Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ فرهنګ او ادب ادبي ليکني د اکبر زمينداوري څېره د سيمو په لرغونو ادبياتو کي


د اکبر زمينداوري څېره د سيمو په لرغونو ادبياتو کي [لومړى برخه]

جمعه، 28 سلواغې 1390 | وخت: 00:09

(د ٧،٨ هجري پېړۍ پښتو لرغونى ادب)

Pashto Literatureپه دې ليکنه کي دارواښاد محمداكبرزمينداوري لرغونې ادبي څېره دسيمو(هند،چين،ترکې،روسيې اوعربو د ٧-٨ هجري پېړۍ له ادبياتو سره ښودل کيږي اوورسره په څنگ کي دپښتوادب په تاريخ كي دهمدې دورې(٧-٨)هجري پېړۍ پرشعري ډول ،اوهمداډول ددې دورې پرسياسي ،ټولنيز،اقتصادي ،علمي،عرفاني ،اوادبي اړخونوباندي په خراسان( =افغانستان) کي يادونه سوې ده .

. په (٧-٨ )هجري پېړۍ كي دپښتوژبي پرخپلو اصلي ادبي ژانرونو،دختيځ ځيني ادبي ژانرونه ،لكه قصيده،مثنوي،اوغزل هم دپښتوژبي اوادب ترلمني پوري رارسېدلي اوځاى يې نيولى وو. خوترڅنګ يې دپښتوادب خپل ځاني شفاهي اوتحريري ژانرونه هم درلوده.

.د ارواښاد اکبر په پېر کي پښتو شعر يورزمي اوحماسي بڼه غوره كړې وه لكه په (۶۵۰) هجري كال كي دهوتك بابا رزمي سندري چي پښتانه ځوانان يې دمغلو دظلمونو دمخنيوي لپاره جګړې ته هڅول ،داحال پټي خزانې ترموږ پوري رارسولى او د ( هوتك بابا ، د بارو، د زوى) سندره يې داسي را نقل كړې ده:

پرسورغربل راته نن اوردى

وګړيه جوړراته پيغور دى

هركلي كورباندي مغل راغى

هم په غزنه هم په كابل راغى (۱)

ترهوتك بابا وروسته كه سړى داكبر داشعاروڅرك څرګند كړي دى هم دهمدې مغلو څخه شاكي اوفريادي ښكاري ،كه څه هم زموږ په لاس داكبرزمينداوري دشعر عشقي بېلګي راغلي خود اشعارو له يوې برخي څخه يې چي ښايي دده له ديوانه اوياشعري ټولګي څخه دتباهۍ يانېستۍ له سېلابه ژغورل سوي ،نوموړى دپرديو يرغلګرو(چنګېزاوتيمورګرګاني) له لاسه په تكليف سوى اوشكايتونه يې ورڅخه كړي لكه په دې بيت كي :

دمغلو(تمر)هسي په اور وسوم

چي به هېرپه دې ماتم زمينداوركړم (۲)

دمحمدغوري په مړينه سره دپښتنوپرسياسي،اقتصادي،ادبي ، علمي،اوتاريخي هڅواواړخونوژوربدتاثيرپروتى اودپښتني ټولنيزنظام ګډوډي رامنځته سوه ،دهيوادزياتره سيمي دځايي ملكانو له خوا ووېشل سوې ،په دې وخت كي نيمروز،بست ،زمينداور،اودهيوادنوري سويل لوېديځي سيمي دچنګېزيانوله خوا رالوټل كېدې چي مخنيوى يې دخوارزمشاهيانوله لاسه هم پوره نه وو.

په دې ناورين ،كي ډيري آدبي ،علمي،سياسي،تصوفي،اوعرفاني څيري او ورسره کتابونه له منځه ولاړه اويا ډېرى علمي او ادبي شخصيتونه له هيواده څخه دعراق،هند،اونوروسيموپه لور خپلي سيمي دمغلو دوحشي كړنوله بيري پرېښودلې ډيري كتابخانې اوقلمي نسخې وسوځل سوې چي ددې كرغېړن توفان څپو د(محمداكبر)ليكلي اثارهم له ځانه سره يوړه .

په قوي احتمال ويلاى سوچي اكبردي دنظم ترڅنګ په نثركي هم لوى لاس درلوداونثري اثاربه يې درلودل ، داخبره ځکه سړى په جرئت سره کولاى سي چي پخپله د اکبر دشعر پوخوالى ددې خبري شاهد دى .

