Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل جګړه که روغه جوړه د افشار تنظيمي ټکرونه او که د بېلنتوب ذهني چکرونه


د افشار تنظيمي ټکرونه او که د بېلنتوب ذهني چکرونه

دوشنبه، 24 سلواغې 1390 | وخت: 23:14

afghanistan-home-war-burning-by-warlordsپه افغانستان کې ۲۰۱۲ ميلادي کال د فبروري په ۱۱ نېټه د ايران د اسلامي اوښتون کليزه ولمانځل شوه، چې د دغه شهکار د فکر، موخې او مصلحت عاملين څوک دي او د څه لپاره دغه ورځ په کندهار او کابل کې لمانځل کېږي، زه هم نه پوهېږم. د ايران د اسلامي انقلاب ۳۳ کليزه ده، چې نه يوه ځانګړې نېټه ده او نه هم د افغانستان لپاره کوم ټولنيز ارزښت، خو يو شی پکې شته، هغه دا چې حضرت عیسی (ع) په ۳۳ کلنۍ له دې نړۍ سره وداع وکړه، نو کېدی شي، د افغانستان لاسپوڅو دغه نېټه د صليبيانو د خوښي لپاره د ايران له انقلابي خوځښت سره نښلولې وې، چې د فارسي خبره «نه سيخ بسوزد و نه کباب» او يا «يک تيرو دو فاخته»، مګر داسې فکر کېږي، چې نننۍ لاسپوڅې اداره يا افغانستان په ټولو په وړو برخو خرڅوي يا وېشي او يا هم له ۲۰۱۴ ميلادي کاله د خپلې بقا لپاره د ايران اخوندانو ته سر له اوسه غوړه مالي کوي.

 

موږ لږ تر لږه له ۶ ملکونو سره پوله لرو، چې په دغه ملکونو کې دوه لوی صنعتي او د اټومي ځواک خاوندان دي، لکه: چين او پاکستان. له بل پلوه زموږ داسې ګاونډي هېوادونه دي، چې د ۸۰ کلونو په بهير کې د روسيې د کمونيستي چاروکو تر ظلم او استعمار لاندې يې خپل موجوديت درلود، چې لږ تر لږه ۲۰ کاله مخکې د ۱۹۹۲ کال په بهير کې يې د خپلې آزادي غږ پورته کړ، چې دغه ملکونه (تاجکستان، اوزبکستان او تورکمنيستان) هم زموږ ګاونډي دي او د ښو اړيکو تمه راڅخه لري، خو د افغانستان چارواکو د دغو ګاونډيو ملکونو دغه د نيکمرغي ورځ حتی په رسنيو کې هم ياده نه کړه او د چين نړيوالې تکنولوژيکي اوښتون ته يې هم په درنه سترګه و نه کتل او يا هم داسې نور، خو په زړه پورې دا ده، چې د ايران اسلامي اوښتونه بيا لمانځي! بيا همغه د خلکو خبر «يک بام و دو هوا»، مګر په افغاني چارواکو څه ټکه لوېدلې ده، چې د پرديو جشنونه په خپل ملک کې لمانځي او افغاني ټولنه د ټولنیزو، مذهبي او حتی نژادي ناخوالو بړبوکۍ ته ورټېلوهي، خو خپل جشنونه بيا له وېرې نه لمانځي، لکه د جهاديانو د ثور اتمه او يا يې د سږ کال د عاشورا کربلا له هېره وتلې ده!

افغانستان په وروستيو څو لسيزو کې د ايډيالوژيکي، سياسي، قومي، ژبني، نژادي او تنطيمي ظلمونو د سيالي ډګر وو او دی، چې تر ټولو بوږنونکې پېښې يې له ۱۳۷۱-۱۳۷۵ پورې د کابل په جنګونو کې تر سترګو شوې او بيا د ۲۰۰۱ ميلادي کال په پای کې د امريکايانو له يرغل سره تر سره شوې پېښې دي، چې په تخار، بغلان، مزار اوشبرغان کې يې د طالب په نامه ټول بنديان، تسليم شوي طالبان او د سیمې پښتانه په ډله ييز توګه په کانټېنرونو، جنګي کلا او د ليلا په دښټو کې ورټل شول او بيا يې ټول ووژل شول، چې د شمال ټلوالې دغو پېښو ټوله نړۍ وښوروله، خو بيا هم د مصلحتونو پر بنسټ يې د دغو پېښو قصابان په افغانستان کې د واک په ګدۍ کېنول او د افغان ولس قرباني او هيلې يې له خاورو سره خاورې کړې.

په افغانستان کې د ايران د اسلامي انقلاب لمانځلو زه دې ته ولمسولم، چې د افغانستان جګړې ته له بل اړخه وګورم او ځينې معلومات مې په دې اړه وکتل، نو پايله دا شوه، چې د «فاجعه افشار» تر نامه مې ګڼشمېر ليکنې، کتابونه او ويديويې کليپونه تر سترګو شول او له بل پلوه مې د آلمان په برلين ښار کې د افغانستان د وېشلو يا له منځه وړلو د هڅو پېلامې مې هم بيا په ‌ذهن کې تېرې او بېرې شوې، چې افغاني لوبغاړي يې محقق، دوستم او ضيا مسعود ول او بهرني يې بيا يو شمېر امريکايي لېوان او آلماني صليبيان ول، نو ځکه مې د دغو معلوماتو په شاليد کې د دغه ليکنې د کرښو په تورولو لاس پورې کړ.

د افشار د فاجعې په اړه مې د ښاغلي جنرال صيب سيد عبدالقدوس سيد نظامي شاربل ولوستل، چې د کابل د افشارو، کارته مامورين، خوشال مېنه او يو شمېر نورو سيمو پورې محدوده وه او په ليکنه کې يې د خلکو په مرکو او په يو شمېر کتابونو استناد کړی دی، خو ما ته د جګړې د اساسي لوبغاړي عبدالعلي مزاري څرګندونې په زړه پورې وې، چې وايې آورم، نو يو شمېر فلمونه مې د مزاري په غږ کې واورېدل او ځيني ټکي يې ډېر غوره دي چې ياد يې کړم.

عبدالعلي مزاري ته وروسته له ۲۰ مياشتو جنګونو د پښتني سيمو يو پلاوی د مولوي حقاني او ډاکټر فاروق اعظم په مشري او د لسهاوو پښتني مشرانو په ګډون ورځي او له مزاري سره د سولې په اړه خبرې کوي، خو عبدالعلي مزاري په خودخواهي او غرور کې داسې ډوب دی، چې د افغانستان خو څه کوې، چې حتی د کابل د سياسي او جنګي حالت او د هزاره وروڼو ټولنيز موقف هم په پام کې نه نيسي او په خپل بې ځايه دريځ ټينګار کوي، د افغانستان د تجزيې ګواښ کوي، ځان د جنبش غړی بولي او دا هم وايی، چې به منطقه هزاره پشتون آمده نميتواند و به ديګر مناطق هزاره مصؤن نيست.

وروسته له دې مې بله ويډيو وکتله، نو عبدالعلي مزاري خپلو خلکو ته د کليپ په يوه برخه کې وايي: «جنګ کابل جنګ مذهبي نېست، اين يک جنګ نژادي است! آقاي محسني، جاوېد و یک تعداد ديګر، با استاد رباني و مسعود يکجا در مقابل مردم هزاره مېجنګند، پس اين يک جنګ مذهبي نېست اما يک جنګ نژادي است!» بيا بل ځای کې دا وايي، چې: در ۱۳ جنګ تحميلي کابل ما بيست هزار (۲۰۰۰۰) زخمي دادېم و دو هزار (۲۰۰۰) شهيد»، نو د عبدالعلي مزاري په خبرو کې ډېر نور څه د بحث او کرکې شته، خو ما يې په دغو څو څرګندونو بسنه وکړه، چې د هزاره وروڼو د غولولو او د هغوی د رهبرانو د مداريتوب غوټه يې ورته پرانيزم.

