Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ فرهنګ او ادب ادبي ليکني مرحوم افضل شوق رښيتنى پښتون شاعر


مرحوم افضل شوق رښيتنى پښتون شاعر

شنبه، 22 سلواغې 1390 | وخت: 10:48

څومره ظالم يې مرګه دومره صبر هم نه کوې

چې يې دزړناغــــوړېدلې غوټېۍ وســـپړېږي

رښتيا ده وايي چې مېړونه مري،خونومونه يې پاتې کېږي ، خوداسې مېړونه چې دنومونوتر څنګ يې خبرې هم ژوندې پاتې شي، دګوتو په شمار وي ، چې په دې حساپ کې يو هم دپښتوژپې ، دشعر ،شاعرى او ليکوالۍ دډګراتل اوله دې فاني نړي څخه کوچېدلى مرحوم افضل خان شوق دى ، چې دهغه خوږ ې اوله کيف او لذت څخه ډکې خبرې اوس هم له موږ سره په ذهنونواودکاغذ پر مخ ژوندۍ پاتې دي ، مونږ به هم په هغه پسې له دې غملړلې نړې وکوچېږو،خودهغه خبرې بياهم ژندۍ وي .

مړه يې مه بولۍ ژونـدي دي اتلان دي

له نړۍ که کوچېدلـــــــي داځوانان دي

 

زغمى نشي نور وحشت په دې نړۍ کې

ځکه مينه کې تېرشوي له جهـــــــان دي

 

افضل شوق دسولې اوامن دلارې هغه شاعرووچې سوله ، امن، ورورولې ،مينه ، محبت ، دوستي اورفاقت يې شعار وو ،هغه به هرشعر اوليکنه کې خپل هېوادوال سولې ته رابلل .

دمرحوم شوق صيب ، افکار ، اشعار اواثار ټول دپښتوژبې پياوړو شاعرانو، اديبانواوليکوالانو اميرحمزه شينواري ، عبدالرحمن بابا علامه استاد ګل پاچاالفت سره اړخ لګوي اودهغوي دلارى ملتيا پکې ترډېره موندل کېږي ، خويوه خبره ده چې دشوق صيب شاعري زياتره ازاده ده .

هغه په پښتوادب ، کلتور، رسم اورواج مين وو او داسې پښتنه ارواه يې لرله چې په يوه ځاى کې پخپله وايي( يم انسان خوپه پښتنې کورنۍ کې زېږېدلۍ يم چې په خپل پيداښت وياړم اوهر کله مې داهڅه کړېده چې په پښتني بڼه انسان واوسم ، که څه هم چې زياتر خويونه مې دنننيوانسانانو په شان لاتراوسه هم ځناوري دي خوزيار باسم چې په انسانيت کې هم افضل شم )

دادم دکورنۍ بچي په څېرچې

په لټون دنړۍ والو تربورونو

زه لاسم رواتى نه ومه له کوره

چې دکلي خلکو

زه کافر مشهورکړم

مرحوم افضل شوق هغه شاعر وو چې زمان اومکان دواړه په نظرکې نيولوسره به يې ډېر څه راتلونکې لپاره ليکل هغه دخپل ژوند په لوړوژوروکې دخپلوخلکوراتلونکې لېدله نوبه يې دنن لپاره ډېر کم اودسبا لپاره زيات څه ليکل ، هغه نه غوښتل چې دشاعرانو دننني غفلت له امله سبا ته پښتوژبه اواداب له ماتې سره مخ شي .

هغه وايې کله چې مې قلم دسولې توري ليکي نوګوتې يې وېرېږي اودزړه له تله مې دادعا وځي چې يالويه خدايه! پښتنو ته خير، اوبيا دومره جزباتي يم چې په نثر کې رانه نظميه شان خبرې وشي .

دښاغلي شوق شاعرۍ اوليکوالۍ په خلکو دومره اثر درلودچې آن سوځله به يې لوستل، هغه وخت چې شوق صيب لاحيات وواوله خپل خوږ ژوند سره يې لامخه ښه نه وکړې اوله ترخه مرګ سره نه ووغاړه غټۍ شوى، دهغه ډېرشعري اونثري کتابونه چاپ شويدي چې دشعري ټولګوڅخه يې ( شليدلى اميل او په لټون ستا دڅهرې ، اوهمدارنګه ديونليکوڅخه اووه ګامه مزل، مزل په واوروباندې ، او دلمر دکلې په لور ) يادولې شولې همدارنګه دهغه شاعري اونثر په نژدې ٣٣ ژبو ژباړل اوچاپ شوي ، دې ددې ترڅنګ شوق صيب ډيرنا چاپ اثارهم لري چې لکه دپښتوژبې وتلې شاعرې ليکوالۍ ) په سوله مينې اودمرحوم افضل شوق صيب دهنراوخبرو مينه والې اغلى زرلښتې حفيظ پشان په وطن دوطن په خدمتګارانومينې خويندې اووروڼه به يې دچاپ په بڼه راکښولولپاره مټې راونغاړي اودنور لېوالواودشعراواداب مينه والوته به يې داستفادې لپاره دهغوى په دسترس کې ورکړي .

افضل شوق يو سيلاني او په نړۍ کې ګرځېدلى شخصيت هم وو،هغه ډېرو اسيايي او اروپايي هېوادونوته اوږدمهاله سفرونه کړي،چې دڅوسفرونو يونليکونه يې يوځاى کړي اوپه يومجموعي ډول يې له چاپه وېستي دي،هغه له زرلښت ډاټ کام سره په يوه مرکه کې وايي چې تر څلوردرجنه زياتو هېوادونوته يې سفرونه کړي،چې دهغو له جملې څخه يې ٢٩هېوادونوسفرونه په خپلو ليکلواثاروکې يادونه کړېده،هغه که هرهېوادته ديوه سياح په نوم تللى نو خپله شاعري يې هم له ځانه سره مله ساتلې او هر هېوادکې يې خپل پښتني برم او عزت په خلکو پېژندلى دى،همدا وجه وه چې له دې ښاغلي سره د نورو هېوادونوخلکو هم خوراډېره مينه لرله.

مرحوم افضل شوق په راډيوټلويزيون کې دکار کولوترڅنګ ډېرې ډرامې اوسندرې هم ليکلې دي، هغه داسې يوعلمى اوحقيقي پښتون انسان ووچې، دهرچا پوښتنې ته به يې په ورين تندې اوپوره حوصلې ځواب ورکاوه ، کله هم ترې داهڅه نده شوې چې څوک دې خفه کړي تل يې دنوروخوښي خپله ګڼله، که څوک به پرېشانه ول

اوده به دخپلو اوښکواوځان کړولوبه په بيه دهغه خوښي امکان پزيره ليده نو داوښکو باران يې نه ترې سپمووه .

هغه په خپل کوچني زړه کې ډېرې لويې هيلې اواثرې دخپلوخلکولپاره لرلې، چې غوښتل يې يوه يوه په ارام سره ترسره اوپه حقيقت بدله کړي،اماله خپل بې وفا مرګ څخه خبرنه وو چې دهغه دژوند مزل يې ډېرلنډکړ اوددې نامرادې ځمکې له مخى يې فنا کړ ، دهغه روح دې تل ښادوي، ابدي ځاى يې فردوس جنت شه اوبرکت يې پاتې دوستانو باندې شه.

آمين ثم آمين

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011