په دې عصركي داكبرزمينداوري ترڅنګ په لروبرپښتنوكي دعلم توري،اوادب ځيني نورسالاران هم يادولاى سو لكه :ملكيارغرښين ،سلطان بهلول (۸۵۰ هجري) شاوخوا تر اكبر وروسته خليل نيازي (۸۹۰هجري) اوزرغون خان نورزي (۸۸۰ هجري) چي دقلم ترڅنګ يې داړتياله مخي توره هم چلول او دجګړې ډګر ته به يې ځوانان په خپلو رزمي اوهيوادپالوشعرونوسره دپرديويرغلګرودسرکوب لپاره تشويق كول .داوخت چي دچنګيزاوتيمورګرګاني دګرګ په څېروحشي حملې شاوخواددوو پېړيوپه ورانيوكي موږداريانا(خراسان = افغانستان) دمادي شتمنيوترڅنګ معنوي شتمني هم له خاورواوايروسره برابره کړه چي په دې اوركي داكبرزمينداوري له اثارو څخه لاڅوپاړكي (شعري ټوټې) راپاتي دي چي په لاندي ډولووېشل كيږي

داكبر زمينداوري دشعرنمونې

داكبر دشعرنوبېلگي درې ډوله دي چي يوډول يې غزل دى چي تراكبرمخكي په پښتوادب كي ددې ژانربله بېلګه نه لرو ،دوهم اته څپيزه مثنوي ده اودريم ډول يې دپښتوخپل ځاني ژانرچاربيته ده چي ليكوالانوپه ترتيب سه بحثونه پركړي دي .

دپښتودلرغوني دورې دنظم اوشعرځانګړني (۳)

(۱) پخواني اولرغوني پښتوشعرونه دافكاروپه لحاظ ساده چي دزمانې اوټولنيزاغېزله ورايه ورڅخه څرګنديږي.

(۲) دپښتوژبي دخپلو ځاني اووسوچه ويينو(لغاتونو) شتون پكښي دروندپله يز ارزښت لري.

(۳) پښتودخپل ملي ژانرو،ملي وزنو،اوملي بحرونورنګ اوخوندپكښي له وړاندي څرګنديږي اودشرقي اوعربي ژبواوادب تاثيرات ورته لاره نه ده موندلې.

(۴) دپښتوولسي ادب لنډيو،نكلونو،متلونو،حماسي اوغنايي،افسانواوناروكي هم دپښتوسوچه والى مسلط دى.

كه داكبر زمينداوري شعر دپښتوكلاسيكوادبياتو شعرونو اونظمونوكي وګورو اړيوددوهمي ،دريمي ، څلورمي، اوپنځمي هجري پېړۍ له اشعارويعني اميركروړ شيخ اسعد،ښكارندوى،تايمني اوبابا هوتك داشعروسره يې پرتله كړو داكبر زمينداوري دشعر ورشو دعربي ،تركي ،اودري (پاړسي) ژبوترتاثير څه ناڅه لاندي ده يعني پښتوژبه هغه سوچه لغاتونه چي داسلام دلومړنيو پېړيوپه شعرونواونثرونوكي ليدل كيږي هغه دارواښاداكبر زمينداوري په اشعاروكي كم رنګي دي.

ددري ادب لومړنى غزل داكبر زمينداوري دپښتوغزل په هنداره كي :

غزل دشرقي ادبياتو ژانر دى

كله چي په دري ادبياتوكي ددري شعر مخيني ته ګورودهغه ابتداوپيل هم دچنګېزي عصر له لومړنيو څخه كيږي چي بنسټګريې په دري ژبه کي تردامهاله( حكيم سنايي غزنوي) بلل كيږي چي په شپږمه هجري پېړۍ كي يې دژوند زمانه ښودل سوې ده..

مخكي ترشپږمي هجري پېړۍ غزل په دري ادبياتوكي دنن ورځي په مفهوم نه ؤ هغه څه چي دغزل په نامه يادېده تغزل اوتثبيت (دقصيدې په سركي څوبيته دعشق اوځوانۍ) به پكښي گډېدل نه په ځانګړي توګه دغزل په بڼه .

