Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست د انجنير صاحب دوران هيڅکله نه تيريږي


د انجنير صاحب دوران هيڅکله نه تيريږي [دويمه برخه]

دوشنبه، 24 سلواغې 1390 | وخت: 18:13

Engineer Gulbuddin Hekmatyar

طالبان دې راشي يو وار دې له مجاهد ورور انجنير حكمتيار صاحب څخه سياست زده کړي بيا دې له امريکايانو سره مذاکرات کوي، کنه داسې کيسې به ورپيښې شي چې د جنرال مالک کيسې ورته نکل وي، وګورئ طالبانو د بدنامو مليشو له يوه قوماندان جنرال مالک سره جوړه وکړه، او حکمتيار صاحب د همدغو بې ننګو مليشو له بل قوماندان دوستم سره ايتلاف جوړ کړ، خو طالبانو هيڅ ګټه ونکړه، بلکې ځان يې پرې ورک کړ، په زرګونو خپل وتلي جنګيالي يې لاسه ورکړل، لکن حکمتيار صاحب

خپل دښمن (شمالي بدنام ائتلاف) ښه پرې وځپلو پرته له دې چې ده ته په کې څه د پام وړ مشکلات پيښ شي، کيداى شي طالبان لا تر اوسه پخپلې اشتباه نه وي پوه شوي، زه يې ورته په مختصر ډول وايم چې ستاسو لويه تيروتنه داوه چې تاسو په لمړئ ورځ جنرال مالک ته سپينه پکړئ وروتړله، په لمړئ ورځ مو په هغه باندې پنځه وخت لمنځونه په جماعت سره وکړل، چې کيداى شي هغه په ټول عمر کې پنځه لمنځونه په جماعت سره نه وي ادا کړي؟! او مهمه دا چې هغه ته مو داسې وظيفه ورکړه چې ماشومان هم پوهيدلو چې تاسو ورته په کمين او چل کې ياست، جنرال مالک د بهرنيو چارو د وزارت معين،خو دشمال عمومي نظامي مسؤول (اصلي واکمن) ملا احسان الله (طالب)؟!!! آيا دا معقوله وه چې د نظامي چارو متخصص جنرال مالک دې خپل ټول نظامي قطعات او جزوتامونه تاسو ته پريږدي او دى دې په کابل کې د بهرنيو چارو په وزارت کې د يوې مولۍ په څير کښيني؟!!! پام چې له امريکايانو سره په داسې ساده ګۍ مذاکرات ونکړئ، په مذاکراتو او سولې کې يو مهم اصل دادى چې دواړه لوري به له خپلو ځينو غوښتنو تيريږي، او که تاسو غواړئ چې امريکايان هم ځان ته داسې سلامي کړئ لکه څنګه مو چې له جنرال مالک څخه غوښتل، نو پوخ يقين ولرئ چې پايلې به يې هوبهو هماغسې وي.

 

که چيرې مجاهد ورور حکمتيار صاحب له دوستم سره د ائتلاف په مهال له پوره سياسي درايت نه کار نه وه اخستى او د دوستم په ځينو جزئي ظلمونو او فحشاوو يې سترګې نه وې پټې کړې نو حزب اسلامي به هم هرومرو د تاسو بلکې له تاسو نه په ډير بدتر سرنوشت اخته شوى وه.

د ګاونډي هيواد پاکستان په اړه د طالبانو او مجاهد ورور انجنير صاحب دريځونو ته په کتلو سره هم د حکمتيار صاحب سياسي پوهه او ځيرکتيا په ګوته کيږي، وګورئ د پاکستان هيواد چې د طالبانو له کلکو ملاتړو څخه شميرل کيدلو، د طالبانو د ناسمو دريځونو له کبله اوس د دوى تر ټولو سخت دښمن شميرل کيږي، امريکايانو پخپله د طالبانو دومره مشران نه دي نيولي څومره چې پاکستان نيولي دي او امريکايانو ته يې سپارلي دي، له طالبانو سره د پاکستاني چارواکو د سخت چلند په هکله کولاى شئ چې د ملا عبد السلام ضعيف د ګوانتامو د خاطراتو کتاب وګورئ.

بلمقابل د پاکستان په اړه د حکمتيار صاحب د معقول سياست له کبله اوس پاکستان د حزب اسلامي لپاره لکه د تير جهاد په څير په يوه مرکز بدل شوى، د پيښور په شمشتو کمپ کې د حکمتيار صاحب هماغسې حکومت چليږي، څنګه چې پنځه ويشت کاله مخکې د تير جهاد په مهال چليدلو، له حکمتيار صاحب نه پرته او هغه هم د ځينو خاصو وجوهاتو له کبله د حزب اسلامي نور ټول غړي په ټول پاکستان کې په پوره آزادئ سره ګرځيدلاى او په ډاډه زړه اوسيدلاى شي، د حکمتيار صاحب زامن صلاح الدين صاحب او جمال الدين صاحب په آزاده توګه په پيښور کې اوسيدلاى شي، جهادي کانفرانسونه جوړولاى شي، خو د طالبانو آن ډلګۍ مشران هم پټ ګرځي، په آزاد او مطمئن ډول ژوند نشي کولاى؟!!