د (BBC) له راپورونو سره سم د ۱۳۷۱-۱۳۷۵ لمريز کال په ترڅ کې د کابل په ښار کې له ۷۵۰۰۰ تر ۸۰۰۰۰ افغانان وژل شوي دي او د يو شمېر نورو نړيوالو او بهرنيو رسنيو د راپورونو له مخې د کابل د شهېدانو شمېر تر ۹۰۰۰۰ هم ياد شوی، نو په پرتليزه توګه که د افشار او نورو جنګونو، چې د عبدالعلي مزاري د خبرو پر بنسټ استناد وکړو، نو د هغه له خبرو سره سم د هزاره او د وحدت د ګوند د زخميانو شمېر ۲۰۰۰۰ او د شهېدانو يې ۲۰۰۰ ياد شوی، نو دغه پاتې ۸۸۰۰۰ انسانان چې په کابل کې ووژل شول، څوک ول؟ مور، خور، مېرمن، ورور، پلار او خپلوان يې درلودل او که نه؟ آيا دغه خلک هم انسانان ول؟ آيا دغه ټول د کابل يوه لويه فاجعه نه وه! زما موخه له دغه جملې څخه دا ده، چې که زموږ څېړونکي يوه ليکنه کوي، نو خپله وينه بايد د بل تر وينې کمه او يا پورته و نه ګڼي او هغه دريځ به نه خپل کوي، چې خپله درنه او د نورو سپکه به ليکي.

په کابل کې څه تېرېدل، هغه ټولو کابليانو ته معلومه ده او هغه مهال يو شمېر بې پرې بهرني او کورني ژورناليستان په دې توانېدلي دي، چې د افغانستان د نا خوالو او غميزو په اړه مستند فلمونه جوړ کړي او راپورونه وليکي. د افغانستان په غربي سيمو کې، چېرې چې د وحدت ګوند واکمن وو، نو زه خپله د کابل ښار په سرای غزني کې اوسېدم او په درېيمه کارته، څلورمه کارته، دهبوري، سرای غزني، کوټه سنګي، خوشال مېنه، چاراهي قمبر او کارته مامورين کې زما د خپلوانو کورونه ول او زما د ډېرو دوستان کورونه هم په دغو سيمو کې دي، نو د وحدت ګوند ظلمونو دغه خلک ټول دې ته اړ کړل، چې له کابله وتښتي او په پاکستان کې مهاجر شي. هغه چا چې وسه نه درلودله په سيمه کې پاتې شول، چې يو شمېر يې ووژل شول او نور يې په روحي، رواني او يا جسمي ناروغيو آخته شول.

ما هم د خپلو ځينو دوستانو سره د کابل د فاجعې په اړه خبرې کړې دي، ډېر څه مې ليدلي او آورېدلي هم دي، چې يو شمېر نکلونه به يې په لنډه توګه دلته وليکم. وروسته له کمونيستانو او يا سوسیاليستانو ټولو تنظيمونو د چپي نبي عظيمي، دلاور خان او يو شمېر نورو په شمول د کابل په غميزه کې ګډون کړی او ګرم دي، خو د وحدت ګوند او ګلم جمو ډلو هغه څه تر سره کړي دي، چې ساری يې په نړۍ کې کم ليدلی شوی دی. دغو ډلو ټپلو نه تنها خلک وژل بلکې ژوندي خلک يې رټل، د خلکو شتمني يې لوټوله او د هر انسان په عزت او جسم يې تيري کول او جسدونو يې ملنډې وهلې.

د مهاجرينو په يو کمپ کې يو ځوان هلک، چې پر ځان يې د افغاني تنظيمونو د ظلمونو پرهارونه ول او عصبي تکليف هم ورته پيدا شوی وو، نو د خپل نکل په ترڅ کې به ناڅاپه بې سده شو او يا به يې په ژړا پيل وکړ، چې په ليدو يې د هر انسان زړه ورته ويلې کېدو او دغه ځوان به د خپلې کيسې تر څنګ د يو شمېر نورو افغانانو د زورولو، رټلو او وژلو کيسې هم کولې. د دغه افغان له وينا سره سم، له ۲۵ ډېر افغانان د افشار په سيمه کې د اجتماعي پوهنتون په انګړ کې بنديان ول او يو شمېر يې په تهکويو کې بنديان ول، نو دوی ته ډوډۍ نه ورکول کېدله، د ورځې به يې بوول او په سيمه کې به يې سمڅې پرې کنودلې او کله چې به جنګونو زور واخيست، نو د بنديانو په وژلو او رټلو به يې پيل وکړ. د دغه ځوان له خبرو سره سم د بسم الله نومي پنجشېري قوماندان يو ورور هم له دوی سره بندي وو، نو هزاره ګانو به موږ ته عمري ويل او داسې ورځې راباندې راغلې دي، چې پر موږ به يې خپلې بولې څښلې او غول به يې راباندې خوړل او موږ لاندې په تهکويو کې پراته وو او له پاسه به يې بولې راباندې کولې، وهلو به يې او سپکې سپورې به يې را ته ويلې، خو د خدای فضل وو، چې په افشارو حمله وشوه او موږ د هزاره ګانو د ملېشوو نه خلاص شوو، خو په زړه کې مو لوی پرهار پاتې دی، ځواني مو خاورې شوه، تحصيل مې په نيمه کې پرېښود او اوس نه پوهېږم، چې راتلونکې به مې څه وي! داسې زب زب يم، چې نه د کار وسه لرم او نه هم د ژوند د هوساينې تمه! (دغه کيسه يو تاجک ورور، چې زما سره يې ملګري شوه، ما ته يې د مجاهدينو د واکمني په دوران کې کړې وه، له خواشيني سره بايد ياده کړم، چې اوس نه پوهېږم، چې دغه ځوان به مړ وي او که ژوندی!).

په يو محفل کې له يو شمېر کورنيو سره د يو ميز تر شاه ناست وم، چې وروسته له معرفته يوې ميرمنې خپل اولاد د ميز تر شاه مېلمنو ته وروپېژانده، دغه ميرمني په فارسی خبرې کولې، خورا په اسلام مينه مېرمن وه. ما ورڅخه پوښتنه وکړه، چې زما شتون خو به دوی ته مزاحمت نه کوي، دغه مېرمنې په ډېر ښه چلند راته وويل: نخير، بفرماييد و آرم بنشنيد، ما همه ما افغان هستيم! دغه مېرمن په خټه کابلۍ وه او د تنظيمونو د واکمني په دوران کې د کابل په کوټه سنګي کې اوسېدله، خو نن سبا په يو اروپايي ملک کې ژوند کوي. دغه کابلۍ مېرمن درې لورانې او يو زوی لري، چې اوس يې ټول اولادونه بالغ دي او په ښو زدهکړو سمبال دي.

د خبرو په ترڅ کې بلې کورنۍ هم خپل ځان ټولو ته وروپېژانده او د تنظيمي جنګونو خوالې او ناخوالې يې یادې کړې، مګر ماته د لومړۍ مېرمنې کيسه ډېره په زړه پورې وه، ځکه چې د افشار او کوټه سنګي له جګړو سره يې نېغه اړيکه درلودله. دغه مېرمنې د مجاهدينو راتګ ياد کړ، چې د کمونيستانو په دوران کې يې د تخنيک ثانوي زده کړې پای ته رسولې وې او د مجاهدينو راتګ ته لکه ډېرو نورو افغانانو غوندې سترګې په لاره وه، ځکه چې په کابل کې ګلم جمو، شيعه ګانو، هراتي سيد احمد او کندهاري عصمت مسلم داسې حال نښلولی وو، چې ټول کابليان په وېره کې ول، نو موږ غوښتل چې آرامي راشي او تمه مو مجاهدينو ته وه.