داكبرزمينداوري په عصركي دري ژبي شعرهم دښكلا اوخوږوالي اوج ته رسيدلي ؤ چي له هغي جملې څخه شمس الدين محمدحافظ شيرازي په (۷۲۶هجري) زېږېدلى عصمت بخارايي (۷۹۰) هجري شاوخوا كمال خجندي تاجكستاني (۷۶۰) هجري اومولاناعبدالرحمان جامي (۸۱۷) هجري زېږېدنه دا د دري ژبي خوږژبي غزلبول شاعران دي (۴) چي داكبر زمينداوري په وختوكي يې دپښتوژبي سره په څنګ كي دري شعر اوغزل تخليق كاوه . دوى په اصل كي ددري ژبي شاعران دي دري ژبه هم په اريانا (خراسان) اواوسني افغانستان كي پيداسوې اوغوړېدلې ده چي ادبيات يې هم په دري ژبه پوري اړه لري خوپه داورستيو كي دځينوسياسي جغرافيايي وېش اوسياسي غرضونوله مخي يوه تاجيكي اوبله پاړسي ويل كيږي . دموضوع څخه ليري نه ځو ددري غزل يادول اوداكبر دپښتوغزل پرتلنه ځكه بايد وسي چي ليري نه ده چي اكبر دي په دري ژبه كي هم لاس درلوداوپه دري ژبه به يې اشعارويلي وي ځكه دده په شعر كي ددري ژبي سره ځيني مشترك كلمات اودده دشعر پوخوالۍ سړي ته ددې خبري دكولوباور اوجرئت وركوي چي نوموړى دي دخپل وخت په مروجوژبو(دري،عربي ) باندي پوهېده اوعلم دي يې پكښي كړى وى راسئ ددې خبري دتائيدلپاره يوڅه وړاندي ولاړسو اوداكبر په شعر دخراساني اوعراقي سبك ځيني بېلګي پيداكړو.

داكبر زمينداوري په شعر كي دخراساني مكتب څرك:

د دري ژبي ادبي مكتب ددريمي هجري پېړۍ څخه پيل كيږي اوترشپږمي هجري پېړۍ پوري رسېږي چي په دې وخت كي بيايوبل مكتب چي دعراقي مكتب په نامه ياديږي رامنځ ته كيږي

خراساني مكتب ډېره لويه سيمه ترخپل پوښښ لاندي راوستلې وه لكه : اوسني افغانستان،تاجيكستان ،ماوراءالنهر،تركستان اوداوسني ايران ځيني برخي چي له طاهريانوڅخه پيل بياترصفاريانو،سامانيانو،غزنويانو،اوغوريانوترلومړنيوپوري دوره په خپل غېږ كي نيسي (۵) لومړى به دخراساني مكتب ځانګړونوته راسو بيابه وروسته داكبر داشعاردنوموړي مكتب په هنداره کي در وښيو.

دخراساني مكتب ځانګړني

١- دشعري غالب : په دې ادبي مكتب كي له اره قصيده وه خوشاعرانودمثنوي په ويلوهم نوموړى غالب ډك كړى دى چي داكبر زمينداوري اته څپيزه مثنوي هم ددې بېلګوڅخه يوه ده .

۲- حماسي روحيه پكښي دپام وړبرېښي.

۳ – دشعر او ادب ژبه په دې دوره كي ساده،طبعي او روانه وه چي داكبر دشعر ژبه هم ساده ،روانه، اولفظي پېچلتيا نه لري .

۴ - ددې شعرمكتب دخوښيواومستيوډك دى دغم اورنځ كلام نه پكښي ترسترګوكيږي خوداكبر زمينداوري شعردده تروخت دچنګېزي اوتيموري ظلمونوڅخه دوخت دحالاتورنګ اخيستى ځكه داوختونه دي چي زموږدهيواد اداري نظام دخپلواريائيانواوافغانانوپه لاس كي وو يوازي به له يوې كورنۍ څخه بلي ته انتقالېدې لكه: دطاهريانوڅخه صفاريانواوله صفاريانوڅخه نورو نوروته..

۵ – دخراساني مكتب شاعران ريښتني اوپه كلام كي يې دذهني اوخيالي نړۍ انځوركم دى ،چي اكبر هم دخيال ترڅنګ ريليزم اوواقيعت هم انځوركړى دى .

۶ – عقلاني جنبه پراحساساتي هغې برلاسي ده.

۷ – دادبي فنونوڅخه ګټه اخيستل سوې .

۸ – دعربي لغاتونفوذپكښي كم ښكاري.