ځکه طالبان غواړي په يوه وخت کې هم له امريکا او د هغې له متحدينو سره او هم د پاکستان له حکومت سره وجنګيږي؟!!! د دوى غټ حکمت دادى چې د پاکستان په مقابل کې جنګيدونکو جنګياليو ته يې د (تحريک طالبان پاکستان) نوم ايښى دى؟! دې ته نه ګوري چې حکيم الله مسعود د پاکستان د استخباراتو د يوه مهم چارواکي کرنل امام د وژلو په مهال په برالا ډول وايي چې ده (دده په اصطلاح) له امير المؤمنين سره بيعت کړى دى او دهغه تر قوماندې لاندې جهاد کوي؟!!!!!!!!!!!!!

د طالبانو کمال د سادګۍ په دې کې دى چې د دغسې پيښو په مهال آن تش په خولې هم له پاکستاني طالبانو څخه خپل براءت نه اعلانوي!

آيا سياسي پوهه او جهادي عليا مصالح دا ايجابوي چې په يوه وخت کې دې پرته له دې چې شاته کومه پشتوانه ولرو د جنګ دوه مختلفې او وسيعې جبهې پرانيزو؟!

پاکستان چې يو ايټم درلودونکى اسلامي هيواد دى او پوره څلور لسيزې يې زموږ مهاجرينو ته په خپله سخاوتمندانه غيږ کې ځاى ورکړى دى، نو آيا پښتو غيرت او اسلامي وفاداري دا اجازه راکوي چې د دوى په مقابل کې داسې په اخلاص سره وجنګيږو لکه څنګه چې د سړي خورو اشغالګرو يهودو او نصاراوو په وړاندې جنګيږو؟!!!!!!

د عبيد تنوير په څير ډيرى خلک په حزب اسلامي نيوکه کوي چې ولې يې د قوماندان زرداد، قلم، چمن .... په څير قوماندانان ساتلى وه، د دوى په ځواب کې وايم چې دا هم د حزب اسلامي سياسي پوهه او ستاسو ساده ګانو ناپوهي څرګندوي، ځکه کله چې د ډاکتر نجيب حکومت نسکور شو نو شوراى نظار د روسانو تر مسقتيم حمايت لاندې ميدان ته را وزغاستل او په پلازمينې کابل کې يې ټول مهم استراتيژيک ځايونه کنترول کړل، هغه مهال يواځې د حزب اسلامي هوښيار قيادت وه چې د دې دسيسې په پوهيدلو سره يې د نظار شورا په مقابل کې سنګر ونيولو، خو متاسفانه چې همدا تاسو ساده ملايانو سنګر پريښودلو او لا فتواګانې مو راوويستلې چې له دې وروسته جنګ، جهاد نه، بلکې د مسلمانانو تر منځ خپل منځي جنګ دى، قاتل او مقتول دواړه به جهنم ته ځي، د همدې ناسنجديده فتواوو له کبله ټولو مخلصو او ديندارو خلکو سنګرونه تخليه کړل او حزب اسلامي يې د روسانو د مزدورانو شوراى نظار په مقابل کې يواځې پريښود، نو ځکه مجاهد ورور حکمتيار صاحب دغو قوماندانو ته مخه کړه او هغوى ته يې هر راز صلاحيتونه ورکړل.

موږ دا منو چې ډګرجنرال قوماندان زردادخان فريادي، او ده ته ورته ځينو نورو قوماندانانو کې ځينې ديني او اخلاقي مشکلات وه، ځينې ظلمونه به ترې شوي وي، حتى کله به يې د خلکو ناموسونو ته هم په بدو سترګو کتلي وي، خو مشکل داوه چې موږ د ډانګ او پړانګ تر منځ را ګير وو، که مو همدغو قهرمانانو ستاسو په اند فاسقانو ته لاس نه وه اچولى نو اوس به افغانستان يو ځل بيا د روسانو مستعمره او مسعود خان به يې مطلق العنان حاکم وه، بناء ياد قوماندانان اصلاَ د همدغو له سياست څخه د ناخبره ملايانو د ناسنجيده فتواو برکت وه، نه د مجاهد ورور حکمتيار صاحب تيروتنه.

دا چې نن هر طالب په ډير افتخار سره وايي چې د دوى مشر د نجيب له نسکوريدلو څخه وروسته په جنګونو کې برخه وانخستله او بيرته يې خپل درسونه ويل پيل کړل، دا کار هيڅکله د هغه په کمال او اخلاص دلالت نه کوي، ځکه دا جنګونه اصلا خپلمنځي جنګونه نه، بلکې د جهاد ادامه وه.

