Sun12172017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني چا ويلې، ما ويلې!


چا ويلې، ما ويلې! [٢]

جمعه، 16 مرغومی 1390 | وخت: 19:50

speak-loud-speakerچاويلې:

پر پاکستان د هر ډول حملې په بدل کې به فوري عکس العمل وښودل شي (جنرال کياني)

ما ويلې:

چرګه په دې تونده ښوروا! کرزى هم څه موده وړاندې ګواښ کړى وه چې که دا ځل بهرنيو ځواکونو د شپې له مخې خپلسري عمليات وکړل نو موږ به ملي پاڅون اعلان وکړو، تر اوسه خو يې د لسګونو همداسې پيښو له پيښيدو سره سره پاڅون ونکړ، بلکې بالعکس په امريکايانو يې د تل لپاره د هيواد پلورنې پروسه روانه کړې ده.

چا ويلې:

په لوګر کې د امريکايی ځواکونوپوځي مرکز دفدايي بریدله امله په بشپړه توګه له منځه تللي،لسګونه عسکر مړه اوژوبل شوي (د اسلامي امارت ويب پاڼه)

ما ويلې:

د لوګر لپاره د کابل والي جنرال عتيق الله لودين دا مني چې په چاودنه کې پنځه ودانۍ په بشپړ ډول له منځه تللي دي، خو د بشري تلفاتو په هکله وايي چې ايله د يو کاريګر د وژل کيدا په شمول دوه تنه د ملي اردو او دوه تنه پوليس سرسرن ټپيان دي، هو، دا هم وايي چې د پيښې په شل او پنځه ويشت کيلومټرۍ کې په لسګونو کسان په خپلو کورونو د شيشو د ماتيدلو له امله ټپيان شوي دي. (خندا منع ده!)

چا ويلې:

دايډز ناروغي په سلو کې پنځوس وده موندلي ده (د کابل دعامې روغتيا وزارت)

ما ويلې:

په چلنج سره وايم چې که بې طرفه سروې وکړل شي نو په دې مهلک مرض اخته کسان به اکثره د بهرنيو ميلمنو! ترجمانان، او دوى ته نږدې کارکوونکي وي

چا ويلې:

امريکا دې له موږ سره مرسته وکړي او عبد القدير فطرت دې موږ ته وسپاري (کرزى، روهي ويب پاڼه)

ما ويلې:

اوس به ستا د استقلال او خپلواکۍ معلومات کيږي، تا خو د خپل هيواد په سلګونو سپيځلي ديني عالمان او طالبان وروسپارل، وبه ګورو چې هغوى ستا مجرم چې ستا له ټبره ځنې هم ده درسپاري او کنه؟!.

چا ويلې:

ولې مونږ د کاروان څخه وروسته پاتي شو؟(اصلاح انلاين)

ما ويلې:

ځکه چې تاسې (د جمعيت اصلاح ځوانان) له مرګ څخه ويريږئ او له دنيا سره مينه لرئ، د سنګرونو په ځاى مو د صليبيانو تر بيرغ لاندې دفترونو ته مخه کړې ده.

چا ويلې:

افغان حکومت ولې په فساد لړلې کس پریږدي؟ (آزادې راډيو ويب پاڼه)

ما ويلې:

ځکه چې پاک خلک په دې مزدور حکومت کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي، کوم حکومت چې اصلا د هيواد پلورنې په اساس او د هيواد د دښمنانو په مټ منځ ته راغلى وي، په هغه کې د پاکو خلکو کار کول داسې دي لکه په ډيران کې د ګلانو شنه کيدل، يانې پدې دولت کې که کوم ښه سړى پيدا شي نو هغه به ډيران ګل وي.

چا ويلې:

کرزي د اداري فساد ملامتي ټر ډیره پر بهرانیانو واچوله. (آزادې راډيو ويب پاڼه)

ما ويلې:

دا يې بلکل په ځاى خبره کړې ده، ځکه ددې ټولو فسادونو اصلي علت دا دى چې بهرنيانو هيواد اشغال کړى دى، او د کرزي په مشرۍ يې غله، ډاکوان، په شر او فساد باندې لړلي کسان په خلکو حاکمان کړي دي.

چا ويلې:

د پښتو سینما وتلې څیره د لوړې او دنګې ونې،ښکلي صورت ،دروند او جزاب غږ خاوند طارق شاه له نړۍ وکوچید (د آزادۍ راډيو)

ټول غيرتمن او ننګيالي پښتانه مسلمانان بايد اقلا دوه رکعته د شکرانې لمونځ او دوه رکعته نور د حاجت لمونځ ادا کړي، له قادر او مقتدر الله پاک څخه وغواړي چې د طارق شاه په څير ټول هغه کسان چې په درندو او حياداره پښتو کې ډمتوب او بې حيايي رواجوي د ځمکې تل ته وليږي.

