Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست د انجنير صاحب دوران هيڅکله نه تيريږي


د انجنير صاحب دوران هيڅکله نه تيريږي [لمړۍ برخه]

پنجشنبه، 20 سلواغې 1390 | وخت: 20:13

Engineer Gulbuddin Hekmatyarد اسلامي حزب مجاهد مشر ښاغلى ورور انجنير ګلبدين حکمتيار صاحب په ملي او بين المللي توګه هغه پيژندل شوى او منل شوى شخصيت دى چې د هيواد په معاصر تاريخ کې د ده له کارنامو څخه انکار کول له امکان څخه ليرې او د نه منلو خبره ده، لکه څنګه چې تر اوسه څوک ندي توانيدلي چې لمر په دوو ګوتو پټ کړي همدا راز به هيڅوک ونه توانيږي چې په تير او اوسني جهاد کې د مجاهد ورور حکمتيار صاحب کارنامې په يوې او دوو مقالو پټې کړي.

څو ورځې وړاندې د عبيد تنوير په نامه يو کس د (انجنر صيب نور دې دوران تير دى) تر عنوان لاندې په نن ټکي آسيا ويب پاڼه کې يوه مقاله ليکلې وه چې د محترم انجنير صاحب په هکله له توهين آميزه او سپکو الفاظو نه ډکه وه، د ښاغلي انجنير صاحب په هکله داسې الفاظ کارول شوي وه چې د داسې يوه عظيم شخصيت په هکله يې کارول هيڅکله مناسب کار نه دى.

د مثال په ډول د ليکنې په عنوان کې د (انجنير) په ځاى (انجنر) ليکل شوى دى چې دا خورا د ګوستاخۍ کلمه ده، هماغه د عوامو خبرې ته پکې اشاره ده چې په انجنير صاحب پسې يې وايي: (انجا نر، آنجا زن) د املايي تيروتنې بهانه خو ځکه د منلو وړ نه ده چې په پاتې ليکنې کې املايي تيروتنې د نشت په حساب دي.

همدارنګه يې د مجاهد ورور انجنير صاحب په اړه ډير بيکاره کلمات استعمال کړي دي چې کولاى شۍ له دې دوو کرښو څخه يې اندازه ولګوئ: ((...ترکومه ځایه چې ماته ښکاره شوي انجنر ګلبدین حکمتیار دخپل کریک اوخودخواه مزاج او عادت له مخې هیڅوک هم په کرار نه پریږدي، خپل نیښ اوچیچونکي لسکه ورپسي راباسي اوکه څوک پرې نه لګیږي دده طاقت نه کیږي اودمغزو یونوعه چینجی يي په حرکت راځي او خوله وراچوي....))؟!!!!

د دوو جهادونو د اتل په هکله داسې له سپکاوۍ څخه ډک الفاظ کارول يوه ستره او نه بښونکې ملي ګناه ده.

داسې ښکاري چې نوموړى ليکوال کوم طالب او يا يې کوم خواخوږى دى، او د مجاهد ورور حکمتيار صاحب په هکله د ښاغلي حامد کرزي صاحب وروستيو له درناوي ډکو څرګندونو ځورولى دى، نو ځکه يې په هغه پسې د خپل قلم لسکه راويستلې ده او له سر نه تر پښو پورې يې چيچلى دى.

دا چې عبيد تنوير په خپلې دې مغرضانه توهينوونکې ليکنې کې په حزب اسلامي او مجاهد ورور انجنير صاحب باندې ځينې بېځايه نيوکې کړې دي غواړم چې په مختصر ډول يې ځواب کړم:

- عبيد تنوير وايي چې د تير جهاد په مهال د مجاهد امير صاحب له اړخه له کمونيستانو سره کلک چلند ځينې خلک ديته اړ کړل چې غربي هيوادونو ته وتښتي، زه وايم چې په دې کې د حکمتيار صاحب هيڅ ګناه نشته، او که داسې وي نو بيا خو ستاسو طالبانو له لاسه د پخواني جهاد څلور پنځو رهبرانو امريکايانو ته پناه ور وړه او ستاسو په ځاى يې د امريکايانو تر سوري لاندې اوسيدل غوره کړل، نو بيا خو تاسې هم ګنهکار ياستئ.