کله چې مجاهدينو واک تر لاسه کړ، نو له دشت برچي نيولې بيا تر پولتخنيکه پورې هزاره ملېشو ونيوې او د خلکو زورول شروع شول. مېرمنو پوړني پر سر کړل، د شپې لخوا د نجونو تښتول او په کورونويرغلونه پيل شول. په کوڅو کې هرې خوا ته هزاره ګان له ټوپکو سره ګرځېدل او خلک به يې تهديدول، چې ورور ورور جنګونو هم زور واخيست، په سيمه کې نه پښتانه او نه هم تاجک مصؤن ول. زموږ يو ګاونډی کور د پښتنو وو. د شپې لخوا هزاره ګان ورننوتلي ول، موږ يې د مېرمنو چيغې او نارې اورېدلې، خو له وېرې مو هېڅ هم نه شوی کولی، سبا مو دومره واورېدل، چې په پېغله لور يې جنسي تېری شوی وو او دغه کورنۍ وروسته له دغه پېښې په نيمه شپه کې له سيمې تښتېدلې وه او موږ بيا هېڅکله و نه ليدل.

دغه مېرمنه وايي: زما پلارګنۍ او مورنۍ کورنۍ په خيرخانه کې اوسېدل، نو کله کله به اړه وم، چې د هغوی پوښتنې ته ورشم، خو هغه مهال مې درې اولاده درولودل او څلورم اولاد مې په نس وو، ډېره به وېرېدلم، خو مجبوره وم، چې خپلې زړې مور ته رسيدګي وکړم، نو يوه ورځ راسره يوه زړه پښتنه چې زموږ ګاونډۍ وه د موټر په سېټ کې کېناسته او ويې ويل، چې د خپلو لمسيو د ليدو لپاره خيرخانې ته ځي او مازديګر بيا بيرته خپل کور ته راځي، ځکه خاوند يې زوړ او ناروغ دی، خو لمسيان مې دېخوا ته له وېرې هم نه شي راتلی، زويه هسې له دغو راپزو نه وېرېږي. بدمرغي هغه وه، چې د دېمزنګ په تم ځای کې يو مليشه هزاره موټر ته راوخاته او زړې مېرمنې ته يې وويل، چې هغه پلو ته شه! نو زړې مېرمنې بيرته ټېل واهه او ورته يې وويل: رنګ ته بخوري چی میګی! دا خبره نه وه، بلا وه! نو هزاره مليشه دغه زړه مېرمن له موټره ښکته کړه او موټروان ته يې وويل چې ځه ته حرکت کوه!

کله چې خيرخانې ته ورسېدم، نو د دغه زړې کورنۍ پته نه وه راته معلومه، خو ماسپښين لږ څه وخته بیرته خپل کاله ته راستنه شوم او په بېړه د خپلې زړې ګاونډۍ کور ته ورغلم، هغه زړه مېرمن په کور کې نه وه، خو ما ټوله کيسه د هغې خاوند ته وکړه. دغه زوړ او ناروغه سړی پاڅېده او مخ په خيرخانه ولاړ. زما سره يو څو روپۍ وې هغه مې هم ورکړي. بيا مې واورېدل، چې ميرمن خيرخانې ته هم نه وه رسېدلې. دغه ميرمن پوره يوه اونۍ ورکه وه. دا چې په دغه زړه ميرمن به څه تېر شوي وي يو خدای پوهېږي. وروسته له دې چې خپل کور ته راغلله، نو زه يې پوښتنې ته ورغلم. يا خدايه ته ما وبښه! د دېمزنګ ملېشوو د دغه مېرمنې دواړه غوږونه پرې غوڅ کړي ول او هغه مهربانه زړه مېرمن داسې شوې وه، لکه تا به ويل چې، يو خوځېدونکي جسد دی! دغه کورنۍ هم له سيمې وکوچېدله او بيا مې و نه ليدل.

د کوټه سنګي په کوڅو کې ډېر بد حال وو. په ديوالونو ليکل شوي ول «از زن های افغان و تاجک سېر شدېم» په کوڅو کې نه تاجکو او نه پښتنو سر پورته کولی شوی. هزاره ماشومانو به په پښتنو او تاجکو مشرانو ملنډې وهلې او لوی لوی خلک به يې رټل، خو هغوی به مړې سترګې کورونو ته ننوتل او ټولو به ويل، چې که دغه بې ادبه ماشومانو ته څه ووايي، نو د شپې لخوا به يې د وحدت مليشې کورونو ته ورولوېږي او د خپل عزت، ناموس او بې وسي له کبله مجبور دي د ملېشوو د زامنو دغه رټل وزغمي او سرټيټي وګرځي.

ما ډېر څه وليدل، خو د سيمې د جګړو د اور لمبه زما کور ته هم راورسېدله. جنګونه داسې شديد شول، چې نور له کوره د سودا لپاره د مېرمنو وتل هم نا ممکن شول. زما مېړه هم اړ شو، چې وظيفه پرېږدي، ځکه له کوټه سنګې نه نيولې بیا تر دېمزنګه او هغه خوا تر خوشال مېنې او پوليتخنيکه د هزاره ګانو په واک کې ول، چې غير له هزاره به يې هر څوک رټل، وهل او يا هسې وژل. يوه ورځ په کوټه سنګي کې د سياف د ډلې او د وحدت د ملېشو تر منځ جنګ پیل شو. سيمه باروتو او مرميو په سر اخيستې وه. د سيمې ډېر خلک مړه شول. زما خاوند په سودا پسې تلل وو او په سرای هراتي کې بند پاتې شوی وو، وروسته له دريو ورځو کور ته راغی. شونډې يې وتلې وې، دريشي يې ټوله په خاورو او وينو لړې وه. زه وارخطا شوم، چې خدای مه کړې وېشتل شوی خو به نه وي! خو هغه راته وويل، چې ټوله سيمه په مړيو ډکه ده، کوڅې په وينو سرې دي، بس هره خوا هزاره ګان دي، چې د پښتانه په نامه هر څوک وويني، نو ځای پر ځای يې وژني! ډېر بد حال دی! خاوند ته مې وويل، چې نور له کوره مه وځه، بس چې لږ کراري شوه بيا به کډه وکړو. هغه ته مې وويل، چې دا درې شپې دې چيرې تېرې کړې، نو ده را ته وويل، چې د پولسوختې د برق د يوې پايې تر شاه پټ ناست وم، نه خوځېدلم، له هرې خوا فيرونه کېدل، نه مې څه څښلي او نه مې هم څه خوړلي. ځان مې ښه نه احساساوم لږ اوبه راکړه او همداسې بې سېکه شو او ولوېد.

په سميه کې جنګونه ورځ تر ورځې پياوړي کېدل. د خلکو په کورونو چاپې اچول کېدلې، ځوانې ښځې او پېغلې له کورونو ورکېدلې او د خلکو کورونه چور کېدل او پرته له پوښتنې او باسخواسته خلک وژل کېدل. زما اولاد په نس وو. شپږمياشتنۍ حامله وم. د کوته سنګي په کور کې نا آرامه وم، ټول جنګ د پول سوختې او کارته مامورين په منځ کې وو، هره ورځ به مړي خښېدل! يا خدايه ته راباندې ورحمېږه! په کوڅو کې مړيو بوی اخيستی وو، خلکو د جنګ له وېرې خپل مړي نه شوی خښولی. خدای دې داسې ورځ بيا پر هېچا و نه ويني!

