Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست لوېديزه ديموکراسي او که د افغاني تېکنوکراتانو سوټه کراسي


لوېديزه ديموکراسي او که د افغاني تېکنوکراتانو سوټه کراسي [۳]

دوشنبه، 03 سلواغې 1390 | وخت: 22:47

درېيمه برخه

عجيبه خبره ده، چې ژوند هم د انسانانو په قسمت کې ډول ډول خوالې او نا خوالې رامنځ ته کوي، خو د افغانستان په ټولنه کې په وروستيو څو لسيزو کې يو ټکه لکه د سېلاب څپه راشي او بله بيا لکه بړبوکۍ ورپسې را روانه وي، نو په افغانستان کې هم د سرې غميزې نه وروسته د شنو غمېزه راغله او سپينو پرښتو پسې نوره هم پياوړې کړه او دا دې له لسو کلونو ډېره موده کېږي، چې د صليبيانو ډيموکراسي او د افغاني تېکنوکراتانو سوټه کراسي هم په درز روانه ده.

 

ما مخکې له دې نه هم د افغانستان د ورستيو لسيزو د ناخوالو په اړه ځينې ليکنې کړې دي، چې د يو شمېر هېوادوالو له غبرګون سره هم مخامخ شوې وې او د يو شمېر برېښنا پاڼو مسؤلينو هم ما ته ايمېلونه راواستاول، چې ګواکې ليکنې دې موږ نه خپروو! چې دغو غبرګونونو زه هم دې ته اړ ايستم، چې د وروستيو څو لسيزو د لوېدېزې ډيموکراسي او د افغاني تېکنوکراتانو سوټه کراسي په اړه هم يو څو کرښې تورې کړم. ډېرو دوستانو ما ته د دې نغوته کړې ده، چې ګواکې زه بې انصافه يم! خير خدای لوی دی، قضاوت به خلکو ته پرېږدو!

په وروستيو څو لسيزو کې پرته له افغانستانه هر افغان او هرې افغانې کورنۍ ته مالي او جاني زيان رسېدلی دی، چې زه هم له دغو بدمرغيو مستثنا نه يم. د ثور د غميزو په لومړيو شپو کې زموږ يو نيژدې خپلوان «شهيد استاد عبدالرب چې لومړی د حبيبې په لېسه کې او بيا د شرعياتو په پوهنځي کې د ديني مضامينو استاد وو» د ۱۳۵۷ ليږديز لمريز کال د غويي په ۱۱ نېټه له تېغه تېر شو، وروسته له دغه پېښې زما د پلار تربوران «شهيد جنرال عبدلغني او د هغه ورور شهيد انجينير عبدالنعيم او ګڼشمېر نور» د پلچرخي په پوليګونونو کې ورک شول. لا د دغو اشخاصو د اولادو سترګې له اوښوکو ډکې وې، چې د کارمليانو په موده کې زما ماما اقتصاد پوه مېر آقا او يو شمېر نور هم په هلاکت ورسېدل او د مرحوم مير آقا ورور پېلوټ شېر آقا په پلچرخي کې زنداني شو. له بده مرغه بايد ياده کړم، چې زما دخپلوانو او نورو وژل شويو خلکو مړي تر ننه تري تام دي، خو دا جوته ده، چې له کوره د وخت د استخباراتو د چارواکو له خوا نيول شوي او بېول شوي ول. د کارمليانو له راتګ سره زموږ د کورنۍ د غړيو ترور خپلې انتها ته ورسېد، چې نه په کور کې، نه په کار کې او نه هم په پوهنتون کې څوک ترې خلاص ول.

د روسانو له راتګ سره زما ډېر خپلوان په پلچرخي کې تری تام شول. زما د کورنۍ تر سلهاوو ډېر خلک د سرې غميزې په لومړيو دوو کلونو کې له هېواده مهاجر شول او نن سبا دا دي دېرش کاله کېږي، چې په بېلابېلو هېوادنو کې خواره واره دي. زموږ کور د ۱۳۶۰ کال د ژمي په موسوم کې د خاد لخوا محاصره شو او زما پلار او زه يې خاد ته بوتلو، چې وروسته له تحقيقه بيرته خوشې شولو، خو د کور محاصره او پلټنه څو ځله نور هم افغاني ځواکمنو د يرغلګرو روسانو په ګډون تر سره کړه!

موږ دې ته سترګې په لاره وو، چې مجاهدين به راشي او په افغانستان کې به حق حقدار ته ورسېږي، مګر نه وو خبر، چې ژوند بله کانه او پلمه را ته جوړه کړې ده! زموږ ټول خپل او خپلوان د ۱۹۹۲ کال په ترڅ کې دې ته اړ شول، چې د کابل د دهبوري، قلعه واحد، درېيمې او څلورمې کارتې سيمې جنګسالارانو ته پرېږدي او له شمال سيمو لکه نورو پښتانو غوندې يې پښې سپکې کړي، چې دغه موده هم زما د يو شمېر خپلوانو له شهادت او د کورونو له چور او چپاول سره مله وه، خو له ټولو بدمرغه پېښې هغه وې، چې اشخاص په ګوته کېدل او بيا ترورېدل، چې د دغه ناخوالو قرباني زما يو ترورزی «شهيد ډګروال خليل الرحمن چې د دفاع وزارت د تعليم او تربيې مدير وو او هېڅکله يې جنګي وظيفه نه درلودله او د نظامي سپورتمينانو مسؤليت يې درلود»، خو د مجاهدينو په واکمني کې د کابل ښار په کارته پروان کې د شمالي ډلو ټپلو لخوا په ۱۹۹۴ کال په شهادت ورسېد.

