Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ فرهنګ او ادب کيسې او داستانونه لنډه کيسه: انتظار


لنډه کيسه: انتظار [خوشال کونړی مزاروال]

شنبه، 15 سلواغې 1390 | وخت: 23:20

Khushal Kunari Mazarwalهره ګړۍمې سترګې د دیواري ساعت په ستنو ښخیږي. کله نا کله هغه ناول ته لاس کړم چې په پخوانیو وختونو کې د وحشي انسانانو له خوا د بې وسو خلکو د خوړلو کیسې کوي. ګوندې که د انتظار شېبې پای ته ورسيږي، او که رښتیا ووایم د زړه درزا مې له یوې شېبې نه بلی ته زیاتیږي. له ټولو نه زیات په دې فکر کې یم چې ژر تر ژره د هغې له لعنتي شره خلاص شم. کرۍ شپه مې دهغې درد له خوبه باسي. ښه سم په درانه خوب بېده یم چې نا ببره مې سپینې وتښتي.لکه څوک چې مې په امبور غوښې شکوي اوله خوبه مې راویښ کړي. نوردغه لعنتي درد ترپوزې راوستې یم. نور مې د زغم او حوصېلې توان له لاسه ورکړې. بس همدغو اندیښنو په منډه کړی یم چې څرنګه یې له شره ځان وژغورم.دهغه لعنتي ګولۍ له شره چې نولس کاله وړاندی مې دتن نابللې مېلمنه شوه. دیارلس سوه دوه شپیتم کال و. ښه مې په یاد دي، د جمعی شپه وه. ښه په مزه مې د تلویزون خپرونې ولیدې. غوښتل مې چې دکور انګړ ته ووځم، لږې اوبه وڅښم او د بېدېدو بندوبس وکړم. کله چه انګړ ته شوم او د برېښنا روښنایې راباندی ولګېده، نودګولیو آواز مې تر غوږو شو او ورسره جوخت مې په ښي پښه کې یو سوځوونکې درد احساس کړ. خو چوپه خوله پاتی شوم او چاته مې څه ونه ویل. ژر بېرته خونې ته ستون شوم څو د بلې حملې ښکار نه شم. او ومې پتېله چې تر ګهیځه د رامنځ ته شوې پېښې په اړوند د زړه راز له چا سره شریک نه کړم. ځکه شپه نیمې ته رسېدلې وه او سهار کېدوته څوساعته پاتی وو. دبېدېدو په وخت کې د کورنۍ د یوه تن غړي سترګې زما په جامو ونښتې چې په وینو سرې دي. بی واره یې تپوسونه پیل کړل. بیا اوبه له ورخه تېری شوې وې! خبره رسوا شوې وه. خو دوئ په دې فکر کې وو چې مونږ خو د چا مړه پیشو هم نه ده آزار کړې! نو چا به دا کار کړی وي. په هر صورت دا وخت زمونږ کور غره ته څېرمه په لږ لری واټن کې پروت و.

دکورنۍ غړي ډول، ډول اندېښنو راخیستي وو. چا به یو څه ویل او څا بل څه. ټول دې نتیجې ته ورسېدل چې دا د هغه چا کار دی چې په وینو بهولو کې یې سترګۍ شوي او بې له دې ژوند ورته بې مزې ښکاري. عجيبه وخت را غلی و. ډېرو کوښښ کاوه چې وسله دې ولري. اوس خوپنځه ډزي او لس ډزي چا نه خوښول. زياتره دماشینګڼوپه فکر کې وو. اوس خو آن تنکیو ځوانانو دقلم او کتاب په ځای ماشینګڼی او راکټونه خوښول. اوس خو له ځوانانو سره خبری کول او دستونزو په وخت کې دلایل ویل هم ستونزمن کار و. ځینو خو په پوزه مچ هم نه پرېښودو! یو نیم به د واره غږ کړ چې خوله دې ګنډې که نه دماشین بخښۍ در باندی وکړم! داسی وخت راغلی و چې هر څه بدلېدل. زمانه بدلېده. دودونه بدلېدل . پخوا به په ودونو او خاصو ورځو کې نخښې کېښوستل کېدې او بیا به د خوښۍ په دود وسلې استمعالېدې او نخښی به ويشتل کېدې. خو اوس دې کار ته څوک دومره زړه نه ښه کوي. اوس په وړې خبره سړی په نخښه کیږي اود کړس، کړس خنداو په بدرګې ویشتل کیږي. نه یواځې دورځې سړی په نخښه کیږي بلکه دشپې له خوا هم په نخښه کیږي. که دښمني وي او که نه، خو د داسی نخښو ویشتل د ځینو د زړونو د تسکین سبب ګرځي.

عجيبه دور راغلې. هیڅ درک نه لګیږي چې وسلې له کومه راځي. خودلته اوس بازار پوره ګرم دی. هر ډول وسله چې غواړې پیداکیږي. دهر تولید کوونکي ملک وسله پیداکیږي. اوس ځینی خلک د وسلو ګودامونه لري. دځینو خبرې تر سټنګرو رسېدلي. دوسلو نړیوال تولید کوونکي هم خوشاله برېښي. اخیر ښه کاروبار یې جوړ دی. ښه بازار یې ګرم دی. اوس دپخوا په څېر جمعه بازار ته ځینی زړه نه ښه کوي، هغه هم د خوراکي توکو. اوس هره ورځ بازار دی او دغه بازار وسله بازار دی. زه لا همداسی د وسلو په دې بازار کې اخوا ، دېخوا کېدم چې د سهار روښنایې ولګېده او د روغتون په خوا روان شوم څو دګولۍ دویستلو بندوبس وکړم. ځکه دشپې روغتون ته تګ نا شونې و. په نیمه شپه له کوره وتل ځانته پخپله قبر کیندل و!