بله ورځ مې خاوند په سودا پسې ولاړ، ورځ تېره شوه، ماښام شو، خو هغه رانغی. په سيمه کې جګړه ټوله ورځ روانه وه. په کور کې وچه ډوډۍ نه وه! درېو ماشومانو مې له لوږې راته ژړل، چې منځوۍ لور مې ليا يونيم کلنه هم نه وه او مشرې لور مې په ۶ کلنۍ پښه اېښې وه، زوی مې نوی څلور کلن شوی وو او دا وروستۍ نازولې مې شپږمياشتنۍ په نس وه، نو بد حال وو، په کور کې لږ ورېژې وې، نو ورېژې مې په دېګ کې واچوې، چې پخې يې کړم، خو د پلار يې طاقت رانغی او ويې ويل، چې د اولادو لپاره مې لږ ډوډۍ او د کتغ لپاره بايد يو څه راوړم. ما ورته ټينګار وکړ، چې مه ځه، وضيعت خراب دی، خو سرتمبه سړی وو، بيا مې ورته وويل، چې په کور کې لږ څه لواړې ورېژې هم شته او لږ اوګره به هم پخه کړو، خو زما د خاوند شوله نه خوښېدله او تل به يې ويل: شوله اګر چيزې خوب مېبود به کفګير نه مې چسپيد! نو ما هم نور څه ورته و نه ويل، هغه په سودا پسې ولاړ، خو زه له اندېښنو سره پاتې شوم.

ورځ تېره شوه، ماښام شو، ماسخوتن شو او شپه هم درنه شوه، مګر د ماشومانو د پلار احوال نه وو. په کور کې له دريو ماشومانو سره سرګردانه او سرسامه وم. اولادونو ته مې سپورې ورېژې ورکړې، ټوله شپه مې پر سر درد وو او همدا مې وويل، چې خدايه مکړه، چې اولاد مې يتيمان نه شي. ټوله شپه مې دعاوې وکړې، په نيمه شپه کې مې د استخارې لمونځ تېر کړ، خو بيا مې هم زړه نه آرامېده. مور به مې تل د پاک الله ذکر کولو، نو بره کوټه کې د زرو دانو لوبياوو يو ډبی اېښودل شوی وو، هغه د لوبيا ډبی مې راواخيست او د پاک الله په ذکر مې پیل وکړ، بس په ذکر بوخته وم او همداسې خوب راباندې راغلی وو، د سهار لمونځ هم رانه قضا شوی وو، خو ژر ژر مې اودس وکړ او وروسته له دوو رکعتونو نفله مې د سهار قضايي لمونځ وګرځاوه. په جايلماځ ناسته وم او صرف يو خدای ته مې هيله وه، چې کور مې بې سره نه شي. له کوره بهر جنګ روان وو. ټکوټوک د سړي غوږونه کاڼه کول او اولادو مې له وېرې زګېروي کول، خو له ځايه پورته شوم، چې بهر ته ووځم. يا خدايه په ټولو شهېدانو ورحمېږه! په ټوله کوڅه کې هلته او دلته مړي پراته ول، هوا ګرمه وه، مړي پړسېدلي ول، ټوله سيمه په بويونو ډکه وه. په کوڅه کې څو تنه هزاره ملیشه له ټوپکونو سره درېدلې ول او نارې يې وهلې، نو زما په لېدو يې سپکې سپورې پيل کړې، چې بيرته کور ته ننوځه، که نه نو ټوټې ټوټې به دې کړو! زه هم له وېرې بيرته کورته ننوتم.

دا ورځ هم په شپه وواښته، د شپې لخوا به په کوڅو کې د سپيو غپا وه او د مړيو په غوښو يې غوبل وو، خلک له وېرې بيرون ته نه شوی وتلی، خو د مړيو بوی او سپيو خلک داسې په تنګ کړي ول، چې مړي به يې د شپې لخوا پټ وړل او هر چېرې به چې لږ ځای هم وو نو هلته به يې خښول. درې ورځې په همدا ډول تېرې شوې. اولادونو ته مې څه چې په کور کې ول ټول پاخه کړل. پيسې راسره وې، خو بازار ټول تړلی وو او هېڅ شی هم نه پيدا کېدل، خو ما خپله هېڅ هم نه خوړل، نه مې اشتها وه او نه مې خوړو ته زړه کېده، چې خپل نس ته به مې وکتل، نو په نس اولاد ته به په سوچونو کې لاهو شوم، له وېرې به ورېږدېدم او لاس به مې د خدای په لور پورته کړ: يا خدايه څه وکړم، ته لاره راوښيه او ته هدايت راته وکړه.

په څلورمه ورځ مې خپل ماشومان د ګاونډۍ کور ته بوتلل او ويده مې کړل. اول مې په خدای بيا مې په ګاونډيانو وسپارل او د خپل موراوپلار پته مې ورکړه، چې په خيرخانه کې اوسېږي او زه ووتلم، چې خپل خاوند پيدا کړم. کله چې له کوره ووتم، نو د هزاره ملېشوو راته وويل، چې بيرته کور ته ستنه شه، وضيعت ډېر خراب دی، خو ما خپله منلې وه او د نورو مې نه منله. له خپل کوره مې نيولې تر کارته مامورينه مې ټول مړي وکتل، هر مړی مې اړاوو او رااړاوو، خو زما خاوند نه و پکې، ورځ تياره کېدله، فیرونه آورېدل کېدل او کله به مې يې له غوږونو سره څښاری شو، خو زما سره وېره نه وه او زه په خپل هدف پسې راوتلې وم. ډېر مړي مې وکتل، د ميرويس سينما سره او د کوټه سنګي له ټانک سره په لسهاوو مړي پراته ول، بوی اخیستی وو، پړسېدلي وو، د جسدونو پوستکی يې تک تور اوښتی وو، تا به ويل، چې پوستکی نه دی، مګر څرمن ده! خو بيا هم زما د خاوند مړی نه و پکې، ډېره ناهيلې شوم، نور نو د مړيو د کتلو او ليدلو هم نه وم، ډېره ستومانه شوې وم، بيا مې هم مخ په پولې سوختې کړ ليا سل متره نه وم تللې، چې هزراه ګانو وګرځولم او په ټوپک يې وګواښلم. خاوند راته تېر ځلې ويلي ول، چې د برق له يوې پايې سره پټ په خاورو کې پروت وم، نو ما ته په تروږمه کې د برق د پايي څنګ ته څو مړي ښکاره شول، نو پنځوس متره به زما نه لري ول، غوښتل مې چې هغه مړي هم وګورم، مګر هزاره ملېشو اجازه را نه کړه او هوايي فيرونه يې وکړل او زه يې وګواښلم!

ما دغو ملېشو ته ډېرې زارۍ وکړې او ورته مې وويل، چې زما خاوند دا څو ورځې کېږي، چې ورک دی، نه يې مړی او نه يې ژوندی معلوم دی! خو هزاره قوماندان ټينګتې شروع کړې او زه يې ورټلم او له سيمې يې وشړلم، خو زما په زړه کې ارمان پاتې شو، چې هغه د پايې تر څنګ مړي مې هم يو وار ليدلي وی. د خدای دربار ته مې مخ کړ، خو هېچا مې غږ وا نورېدو! نا هېلې شوم، زړه مې ډک شو، سترګې مې درنې شوې، له اوښکو ډکې شوې او لکه باران په ورېدو شوې، له مات زړه سره مخ په کور رهي شوم. د ګاونډي له کوره مې خپل بچيان کور ته راوستل. زما له سترګو اوښکې بهيدلې، نور خو بېخي واړه وو، خو مشرې لور به مې را نه وپوښتل، چې مورې ولې ژاړې، وږې يې چا ډوډۍ نه ده درکړې! د دغه معصومې په دغو خبرو مې زړه نيژدې وو، چې وچوي! خو زما ژړا زما په اراده کې نه وه! زه د اولادو د لوږې، تږې او يتيمېدو په اندېښنو کې لاهو وم، خو اوښکې مې ناچاره په اننګو راڅڅېدې!