د مجاهدينو له بدمرغيو ټولو خلکو سر ټکاوه او ټول دې ته په تمه ول، چې خدای دې پر دوی ټکه وغورځوي، چې ملت ترې خلاص شي، نو د ۱۹۹۴ ميلادي کال په بهير کې د طالبانو د خوځښت ولولې راپيل شوې او د افغانستان ټولې هيلې دغه ډلې ته وې او الله (ج) ته يې د دوی د توفيق دعاوې کولې، خو په ۱۹۹۶ م کال طالبان هم تر کابله راورسېدل، مګر د دوی په واکمني کې هم د پوهانو، قومي مشرانو او ټولنيزو اشخاصو ترور روان وو، چې د ۱۹۹۸ ميلادي کال د جون په مياشت کې زما د پلار بل تربور «پوهاند هاشم خان بشریار چې د سايکولوژي څانګپوه وو او په فينليند کې يې زده کړې کړې وې» په شهادت ورسېد، چې طالبانو هم لکه تېرو واکمنيو غوندې، زموږ د کورنۍ د وېر غوړېدلی ټغر يې همغسې غوړېدلی پرېښود!

د طالبانو په واکمني کې بيا هم په افغانستان کې نسبي کراري وه، مګر د طالبانو په واکمني کې زما ټوله کورنې نيژدې- او لرې خپلوان ټول پېښور ته پردېس شول، له هغه ځايه بيا خلک يو او بل ملک ته مهاجر شول. د ۱۹۹۷ ميلادي کال د مزار، شبرغان او ميمنې په پېښو کې زموږ کور بيا د جګړې د ډګر په زړه کې وو، زموږ پښتانه ګاونډيان يې د کور په مخ کې ووژل، چې زما معصومو وروڼو او خويندو د سلهاوو ځوانو طالبانو مړي په خپلو سترګو وليدل، د هغوی نارې يې واورېدلې، د ظلم انتها يې په خپل ځان احساس کړه او د هغه ۷۰ تنو طالبانو چې زموږ د کور په مخکې د قوماندان جوره بېګ په امر ژوندې تر ټانکونو لاندې شول او مړي يې ټوله ورځ پر سړک پراته ول او موټرونه ورباندې تېر او بېر کېدل، نو د سړک د وينو سور رنګ د انسان په ذهن کې يوه نه هېرېدونکې، زړه بوږنونکې او زړه چودونکې پېښه ده! خو بيا هم د زړه صبر او د ريښتونولي استقامت خدای را په برخه کړی دی، چې منندوی يې يم!

د طالبانو له نسکورېدو سره سم د افغانستان ډېر وګړي بیرته افغانستان ته راغلل، چې زما خپل او خپلوان هم بيرته کابل ته راغلل او په خپلو کورونو کې مېشت شول، خو د تېکنوکراتانو په واکمني کې هم امنيت ورځ تر بلې ورځې مخ په خرابېدو دی او د لويديزو ډيموکراتانو او افغاني تيکنوکراتانو په واکمني کې هم زما د کورنۍ ګڼشمېر څانګپوه خلک ووژل شول او يا بنديان شول، چې زما تره جنرال عزيز هم يو کال بنديخانه تېره کړه او د ۲۰۱۱ ميلادي کال د روژې په مياشت کې امريکايي ځواکونو زما د ترور (عمه) لور «په غزني ولايت کې د نسايي ولادي متخصصه شهيده مېرمن دکتورس عاقله حکمت» يې شهيده کړه او د هغې ۱۵ کلن زوی او ۱۸ کلنه د لېوره لور يې ورته ووژل او د مېرمن عاقلې خاوند يې زخمي کړ، چې بيا يې تداوي په شخصي لګښت په هندوستان کې وشوه، نو دا وې د ورستيو څو لسيزې ناخوالې چې يوازې زما له کورنۍ سره تر سره شوې دي.

اوس به راشم د افغانستان د دريو لسېزو د غميزو درېيمې برخې ته، چې په افغانستان کې د امريکايي ډيموکراسي او افغاني سوټه کراسي د لسمې کليزې سره سمون لري چې افغان ولس يې بيا لکه تېرو لسيزو په وينو کې ولمباوه. په زړه پورې دا ده، چې د ۲۰۰۱ ميلادي کال په پيل کې مې د طالبانو د عامې روغتيا وزير ښاغلی ملا محمد عباس اخوند په يوه غونډه کې وليد او هغه ماښام د فبروري مياشتي په ۷ نېټه په يو کور کې دواړه مېلمانه وو، نو له وزير صيب سره مو بنډار جوړ کړ.

خبرې ډېرې وې، خو د مرحوم هاشم ميوندوال او مرحوم موسی شفيق د دوسيو په اړه مې ورنه وپوښتل چې په دې اړه معلومات لري او که نه! نو د وزير صيب ځواب دا وو، چې د مرحوم سردار داود په وخت کې يې د ميوندوال په اړه په نيکتايي د ځندۍ کېدلو کيسه ياده کړه، چې ګواکې ځانوژنه يې تر سره کړې وه او د مرحوم موسی شفيق په اړه يې ياده کړه، چې له ايران سره د هريرود راده د اوبو په اړه د تړون په ګواښ، چې د ملت له شتمني سره يې خيانت کړی وو، نو اعدام شوی دی! خو دا يې هم وويل، چې دغه فيصله د افغانستان ولسي جرګې تصويب کړې وه او مرحوم موسی شفيق صرف لاسليک کړې وه!

وايي له خبرو خبرې پيدا کېږي، نو بيا بل چا ورنه وپوښتل، چې د طالبانو دريځ په هرات او نيمروز کې د ايران د لاسوهنو او د هريرود د اوبو په اړه څه دی، نو ملا عباس آخوند وويل، چې موږ له ايران سره په فعلي شرايطو کې محطاتانه چلند کوو، ځکه دوی په سيمه کې د مشترک بازار تر پردې لاندې کلتوري او مذهبي تاوتريخوالي ته لاسوهنه کوي، نو موږ ورسره هېڅ ډول تړون نه لاسليکوو او د هرېرود اوبو په اړه موږ ورته ويلي، چې سرآب يې د ايران دی. د سرآب په اړه يې وويل، چې: هغه اوبه چې له راده نه واوړي، نو هغه به ايران ته ځي او پاتې اوبه به په افغانستان کې کارول کېږي!