نه پوهیږم ولی د روغتون ډاکټرانو د هغې له ویستلو ډډه وکړه. خو زما په ګومان په هغو کلونو کې هره ورځ د زخمیانو شمېر دومره زیات و چې ډاکټران یې دسر ګرولو ته نه پریښودل. لکه د یوه کلي چې له بل سره جګړه وي، لکه د یوه ښار چې له بل سره جګړه وي. لکه قومونه چې په خپلو منځوکې نښتي وي. لکه ملکونه چې نښتي وي. هره شېبه او هره ګړۍ مړي او ټپیان او هغه هم تنکي ځوانان. هغه ځوانان چې د ژوند، زده کړې او خدمت حق لرې. اخیر ولی تورې بلا مو لاس څټلې او یو له بله سره مو تربګنۍ ته لیستوڼي بډوهلي؟ هره ورځ د اور لمن پراخيږي اوتنکي ځوانان، تورسرې او ماشومان خاورو ته سپارو. اوس هر کلي ځان ته هديرې جوړې کړي. هره ورځ تورسرې په هدیرو کې په ژړاوو سردي. څوک مخ وهي او څوک ویښتان شکوي. ډېرو د کوژدو او ودونو د جامو پر ځای په وینو سرې جامې واغوستې. هیڅ یو مشراو سپین ږیرې په دې فکر کې نه و او دی چې څرنګه دې بدمرغیو ته د پای ټکی کیږدي. ځکه دا کار اوس یو څه ستونزمن شوی و. دلته اوس لوبه د بهرملکي لاسونوپه قبضه کې وه . او دا ډرامه لا روانه وه. یواځی په دې فکرکېده چې څرنګه یو پر بل برتري تر لاسه کړي.

که به دې کومه ورځ د ځوانیمرګو د هدیرې په شنو او سرو جنډو ځغلند نظر وکړ او څو اونۍ وروسته به بیا په هدیره ورپېښ شوې نو دغو سرو او شنو جنډو به ښاېسته غوټه خاوره تر خپلې ولقې لاندې راوستې وه. لکه تازه مرچلونه چې فتحه شوي، اوس پوره آرامه ، آرامی ښکاري او ځوانان لکه له درنې جګړې وروسته چې په درانه خوب بېده شوی وي . د دغه ویرجن حالت له مخه به که کوم ځوان ، سپین ږیری او یا هم تورسرې له دې دونیا سترګې پټولې، نو د چم ګاونډ به ګڼ شمیر اوسيدونکي، خپل او خپلوان او آن په ګاونډیو کلیو کې خبر شوي ولسونه هدیرې ته راتلل. مولوي صیب به هم ښایسته غوټه شېبه په واعظ او نصیحت تېروله او خلک به یې په ښو او بدو پوهول. خلکو به هم د مولوي صیب خبرې د زړه په غوږونو آورېدې. توبې به یې ویستې او د ګناهونو د بخشش غوښتنه به یې کوله. خو اوس څه بل ډول وخت راغلې. یوازې یو څو تنه نږدې خواخوږي او دوستان د جنازې پسې روان وي. د مولوي صیب هم پخوانۍ خونده او مزه ګۍ نشته. هغه هم پوره ستړې ښکاري. هغه اوس لنډ سورتونه لولي، لنډه دعا کوي او لږه شېبه پس بلې جنازې ته تیاری نیسي او ځینې وخت داسې هم پېښیږي چې د څو تنکیو ځوانانو جنازې څنګ په څنګ ایښې وي او جنازه کیږي. ډاروونکی حالت و، هره ورځ مړینه او ژوبله.

د حیرانتیا خبره خو دا وه چې دې مرګ ، ژوبلې ته له لرې، لرې ملکونو راروان وو. په وسلو سمبال راروان وو. بې بلنې ، بې کارته او بې ویزې راروان وو. ته به وایې د تورسرو له ژړاوو چې خوند اخلي. لکه له مرګ او ژوبلې چې خوند اخلي. لکه د ماشومانو له وړو، وړو سلګواو کوکارو چې خوند اخلي.

ما لا په ذهن کې د دې ولس د مرګ ژوبلې پاڼې او ترخه یادونه یو په بل پسې اړول چې یو دم مې د ګل ولي اکا کورنۍ نېغه مخې ته ودرېده :

د ګل ولي اکا میرمن نور جماله نومېده او نور جمالې ترور ته خدای یو زوې او یوه لور په نصیب کړي وو. چې د زوې نوم یې سیدغریب و . هېرانوونکي خو دا وه چې ګل ولي اکا له خپله پلاره هم یو را لوي شوی و. ګل ولي اکا ته هېڅ شی له خپله پلاره پاتې نه وو او نه یې یوه، دوه شوې وه. هغه زمونږ په ګاونډ کې اوسېده او یوه کوټګۍ ورته خدای ور په برخه کړې وه او د ژرندې د مزد په دانو یې شپې ورځې تېرولې. د ګل ولي اکا به د پسرلي او ژمي په موسم کې ښه تبه جوړه وه او هغه دا چې د سوکړک او سبو تر څنګ ورته کله نا کله به غنمينه هم ور ر سېدله او په مړه ګېډه به بېده کېده. خو کله چې به د دوبي موسم په ګرمېدو شو او اوبه به په خوړ کې وچې شوې. ژرنده به په ټپه ودرېده او ورسره به ګل ولي اکا او د هغه کورنۍ د پولۍ ټک ته کېناستل. بله چاره به نه وه، جنسي ته به مجبور شو.