ټوله شپه مې خوب و نه کړ. هر ځلې به چې په سوچونو کې ډوبه شوم، نو د پولسوختې د برق د پايې مړي به مې سترګو ته ودرېدل او زړه به مې داسې ګواهي راکوله، چې که زما خاوند مړ وي، نو هرو مرو به په هغو مړيو کې پروت وي. ټوله شپه مې په عبادت تېره کړه او سهار سپېده داغ ووتلم، خو لارې ټولې بندې وې، بيرته کورته راستنه شوم، نو په آرامه سباون کې بيا له کوره ووتلم. کوڅه په هزاره ملېشوو ډکه وه. زما نه يې وپوښتل چې سهار وختي چېرې ځې، نو ما ورغبرګه کړه، چې د خاوند په مړي پسې مې راوتلې يم، ډېر مړي له کوڅو ټول شوي ول، خو زما ارمان د پولسوختې د برق د پايې د پرتو مړيو ليدل ول، خو کله چې هلته ورسېدم، نورنو هغه مړي هلته نه ول. له پاېې د مړيو بويونه ختل، د پايې چاپېر وينې وچې شوې وې، نور يې رنګ سور نه وو، په خاور او شګو لړې وينې وې، بېخې خړې وې، مچان، غومبسې او ګونګټې پرې راټولې وې. کله چې ما دغه صحنه وليدله، له خدايه مې سوال وکړ، که خاوند مړ وي غرق رحمت يې کړه او که ژوندی وي، نو سلامت يې کور ته راولېږي! زه ډېره نا اومېده مخ پر کور رهي شوم، نور نو زما سترګې وچې شوې وې، هغه پرونۍ اوښکې نور نو نه وې، زړه مې ګاټه او کلک شوی وو او له عقدو ډک وو، ښه ويل شوي، چې انسان تر ګل نازک او تر تيږې کلک دی!

د ماشومانو د پلار په لټون مې دوې اونۍ تېرې کړې، خو درک يې نه کېده. خدا نا ترسه خلکو به پر ما او نورو مېرمنو، چې مېړونه یا د کور نارينه يې ورک ول ملنډې هم وهلې او له يوې سيمې به يې بلې ته استولو او پيسې به يې رانه اخيستلې، چې نارينه به مو را ته پيدا کړي! خو د پولسوختې يو هزاره قوماندان ما ته وويل، چې زما خاوند له دوی سره بندي دی، خو راته يې وويل، چې په يو شرط يې خوشې کوو، چې ته سياف ته ورشې او له هغه نه ستا دمېړه په تبادله کې زموږ ۹ تنه هزاره ملګري راخوشې کړي. ما ورته وويل، چې زه خو سياف نه پېژنم او نه هم پوهېږم، چې چېرې دی، نو هزاره قوماندان راته وويل، چې تر خوشال مېنې دې موږ رسوو، هلته بيا له حوزې هغه پلو بل پاټک د سياف د قوماندان دی، بس بيا په پښو ورشه او له هغه سره خبرې وکړه، چې سياف ته دې بوزي. ما هم ورسره ومنله او د هزراه ګانو د نومونو ليست يې هم راکړ! ما ورته وويل، چې اوس ورځم، نو هزاره وويل، چې نه سبا لږ وخته راشه، چې بيا دې لومړی زموږ د وحدت د قواوو او پاټکونو نه تېره کړو او هغه خوا بيا ستا خپل کار او خپل مسؤليت دی!

سبا ته يې سهار وختي لومړی پولسوختې ته ولاړم او له هغه هزاره قوماندان له ملېشو سره تر سرای هراتي ولاړم او بيا يې پرېښودم، چې پخپله ولاړه شم. په عمومي سړک مخ په فاضل بېګ روانه وم، چې سړک ته يو شمېر مصلح خلک راوواښتل، غږ يې راباندې وکړ: اې خورې چېرې روانه يې! ما ورغږ کړ، چې تباه شوم، برباد شوم، د ماشومانو پلار مې ورک دی، بس تاسو ته راغلې يم، چې مرسته راسره وکړی. کله چې دغه سرتېرو ته ورسېدم، نو دوی وليدل، چې حامله داره يم، نو ډېر ژر يې ځای راته خالي کړ، چې په يوه څوکې کېنم. بيا يې يوه پياله اوبه راکړې، وروسته له دې يې وپوښتل، چې څه ستونزه لرم، ما ټوله کيسه ورته بيان کړه او د هزاره ګانو کيسه مې هم ورته وکړه او د هزراه ګانو د حسيرانو ليست مې هم ورته ورکړ.

د سياف قوماندان راته وويل، چې سمه ده، موږ به ستا پيغام استاد سياف ته ولېږو، خو اوس هغه دلته نيژدې نشته دی، نو سبا همدا وخت راشه، موږ به له استاد سيافه تاسو ته احوال راوړی وي، خو ما اسرار وکړ، چې نه، زه خپله غواړم استاد سياف وګورم! خو د سياف قوماندان وويل، چې سبا راشه، بيا به سبا خبرې وکړو، موږ ته نه ده معلومه، چې استاد څه وخت دلته راځي او کله به وخت ولري، چې ستاسو سره وګوري! ما ورسره هوکړه وکړه او بيرته په پښو مخ په کوټه سنګي رهي شوم. په لاره کې هزاره ګانو بيا ودرولم او زما د خبرو د جريان پوښتنه يې راڅخه وکړه. په ډېرو مشکلاتو کورته ورسېدم، پخپله فکر وکړه، چې يوې حاملې ته چې شپږ مياشتنی بچی يې هم په نس وي، نو داسې سرګرداني ورته څومره مشکله تمامېږي، خو زما ټوله هيله په پاک الله وه او ده!

سبا بيا له کوره ووتلم او خپل ماشومان مې د ګاونډۍ کره بوتلل او زه مې د ماشومانو د پلار په لټون شوم. دغه ورځ مې ندرور هم راغلې وه او دواړه تر فاضل بېګه په پښو ولاړلو او د هزاره ګانو له څو پاټکونو تېر شولو. په فاضل بېګ کې د سړک تر غاړې د سياف پرونی قوماندان راغی او زموږ سره يې روغبړ وکړ. يو موټروان ته يې غږ وکړ، چې دوی تر پغمانه په موټر کې وروسوه. دغه کوم تېز رفتار يا کورولا نه وو، هسې د سنګکشي يوه لویه لارۍ وه. زه او ندرور مې دواړه د موټر شاته وروختلو. موټر د سپينو تېږو په دوړو ډک وو، زموږ چادريانې او کالي هم ککړ شول، ځانونه مو د موټر په کجاوې پورې کلک ونېښلول. د پغمان په لاره رهي شولو، موټر ډېر جمپونه کول او زما سره وېره وه، چې خدای مه کړې اولاد مې ضايع نه شي، خو د خدای فضل وو، چې وروسته له يوساعته د يو غره لمنې ته ورسېدلو او له موټره ښکته شولو، بيا نو ۲۰ دقيقي په پښو ولاړلو، وروسته له دې چې يوې پوستې ته ورسېدلو، نو موټروان بیرته ولاړ او موږ يې پوستې ته تسليم کړو. پوسته والا ويل، چې پاڼې مو راکړی، چې استاد سياف ته يې وروړم، خو ما ټينګار وکړ، چې نه زه خپله غواړم له استاد سياف سره خبرې وکړم!

