Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته اسلام اسلام او نور اديان اسلامي ليکني د صفرالمظفر د مياشتي په هکله غلطي عقېدې


د صفرالمظفر د مياشتي په هکله غلطي عقېدې

شنبه، 17 مرغومی 1390 | وخت: 19:48

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

بسم الله الرحمن الرحيم

دصفرالمظفرمياشت يوه له هغومياشتوڅخه ده چي ډېرناخبره خلګ ددې مياشتي په هکله غلطي عقېدې لري، دامياشت سپېره بولي،لدې مياشتي ويريږي،دسرګردانۍ مياشت ئې بولي،پدې مياشت کي دشپې په وتلوکي احتياط کوي،لدې مياشتي پناه غواړي،لدې مياشتي کرکه کوي اوددې مياشتي په وتلوخوشحالي کوي وايې :صفره ووتله بلاووتله .

پداسي حال کي چي کرکه دمشرکانوخوی دی،مشرکينوخپلوانبياووته داسي ويلي وو:اناتطيرنابکم ؛موږپه تاسوباندي بدفالي ياکرکه کوو.

په حديث شريف کي راغلي دي :الطيرة شرک بدفالي اوکرکه شرک دی.

په يوه بل حديث کي راغلي دي من ردته الطيرة عن حاجة فقداشرک(رواه احمدوالطبراني) څوک چي کرکي له خپل کارڅخه راوګرزوئ نودې سړي شرک وکړو. صحابۀ کرامورضی الله عنهم وفرمايل:اې دالله رسوله ددې ګناه کفاره څه شی دی؟رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل داسي دي ووايې:اللهم لاطيرالاطيرک ولاخيرالاخيرک ولااله غيرک .ياالله ستاله بدفالی پرته بله بدفالي نشته اوستاله خيراوښېګړي پرته بل خيرنشته اوستاپرته بل دعبادت حقدارنشته .

په يوه حديث کي راغلي دي :لاعدوی ولاطيرة ولاهامة ولاصفرولاغول .(رواه احمد).

درنځونونقلېدل نشته،کرکه نشته،هامة نشته،صفراوغول نشته .

لاعدوی :ددې مطلب دادی چي يومرض له يوه انسان څخه بل ته نه نقليږي،هغه چا ته  رسيږي چي الله پاک ورته دمرض اراده ولري.

ولاطيرة :

کرکه،بدفالي اوسپېره توب نشته،طيرة له طيرڅخه دی طيرمرغه ته وايې

دمشرکينوداعقیده وه چي اکثربه ئې په ځينومرغانو کرکه نيوله ،لدې امله

دکرکي نوم طيره شو لکه ډېرخلګ داسي دي چي

دځينوشيانوپه هکله ددوی داعقيده وي چي داشی سپېره دی داعقيده داسلام سره

په تضادکي ده

ولاهامة :

ديوه مرغه نوم دی،مشرکينوبه په بعضومرغانوباندي کرکه نيوله،که به چېري

روان وواوهغه مرغه به ئې وليدی نودخپل مقصداوسفرڅخه به راګرزېدی،پدې

عقيده چي ماته تکليف رارسيږي دې مرغه ته ځيني خلګ ګونګی وايې لکه ددې

زماني ناخبره خلګ چي بعضي ئې سوی سپېره بولي اوبعضي بل مرغه داله

هغومشرکينوڅخه پاته شوې عقېدې او رواجونه دي .

ولاصفر :

ددې مطلب دادی چي دصفرمياشت لکه نوري مياشتي داسي ده،دانوري خبري ددې

مياشتي په هکله غلطي اوبې بنسټه دي چي خلګ ئې کوي چي دامياشت درنه

مياشت ده،پدې کي تکليفونه اومرضونه ډېردي لکه ددې زماني جاهلان چي پدې

عقيده دي .

ولاغول :

غُول دادپېريانواوشيطانوله جنسه دی عرب پدې عقيده ول چي غول په دښتوکي

وي،خلګوته ځان په ډول ډول شکلونوسره ورښکاره کوي ترڅوله هغوی څخه لارورکه

کړي اوتباه ئې کړي .نوداخبره رسول الله صلی الله عليه وسلم ردکړه اوبې

ځايه خبره ئې وبلله .

ددې مياشتي آخيري چهارشنبې ته خلګ سروري چهارشنبه وائې،اوپدې کي خيراتونه

کوي ددې خيراتونوهم ثبوت نشته ،خيرات

ښه کاردی خوپه يوې ورځي پوري ئې خاصول اوپه هغه ورځ ئې دزيات ثواب لامل

ګڼل داسي چي په دين کي ئې زيات ثواب اوپه هغې ورځي دخيراب حکم نوي شوی

نوداپه دين کي دځانه زياتوالی اوبدعت دی .

پدې آخري چهارشنبه کي ځيني خلګ ترقرآن شريف وزي داهم داسي کاردی چي په

اسلام کي هيڅ ثبوت نلري،دقرآن کريم تلاوت ا وپه هغه عمل دډېر ثواب

اودانسان دکاميابئ لامل دی ،دوتلوکارئې په شريعت کي ندی ثابت،نوکوم کارچي

په شريعت کي نوي ثابت هغه دثواب په عقيده کول دابعينه په دين کي له ځانه

زياتوالی دي چي بدعت ورته ويل کيږي اوبدعت لويه ګناه ده.

ددې مياشتي ددروندوالي په هکله

چي کوم روايتونه راغلي دي ټول بې بنسټه دي لکه دا:

من بشرني بخروج صفربشرته بدخول الجنة .چاچي ماته دصفري دوتلوزېری راکړوزه

هغه ته جنت ته دننوتوزېری ورکوم .ملاعلي قاري رحمه الله (چي زموږدمذهب

معتبرعالم دی)

ددې روايت په هکله وايي:لااصل له (يعني داحديث نه دی هيڅ اصل اوبنيادنه

لري بلکي له ځانه جوړه شوې خبره ده (الموضوعات الکبری ص:۲۲۵)

 

اوامام فتني رحمه الله هم ددې روايت په هکله وايې :موضوع يعني له ځانه

جوړشوی دی(تذکرة الموضوعات ص:۱۱۶)

اوهمدارازپه کشف الخفاءج۲ص۳۲۷)کي يې هم ورته بې بنسټه ويلي دي او

امام احمدبن حنبل رحمه الله ددې روايت په هکله فرمايې :ومماتدورفي

الاسواق دا له هغه روايتوڅخه چي په بازاروکي ګرزي يعني بې بنسټه اوبې

بنياده دی .

ځيني خلگ دصفري دمياشتي په آخيري چارشنبه کي ښه خواړه پخوي اووايي چي

په دې ورځ نبي عليه السلام له مرضه روغ شوی دی مفتي اعظم پاکستان حضرت

مفتی رشيداحمدلديانوي رحمه الله ليکي :داغلطه اوله ځانه جوړه شوې عقيده

ده له دې کبله ناروااوگناه ده فقط (احسن الفتاوی جلداول صفحه ۳۶۰)

مسلمانانوته پکارده چي هغه کارونه وکړي چي هغه واقعي دينداري وي،په دې

کارسره الله عزوجل راضي کيږي په هغه څه نه راضي کيږي چي هغه خلګوله

ځانه جوړکړي اورواجونه وي .

داسي نه چي ځان هم ستړی کړواوثواب موهم په برخه نه شي

الله پاک دي موږته توفيق راکړي چي ځان په دين پوه اودهغه مطابق عمل وکړ و

آمين يارب العالمين

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011