته و جړکوله.

دگران حبيبزي څېړنه په ټوله مانا پر فروايدېستي او بيا نيو فروايدېستي شننو ټيکاو لري او زه يې په ټوله کې پخلی کوم. خو په غبرگون کې يې بايد ووايم چې انسان ((مينه)) له آره د يوې پنځيزې او نوږيزې(طبيعي اوجنسي) غريزې غوښتنې او اړتيا له مخې راخپلوي. خو څنگه چې له نورو همځېلو(همنوعو) سره يوځای ژوند کوي او وغواړي که ونه غواړي، دېته اړوځي، چې يو لړ ټولنوټيږ او بيا دودونه جالونه، ارزښتونه، گروهې او ان کږنې انگېرنې هم پرځان ومني. نو کله چې له دغه پلوه له خنډونو سره مخېږي او په اسانه خپله مينه خړوبولای نه شي، د بې برخۍ(محروميت)، ناکامۍ او نهيلۍ اړوندې ولولې، په بله وينا، نارژېدلي ارمانونه يې ناځانخبرې نړۍ(تحت الشعور) ته ورتمبول کېږي او پرگرومونو(عقدو) بدلېږي.

په دې کې هم څه اړنگ بړنگ نشته چې دغه زېرمه گرومونه سل په سل کې نږه نوږيز(جنسي) نه دي، بلکې زياتره له ټولنوټيزو هغوسره غاړه غړۍ کېږي، ځکه د ژوند بېخبنا جوړوي. که داسې نه وای، نو ولې به ورته ډېری نروښځې له ننگ و ناموس او ان ايمان او گروهې تېرېدل؛ د چا خبره، ((...)) به يې له ((خېټې))، نه بلهاروله!

لکه څنگه چې ښاغلی حبيبزی د ژيژاک له خولې وايي: ((د شتمن خوند اخېستنه، د بېوزلي لپاره پر ارمان بدلېږي.))، زموږ مينې زياتره له بېوزلۍ آره اخلي. په هماغه بېلگه پرمختللي کابل کې د نجلۍ پلار و مور کم عايدي زلمي ته لومړی د کورلرنې شرط وړاندې کوي، له کوژدې تر واده نور لگښتونه يې خو لا څه کوې چې له کليوالي ولوره ورته هم ډېر ملاماتي پرېوځي.

فروايد ښايي، له ښندې کار اخېستی وي او ان له تيخورۍ منگه چې هلک ته مور او نجلۍ ته پلار زيات گران وي، پر نوږيزو گرومونو ډېر زور اچولی دی، خو شاگردانو او پليونو يې، په نورو ټکو، نويو فروايدېستانو دغه گرد زېرمه گرومونه انسانان يوازې مينې ته نه، بلکې نورو ډېرو ښو او بدو کړو وړو او اندتوگو ته هم ورڅکوي. دا يې په ارثي او روزنيز او بيا د ټولنيز چاپېريال په ټولنوټيز، سياسي، گروهيز او فرهنگي څرنگوالي او اکربکر اړه لري.

د گرومونودغه ناځانخبری زېرمتون يو اېشنده دېگ ته ورته دی چې کېدای شي، راوتونکي بړاس يې د هر ځاني (فرد) او بيا ټولنې په گټه او تاوان دواړو پرېوځي. خو که له پرتلې کار واخلو، د بشر په ټول او په پوره ډاگيز ډول يې وروستي لس زرکلن مدني تاريخ د بېسارې گټې لووی(گواه) بللای شو. همدا بړاس وو چې صنعتي انقلاب ته يې رښتياينه وبښله، دومره علمي، تخنيکي او فرهنگي برياوې يې د انساني ټولنې په برخه کړلې. ادبي او هنري پنځونې خو ورسره په هره توگه سيده پر سيده اړاو تړاو لري.

پر وړاندې يې د ناوړو ځاني بېلاريو او ټولنيزو بدمرغيو، لکه شخړې او جنگ جگړې، فاشېزم او نورو بېلابېلو پاړکيزو، گروهيزو، هڅوبيزو... بخولو او ناخوالو کچه ترې ښايي، لږه وارزول شي.