که به هرڅومره ترخې او تنګې شپې ورځې د هغه په ژوند کې راغلې، نودهغه خوږه ژبه یې نه شوه بدلولی. ډېر خوږژبې و. که هر څوک به یې له اړخه تېرېده، ولو که به یو کوچنی ماشوم هم و، نو ده به ورته په اوږده آواز وویل :

ستړې مه شې، ستړې مه شې. -

عجیبه خو داوه چې هغه به د ستړی مه شې کلمه دوه ځلې تکراروله. ما ته دهغه ستړې مه شې ډېر خوند راکاوه. په هر ځای کې چې سترګې به مې په ګل ولي اکا ولګېدې، نو زښت به خوشاله شوم او د سترګو په رپ کې به مې ځان ورور ساوه او کوښښ به مې کاوه چې دهغه له ستړې مه شې ړومبې سلام پری واچوم. زما له سلامه سره سم به موسکې شو. دمخ ګونځې به یې لږی خورې شوې:

ـ زلمیه ستړی مه شې، ستړی مه شې.

هسې خوبه هغه ښا یسته غوټه شېبه د کلي له ځوانانو سره په جرګه، مرکه و. په تېره بیا د دوبي په موسم کې خوبه خپل برخلیک هم دې مشخولتیا ته وزګارولو. دژرندې له کاروباره به یې اوږې هم سپکې شوې وې. هر ځای چې به ګل ولي اکا، هلته به ځوانان وو.

نورجماله ترور هم په ګړه، بړه کې له ګل ولي اکا نه کمه نه وه. همېشه به یې خوله له خندا نه ډکه وه، لکه نوې چې پسرلی شوې، پریماني ده، پوره په نس مړه ده او یا یې کومې ناڅاپي خوښۍ د کور انګړ ته دنګلي. که به دې وویل :

ـ ترورې ستړې مه شې!

ـ ترور دې در نه لوګی شي، څنګه یې، مور او پلار دې څنګه دي؟

د همیش په شان د کال څلور واړه فصلونه یو په بل پسې روان وو او همداسې شپې ورځې هم روانې وې.

هغه ورځ مې هم سترګو، سترګو ته کیږي چې نورجمالې ترور خپله لور د سیدغریب په سر کې بدل او د کلي د امیرخان اکا سره یې خپلوي وکړه. اوس خو د ګل ولي اکا او نورجمالې ترور شپې ورځې د شاتو په شان خوږې وې. د کلي ډلې، ډلې ښځې به د نورجمالې ترور کوټګۍ ته روان وو. د ښځو دېرالونو کوټګۍ په سر اخیستې وه. څو اونۍ کېدې چې دېرالونه همداسې درزېدل، لکه دا خوشالي چې د ټول کلي وي او همداسې هم وه. د کلي ټولو اوسیدونکو سیدغریب د خپل اولاد په څېر ګاڼه. اخیر ګل ولي اکا او نور جماله ترور د کلي خدمت ګاران وو. سید غریب د خپل مور او پلار سره د ژرندې په کار کې پوره مرسته کوله. ټول کلی د یوې کورنۍ په څېر ښکارېده. همدا وجه وه چې د سید غریب کوژده په حقیقت کې د ټول کلي کوژده وه.

د سید غریب د کوژدې چې کال، نیم تېر شو، نو د سید غریب واده تیار شو. هسې خو به په کلي کې ډېر ودونه کېدل. ډېرو به ساز او سرود غږاوه. مالونه به حلالېدل اوډکې، ډکې کاسې غوښې به د کلیوالو او میلمنو له ستونو تېرېدې او ناوې به ودېدې. خو د سید غریب د واده مزه او خوند په ټولو زیات و. هر کلیوال فکر کاوه چې د زوې یا لور واده یې دی. د کلي ټولو ښځو او نجونو په نکریزو لاسونه سره کړي وو. او د اکثرو ښځو په لاسو کې دېرالونه وو. د نور جمالې ترور خوله له خندا نه راټولېده. یواځې یوه خبره به یې کوله :

ـ خدای مې دې له تاسو لوګی کړي. خدای دې له تاسو سره ډېر ښه وکړي. زما د مسکينې خو هیڅ له وسه نه دي پوره او.....

د ټول کلي په مرسته د سید غریب واده په پوره برم تر سره شو. نور جماله ترور پوره خوشاله وه. او کلیوالو ته یې لپې، لپې دعاګانې کولې، په تېره بیا د لمانځه په وخت کې خو به یې بیخي له دعاګانو نه ویستل.