بله پوښتنه دا وه، چې طالبان د افغانستان د تجريدېدو په اړه څه کوي او د خپلې واکمني راتلونکې څه ډول ويني؟ نو ملا صيب وويل، چې موږ هر څه د اسلام د مقدس دين په رڼا کې تر سره کوو او هر دولت سره مساوي اړېکې غواړو، نو تاسو راسره مرسته وکړی، چې هېواد له تجريدېدو خلاص شي! د لاسونو د پرې کولو، د ږيرې د پرېښودلو او په ستديوم کې د اعدامونو په اړه هم خبرې وشوې، خو ملا صيب په خپلو کړو تينګار کاوه. د مجلسه يو چا ورته وويل، چې کېدی شي ستاسو په واکمني له بهره تيری وشي او له منځه یووړل شی، نو ښه به دا وي، چې له نړيوالو سره د افغانستان د تجرېدېدو په اړه يو مناسب دريځ خپل کړی، مګر ملا صيب وويل، چې په تېرو حکومتونو کې ډېر څانګپوه او پوهان خلک ول، خو واک ترې ولاړ، نو اوس موږ د خدای په فضيلت واک چلوو، نو که خدای غوښتل وو به او که نه نو زموږ واکمني به هم ړنګېږي!

د طالبانو د واکمني د ړنګېدو پېلامې د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سيپتامبر له پېښو سره نورې هم پياوړې شوې، ځکه چې روسانو لا د هغه کال په پيل کې د شانګهای په غونډه کې وړانديز کړی وو، چې په طالبانو د تيري او بمباري واک تر لاسه کړي، خو چين يې مخالفت کړی وو او امريکايانو د ۲۰۰۱ ميلادي کال د جولای په مياشت کې په جرمني کې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره کتلي ول، چې د طالبانو د پرزولو ميکانيزمونه وڅېړي او پر افغانستان تېری وکړي.

مخکې له دې چې په ۲۰۰۱ م کال د امريکايي يرغل په اړه څه وليکل شي، پر ځای ګڼم چې د سپتامبر پېښو ته لنډه کتنه وشي. د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر په ۹ نېټه احمد شاه مسعود وژل کېږي، چې وژل يې دوه بلجيمي عربان تر سره کوي، خو زما اندېښنه دا ده، چې احمد شاه مسعود يو څه موده مخکې له وژنې اوروپا ته رابلل شوی وو او په اوروپا کې لکه يو ټولواک بدرقه شو او نړيوال کنفرانسونه يې په ګڼشمېر هېوادونو کې ورکړل، لنډه دا چې د غربي نړۍ باور يې تر لاسه کړ او مسعود هم په غرب ډاډه شو، نو دا هم کېدای شي چې د سپتامبر د ۱۱ نېټې له پېښو مخکې د لوېديز لخوا د احمد شاه مسعود سياسي وژنه هم تر سره شوې وي.

د احمد شاه مسعود مرګ يو سیاسي مرګ ؤ، چې په افغانستان کې ايتنيکي ستونزې نورې هم پياوړې کړي، که نه نو په افغانستان کې نور مجاهدين هم ووژل شول، خو غربيان يوازې د احمد شاه مسعود قبر ته منډې ووهلې، چې خلکو ته وښيي چې دوی هغه ته درنښت لري او دغه سياسي مرګ په خپلو ګټو تر ننه کاروي، خو افغانان د غفلت په خوب ويده دي.

د ۲۰۰۱ م کال د سپتامبر په ۱۱ نېټه په امريکا تروريستي يرغل وشو، مګر د دغه يرغل سره سم امريکا ټولې نړۍ ته ګواښ وکړ چې د تروريستانو سره د مبارزې په موخه ورسره ودرېږي، خو د دغه پېښې په اړه هم ځينې اندېښنې لا شته دي، د پنسلوانيا نسکوره شوې الوتکه تر ننه نه ده موندل شوې، هغه مهال د جاپان لومړي وزير ووېل چې د سپتامبر په ۱۱ نېټه ۵۰۰۰ يهودان (WTC) ته خپلو کارونو ته نه و تللي، چې کېدای شي له دغه تروريستي عمل څخه خبر ول، چې په دغه پېښه کې د اسرائيل د مساد لاسلرنې ته ښودنه کوي او بل دا چې که القاعده دومره قوي سازمان وي، نو په وروستيو ۱۰ کلونو کې ولې په بل دا ډول تروريستي عمل بريالي نه شول! او مشر يې عصامه بن لادن هم په ډېره مرموزه توګه ورک شو او يا ووژل شو.

د امريکايانو دغه کار د روسانو د ۲۰۰۰ کال پېښې چې په مسکو کې تر سره شوې وې، ډېر ورته والی لري. کله چې وروسته له بوريس يلتسن څخه ولادمير پوتين واک ته ورسېد، نو له چيچينيانو سره يې د جګړې ګواښ وکړ، چې وروسته له څه مودې د مسکو په دوو اپارتمانونو کې بمونه کېښودل شول او ډېر خلک پکې ووژل شول او ګڼشمېر خلک پکې ټپي شول، چې وروسته له دغه پېښې د روسانو احساسات راوپارېدل او ولاديمير پوتين هم دغه پېښه پلمه کړه او په چيچينستان يې نظامي برېد وکړ، چې د ماسخادوف واکمني يې له منځه يووړه او په زرهاووچيچينيان يې ووژل او خپل ګوډاګی دولت يې رامنځ ته کړ.

امريکايانو هم د روسانو تجربه وآزمويله، چې پايله يې په افغانستان کې د طالبانو او په عراق کې د صدام حسين د واکمني راپرځول شول. خپل نظامي ځواکونه يې بېلابېلو سيمو ته واستول او ځای پر ځای يې کړل او د عربو، چين، هند او روسېې ستراتېژيکې سيمې يې لاندې کړې، آن دا چې د روسيي ستراتيژيکي بڼ (تاجکستان، اوزبکستان، قزاقستان، قرغزيستان، ترکمنستان، آزربايجان، ګرجستان او اوکرائين) ته هم ورواوښتل، دا چې اوس امريکا لکه ځيرک مرغه له دواړو پښو په لومه کې بنده ده، دا نو بيا د بېوخته تجربو پايله ده، نو و به ګورو چې وخت څه کوي.