د پوستې يو سړی يې ولېږه، موږ د يوې ونې تر سيوري لاندې ناست وو، چې کتل مې يو لوړ سړی زموږ خوا ته راروان دی، د پوستې خلکو يو او بل ته وويل، چې استاد سياف پخپله راغی! زه او ندرور مې له ځايه پاڅېدو او استاد هم زموږ مخې ته ودرېد، روغبړ يې راسره وکړ، ما ته يې وکتل او ويې ويل: خواهر شما چرا تکليف کشېدېد مېتوانستېد یک کسې دېګرې را مېفرستادېد! د استاد سياف له سترګو اوښکې په توييدو شوې! او ما ته يې وويل، چې دغو ظالمانو داسې يو حالت رامنځ ته کړی، چې نه نارينه، نه ښځينه او نه ماشومان په امن کې دي او تاسو غوندې حامله دارې مېرمنې يې هم د وېر په ټغر کېنولې دي! موږ ته يې وړانديز وکړ، چې له دوی سره ولاړ شو.

وروسته له ۵ دقيقو پلي تلو نه يو ځای ته ورسېدو، چې د ونې تر سيوري لاندې يو ټغر اوار وو او يو څو توشکې پرې پرتې وې. استاد موږ ته د کېناستلو پېشنهاد وکړ او په خپلو لاسونو يې موږ دواړو ته يو يو ګېلاس چی واچاوه. وروسته له دې يې وپوښتلم، چې څو اولاده لرم، چېرې ژوند کوم او د چا له کورنۍ نه يم. ما هم ټول ورته بيان کړل. وروسته له دغو خبرو استاد سياف راته ياده کړه، چې پرونی ليک مې وليد او هغه ۹ نفره به زه ستاسو په خاطر خوشې کړم، خو ستاسو د مېړه په اړه بايد ووايم، چې هزاره ګان دې غولوي، هغه دوی وخته ليا وژلی دی. ما ته ډېرې مېرمنې، خويندې او ميندې د خپلو وروڼو، مېړونو او اولادونو په اړه راغلي دي، خو هزاره ګان بنديان نه ساتي، د هغوی چې لاس بر شي، نو ټول وژني. زه ګومان نه کوم، چې ستا خاوند دې ژوندی وي!

استاد سياف د بيرته راتګ په وخت کې ۶ پيپه غوړي، څو بوجۍ اوړه او څو خلطې ورېژې هم زما له ماشومانو سره د مرستې په توګه راکړې او په هغه سنګکشي موټر کې يې راته بار کړې. کله چې دېوانبېګي ته ورسېدم، نو د لارۍ موټروان راته وويل، چې دلته يو وړ موټر کرا کړه او دغه غوړ، ورېژې او اوړه دې کور ته یوسه، موږ ته اجازه نشته، چې د هزاره تر کنټرول سيمو ته ورننوځو. يو ټکسې درېدلی وو او دغه خوراکه مواد يې راته بار کړل، نو ما ورته وويل، چې کرايه دې څومره کېږي، نو د ټکسي موټروان راته وويل: خواهرک اولاد هايم چند روز است که ګشنه هستند، او يک کمې روغن و يک کمې آرد بدهيد، بس خانه تان آباد! کله چې کور ته ورسېدلم، نو دغه موټروان ته مې يو پيپ غوړ، يوه بوجۍ اوړه او يوه کڅوړه ورېژې د خدای په نامه ورکړې او نور خوراکه مواد مې له ګاونډيو سره ووېشه. هغه مهال ډېر بد حال وو، خلک له لوږې مړه کېدل، دوکانونه ټينګ ول، ډېرو خلکو پيسې هم نه درلودلې، بس ټول د خدای په هيله ژوندي ول.

استاد سياف بله ورځ د هزاره ګانو ۹ تنه بنديان خوشې کړل او زه هم هغه د پولسوختې هزاره پوستې ته ورغلم او را ته يې وويل، چې زموږ خلک راخوشې شول، خو ستاسو مېړه له دغه پوستې بل ځای ته انتقال شوی دی، چې احوال يې پيدا کړم، بیا به يې د خوشې کېدو کار پيل کړم. بس په همدغه پلمه يې څو اونۍ وغولوم. زه بيا استاد سياف ته ورغلم، چې مرسته راسره وکړي، خو استاد سياف راته وويل: بچيم، شوهر شما از طرف مليشه های حزب وحدت شهيد شده است، من قبلآ هم برای شما ګفتم که هزاره ها شما را بازی مېدهند! برو بچيم از خدواند پاک برايت صبر و حوصله ميخواهم! او ما ته يې بیا لږ څه اوړه او غوړي راکړل او دا يې ياده کړه، که چېرې پيسو او خوراکه موادو ته اړتيا درته پيدا کېده راځه او د دغه پوستې نه يې وړه، خو په سيمه کې جنګونو دومره زور واخيست، چې بيا ما نه استاد سياف وليد او نه هم د هزاره ګانو له وېرې خپل مېړې پسې وګرځېدم.

ما د جنګونو څو نورې شپې هم په خپل کور کې تېرې کړې، وروسته له دوو مياشتو زما ورور په دې وتوانېد، چې له خيرخانې کوټه سنګي ته راشي. کله چې کور ته راغی او زما د وروستيو څو مياشتو د بدمرغيو کيسه يې واورېدله، نو يې راته وويل، چې په دغه سيمه کې د ژوند شرايط نور هم خرابېږي، نو ځو او کډه خيرخانې ته وړو. سبا سهار زه، زما وروو او ۳ اولادونه مې له کوره په پښو رهي شولو.

د کوټه سنګي د ميسګريو په کوڅه کې ګڼشمېر مړي پراته ول، د مچانو او غومبسو ګڼه ګوڼه وه، ټوله کوڅه بوی په سر اخيستې وه، د مړيو په کتو به د سړي د سر او ځان ويښته زږه شول. د مسګري له کوڅې راووتلو او د کوټه سنګي د تيلو د ټانګ په لوري روان شولو. په سړک هلته او دلته مړي پراته ول. ټول مړي پړسېدلي ول، پوستګې يې چاودې چاودې ول، له پرهارونو يې زوې روانې وې او مچان پرې راټول ول. چاپيريال د هزاره ګانو ملېشې درېدلې وې او خلکو ته يې ګواښونه کول، ما مې هم خپلو ماشومانو ته ويل، چې مړيو ته مه ګوري. ټول تر فشار لاندې وو، وېرېدلو او نه پوهېدلو، چې هزاره ګان به څه راسراه کوي. په همدې سوچونو کې وم، چې واړه، متين او عاجز زوی مې چيغه کړه. «مادر...»، لور مې پرېښودله او زوی ته مې مخ کړه! ګورم، چې زوی مې په يو مړي پړمخې لوېدلی دی، نارې وهي او چاپېريال يې د سرو او شونو مچانو ورېځ جوړه شوې ده، ما دا ډول مچان هېڅکله هم په ژوند کې نه و ليدلي.

هکه پکه پاتې شوم، د شوک په حالت کې مې د خپل زوی په لوري منډه کړه او له مړي نه مې کش مړ، ډېر مردار بوی وو، مړی لکه خوړينه، بوينه او خوسا غوښه غوندې وو. د زوی کالي مې داسې چټل شوي وو، چې تا به ويل د غوړيو يا سويو موبلايلو په بېلر کې لوېدلی وي، خو وېرونکې دا وه، چې په کاليو يې د مچانو ګڼه ګوڼه جوړه شوې وه، ما داسې ګومان کاوه، چې زما د زوي په جامو کې د مچانو ځاله وي. زوی مې له وېرې هېڅ خبرې نه کولې، پټه خوله وو، مګر په کور کې به په ډېره شيرينه ژبه غږېدو! خو اوس يې له وېرې له خولې هېڅ هم نه راوتل، لورانو مې له وېرې کوکارې وهلې، رېږدېدلې او واړه لاسونه يې غبرګ په خوله منډلې ول.