د سید غریب له واده کال، دوه تېر شوي و چې نور جمالې ترور ته خدای یو ښکلې او ګلالی لمسی ورکړ. نور جماله ترور او ګل ولي اکا په خپل لمسي ډېر خوشاله وو. د کلیوالو خوشالي د نور جمالی ترور نه کمه نه وه. هغوئ هم د سید غریب د واده په څېر ډلې، ډلې مبارکۍ ته راروان وو. ټول کلی خوشاله و او.....

د سیدغریب د واده لا څو پسرلي تېرشوي نه وو چې ګل ولي اکا له خپلو ټوپونو ولوید. خوارکې ډېر سپین ږیرې شوې و. د ښایسته غوټ عمر خاوند و. د اویا، اتیا کالو سړی و. نور له هغه د ژرندې کاروبار پاتې و. هغه اوس د کټ شوې و. ټول کلیوال به يې تپوس ته راروان وو. خو ګل ولي اکا یوه ته هم د ستړې مه شې، ستړې مه شې خبره په خوله نه شوه را وړلې. یواځې کلیوالو ته یې په سترګو، سترګو کې کتل. ځینې وخت به یې سر وخوځاوه. کله، ناکله به یې د خونې چت ته کتل، لکه د ژرندې پل ته چې ګوري، هغه ستړي پل ته چې ټول عمر یې د کلیوالو دانې اوړه کړې وې. د ګل ولي اکا ژوند هم د ژرندې د پل په څېر و. ټول عمر یې کلیوالو ته په خدمت تېرولو کې تېر کړې و. همدا وجه وه چې ټولو کلیوالو، ښځو او نرو د ګل ولي اکا غم او ښادي خپله ګڼله. ټول د ګل ولي اکا په دې حالت غمجن وو. کله چې به یې د هغه ناتوانه تن ته کاته، نوبې درنګه به یې د سترګو کاسې ډکې شوې. خوهېڅ یې هم له وسې نه وو پوره. هغه نور د هر شي توان له لاسه ورکړې و. اوس خو یې د نور جمالې ترور مرستې ته پوره ضرورت پیداشوې و، او خپله حیا یې په هغې راټوله وه. لږه موده پس ګل ولي اکا سترګې له دونیا پټې کړې او د نفقې پیداکولو پیټې یې خپل زوی سید غریب ته پریښود. سید غریب چې داوخت یې د کونړونو د مزار په لیسه کې زده کړې پای ته رسولې، لوړو زده کړو ته زړه ښه نه کړ. هسې خوهغه خوارکي د وچې ګولې ډوډۍ پیسې هم نه لرلې پاتې لا داچې لوړې زده کړې پرې تر سره کړي. هغه د نفقې له پیداکولو پرته بله چاره نه درلوده. دا یې غوره وګڼله څو د هېواد په امنیتي ځواکونو کې ځان شامل کړي. هغه د ټانګ په ریشته کې بېړنی کورس ولوست او د افسر په حیث یې په دندې پیل وکړ.

د سید غریب په دندې سره نورجماله ترور یوې نوې نړۍ ته ورننوته او ژوند یې په ښه کېدو شو. هغې تر دې دمه بشپړ عمر د ژرندې د مزد په دانو تېر کړی و.

د کلیوالو دې کور ودان وي، تر دې دمه یې وخت، ناوخته له هغې سره لاس اړاوه او هغه یې هډو کله هم له یاده نه ویستله. یو، نیم وخت به یې یوه چنډه ډوډۍ او یا هم یوه کاسه شړومبې په ورین تندي ورکولې. ځینو به هغه جامې چې په ځانو یې لنډې شوې وې هم ورلېږلې. خو اوس د خپل زوې په تنخوا زښته خوشاله وه. او دا یې په زړه کې ګرځېدل، که خدای کول، ژر به یې نیستي وشلیږي او د ښه ژوند خاوندان به شي.

خوږې شپې ورځې روانې وې او ورسره د نور جمالې ترور په رنګ او روخ کې بدلون له ورایه مالومېده. هغه اوس له کلي د کابل ښکلي ښار ته راغلې وه. د ښاري ژوند او د ښار له ګڼې، ګوڼې سره چندان بلده نه وه. ځینې وخت به بې اختیاره کلیوالي ژوند ته ورتله: په کلي کې شپې ورځې، یونیم وخت په نیمه ګېډه بېده کېدل، د نېستۍ شپې ورځې، له کلیوالو د سوړ سوکړک او سوالي جامو غوښتل او.....

توبې به یې وویستلې:

ـ شکر دی خدایه! په دې سات ډېر شکر دی او له دې سره سم به یې خپل لاسونه غوږونو ته پورته کړل. بیا یې خپل لمسي او خپلې ننګور ته وکتل. څه پټې یې شونډې وخوځولې او په دعا و سر شوه:

ـ خدایه! ستا په دربار کې څه کم دي. ډېره راضي یمه خدایه! خو کاش د سید غریب پلار اوسنې سات په خپلو سترګو لیدلای وای،او بیا یې خپلې خبرې داسې سره وغځولې :

خدایه! ستا رضا مې قبوله ده. بنده په خپلو ښو، بدو نه پوهیږي. بیا به تېرو یادونو د باد د بړبوکۍ غوندې له ځانه سره ماضي ته یوړه :