چا ويلې:

د پاکستاني طالبانو تحریک له حکومت سره د سولې خبرې رد کړې (آزادۍ راډيو)

ما ويلې:

زوى مو لوى شه د پاکستان طالبانو! پس له اوږدې خاموشۍ مو اوس د مذاکراتو خبرونه رد کړل، دخداى دوستانو! زموږ هغه ليکوالان مو خړې سترګې پاتې کړل چا چې په دې اړه اوږدې اوږدې ليکنې وکړې او د خپل هيواد طالبان يې وننګول چې دوى هم له دين او ملي خپلواکۍ څخه تير او له امريکايانو سره سولې ته تيار شي.

چا ويلې:

طالبان زموږ دښمنان نه دي! (جوبايډن)

ما ويلې:

ستا د دې خبرې په ځواب کې د واشنګټن ټايمز ورځپانې د تبصرې دا خبرې ډيرې په زړه پورې دي:

د طالبانو هدف د افغان حکومت ړنګول او د یوه (ظالم!!) اسلامي امارت بیرته جوړول دي او د همدغه مقصد لپاره جګړه کوي.

ښاغلی بایډن نشي کولای چې په دې ډول خبرو سره چې ګواګې طالبان زمونږ دښمنان ندي، متعهد طالبان له ملا عمر څخه را بیل کړې. طالبان ژمن وسله وال دې چې د مفکورې پر اساس جنګیږي او زیار باسي افغان حکومت ړنګ کړې او واک تر لاسه کړي. د ورځپاڼې په باور، له طالبانو سره په خبرو کې پدي حقیقت ځان نه پوهول به ناکامي وې.

چا ويلې:

افغانستان د پاکستان نه بيلدونکې برخه ده (د آى ايس آى پخوانى چارواکي زاهد حامد، تاند)

ما ويلې:

الله مهربانه ده چې په دواړو هيوادونو کې د عاليقدر امير المؤمنين تر قيادت لاندې د يوه واحد اسلامي امارت په راتللو سره داواړه هيوادونه يو د بل نه بيلدونکې برخه شي.

چا ويلې:

د موږکانو پاچايي (آزادي راډيو پاڼه)

ما ويلې:

يانې د کرزي حکومت، خو په عصري ډول سره، لوړپوړي چارواکي يې په سوړو کې نه بلکې په اوسپنيزو کلاګانو کې اوسيږي، او لکه د موږکانو په څير يې د هيواد د خزانو (بانکونو) دوړې وويستلې!!

چا ويلې:

پاکستان ولې طالبان د سولې خبرو ته نه هڅوي؟

ما ويلي:

ځکه چې د کابل دولت د پاکستان طالبان د سولې خبرو ته نه هڅوي، او که پاکستان دا کار کولاى شي نو اول ځان بيا جهان.

چا ويلې:

پېښور: په ٢٠١١م کال کې ١٧٠٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې (آزادي راډيو)

ما ويلې:

پدې وژنو کې به نو خامخا د کرزي لاس وي!!!

چا ويلې:

ولې د تفیش او کنټرول ادارې چارواکي دوه امتیازه تنخواګانې اخلي؟ (آزادي راډيو)

ما ويلې:

د دې لپاره چې دوى هم بې کنتروله نشي!

چا ويلې:

د سمنګان امنیتي مسولیت هم افغان ځواکونو ته وسپارل شو (آزادي راډيو)

ما ويلې:

طالبانو ته دې مبارک وي.

چا ويلې:

اورېدونکي: اربکيان مو چرګې هم غلا کوي. (آزادي راډيو)

ما ويلې:

چې کرزى (د ډالرو) خلتې غلا کوي، نو د اربکيانو حق دى چې د خلکو چرګې غلا کړي!!!

چا ويلې:

بیړنی خبر: امریکي د ملامحمد عمر(مجاهد) نوم له توره لیسته څخه وایستي (نن ټکى آسيا)

ما ويلې:

دا خو عادى خبر دى، بيړنى خبر به هغه وخت وي چې ملا محمد عمر مجاهد امريکا له خپل تورليست څخه وباسي، او ان شاء الله چې هيڅکله به يې ونه باسي.

چا ويلې:

امریکايي پوځیان له افغاني څارويو سره هم دښمنانه برخورد کوي! (نن ټکى آسيا)

ما ويلې:

بايد داسې مو ويلي وه: د افغانستان څاروي هم له امريکايانو سره دښمنانه برخورد کوي.

