Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته اسلام اسلام او نور اديان کتاب او لارښووني شيخ عبدالقادر جيلاني اوشيطان


شيخ عبدالقادر جيلاني اوشيطان

جمعه، 16 مرغومی 1390 | وخت: 22:16

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

شيطان چي دانسان ډېرخطرناک دُښمن دی اوکوښښ کوي چي په يوه طريقه انسان گمراه کړي،له دې مخکي موږ:دشيطان پوستې،ترسرليک لاندي يوه ليکنه خپره کړې وه چي شيطان دانسان دگمراه کولولپاره له اووپوستوڅخه کاراخلي.

په دې هيله چي هغه مولوستلې وي،اوس غواړم چي په دې هکله يوه کيسه وليکم چي له هغې څخه هم دشيطان حالت معلوميږي چي داڅومره خطرناک دښمن دی اوپه څومره مهارت سره دانسان دبې لاري کولولپاره هڅي کوي.

هغه کيسه داده:

شيخ عبدالقادرجيلاني(چي په پيران پيرصاحب سره مشهوردی)رحمه الله له بُغدادڅخه بهرووت،په هواکي يوه رڼااوشغله پيداشوه اوددې رڼاله لوري داسي اوازورباندي وشو:

ياعبدالقادر!اناربک احللتُ لک المحارم !

(اې عبدالقادره!زه ستارب يم،حرام اونارواشيان مي تاته حلال کړي دي)يعني

که په راتلونکي کي ته عبادت نه کوې،لمونځ،روژه، اونورعبادتونه

پرېږدې،نوته گناهگارنه يې.همدارازکه هره گناه کوې،ته گناهگارنه يې!

شيخ عبدالقادرجيلاني رحمه الله فرمايي چي مادقرآن کريم دې آيت مبارک ته

فکروکړوچي الله پاک خپل پيغمبرصلی الله عليه وسلم ته فرمايي:واعبُدربک

حتی يأتيک اليقين .

(ته دخپل رب عبادت ترمرگه پوري کوه)

نوچي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته الله پاک حرام حلال نه کړل

اوترمرگه پوري ورته دعبادت کولوامرشوی دی،نوزه څوک يم چي ماته دي حرام

حلال شي؟

نوزه پوه شوم چي داشيطاني اوازدی،غواړي چي ماپه دې توگه ښکارکړي اوبې

لاري مي کړي نوشيخ صاحب ‌ږغ ورباندي وکړو:اخسألعين!!

(ملعونه چغه شه)

له دې وروسته په هواکي دودپيداشو،نومعلومه شوه چي رښتياهم شيطاني معامله وه.

ليکن بيايې ږغ ورباندي وکړوچي گمراه کړی مي وې خوخپل علم راڅخه خلاص کړې!

شيخ عبدالقادرجيلاني رحمه الله فرمايي چي زه پوه شوم چي په دې خبره کي

بيادوکه راکوي،په خپل علم مي مغروره کوي،نوبيايي ابليس ته وويل چي خپل

علم نه يم خلاص کړی بلکي دالله پاک په فضل سره خلاص شوم(الطبقات الکبری)

دې کيسې ته په ځېرېدلوسره جوتيږي چي شيطان داسي خطرناک دښمن دی چي انسان

بايدترې غافله نه شي اوهروخت بايدورته متوجه واوسي،څوداسي نه شي چي شيطان

مودالله پاک له لاري واړوي اوله ځان سره موملگري کړي اوددې سره سره

بايدله الله پاک څخه انسان هروخت دُعاگاني هم وغواړي چي الله پاک موپه

خپل فضل سره له دغه

خطرناک دښمن څخه وساتي

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011