ـ په کلي کې وړه کوټګۍ، ټول عمر د ژرندې ساتل، خو یوه یې نه دوه کېدل، د کلیوالو ښېګڼې، لږه وه که ډېره خو هر څه په پوره اخلاص وو، د سید غریب د واده په مهال د کلیوالو صداقت او پېرزوینه او په لسګونو نورې ښېګڼې او...بیا به یې تېر وخت له نوي سره پېوند کړ :

ـ د ښار جموجوش، میاشت په میاشت تنخوا، خپلې ننګور او لمسي لپاره د نوو جامو جوړول، په تېره بیا کله چې به د اختر شپې ورځې راورسېدې او کلیوالو به خپلو بچو او خپلو کورنیو ته نوې جامې جوړې کړې خو دې خوارکۍ هېڅکله هم خپل بچي ته نوې جامې نه درلودې، پاتې لا خپلې ننګور او خپل ځان ته.

دا د هغې څومره ارمان و چې په اختر کې دې د هغې زوې نوې جامې ولري او ورسره جوخت به یې د خپل لمسي هغه سلګۍ سترګو، سترګو ته شوې چې د اختر په ورځو کې به یې د نوو جامو په خاطر له وړوکي ټټره راوتې. ټولو ماشومانو به د اختر ورځی په مستیو تېرولې، خو د دې خوارکۍ زوې به په ویراو ژړاوو سره. اخیر هغه هم د کلیوالو د بچو په څېرجامې غوښتې، ښکلې او ډولي جامې. خو دا کار ناشونې و. ځکه ډیر کم به پېښېدل چې دوئ دې په ماړه نس بېده شي ،پاتې لا نوې جامې.

د هغې زوی به د اختر په ټولو ورځو کې د هلکانو نوو جامو ته کتل. خو کله چې به ځینو ترې تپوس وکړچې تا نوې جامې نه دي کړي؟ نو د خپل زړه د سکون پخاطر به یې له غرور نه په ډکه لهجه وویل :

مور مې ویل چې راتلونکي اختر له یې درله کومه. او په دې ترتیب به یې د هلکانو له منګولو ځان وژغوره. خو کله چې به کور ته راغی نو په ژړاوو به یې سترګی سرې کړې او په ژړا، ژړا به بېده شو.

نورجمالې ترور لا همداسې تېر او زاړه یادونه په زړه کې اخوا دېخوا کول چې د لمسي پښه یې له څه شي سره ولګېده او ولوید. نور جماله ترور سپکه پاڅېده او هغه یې راپورته کړ. سینې ته یې رانږدې او څو واره یې په تندي ښکل کړ.

 

سید غریب هم د خپل مور په څېر له روزګاره پوره راضي ښکارېده. هغه چې تازه له دندې راستون شوې و، د کاله په انګړ کې د کټ لنګې ته کېناست او د خپلو بوټانو په ویستلو شو. بیا یې د خپلې میرمنې له لاسه د ابو ډک جام واخیست او خپله تنده یې پرې ماته کړه.

زوی یې هم د پلار په لیدو خوشاله شو، منډې یې کړې او بې درنګه یې غېږې ته ځان وروغورځاوه :

پلاره بسکیټ دې راوړي دي؟ -

ـ هو زویه! ستا سهارنۍ خبره مې ټینګه په غوږ کې نیولې وه، کله مې هېروله. دادی خپل بسکیټ دې واخله.

زوی یې موسکی شو او خپل څیز یې له پلاره تر لاسه کړ. د سیدغریب ستړیا د خپل زوې په وړو خبرو سره ووته او خپل کوچنیوالی يې تر سترګو شو :

هر وخت پښی ابلی، د کليوالو پیوندي او سوالي ختې، د اختر په ورځو کې د نوو جامو خوبونه، دپلاربېوسي، دمورپه لاس همېشه سوالي شړومبې، دجوارو ا و غنمو په وخت کی یې د خپل پلار په لاسو له کلیوالو د خیراتي ستریو او قودو را ټولول او.......

سر یې وخوځاوه او د ناخوالو تېر بار یې د یو سوړ اسویلي په وېستلو له اوګو وغورځاوه . خپلې میرمنې ته یې د مزه دارو چایو جوړولو وویل. مور یې چې تازه د مازیګر له لمانځه خلاصه شوې وه، دعا یې وکړه او د خپل زوې تر څنګ کېناسته.

زویه! څنګه ستړی مالومیږې، لکه چې کار دې ډېر و که څنګه؟ -

ـ نه مورې! کار دومره ستړی کړی نه یم، هسی زړه ته مې تېر وختونه راغلل او بل داچې کاشکی پلار مې تر دې دمه پورې زمونږ ملتیا کړې وای او اوسنی سات او د کابل شپې یې لیدلې وای.

ـ کاش زویه! ډېرې بې وزلې شپې ورځې مو تېرې کړې. پلار دې په ډېرې بې وسۍ کې سترګې له دې دونیا پټې کړې. خو نور تېرو پسې مه ګرځه! اوسنی وخت دې خدای را باندې ټینګ لري.

