Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست طالبانو هم د برلين غونډه په کلکه وغندله


طالبانو هم د برلين غونډه په کلکه وغندله

یکشنبه، 25 مرغومی 1390 | وخت: 21:16

taliban-flagطالبانو څو شيبې وړاندې د يوې اعلاميې په خپرولو سره په برلين کې د افغانستان د ويشلو لپاره د جوړي شوې غونډي په اړه خپل غبرګون او موقف څرګند کړ. طالبانو په دغه اعلاميه کې نوموړې غونډه د يوموټي افغانستان د وېشلو هڅه بللې او پر وړاندې يې خپل کلک دريځ روښانه کړی دی. په اعلاميه کې راغلي چي طالبان به د پخوا په څېر د يوموټي افغانستان د ساتلو لپاره له هر راز هڅو څخه کار واخلي.

 

دغه اعلاميه د اهميت له امله لاندي رانقلوو:

په برلین کې دامریکایانو په دستوردجوړي شوي غونډي په اړه داسلامي امارت اعلامیه

يکشنبه, 15 January 2012 17:14

د تېري دوشنبې په ورځ د جرمني د برلین ښار په اسپین انستیتوت کې ، د ( افغانستان ۲۰۱۴، فرصتونه او ستونزي) تر عنوان لاندي یوه غونډه جوړه شوه، چې په هغې کې د افغانستان ځینو بدنامه جګړه مارانو ګډون کړی وو.

ددغې غونډي تمویلوونکي او مؤسسین د امریکا د کانګریس لوړرتبه غړي او هدف یې د همدغو جګړه مارانو په وسیله په افغاستان کې د فدرالي نظام عملي کول وو.

اسلامي امارت په داسي حال کې چی د یو موټي افغانستان په لا یوموټیتوب ټینګارکوي، د امریکایي کانګریس مینانو دغه فتنه جوړونکي دسیسه په کلکه غندي او د هغې په وړاندي خپل موقف په

لاندي ټکيو کي اعلانوي:

۱- افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی ، هرڅوک چی د فدرالي نظام تر عنوان لاندي ددغه مشترک کور د ویشني او تجزیې لپاره لاره آواروي، اسلامي امارت د هیواد د ځمکني تمامیت د مدافع په توګه، هغه ته ددښمن په سترګه ګوري او په وړاندي یې له هیڅ راز عکس العمل څخه ځان نه دریغوي. ټولو ته معلومه ده چې اسلامي امارت ددې هیواد دامن او یوموټیتوب لپاره په دشت لیلی کې د خپلو زرګونو غړو قرباني ورکړي ده.

 

۲- دغه غونډه چې مستقیما دامریکايي کانګریس دمالوموغړیوپه ابتکار او سرپرستي ، همداراز د معلوم الحال جنګ سالارانو په لمسون او سازش جوړه شوي، په حقیقت کي یو لوی فتنه اچوونکی جنایت دی چې غواړي افغانان په یوه بله غمیزه کې ښکیل کړي. اسلامی امارت ددغې فتنې ټول مسئولیت ، دیرغلګري امریکا په تیره دهغې دکانګریس اوددې غونډي د ملاتړ کوونکو په غاړه اچوي او له هغوئ نه په ټینګه غواړي چې له دغو شرارت جوړوونکو پلانونو څخه لاس واخلي.

 

۳- امریکایان نور باید په افغانستان کې دهغوئ له موجود مفتضحانه شکست څخه په عبرت اخیستلو سره په داسي لارو چارو غور وکړي چې په سیمه او افغانستان کي د جګړې د عواملو د له منځه وړلو لامل شي نه داچی نور تیل په اور وشیندي.

 

۴- اسلامي امارت د ځینو ازمایل شویو منفورو څیرو له خوا ددغی اجنبي د سیسې پلي کول د ملت په مینځ کي د هغوئ د لاتجرید او ګو ښه کېدو لامل بولي او له خپله لوري ددښمن دهغوزهرجنوتبلیغاتو چې ګواکي اسلامي امارت به دهیواد دڅو محدو دو ولایتونو په ترلاسه کولو قناعت وکړي په کلکه تردیدکوي او په هیوادکې دیرغلګرودشتون په صورت کې دیوې لحظې لپاره هم دمسلح جهاد متوقف کول دیرغلګروامریکایانوپه خلاف دلس کلن جهاد دآرمانونوخلاف عمل ګڼي اوترڅوپوري چي بهرني اشغالګرځواکونه په په بشپړه توګه نوي ایستل شوي اسلامي امارت به دیوي لحظي لپاره هم اوربند ونه مني .

 

۵- اسلامي امارت د آلمان د حکومت څخه غوښتنه کوي چی په افغانستان کی د جنګ د تودولو او د نویو غمیزو په مینځ ته راتګ کي د سازش برخه ونه ګرځی بلکي دیوڅورټل شویو څهرو په ځای د افغانستان د ټول ولس د هیلو احترام وکړي.

 

دافغانستان اسلامی امارت

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011