 

د حامد کرزي جمهوري واکمني

د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر په ۷ نېټه باندې د امريکا امپرياليستانو پر افغانستان يرغل وکړ. دغه يرغل د مني او ژمي په درشل کې تر سره شو، چې د دغه يرغل په بهير کې لږترلږه ۱۰۰۰۰۰ انسانان ووژل شول او په لکهاو خلک د دوو مياشتو په ترڅ کې کډوال شول او ډېری خلک پاکستان ته وتښتېدل. په افغانستان کې د انسان وژنې نوې پاڼه پرانيستل شوه او ملا کرزی اخوند د ۲۰۰۱ م کال د دېسامبر په ۲۰ نېټه د بُن ښار د غونډې په نغوته واک ته ورسېد. په زړه پورې خبره دا ده، چې د امريکايي يرغل سره سم په ګڼشمېر ملکونو کې د افغانستان په اړه پېې او بربنډه غونډې وشوې، چې يو شمېر ځانګړې غونډې په جرمني (بُن)، هالنډ (هاګ)، ايتاليا (روم)، جاپان (توکيو)، هرومرو په لندن او واشنګټن کې هم د افغانستان په اړه خبرې اترې تر سره شوې، که د افغانستان د تېرې مهندسين لويديزوال ول، نو د تش په نامه بيا رغاونې مشاورين يې بيا ښاغلی انورالحق احدي، اشرف غني احمد زی او احمد رشيد پاکستانی، چې د طالبانو په نوم يې کتاب لیکلی دی، ول.

Afghan Technocrats

د ۲۰۰۱ م کال د نوامبر په مياشت کې يو شمېر طالبان د کندز په ښار کې له نظامي ستونځو سره مخامخ شول او زما يو دوست وايي چې د شپې دوې بجې وې، چې د شهيد ملا داد الله فکس راورسېد، چې له اعليحضرت محمد ظاهر شاه څخه يې مرسته غوښتې وه او ليکلي يې ؤ چې غواړي اعليحضرت ظاهر بابا ته تسليم شي. د دغه مالومات سره سم د مرحوم داد الله دغه پيغام د CNN نړيوالې خپرونې ته واستول شو، چې وروسته له نيمې ګړۍ دغه خبر خپور شو او همدا ډول د مرحوم داد الله د فکس محتوا په ايتاليا کې د ظاهر بابا دفتر ته هم واستول شوه.

د حميرا ولي سره د خبرو په ترڅ کې په دې ټينګار وشو، چې دغه موضوع ژر تر ژره له اعليحضرت محمد ظاهر شاه سره ياده شي. د تليفوني خبرو په ترڅ کې ډاډ ورکول کېږي، چې دغه خبره به د ملل متحد له استازي او د امريکا د پنتاګون د وزير رامسفلد سره مطرح کړي او بيا به بيرته احوال راکړي، خو ژمنه يې د ورځې ۲ بجې وې، مګر تر ۴ بجو له حميرا ولي څخه څه نه آورېدل کېږي، نو وروسته له ۴ بجو حميرا ولي ته تليفون کېږي، چې د خبرو نتيجه څرګنده شي، خو له خواشيني سره بايد ياده شي، چې د اعليحضرت ظاهر شاه ځواب ډېر له وېرې او وحشته ډک ؤ.

مېرمن حميرا ولي وويل چې «سردار ولي موضوع اعليحضرت ته ياده کړه، اعليحضرت وويل چې امريکا زما خبرو ته غوږ نه نيسي او څه يې چې زړه غواړي هغه تر سره کوي». د ماښام ۶ بجې وې، چې د امريکا د دفاع وزير رامسفلد د (CNN) له لارې ګواښ وکړ چې ټول طالبان بايد پرته له کومې غوښتنې تسليم شي او يا هم بايد ټول ووژل شي. کله چې دغه خبرې واورېدل شو، نو د مرحوم مولوي خالص استازي ته وويل شول: که طالبان نظامي مقاومت نه شي کولی، نو ښه به دا وي، چې له سيمې څخه د غرونو او رغونو په لور لاړ شي او ځانونه له دغه حالته وژغوري او دا هم ورته وويل شول، چې که طالبان د شمال ټلوالې ته تسليم شي، نو د ۱۹۹۷ کال کانې به پرې وشي او ټول به په ډېر بد حالت ووژل شي، که مقاومت وکړي، نو د تاريخ پاڼې به جوړې کړي او که ژوندي پاتې شي، نو ښه فرصت به تر لاسه کړي، له خواشيني سره بايد ياده شي چې داسې ونه شول.

په مزار شريف کې د طالبانو د مشرانو (شهيد ملا داد الله او ملا فضل اخوند) خبرې روانې وې او په اروپا کې د بشر د حقوقو چارواکو غوښتنې دا وې، چې ملا دادالله او ملا فضل اخوند جنګي مجرمين دي او بايد ونيول شي، چې د بشر د حقوق د بلجيم د څانګې مشرې ته په غبرګون کې په يوه غونډه کې وويل شول، چې اوسمهال د سپيناوي وخت نه دي او دلته د ۲۴۰۰۰ انسانانو د ژوند او مرګ مسئله ده، خو دې برګ برګ وکتل، خو په غونډه کې نور خلک هم ناست ول، چې له دغه وړانديز سره يې موافقه وکړه او په دغه غونډه کې، چې د (BBC) د پښتو څانګې ويانده مېرمن سيده هم راغلې وه او په هغه غونډه کې يې د افغاني ښځو د حقوقو په اړه وينا هم وکړه. د ۲۰۰۱ م کال د ديسامبر په ۶ نېټه دغه پټه غونډه د نيدرلند د هاګ په ښار کې جوړه شوې وه. په هغه غونډه کې د اروپا له چارواکو څخه وغوښتل شول چې په افغانستان کې دې ژر تر ژره دولت جوړ شي، چې د افغانستان د نوې غميزې مسؤلين مالوم وي.