مجاهد ورور حکمتيار صاحب سره له دې چې اصلا يې د عصري علومو زده کړې ده، خو د عربي ژبې له زده کړې او په شرعي او ديني علومو کې له ژورې مطالعې وروسته په ديني علومو کې داسې اوچتې مرحلې ته رسيدلى دى چې د طالبانو ډيرى شيخ الحديثان د لس ګونو کلونو له درس او مدارسې سره هم ورته ندي رسيدلي، حکمتيار صاحب د خداى ورکړي ذکاوت په مټ ډير داسې خبرې غلتې ثابتې کړې دي، چې پخوا به علماو داسې خبرې کول د کفر معادل ګڼلې، لکه ددې حقيقت څرګندول چې د پيريانو په ليدلو اعتراف کول د قرآن له صريح آيت څخه انکار کول دي، او بله دا خبره چې په بخاري کې داسې سلګونو په خپل منځ کې متضاد او ځينې د قرآن له صريحو آياتونو سره مخالف روايتونه موجود دي، او لکه دا خبره چې د فيل په سورت د تيږو ويشتل د قريشو ځوانانو کړي دي، نه ابابيلو، لکه څنګه چې اکثره پخواني او اوسني مفسرين او شيوخ يې وايي.

حکمتيار صاحب د خپل ذکاوت او پراخې مطالعې په مټ هغو کسانو ته هم غاښ ماتوونکى شکست ورکړى دى، څوک چې ځان ته اهل حديث او يا سلفيان وايي، هغه کسان چې دوه درې حديثونه ياد کړي او بيا تر خپل ځان بل ستر مفتي او شيخ الحديث نه ويني! طالبان سره له دې چې ځان د مذهب ټيکداران ګڼي تر اوسه يې د سلفيانو په مقابل هيڅ هم نه دي کړي، آن له سلفيانو څخه د ننګې او ملاتړ له کبله يې هيواد په ګڼدوالو بدل کړ.

ورونو ماته هميشه خپل ملګري وايي چې هره خبره مطبوعاتو ته د راويستلو او په هر مجلس کې د کولو نه وي، خو زه وايم کومې خبرې چې د ملت راتلونکى ورپورې تړلى وي، هغه بايد په جرات سره په ښکاره ډول وکړل شي، تر څو دوست او دښمن ټول پرې پوه شي، په همدي اساس په پاى کې په پوره جرات سره يوه خبره طالبانو ته کول غواړم او هغه دا:

طالبانو پام کوئ چې دافغانستان په سرنوشت خودسرانه لوبې ونکړئ، دا جهاد يواځې تاسې نه دى کړى بلکې موږ له تاسو څخه څو چنده زياته قرباني ورکړې ده، ستاسو اکثره مجاهدين پخوا زموږ مجاهدين وه، دا چې نن تاسو په يواځې سر پرته له دې چې له موږ سره مشوره وکړئ قطر ته منډې وهۍ او له امريکايانو سره کله پټ او کله ښکاره مذاکرات کوئ، دغسې کارونه به ډير خطرناک عواقب ولري.

پام کوئ چې د مسعود، رباني او سياف کانې تکرار نکړئ، هيڅکله په يواځې سر د هيواد راتلونکې په اړه د تصميم نيولو فکر ونکړئ، ورشئ يو وار سياف وپوښتئ، چې د هماهنګي شورا د اعلانولو په لمړئ شپه مو په کابل کې ورباندې څنګه غوبل جوړ کړى وه، په يوه شپه مو د کابل په حساسو نقطو باندې يوولس سوه توغندي وويشتل، رباني ، مسعود، سياف او ددوى په نورو انډيوالانو مو داسې قيامت تير کړ چې کيداى شي د هغې شپې له ويرې به لا تر اوسه د مسعود او رباني هډونه آن په قبر کې هم لړزيږي؟!

په صفا ټکو کې يې وايم که چيرې تاسو په راتلونکې نظام کې زموږ ونډه له پامه وغورځوله نو هيڅکله به تاسې هم په آرامه راڅخه حکومت ونکړئ، موږ که په يواځې سر حکومت نشو نيولاى، تاسو ته خو مشکلات جوړولاى شو.

خبردار اوسئ! که تاسو غواړئ چې موږ تجريد اومنزوي کړئ نو موږ هم د هر کار کول د ځان لپار مجاز او د خپل حق ګڼو، له هر چا سره ائتلاف کولاى شو، آن له خپلو هر راز سرسختو پخوانيو او اوسنيو دښمنانو سره هم جوړيداى شو، خو تاسې هيڅکله په يواځې سر حکومت کولو ته نشو پريښوداى!!!

د آزاد او خپلواک افغانستان په هيله

ورور مو: انجنير سعيد الله نصرت



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011