Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل جګړه که روغه جوړه په افغانستان کې جګړه


په افغانستان کې جګړه [١٩ برخه]

پنجشنبه، 15 مرغومی 1390 | وخت: 22:24

د پاکستان دوښمن د امريکا دوښمن دی

war in Afghanistan 19په کال ١٩٤٠ کې چې کله په هېندستان کې د مـحمد علي جناح په مشرتوب کې يوې ډلې د مسلمانانو د نوم لاندې په هېندستان کې د يوۀ بل هېواد د جوړولو وړانديز او غوښتنه وکړه نوله جناح وپوښتل شول چې دا به څه ډول هېواد وي د جناح ځواب وو دا به يو ډېر ډېموکرات هېواد وي ازاد به وي مولايان به په کې نه وي .

په کال ١٩٤٧ز کې د پاکستان په نوم يوهېواد د نړۍ په نقشه کې زيات شو افغانستان لومړنی هېواد وو چې پاکستان يې په رسميت ونه پېژند خو ايران لومړنی هېواد وو چې پاکستان يې په رسميت وپېژند.

په دغه وخت کې * ال انډياراډيوپشاور پر راډيوپاکستان پېښور واوښت چې د هوجرې په نوم يو پروګران يې درلود او په کې پر افغانستان به يې ملنډې وهلې خو لوبغاړي يې ټول پښتانۀ ول .

جناح د پېرنګيانو او هېندوانو سره د پاکستان پولې وټاکلی اعلان يې وکړ چې د هېندستان اساسي قانون به د پاکستان هم اساسي قانون وي چې بشپړ غېراسلامي قانون دی .

په کال ١٩٥٦ کې د واک پر ګدۍ ناستو له ځانه يو اساسي قانون جوړ کړ خو چې کله ايوب خان )پښتون- هينکی( په کال ١٩٥٨ کې د واک پر ګدۍ کېناست د پاکستان لپاره يې يو نوی اساسي قانون جوړ کړ،په همدغه وخت کې امريکا خپله وسله پاکستان ته راچلوله.

په همدغه وخت کې به امريکايي الوتکې له پاکستانه الوتلې او د روسانو څارنه به يې کوله. کله چې روسانو يوه امريکايي الوتکه وويشتله او ورته جوته شوه چې دا الوتکه له پېښوره رالوتې ده روسي هېواد مشر خروشيف سم له لاسه پر پېښور سره کرښه راکاږله او د پاکستان د ورانولو هوډ يې وکړ .

امريکا د روسانو له ډاره پر همغه سات دوه خپلې او دوه پردۍ کړې او له پېښوره وتښتېدل روسانو ته يې ډاډ ورکړ چې ټول پاکستان کې خپلو پوځي هلو ځلو ته د پای ټکی ږدي خوکه پر پاکستان ګوزار ونه کړي چې همداسې وشول .

په کال ١٩٦٥زکې هېند او پاکستان خپلو کې په جنګ شول خو جګړه ډېره ژر ودرېدله بيا په کال ١٩٧١ کې په جنګ شول له داځل جنګه بنګله دېش ګټه پورته کړه او خپلواکي يې اعلان کړه .بټو دپاکستان لپاره بل نوی اساسي قانون جوړکړ او دا يو ټکی يې په کې زيات کړ چې د پاکستان صدر يا هېوادمشر به مسلمان وي که هغه ښځه وي يا نر نور د پاکستان اساسي قانون بشپړ غېراسلامي وو چې تر ننه منل شوی دی .

ايران غږ پورته کړکه پاکستان نور هم ټوټه ټوټه کېږي ايران به هم په کې خپله ونډه ولري بلوچ مېشتې سميه کې .د ايران باچابلوڅان پلمه کړل چې د ايران پر ضد دسيسي جوړوي موږ ته پکار ده چې مخکې له مخکې يې غم وخورو پښتانۀ شل کال وروسته له افغانستان سره يوځای کېږي که نن نه وي شل کاله وروسته پاکستان ماتېږي .

ذولفقارعلي بټود ايران باچا کوټې ته راوغوښت چې په خپلو سترګو وويني چې په بلوچستان کې د ايران پر ضد هېڅ کومه هڅه نه ده روانه . بټو په دغه غونډه کې يواځې خپله وينا وکړه نور چاته يې د وينا کولو اجازه ور نه کړه .د ايران باچا ته يې دا ډاډ هم ورکړ چې دا تش په نوم پښتانۀ مشران د ددوئ خپل خلک دي هېڅ وخت له افغانستان سره يو ځای کېدل نه غواړي،پر صمدخان اڅکزي هم دا تور دی چې په دغه وخت کې يې د پښتنو پرسر له بټو سره مامېله وکړه او خپل جب يې ډک کړ،د غفارخان په اړه هم ځينو هېندي ليکوالانو ليکلي دي چې يواځې د پښتونستان نوم يې غوښتۀ نه له افغانستان سره يوځای کېدل چې پښتونستان نوم هم يواځې د غفارخان تر کورنۍ محدود دی .

امريکا چې د ايران له لورې د پاکستان د ماتېدو ډار وليد سم له لاسه يې د ايران باچا ورپسې واخست او په ايران کې خپل موګی خميني يې د واک پرګدۍ کېنوچې د ايران له خوا يې د پاکستان د ماتېدو هڅه د تل لپاره شنډه کړه .

داوود خان هم د پاکستان د ماتېدو خوبونه ليدل او تش په نوم د پښتنوپر مشرانو يې ځان غولولواو هغه نيم هېواد چې د پاکستان له شره په امان کې وو هغه يې هم ورپسې د پاکستان غلام کړ،داود خان چې کله پاکستان ته ګوته وڅنډله امريکاغږ پورته کړ چې په افغانستان کې به پوره اتيا )٨٠( کاله جنګ کوي .

اوس د دې ناولي جنګ ٤٠ کال پوره کېږي امريکا په دې ٤٠ کالو کې دې ناولي جنګ ته څوځلې نوم بدل کړ د دې ناولي جنګ لومړنی نوم وو افغانستان ته د اسلامي نظام راوستولو جنګ ٢ په افغانستان کې جهاد ٣ د افغانستان کورنۍ جګړه ٤په افغانستان کې طالبان ٥ په افغانستان کې د ترهګرو پرضدجګړه. نن هغه ټول خلک چې د افغانستا پر ضد دي او د پاکستان پرګټه دي او دا ناولی جنګ يې ٤٠کلن کړ له امريکاسره په يوۀ صف کې ودرېدل او دې ناولي جنګ ته د يوۀ نوي نوم په لټه کې دي .

پينځنۍ د ١٤٣٣هـ کال د صفرې ١١

د٢٠١٢ ز کال د جنورۍ ٥

د ١٣٩٠ ل کال د مرغومې ١٥

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011