له خواشيني سره بايد ياده شي، چې په غربي ټولنو کې د کندز د ځوانانو د ژغورنې په اړه هېڅ ډول هلو ځلو ګټه ونکړه چې خپلو سيمو ته ستانه شي او دغه ځوانان دې ته اړ شول چې د شمال ټلوالې ته تسليم شي او دغه ځوانان ټول وروسته له تسليمېدو، څوک په جنګي کلا کې، څوک يې د مزار او شبرغان په لاره په کانتينرونو کې او څوک يې هم د ليلا په دښته کې په ډېر وحشيانه توګه ووژل شول او ګڼشمېر د سيمې پښتانه ځوانان هم د طالبانو په نامه له تېغه تېر شول، چې جنجال رشيد دوستم، جنجال عطا محمد، جنجال داود داود او داسې نورو ډېرې افغاني خويندې کونډې او ميندې يې بورې کړې.

Dashti Laili Massacre

د طالبانو مړي يا مرغانو او يا هم لېوانو وخوړل او يو شمېر يې په دښتو کې په ډليز توګه خښ شول او د نړۍ ټول هېوادونه د شمال ټلوالې له دغه غير انساني کړو او وحشت څخه خبر دي او مستند فلمونه يې په انترنېت کې پراته دي، خو چا نه جنجال دوستم، نه جنجال عطا محمد، نه جنجال داود، نه جنجال فهيم، چې ويل به يې (اين سبزه های خودرو را سر ببريد!! مغز هايشانرا بکشېن!)، په دغه جرمنو ونه نيول اونه يې هم محاکمه کړل، مګر بر عکس د افغانستان پر خلکو يې لوړپوړي چارواکي کړل او ولسي جرګې او قيوم جان کرزي له فهيم جان سره ګډ شرکتونه جوړ کړل او رفيق کرزي ټول وبښل، چې تر ننه د افغانستان خلک د دغو لنډغرانو او ټوپکسالارانو قرباني دي. بايد ياده کړم چې ټولې غربي نړۍ تر ننه داسې ډله ييز قبر نه دی موندلی چې د طالبانو ظلم پرې ثابت کړي، که نه نو تاسو به اورېدلي وای، چې امريکا او اوروپا به څه نندارې او ډنډورې جوړې کړې وای.

نن سبا د امريکايي غوبل لسيزه هم پوره شوه، خو په افغانستان کې امنيت نه شته او د هېواد د بيا رغاونې نښې نه ليدل کېږي. د افغانستان-پاکستان د تېلو او نفتو پاپلين او ترانزيت ﻻره په ټپ درېدلې ده، د افغانستان لويې ﻻرې کندې کپرې دي، که څوک وايي چې د کابل- کندهارلويه لاره جوړه ده، نو درنو وروڼو ورشی دغه ﻻره له نيژدې وګوری، ځيني بيا وايي او يا ليکي چې په هېواد کې ودانۍ ډېرې شوې دي، مهرباني وکړی د خپل هېواد د اداري سيستم يواځې دوړې ليرې کړی، نو بيا به تاسو ته پته ولګېږي، چې په هېواد کې نه بيا رغاونه شته او نه يې هم نښې نښانې ليدل کېږي، دا چې خلکو خپلو ځانو ته کورونه او يا سوداګريز منځي جوړ کړي دي، نو دغه هڅې د دولت نه دي، مګر د اشخاصو شتمنۍ دي. ډېر بيا وايي، چې په شمال کې امنيت دی او هلته ډېر پرمختګ شوی دی، نه وروڼو داسې نه ده، زه خپله د ۲۰۱۱ م کال په سيپتامبر کې ميمنې ته تللی وم، نو د کابل مزار او نورو سيمو سړکونه ټول کندې کپرې دي، د سالنګ د څو کيلومترو مزل ما په څو ګړيو کې تېر کړ او د سالنګ ټول تونلونه کندې کپرې څه چې په سړکونو کې يې سمې غوچې څاګانې جوړې شوې دي، چې موټر پرې برابر شي، نو د بندېدو پر ځای سم پکې غورځېږي.

په ښوونځيو کې د ښوونې او روزنې کتابونه يونسکو خپاره کړي، چې د ټولو کتابونو په سريزه کې د لویديز سياست وړانګې له ورايه ښکاري او لکه په کمونيستي واکمني کې چې د روسانو او سوسياليږم ببولالې ويل کېدې، نو په نننيو کتابونو کې د لوېديز او د شمال ټلوالې ببوبولالې پکې ليکل شوې او د افغانستان تاريخ په هر ډول چې وي منحرفوي يې. افغاني خپرونې نه شته او ټولې خپرونې مو په هندويزم او پانايرانيزم لړلې دي او يا هم غربي کلتور ته ځانګړې شوې دي. په کابل کې يوه موده ۱۱ ولسوالۍ وې، چې ۹ يې پښتني وې او ۲ يې ګډېوډې، خو په کابل کې د پښتنو لپاره په پښتو ژبه ښوونځي نه شته او افغانان د لږکيو د اپارتايد له ښکېلاک سره مخامخ دي.

د افغانستان خلک په دېرشو کلونو کې ډېر وځپل شول او ځپل کېږي، نو يو کليوال ته يو چا ويلي ول، چې د کرزي په دولت کې خو اوس مسلمان مجاهدين دي، نو تاسو کليوال ولې ورسره همکاري نه کوی؟ هغه کليوال په ځواب کې ويلي ول، چې نه وروره! کرزي خېل هم مسلمان دي او مجاهدين خېل هم مسلمان دي، موږ افغانان کافر يو، ځکه چې دغه بلاوې خداې پر موږ نازلې کړې دي. د ورځې لخوا مو امريکايان وژني، د شپې لخوا مو بيا مجاهدين وژني او د شپې چاپې خو بيا شين سترګي پرنګيان راباندې اچوي، نو وروره کفار موږ يو، موږ يو!!.

د ملا کرزي اخوند په واکمني کې لکه د رفيق نجيب د واکمني په بهير کې پښتانه ځپل کېږي، بنديان کېږي، په سيمو، ودونو او کورونو يې امريکايان بمباري کوي، د افغان ولس په مړيو ملنډې وهل کېږي، د مسلمان افغان مړي ورته سوځول کېږي او يا يې په مړيو بولې کېږي. د افغانستان خاوره د لوېديز ځواکونو لپاره د نظامي زده کړو ډګر ګرځېدلی، مخکې به غربيانو په خپلو دښتو او رغونو کې تمرينات کول، مګر اوسمهال په افغانستان او عراق کې نظامي تجربې تر سره کوي، چې پرته له وژلو يې په خلکو کې ګڼشمېر ارثي نارغي هم رامنځ ته کړي دي، چې درمل يې نه کېږي او د نسلونو د نابودي ګواښ يې رامنځ ته کړی دی.