موږ ټول له وارخطاي روان شوو او داسې د کارته مامورين له لارې هسې په کارته پروان ورواښتلو او له هغې ځايه تر خيرخانې هم په پښو ولاړلو، ټول ډېر ستومانه شوي وو. په کارته پروان کې مې پام شو، چې د هغه مړي پر سر ناست مچان ليا هم زموږ په چاپېر کې بوږنېږي او زوی مې يې د مچانو په غبار کې پټ کړی وو او آين تر خيرخانې پورې دغه مچانو تعقيب کړو. د زوی جامې مې په کور کې ور بدلې کړې، چټلې جامې مې يې وسوځولې. زما د زوی ځان څو ورځې بوی ورکاوه، چې نه په ګلې سرشوی، نه هم په هېڅ ډول شامپو او يا صابون دغه بوی نه ورکېده.

زوی مې سم ټپ ګونګی شو. نور کله به لکه بلبل تړېدو او په وړه ژبه به غږېدو، خو وروسته له دغه پېښې چوپ پاتې شوی وو، بې جرئته شوی وو او له هر چا او هر شي به وېرېدو. وروسته له څو کلونو ورو ورو په خبرو راغی، خو دا دي تر اوسه يې ليا توتله توب پاتې دی او ډېر ترې ځورېږي او کله چې يې اعصاب نا آرامه وي، نو بيا خبرې هم سمې نه کوي. بس دغه ستونزې هم د افغانستان د تنظيمي جنګونو نه ما ته راپاتې دي.

په ۱۹۹۵ ميلادي کال کې مسکو ته راغللو او بيا مې په مسکو کې په سړو او تودو کې په بازارونو کې له خپلو وروڼو سره يو ځای کار وکړ او په ۱۹۹۹ کې وتوانېدم، چې له خپلو وروڼو او اولادو سره اروپا ته راشم. شکر د خدای دی، اوس مې اولادونه لوی شوي دي. مشره لور مې ارواپوهنه لولي، منځوۍ لور مې معاونه د ډاکټر ده او غواړي ډاکټره شي، زوی مې جمنازيوم خلاص کړی، مسلکي زده کړې کوي او د کانفو تور کمر بند لري او کشرۍ لور مې د ښوونځي په وروستي کال کې ده. بس آرامه او په دين مين اولاد لرم او خدای دې نور هم د نيکو هدايت ورته وکړي.

په کابل کې جنګونو داسې يو بد حالت رامنځ ته کړی وو، چې هېڅ څوک نه پوهېدل، چې د وحدت ګوند د ظلمونو مخنيوی په څه ډول وکړي، خو د مسعود او استاد سياف د صبر کاسه هم ډکه شوه، په تېره بيا هغه وخت، کله چې د پل آرتن لاندې د يو شمېر ځوانو نجونو لوڅ لپړ جسدونه، چې د تيو سرونه يې غوڅ شي وو، وموندل شول، خلک وايي، چې يو شمېر جنګسالارانو د ښځو د تيو له سرونو نه ځانونو ته تضبيح جوړې کړې وي (والله العلم)، نو دغه پېښې د دې سبب شوې، چې د حزب وحدت پر ضد عمليات پيل شول، چې ټوله سيمه يې له دغو ځناورانو نه پاکه کړه، خو همدا ګلبدين حکمتيار وو، چې حزب وحدت يې بيا په غېږ ونيو او دفاع يې ترې وکړه. له دوستم او علي مزاري سره يې شورای همآهنګي جوړه کړه، که نه نو احمدشاه مسعود او استاد سياف د دغو بدمرغو تخم له سيمې ورکاوو! حالا اينها ګپ از افشار مېزنند!

ما د دغه مېرمنې کيسه واورېدله او له ځانه سره مې د دغه مېرمني ميړانه او شهامت وستايه، خو له ځانه مې وپوښتل، چې آيا د دغه مېرمن کيسه به تلپاتې شي! او يا به د دغه مور اولاد د خپلې مور دغه سترې قرباني ته درنښت وکړي او که نه! او يا دا چې لکه د مرغۍ بچيان چې لوی شي، هر يو به خپله ځاله او ځانته جونګړه جوړه کړي او دغه ډول کړېدلې مور به يوازې پرېږدي او په خوله به يې و نه کړي! دا به ډېره سخته وي، چې د داسې مور اولاد خپله مور نا اومېده کړي، خو دغه دنیا د هيلو سمندر دی او دژوندون د پایلو ژرنده!

اوس به راشم دې ته، چې ټولنيزه انارشي ولې رامنځ ته کېږي او د مخنيوي لپاره يې بايد څه وشي. تاسو ته څرګنده ده، چې لويديزوالو د خپلو ځواکونو د ايستلو برنامه تر لاس لاندې نيولې ده، چې کله ۲۰۱۳ او کله هم ۲۰۱۴ ميلادي کال د خپل مېشن د پای ټکی يادوي، چې له دغه ګنګوسې سره يې سم په قطر کې له طالبانو سره او په کابل کې له حزب اسلامي سره خبرې هم پيل کړې دي، نو پوښتنه دا ده، چې په افغانستان کې به وروسته له ۲۰۱۴ څه پېښېږي او له عاميانو سره دا پوښتنه رامنځ ته کېږي، چې دوی افغانستان اوس پرېږدي او که وروسته له ۲۰۱۴ ميلادي کاله؟ ځکه چې د افغانستان واړه قومونه د فېدرالي سيستم خوبونه ويني او د افغانستان لوی ټبر پښتانه بيا په څو ډلو وېشل شوي، چې د وړو قومونو د متحدولو او د افغانستان د ادارې ځواک نه پکې ليدل کېږي.

ما مخکنۍ پړپړه ځکه وليکله، چې د فارسي له اصطلاح سره سم «مشت نمونه خروار» وښييم، چې ټولنيزه انارشي د تنظيمونو جګړې رامنځ ته کوي او دا ځل به دغه جګړه نوره هم پياوړې او اوږدمهاله وي، ځکه چې په وروستيو ۱۰ کلونو کې پښتانه ځپېدلي دي او په شمال سيمو کې خلکو د نسبي هوساينې ژوند تېر کړی او خپل مورچلونه او له بهرنيو سره يې اړيکې پياوړې کړې دي. په افغانستان کې بايد د پښتني او غير پښتني افغانانو د قطبونو نيژدې کولو او قانع کولو ته کار وشي، پرته له دې افغانستان يو وار بيا د تنظيمونو د غوبل ډګر ګرځي.

عبدالعلي مزاري هزاره وروڼو په اوږو ګرځوو، خو په تصادفي بڼه ووژل شو او اوس يې مرستيال د هزاره په نمايندګي غږېږي. هزاره وروڼه دوې ډلې دي. يوه هغه ډله هزاره ګان دي، چې په اروپا، امريکا، آستراليا او کاناډا کې ژوند کوي او د افغانستان د ټولنيزې انارشي په ترڅ کې په دې وتوانېدل، چې بهرنيو ملکونو ته ځان ورسوي او د افغاني، هزاره ګي او سيمه ييز هويت سره لاس او ګرېوان دي او بل هغه ډله هزاره ګان دي، چې په افغانستان کې له نورو افغانانو سره يو ځای ژوند کوي او د افغانستان ناخوالې په دوی مخامخ اغېز لري، نو دغه دويمه ډله دې د خپل ټولنيز موقف په اړه فکر وکړي او له نورو افغانانو سره دې د ګډ سوله ييز ژوند جوګه شي. د دوی ننني رهبران محقق، خليلي او داسې نور صرف د دوی پر سر سياسي تجارت کوي، د خرسواري پر ځای په کاډيلاک کې چکرې وهي، خو اکثريت هزاره وروڼه د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي. زه سږ کال کابل ته تللی وم، هغه هزاره چې ۳۰ کاله مخکې په زحمت ډوډۍ پيدا کوله، هغه يې نن هم په خپل همت او زحمت پيدا کوي، يانې دغه سياسي څېرې چې ځانونه د هزاره ګانو نماينده بولي، باور وکړی، چې تاسو صرف د خپلې بقا لپاره د نورو قومونو پر ضد لمسوي. د افغانستان ستونزه د ځمکو وېشل يا د ولايتونو جوړول نه دي. داسې فکر وکړی، چې افغانستان ۱۰۰ ولايته شي، نو ګټه به یې عادي افغان ته څه وي؟