۹ – عاشق ترمعشوق په شعركي لوړمقام ته رسېدلى ،داعشقي رنګ داكبرپه شعركي هم څپې وهي.

۱۰ – په مبالغه،اغراق، ستايني،اوغندني كي خپل منځلارتوب له لاسه نه وركوي .

۱۱ – انځورګري دخراساني مكتب په شعركي دپام وړپرمختګ دى.

داوې دخراساني مكتب ځيني ځانګړني اوددې مكتب په هنداره كي داكبر زمينداوري دشعرجوړښت كه څه هم ځينوادب پوهانودخراساني مكتب دوام ترشپږمي هجري پېړۍ د ،مختاري ،غزنوي اونوروترشعرونوپوري محدودوي خولاتراومي اواتمي هجري پېړيو پوري ددې سبك رنګ اوخوندپه لږ تغييرڅرګنددى لكه دحافظ شېرازي اونوروپه شعرونوكي چي پۀ (٧-٨-٩ )هجري پېړيوكي عراقي مكتب بر لاسي كېږي اويوګډمكتب د(خراساني،عراقي) سبك ورڅخه جوړېږي چي وروسته بياخراساني مكتب خپل ځاى عراقي مكتب ته پرېږدي.

عراقي ادبي مكتب اوداكبرزمينداوري پرشعريې تاثير:

عراقي مكتب هغه ادبي مكتب ته وايي چي دوخت اوزمان ددود سره سم په (۹،۸،۷)هجري پېړيوكي دهندي ادبي مكتب ترڅنګ پرمخ بيول كېدى .

دهندي مكتب تاثيرات دهيوادپه سهيل ختيځ اودعراقي مكتب تاثيراتودخراسان اوافغانستان شمال لوېديځي اوسهيل لوېديځي سيمي په بركي نيولي وې.

دسلطان مسعوغزنوي په ماتي سره اودسلجوقيانوپه منځ ته راتګ سره دخراسان ادبي مكتب ترڅنګ چي دغزنويانوله خواحمايه كېدى او په څنګ كي يې يوبل ادبي مكتب په عراق كي رامنځ سو.

دعراقي مكتب ځانګړني اوداكبر زمينداوري پرشعريې تاثير:

۱ – عقلګرايي خپل ځاى عشق ستايني ته پرېښودى،چي دعراقي مكتب داځانګړنه داكبر زمينداوري دشعرمحتواجوړوي.

۲ – مبالغه (اغراق،غلو) په لوړه كچه په شعركي ځاى نيسي.

۳ – عرفان په پراخه اندازه په شعركي رامنځ ته كيږي چي يويې هم داكبرزمينداوري په (شعر) كي نغښتى دى.

۴ - په عراقي مكتب كي شعر دبېلتون نه بلكه نښلون (وصل) هڅه كوي.

۵ – ارمان خپل ځاى واقيعت ته پريږدي.

۶ – ذهني پيمانه خپل اوج ته رسيږي.

۷ – اسلامي فرهنګ اومعارف ته زياته پاملرنه كيږي.

۸ – هغه ټينګښت اوپرورښت چي دخراساني مكتب په شعركي ځليدى په دې مكتب كي دشاعر كار،ناتوانۍ،اوبېچارګۍ ته پناه وړي.

۹ – نورنومعشوق په دې مكتب كي دخراساني مكتب په څېر ټيټ مقام نه لري بلكه دمبالغې په ځواك لوړه مرتبه مومي .

۱۰ – داسلامي مروجوعلومومختلف ډولونه په شعركي ځليږي .

۱۱ – په ځانګړي توګه ديونان،روم ،فلسفه له پامه اوموډه لوېږي.

۱۲ – په عراقي مكتب كي دشعر غالب غزل نيسي اوقصيده په تدريجي توګه سره خپل ځاي پرېږدي چي اكبر زمينداوري هم يوددې دورې اومكتب دلارويانوڅخه دى چي له دودسره سم يې دقصيدې لاره هغه لاره چي شيخ اسعد اوښكارندوى غوره كړې وه پرې ايښې ده اودغزل لمن يې په عشقي كلام سره ډكه كړې ده چي په څنګ كي يې عرفاني اوتصو في كلام هم ديادولووړ دى .

دلته به يوڅه ليري ولاړسوداكبر زمينداوري ترعصره به دتركي ادب تاريخ هم وګوروچي آياپرپښتوژبي يې تاثيرپرې ايښى دي كه نه؟

داسلامي دورې له پيله داكبرزمينداوري ترعصره دتركي ادبياتولنډتاريخي سير...