US crimes against humanity

په يوه ليکنه کې مې ولوستل، چې ښاغلي کرزي په يوه غونډه کې ويلي ؤ، چې يوه ورځ کرزی صيب له يوه زاړه سړي سره په مرکه ناست ؤ، د دغه سړي د کورنی ګڼشمېر غړي د امريکايانو په بمباري کې وژلي شوي ول، نو چا کرزي ته وويل چې د امريکايي ځواکونو مشر غواړي له کرزي صيب سره وګوري، نو کرزی وايي، چې زه نه پوهېدم چې دغه سړي ته څه ځواب ورکړم، نو سملاسي مې وويل چې امريکايي جنرال دې راننوځي، نو کله چې امريکایی جنرال راننوت، نو زوړ سړی ورته پورته شو او وېې ويل، چې تاسو زما د کورنی ۹ تنه غړي وژلي دي، که تاسو ما او پاتې ۳ نور هم ووژنی، زه له تاسو څخه نه خواشينی کېږم، ځکه چې تاسو د افغانستان ژغورنې ته راغلي ياست!

درنولوستونکو دغه د ښاغلي حامد کرزي خبرې دي، چې هېڅ ډول منطق نه پکې ليدل کېږي، خو ښه ويل شوي: ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي! نو دلته هم کرزی صيب د خپلو خوبونو تعبير کوي. خو زه به کرزي صيب ته بل څه ووايم! وايي چې کله روسانو په افغانستان يرغل وکړ، نو رفيق ببرک کارمل يوه ورځ د غزني ولايت له مشرانو سره وليدل، نو ببرک کارمل د اتحاد شوروي ښېګڼې او پرمختګونه ورته په ګوته کړل او بيا يې د غزني له مشرانو وپوښتل، چې خلک ولې جنګېږي او له اشرارو سره مرسته کوي، نو ټول خلک چوپ پاتې شول. د مېز تر شا يوه زاړه سړي لاس پورته کړ او له رفيق کارمل څخه يې د پوښتنې کولو اجازه وغوښته، نو کارمل هم ورته وويل: بفرمائيد! زاړه سړي ورته وويل، چې کله د چا په پښه کې اغزی لاړ شي، نو تر څه وخته سړی ځورېږي او پښه يې خوږېږي؟ نو رفيق کارمل ورته وخندل او ويي ويل: تا که خار را از پایتان نکشېد!، نو زاړه سړي ورغبرګه کړه: موږ هم تر هغه ځورېږو، تر څو چې روسان له افغانستانه نه دي وتلي! نو نن سبا هم، چې د افغانستان ملي ارزښتونه، ځمکني بشپړتيا او د هر افغان او افغانستان خپلواکي تضمين نه وي او امريکایی زموږ په خاوره کې نېغ نېغ کېږي، نو مه يې بوله، چې په دې خاوره کې به کراري راشي!

درنو هېوادوالو! د ۱۳۸۷ کال د ثور د ۸ نېټې جهادي اوښتون د لمانځنې ورځ او په وروستيو کلونو کې د مقاومت پياوړتيا دې ته ښودنه کوي، چې ښاغلی کرزی او د هغه ملي جبهه د خلکو ملاتړ نه لري، ځکه نو د افغانستان د آزادي سرتېرو وکولی شوای، چې د نظامي رسم ګذشت له سيمې په څو سو مترو کې د سېمې د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي او د جشن په دريځ، چېرې چې ښاغلی کرزی هم درېدلی ؤ، مرمۍ او راکټونه وولې، چې کرزی هم د توپ له خرپ سره لکه د کابل برق له سيمې وتښتېدو، چې وروسته په مطبوعاتي کنفرانس کې په نورو جامو او بله چپنه کې راښکاره شو، خو په دې اړه داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې حامد کرزی په ورانه ويشتل شوی دی، نو ځکه يې جامې بدلې کړې وې، مګر دا مالومه نه شوه چې پرتوګ يې په وينو او که په شاشو لړلی ؤ!

د افغانستان امنيت په وروستيوڅو کلونو کې نور هم مخ په خرابېدو دی. د افغاني مقاومت سرتېرو وکړی شول، چې د ۲۰۱۱ ميلادي کال په بهير کې ګڼشمېر دولتې سټې له منځه يوسي، د کابل ښار په ډېرو مهمو دولتي ودانيو برېدونه وکړي او د امريکا سفارت له نېژدې په راکټونو وولي، نو خدای مه کړې، چې کرزی صيب هم لکه مرحوم ډاکتر نجيب د کابل په واکمني کې تجريد نه شي او د خپلو شمال-ټلوالې د سياسي هوسونو قرباني نه شي، ښه ويل شوي: چې دوست به دې وژړوي، دوښمن به دې وخندوي! نو کرزی صيب هم بايد د خپلو خلکو په مزاج پوه شي، چې موږ ته يې د مورنۍ ژبې په لومړي لوست کې دا متل رازده کاوه: آزاد ژوند وکړه او آزاد مړ شه!!

هيله

درنو هېوادوالو! دا څرګنده خبره ده، چې افغانستان باتور او په هېواد مين خلک لري، مګر افغانستان نورو ملکونو ته اړ ؤ او دی. که له احساساتو تېر شو، نو بايد د افغانستان د هرې سيمې لوږه خپله لوږه او د هر چا غم خپل غم وګڼو. د افغانستان د غمېزې د ختمولو لپاره موږ ټول بايد خپلو نظرياتو او ذهنيت ته بدلون ورکړو او يو موټی شو، چې د هېواد لپاره د ټولنيزو پرمختګونو لارې چارې وسنجو او خپله ټولنه پياوړې کړو.