ژوند د همیش په څېر همداسې روان و. سید غریب به د سهار له خوا خپلې دندې ته تلو او مازیګر به خپلې جونګړې ته راستنېده. یو، نیم وخت به نوکري کېده. او کله ناکله داسی وخت به هم راغی چې یوه، دوه اونۍ دې له کابله لرې په نورو ولایاتو کې تېرې کړي. نور جماله ترور به د سید غریب په نوکري شپو ورځو کې ډېره ناکراره وه. د هغې خوارکۍ به یوه ګوله ډوډۍ هم بې له زویه نه تېرېده او نه به یې د شپې په ارامه سترګه پټېده. د هغې عاجزې ګناه هم نه وه. د کلي په نسبت ښاري ژوند ورته یو ډول ښکارېده. لمسی یې هم کوچنی و. یواځی به هغه وه او د هغې ننګور.

کلیوالي ژوند خو داسې و چې له یوې نه یوې سره به کېناسته او په خبرو به وه. د ژرندې په کار کې خو به ضرور له یوه چا سره په خبرو غرکه وه او څو چې به یې ځانته پام کېدلو نو بیا به ورځ تښتېدلې وه. خو دلته داسې نه وه. دا خو د خدای فضل و چې هغې ته یې لمسی په برخه کړې و. کرۍ ورځ به له خپل لمسي سره مصروفه وه. او هغه به یې ورته غم غلتاوه. څو چې به سید غریب له دندې را ګرځېدود، د خوارکۍ به نیمې غوښې اوبه شوې وې. خو کله چې به یې د خپل زوی له خندا نه ډکه خوله ولیده، نو ایله به یې د مخ په کاسه کې سورخي پېدا شوه، په خندا به شوه او له خپله زویه به یې غیږه چاپیره کړه: ـ ستړی مه شې زویه، په خیر راغلې! زما خو دې زړه بوټ له سینې ویستلې و. کلیوالي ژوند کې په خېټه نهار و او د یوکپ ډوډۍ سودا به راسره وه. مګر اوس په نس ماړه او په جامه پټ یو، خو اوس کله چې ته خدمتي شې او یواځی شو، نو د لټو ګېډی را په اوږو شي. دا خو دې خدای راته لمسی ژوندی لري. له هغه سره مې صحبت جوړ دی. که هغه نه وای نودواره به مړه وومه.

ـ خدای دې نکړي مورې! هر کال ژوندۍ اوسې. موږ خو په تا آباد یو. اوس پوه شوم چې مور مې راپسې خفه شوې وه. له خدایه راضي یم چې مهربانه مور یې راکړې، څنګه مورې! ته یواضې خفه وې او که نور څوک هم په کور کې وو؟

او له دې سره جوخت یې سترګې له خپلې میرمنې سره وجنګولې. هغه موسکۍ شوه ته به وایې دوه اونۍ پری کال تېر شوی :

ـ نه زما زړه خو له کاڼي جوړ شوې او ستاسو له غوښو او له دې سره یې د خوښیو یوه مسته څپه په شونډو را ښکاره شوه.

چیرې دی سنګر ؟ -

له ابۍ سره یې ښاېسته غوټه شېبه لوبې وکړې او ستړی، ستومانه بېده شو. -

ـ ښه دی چې د ابۍ او ستا ورسره سات تېر دی، که نه نو رښتیا تاسو ته ستونزمنه وه، دلته نږدې په ګاونډ کې هم څوک نه پیژنو چې ستاسې ورسره د زړه خواله وشي. او له دې خبرې سره سم سنګر له خونې راووت او په منډه یې پلار ته ځان راورساوه.

پلاره، پلاره چېرې وې او زما بسکټ؟ -

ـ بچیه! وظیفه کې ومه، څنګه مور او نیا خودې په تکلیف کړي نه وو؟ نه پلار جانه! ما خو ورسره لوبې کولې. -

ښه دی زویه! د مور اونیا دې خیال ساته. -

او زما بسکيټ؟-

بچيه! پلار دې پرېږده چې دمه شي او يوه پياله چای وڅښي، بيا به درله بسکيټ واخلي. -

ـ نه موری! تر څو چې د سنګر مور چای برابروي، زه او سنګر به تر بیرون دوکانه لاړ شواو ژر به راشو.

سمه ده زویه! -

سید غریب د خپلې کورنۍ سره یوځای چای وڅښلې. ټول خوشاله وو لاکن سنګر له ټولو نه زیات. هغه څه چې غوښتل یې هغه یې ترلاسه کړل.

ټولو پوره شېبه د زړه خواله وکړه. سید غریب د خدمتي دندې کیسه وکړه چې په دې موده کې یې څه، څه وکړل او.....

زما هم هغه ورځ هېڅکله له یاده نه ووځي چې ناببره له سید غریب سره په ښار کې مخامخ شوم. ډېرخوشاله و، لکه لاتری یې چې راوتي وي. په ډېره لیوالۍ یې کور ته د تلو بلنه راکړه، څو یوه شېبه غورې سره وکړو. اخیر وروسته له ډېرې مودې مو سره لیدلي وو. کور ته په رسېدو سره کله چې مې سترګې په نورجمالې ترور ولګېدې، نو یخه دړه ودرېدم. لکه خوب چې وینم. نورجماله ترور مې په یوې نوې نړۍ کې لیده :

ښکلې جامې، د خونې کش او پش، ډولي پردې، د حویلۍ په غولي کې د مرسلو ډول، ډول ګلان، د نورجمالې ترورد لمسي سنګرد کوبای پطلون او نور ډېر، ډېر څه.