داکبر دپښتوغزل همزولى، تركي غزل :

اياداكبرزمينداوري په شعركي دتركي ادب څرك سته؟

تاريخونوښودلې ده هرملت دخپل پيدايښت اوبياترننه پوري دپايښت كومه لاره وهلې ده اوپه كوم طبيعت ،محيط،اودكوموانسانانوسره چي يې په سيمه ژوندكړى اواړيكي يې ورسره درلودې حتمي دى چي خپل تاثيرات يې هغو پر ايښي دي او دهغو تاثير پر دوى چي ورسره په څنګ كي يې دهغه ملت معنوي شتمني ژبه،هنر،ادب ،علم اونوروسره خپل متقابل اثرپريوبل په غيري ارادي ډول منلي دي (۸).

تركان هم په خپل ختيځ مېشتوځايونوكي له زرګونوكلونوراپه دې خواترننه پوري ژوندكوي خپل بداى تاريخ ،ادب علم ،هنر،اونورولرغونواثاروپه درلودلوسره په سيمه كي خپل تاثيرات غوړولي دي اوپه خراسان يا اوسني افغانستان کي اوږده رزمي او ادبي مخينه لري .

تركان هم دپښتنوپه څېردزرګونوكلونوڅخه ورته پاته شتمني يعني بډاى شفاهي ادبيات لري اوداريائيانوپه څيريې نظمونه شفاهي ډول چي سازبه يې ورسره ږغاوه ويل دوى دساز زده كړه له طبيعت څخه كړې وه اوله طبيعت څخه يې الهام اخيستئ ؤ چي ترننه پكښي دكلتوري ساز او سرود تله اوپله درنه ده ، اوتراوسه هم پكښي ځانګړي نڅاوي چي په هغې كي تصوفي حلقې هم راځي دود لري او دا ډول تصوفي نڅاوي بيا ځان ته خپلي ځاګړي جامې لري چي له غزنوي دورې څخه مشهوري دي . (۹)

په اسلامي دوره كي لومړني تركي لاس ته راغلي اثرونه: ١:قوتادقوبيليگ(سپېڅلې پوهه ) نوميږي چي په (۴۴۸)هجري (۱۰۶۹)مېلادي كي ديوسف حاجب خاص نومي تركي له خوانظم سوى دي چي دپښتوژبي دادب تاريخي مخينه پرې زياته ښکاري .

۲ – ديوان الغات ترك: دمحمدكاشغري ليكلى اثردى چي په (۴۵۱)هجري كي كښل سوي دي په دې كتاب كي دتركي ژبي لهجې ،دژبي ګرامري جوړښت،عادات اورسوم،ويرني اودرې سوه دوديزي پندونه لري (۱۰)

(

۳ – عتبه الحقايق: داحمديوكنكي ليكنه ده چي په دولسمه مېلادي پېړۍ كي (۱۰۲)دويزه كي ويل سوى دى ،په دې اثركي دعربي اودري ژبي تاثيرات ډيردي.

۴ - ديوان حكمت : داكتاب په( ۶۵۲)هجري شاوخواكي داحمديسوي تركي له خواليكل سوى دى ددې منظوم اثرڅخه شيخ عطارپه منطق الطيركي څوبيته له تركي څخه دري ته راژباړلي دي .

۵ – قصص النبياء: داكتاب په (۶۸۹) هجري كي دناصررابغوزي دبرهان الدين رابغوزي زوى ليكلى دى.

۶ – اغوزخان داستاني: (داغوزخان داستان) داكتاب داوومي هجري پېړۍ په دوهمه نيمايي كي ليكل سوى دى موضوع يې داغوزخان لرغونى داستان دى.

۷ - چرخ نامه: دخواجه احمدفقيه اثرد ى هغه لومړنى كس دى چي په وړه اسياكي يې دخزرسمندرپه لويدېځه برخه كي شعرووايه دى يوبل كتاب د(اوصاف ماساجدالشريفه) په نوم هم لري.

۸ – شيادحمزه : داحمدفقيه دوخت سړى دى چي په لومړي ځل يې ديوسف اوزليخاكيسه په تركي ژبه په ( ۱۵۲۹) بيتونو كي وژباړل.