چا ويلې:

د 50 تنومجاهدینوددتسلیمۍ دبې اساسه ادعاپه اړه داسلامي امارت دویاندڅرګندونې (الامارة ويب پاڼه)

ما ويلې:

پدې اړه اعلاميې ته هيڅ ضرورت نه وه، ځکه ټول پوهيږي چې که چيرې طالبان تسمليدل نو لس کاله مخکې به تسليم شوي وه، اوس خو د دولت د تسلميدلو وخت راغلى دى. او که چيرې دا پنځوس تنه طالبان تسليم شوي هم وي نو د کابل د دولت د تسليم شوو او تښتيدلو عسکرو په مقابل کې بيا هم په نشت حساب دي، ځکه د ملګرو ملتونو د يوې نشر شوې احصائيې په اساس هره ورځ تقريبا ١٣٠ تنه د اردو او پوليسو سرتېري له خپلو دندو تښتي او يا تسيلميږي.

چا ويلې:

امريکا د ﻻتين امريکا ولسمشران د سرطان په ناروغۍ اخته کوي (د وينزويلا ولسمشر هوګو چاوز، روهي ويب پاڼه)

ما ويلې:

متآسفانه چې د کابل دولت مشران يې د بې غيرتۍ په مرض اخته کړي دي، کاشکې دوى هم په سرطان اخته کړي، چې موږ يې له شره او شرمه خلاص شو!

چا ويلې:

دولت ته د يوه نظامي افسر مشورې (جګتورن غلام يحيى تندر، دعوت د خپلواکه رسنيو مرکز پاڼه)

ما ويلې:

وايي چې يو چا استنجا کوله او د مخ وينځلو دعا يې لوستله، چا ورته وويل: چې وروره دعا دې سيي ده خو ځاى دې غلت کړى دى!!! جګتورن صيب ستا مشورې هم سيي دي خو داسې چا ته دې ورکړي دي چې عملي کول يې ورته ناشونى کار دى، ځکه ته غواړې چې د پرديو په مټ جوړ شوي د کابل بلواک او له راز راز فسادونو څخه ډک دولت څخه يو خپلواک او د خلکو خادم حکومت جوړ کړې!!!

چا ويلې:

CIA که ISI کوم یو به يې ګټي؟ (نظرمحمد مطمئین، ټول افغان)

ما ويلې:

له علاماتو څخه داسې بريښي چې ان شاء الله دواړه به يې بايلوي، په کابل او اسلام آباد دواړو به ان شاء الله سپين بيرغ رپيږي او په دواړو هيوادونو کې به د امريکا مزدوران د نجيب په څير په چوکونو کې ځوړول کيږي، او ان شاء الله بيا به له خيره سره د سپينې ماڼۍ وار وي.

چا ويلې:

لر و بر دوه افغانه، که يو افغان؟ (غورځنګ ويب پاڼه)

ما ويلې:

نه دوه افغانه، او نه يو، بلکې يو مسلمان.

چا ويلې:

لکه چې طالبان بيا راروان دي (بسمل، خبريال ويب پاڼه)

ما ويلې:

ان شاء الله! ډير زر! بلکې راغلي يې بوله، بلکې همدا اوس د هيواد په ٧٥% برخه کې راغلي دي!!!

چا ويلې:

طالبان نه دي ښاماران دي (جنت ګل، دعوت د خپلواکه رسنيو مرکز)

ما ويلې:

که ښاماران نه وه نو د امريکا په څير زبر ځواک يې نشو ماتولاى.

چا ويلې:

طالبان و القاعده؛ دو روی یک سکه! (مرتضى جواد، جاودان)

ما ويلې:

بلکل راست گفتى، ما داميکه هر دو بر يک اله ويک پيغمبر ايمان داشته باشند همچنان واحد ومتحد خواهند ماند.

چا ويلې:

در مسجد اگر ملا امام حاضر نشود نماز گذاران نيز غايب ميگردند (احمد سعيدي، جاودان)

ما ويلې:

همين سبب است که بعد از سقوط حکومت طالبان (ملا امامان) رفتن مردم به مساجد روز به روز کم ميشود.

چا ويلې:

خوښ يم چې امريکا وايي: طالبان يې دښمن نه دي (کرزى، نن ټکى آسيا)

ما ويلې:

ښه به خوشاله چې انډيوالان دې (د امريکا دوستان) ډير شول!!!

چا ويلې:

آغاز انتقال اولین دسته از هلیکوپترهای پیشرفته روسی به افغانستان (آژانس خبرى بين المللى کوکچه)

ما ويلې:

آزموده را آزمودن خطا است!



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011