د ټولنې پرمختګ دا نه دی چې اوس په هېواد کې روان دی، چې څوک په شېرپور يا شېر چور کې او څوک هم په بهرنيو هېوادونو کې ملکيتونه اخلي، هېوادوال په ورځني موډ او فېشن روږدي کوي او په غربي، ايراني او هندوستاني کلتوري سيند کې يې لاهو کوي او يا هم پېغلې د موبايل ستايل او ميني ژوپ، ساري، انارکلي مود ته وهڅوي او بربنډه لېچې او لوڅې پنډۍ د ډيموکراسي او پرمختګ معيار وګرځي.

درنو لوستونکو! په دې کې هېڅ شک نه شته، چې هندوستان خپل هندي کلتور لري او ايران خپل فارسي کلتور لري، مګر موږ افغانان يو، خپل ټولنيز او کلتوري ارزښتونه لرو او د تاريخ خپلې له وياړه ډکې پاڼې لرو، نو ځکه بايد له يو او بل سره اتحاد وکړو او د ملت په جوړېدنې کې يو او بل ته لاسونه سره ورکړو. افغانستان نړيوال تاريخ جوړ کړی، چې وياړونه يې د هزاره، تاجک، اوزبک، تورکمن، پښتانه او نورو وروڼو قومونو دي، چې پرته له هر قومه زموږ وياړونه نيمګړي دي.

موږ که غواړو چې د غربي يا صليبي تېري څخه ځان خلاص کړو، نو بيا هم د دغه مبارزې لاره د يووالي لاره ده او په هېڅ ډول په بنسټپالنې څه نه شو تر لاسه کولی، ځکه چې زموږ په هېواد کې بېلابېل ټبرونه ژوند کوي، هم شيعه شته او هم سوني مذهبه، یهودان، هندوان او سېکان هم لرو، نو په ټولنه کې د خلکو په جامو او يا د ږېرو په اوږدوالي يا لنډوالي د ټولنې اقتصادي پرابلمونه نه حل کېږي.

موږ که مسلمان يو، نو په دې عقيده لرو چې د انسان قسمت خدای (ج) ټاکي، چې څوک مسلمان، څوک عيسوی، څوک يهود، څوک سېک، څوک هندو او څوک بوديست لويېږي، مګر ځينو ځان بلا تشبې ځمکنی خدای جوړ کړی، چې د چا ږيره به لنډوي او د چا به په لمانځه کار لري او د چا هم په روژه، ښه ويل شوي: ږيره زما واک يې د ملا! د اسلام ريښتنی او سوله ييز اړخ خلکو ته وروښيی، چې خلک مو ملاتړ وکړي او د خپلې پوهې او زيار په ګټه پاکه ډوډۍ تر لاسه کړی، قناعت وکړی او له سيالي، اصراف او حرصه ځان وساتی!

که موږ له مرګه وروسته د بيا ژوندي کېدو تمه لرو اوعقيده پرې لرو او د خدای (ج) حضور ته به سوال-اوځواب ته حاضرېږو او له ګناه سره سم به سزا راکول کېږي، نو ولې خلک په ديني عقايدو په ځمکه جزا ويني؟؟ يو شمېر خلک پرته له شريعته د خدای قضاوت په ځمکه کوي؟ که په ټولنه کې اخلاقي او يا هم جنايي پېښې رامنځ ته کېږي، د دغو پرابلمونو سببونه بايد ولټول شي او بيا دغو خلکو ته د شريعت او يا هم مدني قوانينو پر بنسټ سزا ورکړل شي، نه دا چې هر مسلمان هم پوليس دی او هم قاضي!

په افغانستان کې هم متعصبين په کوڅو کې ګرځي او له خلکو د اسلام په اړه پوښتنې کوې او جزا ورکوي، چې د طالبانو په واکمني کې بيا نحيو انالمنکر په نامه يوې مرجعې دغه دنده په غاړه لرله. زه هم يو وخت نوی ځوان شوی وم او د تبليغاتو په بړبوکۍ کې لاهو وم، نو يوه ورځ مې روژه وه، د کور په لوري روان وم، يو بل ځوان مې وليد چې په لاره راروان دی او انګور خوري، نو ورنيژدې شوم او په قهر مې ورته وويل، چې روژه ده! ولې انګور خورې؟ خو په دې وخت کې د يو پوليس چې په لاره تېرېده، موږ ته يې پام شو او راغی. زما څخه يې وپوښتل چې څه خبره ده. ما ورته وويل چې دغه هلک نه شرمېږي او روژه يې نه ده نيولې! پوليس هم غور وهل او دغه هلک يې يوه څپېړه وواهه. هلک په ژړا شو او ويې ويل: مه هندو ستم مسلمان نېستم! بيايد اينه ايني خانه من است، اګر باور نداريد، پرسان کنيد! زه ګيچ پاتې شوم، چې څه ورته ووايم! مګر دغه پېښه مې تل سترګو ته درېږي او له ځانه سره کله کله وايم، چې د معشر په ورځ به خداي ته څه وايم؟ ځکه چې خـــــــــدای خو رب المسلمين نه بلکې رب العالمين دی او دغه هندو هم د خداې بنده دی او خدای يې قسمت ورته ټاکلی دی، زه څنکه ورته د دونيا فرعون وګرځېدلم!

ښه ويل شوي چې څه کرې هغه به رېبې! يو کال وروسته له دغه پېښې زه ناروغ وم او د کابل په لور مسافر شوم، نو د تاجقرغان په سيمه کې موټر ودرېد، مسافرين او زه ترې را ښکته شولو، زه د يوې ويالې څنډې ته کيناستم چې لاس پرېمينځم، نو له جوبه مې دوه زردالوګان راوايستل چې په اوبو کې يې پرېولم او وېې خورم، زردالو مې لا خولې ته نه و وړی، چې د سيمې يو ځوان راباندې ناره کړه: اې بې شرم! اې کافر! چرا روزه مېخوري! ما پورته ورته وکتل او زه هم ناروغ وم او هم ډېر ستومانه او له بل پلوه مې څو سوه کيلومتره سفر هم کړی ؤ، نو هسې هم زما له وسې نه وه پوره چې روژه ونيسم، خو بيا مې هم دغه ځوان ته ووېل: برادر مه مريض هستم و هم مسافر! ځواب يې دا ؤ: قده سی کو! قواره ره سی کو! و روزه خوردن شه سی کو! زه چې پوه شوم، چې نه هغه ته قناعت ورکولی شم او نه هم د شخړو وسه لرم، نو سر مې کارته واچاوه او موټر ته وختم، مګر دغه پېښه هم زما په ذهن کې تلپاتې شوه او د تېر کال د هندو کيسه راپه ياد کړه!