۹ – خواجه دهخاني: نوموړى په اتمه هجري پېړۍ كي اوسېدى له ده څخه څوغزلي اويوه قصيده پاته ده (۱۱)

پورته دتركي ژبي داسلامي لاس ته راغلي لومړي اثاردي چي پېل يې له (۴۴۸) هجري تراتمي هجري پېړۍ پوري رارسيږي دلته سړى پوهېدلاى سي چي دپښتولومړنى لاس ته راغلى شعرداميركروړپه (۱۳۲) هجري په شاوخواكي اودتركي شعرلومړى وارپه اسلامي دوره كي په (۴۴۸) هجري كي رامنځ ته سوى دى چي دپښتوشعرمخينه پرزياته دههغه څه چي زموږ دليكني سوژه ده هغه په تركي ادب كي دغزل ژانر دى چي په همدې اتمي هجري پېړۍ كي داكبر زمينداوري دوخت اوهمزولى تاريخي شاليدلري.

په اخېركي ويلاى سو چي تركي شعراوادب په همدې اتمه هجري پېړۍ كي غوړېدلې اوكه ووايو خپلواكه سوى او بډاى سوى هم دى هغه ځكه چي په دې وخت كي خپله تركي ادبياتوهم تخليق اوپنځوني كړي اوهم يې ورسره په څنګ كي دنوروژبولكه دري اوعربي څخه ځيني اثارپه تركي ژبه ژباړلي لكه دسعدي،مولوي،عطاراونظامي ځيني دري اثار چي تركي ته وژباړل سول.

داكبرزمينداوري په شعردعربي ژبي اوادب تاثير

دعربود ادب تاريخ پرشپږو دورووېشل سوى دى په داسي حال كي چي پښتوادب تاريخ پر درو دورو وېشلى ،دعربي ادبياتوتاريخي دورې په دې ډول دي.

۱ – دجاهليت دوره

۲ – دخلفاي راشيدينودوره

۳ – په ختيځ كي عباسي دوره

۴ – په لوېديځ كي عباسي دوره.

۵ – دمغولواوتركانودوره.

۶ – دنهضت دوره.

ددې شپږودوروڅخه هره دوره يې څوبابه لري اوهرباب يې څوفصله لري.

دلته موږدمغولواوتركانوعثماني دورې دعربي ادب سره كارلروچي داكبر زمينداوري دژوندانه د عصرشاوخوادى.

دمغولودوره دعربي ژبواوادبياتودانحطاط اوزوال دوره ده چي دنظم اونثرپه ډګردواړوكي ذوقونه اوقريحې سوړرنګ اخلي ځكه ددې دورې ادبيات بېله زاړه تكراره نوښت اونوى والى نه لري چي دا دوره خپله دعربي اديبانولپاره يوزړه ماتوونكې دوره ده (۱۳)

اخځليک

١:ډاکتر زيورالدين زيور ،دپښتو ادبياتو ارغونونې دوره ،دلوړو زده کړو وزارت ، دريم چاپ ١٣٨٩ ،ش،مخ ١٢١ .

٢: ننگيالى بڅرکى ، دپښتو ډېر لرغوني ادبي ستوري اولرغوني ادبيات ،داحمدشاه بابا علمي او ادبي ټولنه .

٣: ډاکتر زيورالدين ، مخکنى اثر مخ ١٢٣ .

٤: محمد اکبرسناغزنوي ،تاريخ ادبيات دري ،مطبعه ميوند ،سال ١٣٨٥ هجري ١٢٩ – ١٣٠ مخونه .

٥ : تاريخ ادبيات دري ، مخکنى اثر ، ١١ مخ .

٦: دکتور محمد کاظم کهدويي ، ادبيات افغانستان در ادوار قديمه ،انتشارات الهدا ، ١٣٨٤ هجري ، برگرفته از دايرۀ معارف افغانستان ٥١ مخ.

٧:تاريخ ادبيات دري مخکنى اثر ١٢ مخ .

٨:اوختاى قاسيملي ترکي ،نگاهي کوتاه به تاريخ ادبيات ترکي مقاله انترنتي .

٩ : ادبيات ترکي ، در دوره تيموريان مقاله انترنتي .

١٠: تاريخ ادبيات ترکي مخکني اثر.

١١: ادبيات ترکي در دوره تيموريان مخکي مقاله .

١٢ :عبدالحميد ايتي ،تاريخ ادبيات عرب مقاله انترنتي .

١٣:مخکني مقاله .

 

نور هم سته ...



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011