او دا چې تاسو وايۍ چې حکمتيار صاحب د تير جهاد په مهال خپل ډيرى مخالف قوماندان وژلي دي، نو دا کار خو تاسو هم کړى دى او لا کوۍ يې، په دې وروستيو کلونو کې تاسو د پخواني جهاد څومره زبده قوماندانان ووژل، لکه خان محمد مجاهد، انجنير عمر، حاجي عبد القدير، حاجي عبد الحق، او داسې نور وتلى قوماندان، نو څنګه تاسو ته روا ده او موږ ته ناروا وه؟!!!!

عبيد تنوير وايي چې حزب اسلامي تل په خپلو اعلاميو کې په طالبانو نيوکې کوي، خو طالبان له زغم نه کار اخلي، زه وايم چې د دې علت دا نه دى چې ګواکې طالبان ښه خلک دي، نه غواړي چې اختلافات جوړ کړي، بلکې اصلي علت يې دادى چې په حزب اسلامي کې د نيوکې ځاى نشته، او بله دا چې دوى له يوې خوا لدې څخه ويريږي چې که دوى په حزب اسلامي باندې يوه نيوکه وکړه، نو بيا به د حزب اسلامي له تکړه او غښتلو ليکوالانو څخه څنګه ځان خلاصوي؟!، او له بلې خوا له خپلو افرادو څخه هم ويريږي چې هسې نه پدې خبرې ترې ناراضه شي چې ګواکې دوى د مجاهدينو په منځ کې اختلافات جوړوي.

د دې خبرې بله مهمه وجه دا هم ده چې طالبان ډير مغرور او متکبر خلک دي، غواړي خلکو ته ځان ډير زورور او حزب اسلامي له هيڅ سره برابر وښيي، دوى غواړي چې د فيل او مچ کيسه وکړي، هغه چې يوه ورځ مچ د فيل په څټ ناسټ وه او پس له څو ساعتونو يې ورته په غوږ کې وويل چې فيله وروره درنه ولاړم، تکليف دې وبښه! فيل ورته وويل: چې مچه وروره نه دې په راتګ خبر وم او نه دې په تللو خبريږم؟!!! خو زه طالبانو ته وايم چې حزب اسلامي ته په کمه مه ګورئ، لکه څنګه چې لس کاله مخکې امريکايانو تاسو ته هم د سړي په سترګه نه کتل خو دادى اوس منت زارۍ در ته کوي چې خبرو ته ورسره کښينۍ، نو داسې وخت به راشي چې تاسو به هم حزب اسلامي ته همداسې جرګې راليږۍ لکه چې اوس يې تاسو ته امريکايان درليږي.

طالبانو ته وايم دا چې تاسو نن سبا خوشاله ياست چې امريکايان له تاسو څخه غواړي چې په قطر کې دفتر خلاص کړئ او دا دفتر خلاصول د ځان لپاره غټه سياسي لاسته راوړنه بولۍ، داسې دفترونه خو موږ څوکاله مخکې خلاص کړي دي، همدا اوس د امريکا اوځينو اروپايي هيوادونو په شمول په ډيرو هيوادونو کې موږ برحاله نماينده ګيانې لرو، د پاکستان په اسلام آباد کې همدا اوس د حزب اسلامي د سياسي چارو د مسؤول ښاغلي غيرت بهير صاحب په مشرئ فعال دفتر لرو، چې په همدې نږدې ورځو کې يې له همدې دفتر څخه د سولې په اړه له رسنيو سره مرکه هم کړې ده.