که موږ له ځانه وپوښتو، چې په دغه دېرشو کلونو کې پر موږ څه تېر شول، زموږ څومره خلک مهاجر شول، څومره مړه شول، څومره معيوب شول، څومره ښځې مو کونډې شوې، څومره ميندې مو بورې شوې، څومره ماشومان مو يتيمان شول، نن سبا څومره خلک په دښتو کې پراته دي او اوسمهال څومره افغانان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي، نوبيا به له ځانه سره ووايو چې موږ د بربادۍ په کنده کې پراته يو، نو له بل پلوه داسې ګومان وکړی چې اسلاميستانو او يا هم کمونيستانو بيا د واک واګي تر لاسه کړل، نو د ايران، پاکستان، اوزبکستان، روسيې د مداخلو مخنيوی به بيا څوک کوي او يا هم په افغانستان کې د کورني جنګ ګواښونه به څوک له منځه وړي، ځکه بيا وړانديز کوم، چې د افغانستان د پرمختګ موخې تر ټولو لوړې وګڼی او له بېلنتوب، بې اتفاقي او بې تفاوتي لاس پر سر شي.

اوسمهال په ميليونونو ماشومان او ځوانان ښوونځي ته ځي او ګڼشمېر ځوانانو لوړې زده کړې کړې دي، نو داسې ګومان وکړی چې د افغانستان ټول خلک نر او ښځه د لوړو زده کړو خاوندان شول، بيا څه کوی؟؟؟ کله چې په هېواد کې د کارکولو شرايط او ټولنيزد ژغورنې سيستم جوړ نه وي، نو بيا به څه کوو؟؟ په هېواد کې چې امنيت نه وي بيا څه کوی؟ درنو لوستونکو په ورستيو ۱۰۰ کلونو کې افغانستان له نورو ملکونو مرستې تر لاسه کولې، چې روسانو او غربي نړۍ خپلې غوښتنې په افغاني چارواکو ومنلې او په پای کې يې د افغانستان خپلواکي ترې واخيسته، چې وروستي دېرش کاله يې موږ هم شاهدان يو.

د افغانستان له اشغال سره سم د افغانستان د ورانولو او اخلاقي فساد يوه ځانګړې لړۍ هم پيل شوې او تروریستي ګروپونه د امريکايانو لخوا روزل کېږي، چې په دې اړه په يوه ليکنه کې لاندې کرښې ليکل شوې دي: نیروهای آمریکایی از پایگاه ماناس همچنین برای جابجایی شهروندان قرغیزستان به مراکز آموزشی نظامی پاکستان و افغانستان نیز استفاده می‌کردند. غير اساس توافقات با یکسری از نهادهای غیر رسمی در قرغیزستان این افراد به این پایگاه‌ها اعزام شده و پس از مدتی دوباره از طریق پایگاه ماناس به کشور بازگشته در حالیکه آموزش‌های اقدامات تروریستی و اعمال افراط گرایی را آموخته بودند، منتظر دستورات ماناس بوده که برای انجام اعمال خرابکارانه به آستان‌های شمالی افغانستان اعزام شوند. سربازان آمریکایی نیز با سو استفاده از شرایط آن زمان قرغیزستان اقدام به اعزام دختران قرغیزستانی بین 30-16سال از طریق سفارت افغانستان، جهت استفاده نامشروع سربازان آمریکایی مستقر در این کشور کرده‌اند.

 

پــــايــلـــــــــــه

درنو لوستونکو څرنګه چې ګوری، د افغانستان په ناخوالو کې د افغانانو ذهني انارشيزم، بهرنی ښکېلاک، د لوستو افغانانو بې تفاوتي او د واک او ځواک حرص بنسټيز رول لوبوي. په افغانستان کې له پېړيو راهيسه خلکو ته درواغ ويل شوي، چې په وروستيو دېرشو کلونو کې يې بړوس راووت. خلک په سوسياليستي او اسلامي شعارونو روږدي شول او په وينو کې ولمبول شول. د افغان ملت غميزه لا روانه ده، چې اوسمهال د ډيموکراسي په بټۍ کې افغانان د طالب او القاعده په نامه سوځېږي. په افغانستان کې د رفيق کرزي له راتګ سره د پښتو د تګ ګاډی ﻻ ګړندی شوی دی او د دغه ناسم سياسي چلند په ترڅ کې له پښتو سره تربګني کېږي او د پښتو د پراختيا او خپرولو مخنيوی په لوی ﻻس کېږي. پښتو او افغانانو ته يې د نابودي کنده کيندلې ده.

په بهرنيو خپرونو کې تل ليکل کېږي، چې افغانستان هغه هېواد دی، چې شل ميليونه خلک يې د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي، ۷ ميليونه خلک يې مهاجر دي، څو ميليونه يې معيوب دي، په ميليوناوو مېرمنې يې کونډې او ميندې يې بورې دي. په پلازمينه کې برېښنا نه لري، خلک يې د څښاک اوبه نه لري، د ژوند چاپېريال يې ګنده دی. د کابل رود کې درې مياشتې چټلې اوبه او نهه مياشتې غول بهېږي. د ښارونو کوڅې يې په غولو لړل شوې دي او ډوډوزې يې پورته کېږي. خلک يې بوين دي، ځکه چې د ځان پرېولو لپاره نه اوبه لري او نه حمامونه، نو ځکه نو هېوادوالو موږ بايد خپله د افغانانو د سمې روزنې، سمې ودې، د هېواد د اقتصادي-ټولنيز پرمختګ او د اداري سيستم د جوړښت په برخه کې جوت ګامونه پورته کړو. دغه لاندې فلمونه هم وګوری، چې د ظلم انتها او د افغاني تيکنوکراتانو سوټه کراسي پکې ووينی!

http://www.kffr.com/musicvideo.php?vid=a64656d50

په درنښت

ډاکټر لمر

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011