ـ ترورې ته خو بیخي کابلۍ شوې یې؟

ـ ترور دې درنه لوګی شي، په خېر راغلې او بیایې له خندا سره یوځای وویل:

اخیر کابل کې اوسېږو کابلیان به نه یو؟ او له دې خبرې سره سم یې د پخوا په څېر خوله له خندا ډکه شوه چې ما ته یې کلیوالي تېر ژوند را یاد کړ. زه هم زښت خوشاله شوم او هغه داچې د نورجمالې ترور په اوسني ژوند کې مې د خوښۍ او روښنایې یو څرک ولید. ما له ځانه سره په دې اړوند نور څه هم غوټه کول چې هغه رامخکې شوه:

ـ بچیه! د کابل خو خوږې شپې دي خو د یو شي کمې احساسوم او هغه دا چې دلته څوک نه پېژنو چې ناسته پاسته ورسره وکړو. د د وئ په ژبه هم نه پوهېږو. که سید غریب چېرې خدمتي نه وي، بیا هم چاره کیږي، سهار ځي اوماښام د هغه راتګ ته لارې څارم. خو کله چې خدمتي شي نو بیا شپې ورځې د کال په شان تېرېږي. ټوله شپه د سودایانو په څېرد خونې لاړي شمارم. لټو په مخه کړې یم ترهغو چې سیدغریب بېرته له دندې راوګرځي. ژوند همداسې له خوښیو نه ډک و، خو له سوداوو نه خالي نه و. مګر سید غریب له خپله روزګاره راضي اوخوښ و. هره ورځ به دندې ته په پوره مینه اوشوق روانېده او نږدې ماښام به راستنېده. زیات وخت به له خپلې کورنۍ سره په کابل کې و او کله، ناکله به له خپلو ملګرو سره یو ځای نورو ولایاتو ته خدمتي کېده. نورجماله ترور سره له خپلې ننګور او لمسي ورو، ورو له ښاري ژوند سره اشنا کېده. په اولو کې به د ژوند ټول ضروري توکي پخپله سیدغریب راوړل. خو اوس کله، ناکله دا کارپخپله نورجماله ترور کوي. سیدغریب هم د پخوا پر تله خوښ برېښي او ځینې وخت له خپلې مورسره په ټوکو سر شي:

ـ مورې! ډېر ښه شو چې د سودا اخیستلو غټ پېټې دې زما له اوږو ښکته کړ. که به هر ځای وم نو سودا به مې وه چې دوئ به د پخولو لپاره څه لري او له نه؟

ـ فکر مه کوه زویه! ډېر ژر به د دې خلکو په ژبه هم پوه شمه او له دې سره به موسکۍ شوه او د رضایت سر به یې وخوځاوه.

سیدغریب پوهېده چې د هغه په نه موجودیت کې یې مور او میرمن سره له کمکي زویه تنګیږي. له همدې کبله یې پرېکړه وکړه چې د مېلې له پاره خپله کورنۍ پغمان ته بوځي. هسې خو هم هلته د پسرلي او دوبي په موسم کې د سېلانیانو ګڼه، ګوڼه وي او آن له لرې پرتو سیمو ډلې، ډلې خلک په تېره بیا د رخصتۍ په شپو ورځو کې د پغمان لیدو ته راځي او د خوښیو نه ډکې ورځې تېروي. سیدغریب دوئ هم د نورو ننداره کوونکو په څېرد ضرورت وړ څیزونه واخېستل او د پغمان په لور روان شول. ښه مزه داره ورځ یې له خپلې کورنۍ سره یوځای تېره کړه. د پغمان د ښکلو زړه راښکونکو منزرو نندارې یې وکړې او مازیګرتېر و چې له پغمانه کور ته راستانه شول.

ټول خوشاله وو، خو سنګر له ټولو زیات خوښ ښکارېده، ځکه هغه هم د خپلې مور او نیا په څېرد مېلې په دود چېرې هم تللي نه و. یو دم یې خپل پلار ته وکتل او ویې ویل:

پلاره! بیا مېلې ته څه وخت ځو؟ -

بچیه! کله چې وخت پیدا شو. -

بیا به چېرې لاړ شو چې وخت مو پیدا کړ؟ -

ـ بل ځل به دې له خيره د قرغې د بند مېلې ته بیایمه. او له دې سره جوخت د سنګر په وړو شونډو خندا خوره شوه.

نورجماله ترور او ننګور یې هم ډېرخوښ مالومېدل. دا د دوئ په ژوند کې ړومبې ځل و چې د مېلې لپاره تللي وو. عجیبه او نا اشنا احساس یې په زړونو کې را پیداشوې و، لکه د تېر ترخه او بې وسه ژوند په زخمي زړونو یې چې پټۍ ایښودل شوې وي. ایله یې زړونو ټکور موندلې و. خو دې یوې خبرې لږ څه په فکر کې کوله او هغه دا چې که چېرې کوم زوړ اشنا او دوست یې په ګاونډ کې پېدا شي، تر څو مجلس یې برابر شي. نور نو د هېڅ شي د کمي احساس نه کوي. لاکن د زوې دا خبره یې په زړه ډېره نغده ولګېده چې د خپل لمسي سنګر سره یې د قرغې د مېلې په باره کې کړې وه. همدارنګه د پغمان مېلې دومره ژوره اغېزه په نورجمالې ترور او د هغې په ننګور ښیندلې وه چې هډو په دې بېخي پوه نه شوه چې څرنګه دوه، درې میاشتې تېرې شوې. کټ مټ د خوب لیدلو په شان. آن دا چې د شپې به یې د مېلو خوبونه لیدل. د مستیو په خیالونو کې همداسې ورکه وه، چې بیا د سید غریب د خدمتي دندې وخت راورسېد.