سياسي پوهه بايد زموږ له مجاهد امير صاحب څخه زده کړئ، وګورې پدې ورځو کې يې په څه هوښيارې طريقې سره ځان له تجريد کولو څخه وژغورلو، کله چې طالبانو په رسمي ډول د دفتر په اړه مذاکرات تاييد کړل، نو يو دم ټوله ميډيا په همدې خبرې مصروفه شوله، هره تبصره او هره شننه به د طالبانو د سياسي دفتر په اړه څرخيده، حکمتيار صاحب کابل ته د يوه هيات په استولو سره په ډيره حکيمانه طريقې سره وکولاى شو چې د ميډيا مخه له طالبانو څخه د حزب اسلامي په لور راواړوي، جناب کرزى صيب خو يې دومره خوشاله کړ چې هغه به تر اوسه پورې ددې په څنګ کې ولاړ استاد سياف او استاد رباني په داسې الفاظو سره نه وي ستايلى په کومو الفاظو يې چې حکمتيار صاحب وستايلو، ځکه حکمتيار صاحب د خپلې ژورې سياسي پوهې په رڼا کې کرزي صيب ته په داسې حال کې مخ ورواړوه او هغه ته يې د يو افغان مشر په سترګه وکتل چې امريکايانو د طالبانو د ډير اصرار له کبله بيخي هير کړى وه او د سړي په سترګه يې ورته نه کتلو.

د قطر د دفتر په اړه طالبان په ډير افتخار سره وايي چې دا غوښتنه امريکايانو ترې کړې ده، هغوى دوى ته ننواتې کولې چې په يوه بهرني هيواد کې بايد يو سياسي دفتر خلاص کړي، دا خبره په اصل کې د طالبانو د سياسي پوهې په لږوالي دلالت کوي، دوى لا تر اوسه په دې نه پوهيږي چې په دې دفتر کې له امريکايانو څخه د دوى ګټې څو چنده زياتې دي، د دې دفتر هڅه بايد دوى کړې وه او څو کاله مخکې، د امريکا غوښتنې ته يې بايد انتظار نه وى کړى، امريکا باندې که زور نه وه راغلى او مجبوره شوي نه وه، ګومان نه کوم چې په ټول عمر کې به يې طالبانو ته آن د داسې دفتر اجازه هم ورکړې نه وه، غوښتنه خو لا څه کوې!!!!

د مجاهد ورور حکمتيار صاحب سياسي پوهې او درايت ته وګورئ چې دا لس کاله يې د صليبي ټلوالې په مقابل کې روان جهاد په داسې حکيمانه طريقې سره رهبري کړ، چې هم يې په داخل کې فعال نظامي حضور درلود، او هم يې په بهر کې پخپله د امريکا په شمول په ډيرو هيوادونو کې فعاله نمايندګۍ درلودلې او همدارنګه يې د کابل په حکومت کې اغيزمن وجود درلودلى دى، په رښتيا هم چې هغه (حکمت يار) دى، په داسې حکمت سره جهاد په مخ وړي چې هم دښمن ته ضربه واردوي او هم د خپلو افرادو امنيت خوندي کوي، ځينې د سياست له مباد‌ئو سره نابلده خلک په اسلامي حزب نيوکه کوي چې اکثره افراد يې د کابل په حکومت کې لوړ پوړي چارواکي دي، په داسې حال کې چې دا د حزب اسلامي له کمالاتو څخه يو کمال دى، ددې کار له برکته به تاسې د کابل او امريکايانو په ټولو زندانونو کې د يوه لاس د ګوتو له شمير څخه زيات د حزب اسلامي بنديان ونه مومئ، حال داچې د طالبانو بنديانو ته نور په زندانونو کې ځاى نه پيدا کيږي، دوى د خپل يوه مشر استاد ياسر هماغه ساده خبره ښه عملي کړې ده چې وايي: زندانونه مات کړئ، که يې ماتولى نشئ نو ډک يې کړئ تر څو دښمن زولنې پيدا نکړي چې ستاسو لاسونو ته يې واچوي؟!!! حتى د دوى مشران هم خپل ځان هم نه شي خوندى کولاى له همدې امله په زندانونو کې د دوى له کشرانو څخه مشران ډير دي، لکه همدغه استاد ياسر داده د دويم ځل لپاره بندي دى چې د څو کلونو په تيريدلو سره يې لا تر اوسه د مړي او ژوندي درک نه لږيږي.

دوام لري...



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011