د فروايد له دغو ارواپوهيزو برسېرونو څخه هم تر هرڅه له مخه يې بې له درملو د زرگونو زرگونو عصبي او عقلي ناروغانو درملنه شوني او اسانه کړه. د ښوونې روزنې په ډگر کې يې بې کچه بدلنونه او پرمختگونه راوستل. په ادبپوهنه او بيا په ځانگړې توگه په ادبي تيورۍ او کره کتنه کې ډېرې تړلې کړکۍ د ادبپوهانو پرمخ پرانېستلې. د وگړپوهنې او توکمپوهنې په تړاو يې د دودونو، جالونو او بيا (و)گړني(فولکلوري) ادب د څېړنو او شننو په مرسته د ډېرو وروسته پاتې ټولنو د اند و ژوند څرک اېستنې ته لاره هواره کړه. ورزش او سپورت چې د هنر يو ساده بڼه بلل کېږي او پر سمه لار د يادشوو گرومونو او ارمانونو د خړوبونې، په بله وينا، د سرباري ځواک يا انرژۍ د لگونې(مصرف) يوه بله مثبته او په زړه پورې اقتصادي وسيله ارزول کېږي، هم بېساری پرمختگ وکړ.

که خبره پر ناوړه گټه شي، هسې خو له هرې پوهې، تخنيک، فرهنگ، خبرتيايي(انفار ماتيکي) ښکارندې او برياوو ځنې هم اخېستل شوې او کېږي. لکه څنگه چې زموږ هڅاند ليکوال حبيبزي يې په نورو ورته ليکنو کې ورته گوته نيولې ده. د ساري په ډول يې د امريکايي ادوارد برنايز ((د رضايت انجنيري)) کتاب يادونه کړې چې څنگه يې د لومړي نړيوال جنگ په درشل کې د وخت زورواکو او چارواکو ته د وگړو ناځانخبرې نړۍ(تحت الشعور) همداسې کارنده وساتي او ترې ناوړه گټه واخلي ، يا دچا خبره پراحساساتو يې لوبې وکړي او د هماغه زبېښاکگر لږه کي پوړ و پاړکې لپاره يې هرې بلهارۍ ته چمتو کاندې.

د داسې چمونو يوه ژوندۍ بېلگه موږ نن سبا په خپلو گناهگارو غوږونو اورو او په کړن کې يې په غړولو سترگو گورو چې څنگه يې له سم سهي مسلمانانو بنسټپال جوړکړي او بيا يې ورسره د پوځي سلاکارانو ترڅنگ داسې ارواشنونکي گومارلي چې په اسانه د مدرسو خامه خوله ماشومان او نور غريب غوربه د ځانوژنې او بلوژنې لپاره وروزي او تلقين کاندې. د چادونکو توکو درانه واسکټونه ورواغوندي اود ډېورنډ دواړو خواوو ته يې د پښتون وژنې او پښتني ملي تاريخي او فرهنگي اکر وکر د يومخيزې نشتونې په موخه واستوي!

په هره توگه د منلي ليکوال او رسنوال حبيبزي دې خبرې ته راځم چې ((مينه)) په رښتياسره زموږ د ناځانخبري(لاشعور) يو منفي بړاس دی، په بله وينا، له غچ او کينې يا تاوتريخوالي سره په يوه تله کې تلل کېږي؟

زه وايم چې دا اندتوگه د ښندې(افراط) او په نومېرلي ډول له بشپړوالې يا مطلقيت (ابسولوتېزم) څخه اوبه څښي چې د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د آينشتاين له برسېرونې راهيسې ان په جوتپوهنو(مثبته علومو) کې له دود و موده وتلی او خپل ځای يې پرتليزوالې يا نسبتيت(رېلتيوېزم) ته پرېښی، پاتې لا په ټولنپوهنو اوبشرپوهنو او بيا په خورا پېچلې شننيزه ارواپوهنه کې. دا به ومنو چې مينه د نورو ډېرو ښو او بدو کړو وړو له هماغه ناځا نخبري زېرمتون يا بړاس دېگه رابهرېږي، خو پر درېگونو ((آيډي، ايگو او سوپرايگو)) پاټکونو سربېره د ځانخبرې نړۍ (خپلځاني او ټولنيز) سانسورونه ترې يوه ټولمنلې ښکارنده رغوي. بيا نو، لکه پاس چې ورته نغوته وشوه، همدا مينه، او هغه هم ځورېدلې او سانسور شوې او يا گړسره ناکامه مينه ده چې دادبي- هنري پنځونو سرچينه گرځي، ځکه لومړۍ سرچينه يې زياتره هماغه ناځانخبری زېرمتون دی،. هن، که له بريالي کېدو او خړوبېدو سره بياهم الهام بښونکې وي، هغه يې د هماغو تېرو هېرو غوټو او گرومونو بابېړی بلل کېدای شي. داهم د هېرولو نه ده چې ډېری علمي- تخنيکي پنځونې او نوښتونه له ورته ناخبرې سرچينې خړوب شوي اولا خړوبېږي، که نه، نن سبا به د ساينس فېکشن ټولۍ(مقولې) ته دومره ارزښت نه ورکول کېده او ډېر پوهان ددې منښته کوي چې ((تخيل)) يې ((تفکر))ته لاره هواره کړې ده. ان تردې چې يوازې په هنري-ادبي او علمي- تخنيکي شاهکارونو کې له يوراز((لېونتوب)) خبرې کېږي. زموږ په دوديزه-گروهيزه ټولنه کې ډېر ساډوبي لېونيان او ملنگان د برخې خاوندان انگېرل کېږي او تر مړينې وروسته پرې زيارتونه جوړېږي.