هغه داځل ډېر خوښ و، له بل هر وخت نه زيات خوښ:

ـ مورې! د دندې له کبله مې ډېر ځايونه ولیدل، هغه ځایونه چې په خوب کې مې هم نه وو لیدلي. خو ځینې وخت مې دا هم په زړه کې ګرځېده چې کله به وي، یو ځل بیا هغه ځایونه ووینم چې هلته مې خاپوړې کړي، په بې وسۍ کې رالوي شوی یم، هلته مې زده کړی کړي، پلار شوې یم، د خپل کلي خټین دیوالونه، د کلي ژرنده، هغه چې د دوئ د کورنۍ رزق او ژوند ورسره تړلې و، د کلي او ښوونځي دوستان، ښېرازه دښتې، شنې جلګې او هسک په نښترو پوښل شوي غرونه او.....

ـ مورې! د خېره سره د خپل ولایت په لور خوځېږو، د کونړ په لور. او که خدای کول او وخت مې پېداکړ، نو خپلې درې او خپل کلي ته هم ورځمه...او له دې سره یې د کونړ د سیند د یوې مستې څپې په څېرخوږه څپه د شونډو په ښکلولو شوه.

ګهیځ وختي د ملا له آذانه سره سم سید غریب له خوبه بیدار شو، لمونځ یې وکړ او له سباناري وروسته د هر وخت په څېر د مور او میرمنې له مخه ښې وروسته د دندې په لور روان شو.

په ټوله لاره یې د کونړ، د خپل کلي او خپلو دوستانو د لیدلو خوبونه لیدل. ځکه له هماغه ورځې چې له خپل کلي راوتې و، بیرته یې هغه یواځې په خیال او خوبونو کې لیدلی و، که نه نو په وېښه نه و تللی. او په دې منځ کې ډېر وختونه تېر شوي وو. پوره زمانه اوښتې وه. څومره چې تاسې فکر کوئ، له هغې هم زیات وخت اووختی و. له همدې کبله و چې په وېښه یې د لیدو تلوسه زیاته وه.

تنکۍ غرمې خپلې نوکې خښولې چې د سید غریب دوئ کاروان د ننګرهار له ښکلي ولایت نه د کونړونو د سردرو په لور روان شو.

په ښي اړخ د کونړ د سیند مسته او بهانده څېره او په کین اړخ د لاله په ګلونو مست پوښل شوي غرونه د سیدغریب د خیال نیلې د ځان په خوا راکاږي او له ډېرې خوښۍ یې د درو له زړونو د راوتلو چینو د رڼواوبو په څېر د سترګو چینې خوټېږي. ته به وایې زړه ته یې د کونړد سیند د څپو په څېر مستي ورکوي.

دی لا هماغسې په دې مستیو مست و چې د دوئ کاروان د څوکۍ له ولسوالۍ تېرشو او وروسته له یوې ښې ټوټې لارې وهلو د کاندړ ساحې ته ورداخلیدو چې ناببره له یوې خونړۍ نښتې سره مخامخ شو. سخته جګړه ونښته، لکه دکولال په بټۍ کې چې نینې ټکېږي، له دې هم سخته. جګړه نوره هم زور اخلي. ددرنو توپخانو او راکټونو ګولیو ساحه په سر اخیستې. لکه د یو بل وینو ته چې تږي ناست دي. لکه د دوو ملکونو تر منځ چې جګړه وي. لکه د بېلابېلو ملکونو د وسلو د ازمایښت پولیګون چې وي. کاڼي بوټي په وینو سره شول. لکه د وينو چې باران وي. هره خوا چغې دي، نارې دي. دواړه خواو ته د وینو رودونه روان دی. لکه کلونه، کلونه چې دې جګړې ته تیاری نیول شوې و.... جګړی خپله لمنه شپې ته وغځوله، لکه زړونه یې چې نه وي یخ ....

د جګړې په سبا د ورځی نهه، لس بجې وې چې د نورجمالې ترور د جونګړې مخې ته ګڼه، ګوڼه شوه. شور شو، زوږ شو او په دې کې د نورجمالې ترور په غوږ دا خبره بې درېغه ولګیده :

تابوت په کراره کېږدئ. -

نورجماله ترور پوه نه شوه چې څرنګه له خونې ووته او د ګڼې، ګوڼې منځ ته ورغله. ګوری چې د ځیګر ټوټه یې درګې، درګې غځېدلی. په سترګو یې ټپه تیاره شوه او په خپل ځای راپریوته. بې درېغه مې ورمنډې کړې چې د خلکو له ګڼې، ګوڼې یې وباسم چې په دې کې د نرسې آواز مې د سوچونو دروازې را وتړلې او ویې ویل :

ژر شه د اپریشن جامې دې واغونده.نوبت دې رارسېدلی . -



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011