زموږ تاجک وروڼه په افغانستان کې خپل پياوړی ټولنيز ځای لري، مګر دوی هم د يو شمېر سياسي څېرو د تبليغاتو ښکار شوي دي، چې ګواکې د دوی حق خوړل شوی دی. په افغانستان کې اکثريت تاجک هم د سهار او بېګاه ډوډۍ نه لري، خو يو شمېر بيا د نننيو شرايطو په پام کې نيولو سره ميليونران دي، خو په ټولنه کې د عادي تاجک ګټه په څه کې ده! نن سبا د بې اعتباري چاپېريال چا جوړ کړی؟ نن سبا يو شمېر تاجک ليډران د ميليونونو ډالرو بنګلې په دوبی کې لري، مګر د کابل ټولې څلورلارې په تاجک، پښتون او نورو روزمزد مزدورانو ډکې دي، نو د افغاسنتان ستونزه د تاجک، پښتون او يا نورو نه ده، بلکې د افغانستان اداره سمه نه ده، نو په افغاسنتان کې بايد نوی اداري سيستم جوړ شي. هر سياسیتوال چې د نورو په احساساتو لوبې کوي له هغوی نه بايد خلک لرې شي، که افغانان د سوله ييز ژوند چلند زده نه کړي، نو افغاني بحران به تلپاتی شي.

زه په وروستيو ۳۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د شمال سيمو ته تللی وم، نو په شبرغان کې مې د دوستم بنګلې وليدلې او له بل پلوه مې د اوزبکو وروڼو له ستونزو ډک ژوند. په شبرغان کې خلکو د څکلو اوبه نه درلودې. بازار يې د سقوت په حالت کې وو، د خلکو دا تمه وه، چې نورو سيمو ته کډه وکړي، ځکه چې د ځوانانو لپاره د کار شرايط نه و مسائد او په کوڅو کې ټول خلک پژمرده او غم لړلي ول، مګر يو شمېر اوزبک د افغانستان د دغه ټولنيزې انارشي څخه ګټه پورته کوي او ځان بډايوي، چې د هېڅ عادي اوزبک او يا نورو وګړو په ګټه نه ده، ځکه نو افغانستان يوې ملې ادارې ته اړتيا لري، چې د هر افغان وګړي (نورستاني، پشيي، تورکمن، قزلباش، هزاره، تاجک، اوزبک او پښتون) هوسا ژوند تضمين شي.

پښتانه د افغاني ټولنې شمزۍ ده، نو د پښتنو يووالی د نورو ټولو قومونو د هوسا ژوند تضمين دی، کله چې پښتانه په خپلو کې وېشل شوي وي، نو د آرام افغانستان تمه نا ممکنه ده. د ۲۰۱۴ ميلادي کال په درشل کې بايد ټول افغانان د يو او بل د زغم لپاره کار وکړي. له حرس او سيالي لاس واخلي، که نه نو وروسته له ۲۰۱۴ ميلادي کاله به په افغانستان کې بيا د وينو ژرندې وې او د خلکو قرباني. طالبان او اسلامي ګوند بايد هڅه وکړي، چې په خپل منځ کې تفاهم وکړي او وروسته د افغانستان له آزادي د نړيوال تضمين پر بنسټ د افغانستان د امنيت جوګه شي، که نه نو دوی به هم د يو او بل وينې تويې کړي. نن سبا د اسلامي ګوند او طالبانو تر منځ په رسنيو کې ځينې مشاجرې کېږي، دوی بايد اوس د يو او بل د پياوړي کولو لپاره کار وکړې نه د يو او بل د ځپلو لپاره.

د افغانستان بيا رغاونه یوازې د مدرسو په فعالولو نه کېږي، افغانستان په هره برخه کې کارپوه خلکو ته اړتيا لري، ځکه نو بايد هڅه وشي، چې په افغانستان کې دولتي اداره په احساساتو سوره نه وي، بلکې د کارپوه کميسيونونو په کاري کيفيت سمباله شي. زه يو ډاکټر یم او په زغرده وايم، چې د ډاکټر په کار کې بايد ملا مداخله و نه کړي، د اقتصاد په برخه کې بايد وويل شي، چې افغانستان خپل اقتصادي سيستم نه لري، ځکه نو يوازې په زکات او عرش د ټولنې اداري سيستم نه چلېږي، نو درانه ملايان بايد اقتصاد پوهان دې ته پرېږدي، چې خپل مسلکي کار وکړي، همدا ډول د ټولنيزو سيستمونو په نورو برخو کې هم بايد څانګپوه خلک وګومارل شي. قضايی مسايل بايد د فرقان په رڼا کې په مدني قوانينو تر سره شي. ټولنه بايد د شريعت تر څنګ اساسي قانون ولري. انتخابات په جومات کې نه کېږي، لکه يو شمېر ليډران چې وايی، مګر يوازې ملا د دې حق لري چې د مملکت زعامت وکړي. همدغه نظر د دې سبب ګرځېدلی، چې دا دي څو لسيزې کېږي، چې په افغانستان کې جګړه روانه ده، نو د دغه نظر بديل بايد اسلامي ګوندونه پخپله وړاندې کړي، چې خلک يې په موخه پوه شي، نه دا چې په پټو سترګو ټول د شريعت چيغې وهي!

په افغانستان کې نن سبا ۲۰۰۰۰۰ د ملي اوردو سرتېرې لري، دوه لکه پوليس، دوه لکه د استخباراتو کارکوونکي، دوه لکه معلمين او که نور هم ورسره حساب کړو، نو خبره ډېر ژر تر يو ميليونه رسېږي، نو يو ميليون خلکو ته چې لس زره افغانۍ په مياشت کې معاش ورکړې، نو د مياشتې دوه سوه ميليونو ډالرو ته اړتيا لرو او که ټول کال حساب کړې، نو خبره ۳ ميلياردو ته رسي، خو د افغانستان د ادارې تخميني لګښت ۷ ميليارده ډالره دی، نو دغه پېسې له کومه کېږي! په ماليه، صادراتو او د طبيعي زېرمو په تولېداتو دغه لګښت نه شو پوره کولی، نو اړ يو چې، له منطق سره برابر يوه سمه لاره د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره غوره کړو او که دا ووايو، چې نه ټول شړو، نو پوښتنه دا ده، چې چېرې او کومې خوا ته يې شړو؟ د افغانستان نفوس مخ پر زياتېدو دی او ټولنه بايد داسې سيستم جوړ کړي، چې د کاري قوې لپاره کار، د ماشومانو، نجونو او ځوانانو لپاره د درس، سپورت او تفريح زمينه او د متقاعدينو او زړو لپاره د هوسا ژوند، روغتيايی بېمې سيستم تضمين کړي، ځکه نو د اقتصاد په برخه کې بايد د افغانستان په راتلونکې کې سم فکر وشي، په بنسټپالو او متعصبينو په کړو وړو ټولنه صرف کېدی شي لږ اصلاح شي، په زکات او عرش هم ډېره وړه برخه ډکېدلی شي، خو اقتصاد کار، زيار او څانګپوه خلکو ته اړتيا لري.

په درنښت

ډاکټر لمر

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011