د هېتلر ملي او دخميني يا بل هر بنسټپال مذهبي فاشېزم هډو مينه ، نه بلکې هغه بېلاري يا کرکه ده چې د نورو بې شمېره بېلاريو يا منفي ښکارندو په ډله کې يې له ورته دېگه را بړاس شوې ده، او هر جنايت يا بېلاري ((افراطي مينه)) نه، بلکې((افراطي کرکه)) بللای شو!

داچې زموږ ډېرکاري رسنوال او څېړنوال په خپلو فروايدېستي شننو کې تر نورو ادبي ځېلونو پر شعر ډېر زور اچوي، لاسوند يې داچې د ازادو، سپينو... په گډون، په رښتيني يا ورهڼيز (پروفېشنال) شعرکې، د انځورگر او پژساز غوندې د اړوند پنځگر هماغه رښتينې ناځانخبرې ولولې راځلېږي او په نورو ناپېيلو ځېلونو(داستان، طنز، نندارمه، فېلمنامه...) کې زياتره اگاهانه اند و واند گډون لري. لرې به نه ځو د حبيبزي له بېلگوځنې به کار واخلو: شپون په کيسو، ناولونو، تکلونو او گپ و شپ کې له پېنځه وخته نمونځونو يو هم نه قضا کوي، حال داچې په شعر کې په څلور مذهبه کافر بللای شو. نذيراحمد نذير بياپه خپل

زړه پورې څلوريزوال تمثيلي شعر کې خپلې بنسټپال وزمې يا طالب پلوې ولولې انځورلې، خو گومان نه کېږي، د يوه زده کړه وال، روښاندي او دوديال(متمدن) پښتانه په توگه په ناپېيلو ويناوو، په تېره ادبي بنډارونو کې دومره يواړخيز راڅرگند شي!

داهم نټه نه منونکې زباده شوې چې د شعر د الهام آره سرچينه د شاعر خپله ناځانخبري(تحت الشعور) دی او هره پنځونه يې د((مينې)) په نامه د هماغه نا رژېدلي نوږيز (جنسي) ارمان زېږنده او ځلندويه ده. په دې ډول پکې تر انده د واند(خيال) ونډه زياته او ټاکنده ده. هسې خو موږ ډېری انسانان لا تراوسه په وهم و خيال کې ژوند کوو. دکوپرنيک(Kopernik1473-1543) له زبادونونو او اوسنيو تشيالي(فضايي) الوتنو او را برسېرونو سره سره بياهم ((ځمکه)) او ((لمر)) سره بدلوو را بدلوو(لمر راوخوت، لمر پرېوت)، يا د لمر سترگه د اسمان نيمايې ته راغله وايو او بيا ورسره لمر خاته او لمرپرېواته(ختيځ- لويديځ)، او داسې نور؛ شاعران لا پر ځای پرېږده چې بې له هغې له خيالي نړۍ سره کار لري. د بوډۍ په ټال خيالي اسمان ته خېژي، له سپوږمۍ او ستورو سره راز و نياز کوي او په ستاينو يې نه مړېږي.

د عربي، پارسي او نورو په څېر پښتنو شاعرانو، په تېره تصوفي ويناوالوله ارزاني او انصاري رانيولې تر حمزه پورې سول ياعقل له گروهې او هنر سره نه پوخلاکېدونکي بللی دی.حميد وايي:

که مې نه وای لېونتوب رهبري کړی

افلاطون غوندې به مړ ومه گمراه

او حمزه وايي: ... ماحمزه چې کړ هنر ورسره گډ.

 

او بيا داچې مينه د هرڅه سرچينه بولي:

()دا جهان دی خدای له عشقه پيداکړی

د جمله وو مخلوقاتو پلار دی دا (رحمان)

 

واړه عشق دی چې يې سر راته گياه کړ

گڼه زه پرځان مين د سرښندل څوک

بدرگه که محبت راسره نه وای

يک تنها به پر خونخوارو لارو تلل څوک (خوشال)

او بيا د تلپاتې ژوند پايلامه:

هرگز نميرد هرکه زنده گشت ز عشق

ثبت است بر جريدۀ عالم دوام ما!