Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني زه يو بې وطنه ، بې کفنه لا وارثه افغان


زه يو بې وطنه ، بې کفنه لا وارثه افغان [دويمه پېښه]

پنجشنبه، 13 سلواغې 1390 | وخت: 23:14

US chemical bombs on Afghanistanد قران له مخې اسمان په ځمکه کې مېشتو بندګانو لپاره يوچت دی او پدې مانا دی چې له بره نه کوم کاڼی ، تندر، يا د اور کوم پينډوسونه ځمکې ته راغورځېږي نو اسمان هغه رانيسي او ځمکې ته يې نه راپرېږي .

همداشان الله تعالی په ځمکه کې مېشتو انسانانو ته واک او ځواک ورکړی دی چې د خپلو خپلو هېوادونو د پاسه اسمان لاندې فضا پاکه وساتي او پرې واکمن ووسي او دومره بې غېرته نه شي چې څوک يې فضا چټله کړي او پر هېواد يې بمونه راوغورځوي .

لس کاله پخوا چې کله امريکا خپل ټوپکوال ،بمونه ، او جنګي الوتکې دکومو هېوادونو په فضا کې راتېرولې او تردې دمه يې لړۍ روانه ده نو هر هېواد ته په فضا کې د تېرېدو ټاکل شوې بيه ورکوي .

د امريکا د ټوپکوالو يو زېږنتون په جرمني کې دی کله چې امريکا وغوښتل دغه ټوپکوال افغانستان ته راوړي نو د هغه وخت جرمني چارواکو په فضا کې د تېرېدو اجازه ور نه کړه امريکا بيا دغه ټوپکوال او جنګي توکي لومړۍ هالنډ ته په اورګاډي کې واړول او بيا يې افغانستان ته بار کړل .

خو زما د هېواد دپاسه اسمان لاندې فضا چې په پشپړتوګه د امريکا په لاس کې ده د ګټې وټې خو يې له سره سوال نه پېداکېږي خو ما ته د خپل هېواد دپاسه اسمان لاندې فضا کې د ستورو، سپوږمۍ ،لمر ،ورېځو او د مارغانو پر ځای هم د وسپنې ګاډي ښکاري چې په ځينو کې امريکايي او روسي ټوپکوال سپاروي او ځيني يې بيا داسې دي چې ټوپکوال په کې نه وي خو کيمياوي بمونو په کې بار وي .

دغه ګاډيو زما پر هېواد دومره زهرجن بمونه راغورځولي دي او لا لګيادي راغورځوي يې چې په انساني پېښليک کې يې هېڅ بېلګه نه ليدل کېږي او دغه زهرجنو بمونو د نورې وجاړۍ تر څنګ زما نارينتوب او زما د مېرمن ښځينتوب هم دومره زيانمن کړی دی چې زما په کور کې زما مېرمن اوس مات ګوډ او بدڅېره ماشومان زېږوي .

دونۍ د ١٤٣٢هـ کال د محرم ٢٨

د ٢٠١١ز کال د جنورۍ ٣

د ١٣٨٩ ل کال د مرغومې ١٣

دونۍ د ١٤٣٢هـ کال د محرم ٢٨



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011