Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني له نوی کال څخه د افغانانو نوی هیلې


له نوی کال څخه د افغانانو نوی هیلې

دوشنبه، 12 مرغومی 1390 | وخت: 21:17

new-years-for-afghansله نوی کال سره سم یو ځل بیا دافغانانو نوی هیلې راټوکیدلي دی ، خو په احتیاط به یې څرګنده وو چې خدای مکړه بیا له خاورو سره خاورې نشی ، ځکه ډیر ځله دافغانانو هیلې د دوښمنانو له خوا خاورې شویدی.

څه باندې درې لسیزې کیږی چې افغانستان دکور نۍ جګړې په اور کې سوځی ، هسې خو جګړه او وسله دنورو ده خو ، سنګر مونږ تود کړی ، او مرمیو ته زمونږ سینې سپرګرځیدلی دی ، خو ګټه او بریالیتوب دنورو په برخه کیږی .

په تیرو پسې به نه ګرځو ، راځو وروستۍ لسیزې ته ددې لسیزې جګړه کاملا بل ډول وه ، ملت په بشپړ ه توګه په یوه ګونګ او تیاره حالت کې وو ، یوې خواته درسته نړیواله ټولنه او بلې خوا ته څو تنه طالبان چې ورورو په یو لوی ځواک بدل شول ، او ټولې نړۍ ته یې غیږ ورکړه ، او نیږدې ده چې درسته نړی په ګونډ وکړی، خو افغانان پوهیږی چې دا کال بې څه ندی او خامخا به نړیوال دوه غاړې وهې .

پدې لسیزه کې په زرګونو بی ګناه افغانان دتیر په څیر ووژل شول ، خو دا ځل یې وژنه په دومره بې رحمۍ سره وه چې څو ک یې تصورهم نشی کولی ، په ځانمرګو بریدونو کې ټوټې کیدل ، دپسونو غوندې حلالیدل ، داندامونو پریکیدل ، په دوه اتیاملی متری توپونو ویشتل کیدل ، په لایزر سوځول ، په سپیو داړل ، او داسی نور په لسګونو ډوله دمرګونو وسیلې او لاملونه وو ، چې د دواړو لوریو له خوا په بې ګناه او مظلومو ا فغانانو وازمایل شول ، او دوښمن ترې خوند اخیسته .

نیږدې دوه کاله وړاندې افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره دسولې هڅې پیل کړی ، او ددې هڅو په لړ کې یو کال وړاندې دسولې مشورتې لویه جرګه جوړه شوه ، چې ددې لویې جرګې دپریکړو له مخې دولت دسولې عالی شورا جوړه کړه ، خو دسولې عالی شورا جوړښت او پدې اړه دوسله والو طالبانو غبرګون ته په کتو عام ولس سولې ته ډیر هیله من نه و.

خو دبن له دوهم نړیوال کنفرانس وروسته ، په قطر کې وسله والو طالبانو ته دسیاسی دفتر موضوع راپورته شوه ، او ورسره جوخت داسې رپوټونه خپاره شول ، چې امریکا له وسله والو طالبانو سره نیږدې لس میاشتې وړاندې دسولې په خبرو بوخته ده، او داخبرې په قطر کې دجرمنې ، او امریکا له خوا دطالبانو له یو شمیر استازو سره شویدی .

وسله والو طالبانو هم دپخوانیو دریځونو برعکس پدې اړه چپه خوله غوره کړه ، او له دې ښکاره شوه چې ریښتیا هم له امریکا سره د دوی استازو خبرې کړیدی .

پدې خبرو هغه مهال دولس ډاډ نور هم زیات شو چې دجېش المسلمین پخوانۍ مشر سیدمحمداکبر اغا دامریکا او طالبانو ترمینځ دخبرو په اړه یو څه جزیات څرګند کړل .

نوموړی وویل چې دطالبانو په استازیتوب د دوی دمشر ملا محمد عمر له خوا

سید طیب اغا، شهاب الدین دلاور ، او شیر محمد ستانکزی له امریکا سره دخبرو لپاره خپل استازی ټاکلې دی .

سیدمحمد اکبر اغا وویل ، د طالبانو یو شرط دا دی چې دسولې په خبرو کې باید د طالبانو ځینې بندې غړې هم شامل وی ، چې پدې اساس شونې ده دګوانتنامو له زندان څخه مولوی خیرالله خیرخوا ه ، نورالله نوری، مولوی وثیق، محمد نبي خوستی ، حاجی ولی محمد او مولا فضل الله قطر ته راوړل شی او دسولې په خبرو کې ګډون وکړی .

اوس خو ځینو رسنیو داسی رپوټونه هم ورکړی دې چې وایې دطالبانو ځینې استازی له خپلو کورنیو سره یوځای قطر ته رسیدلی دی .

په همدې حال کې د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم امريكايي چارواکو هم ویلی چې د وسله والو طالبانو او دافغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو د پيل کیدو لپاره له لس مياشتنیو هڅو وروسته دې پايلې ته رسېدلي چې د باور رامنځته كولو په موخه پنځه طالب مشران له ګوانتانامو زندان څخه راخوشي كړي .

افغان حکومت هم په لومړی سرکې په قطر کې وسله والو طالبانو ته د دفتر له پرانستلو سره مخالفت وکړ ، خو وروسته ولس مشر حامد کرزی ورسره هوکړه وکړه او وویل چې دوی پدې برخه کې سعودی عربستان او ترکیې ته لومړیتوب ورکوی ، خو له قطر سره هم موافق دی .

دې ټولو څرګندونو او هڅو افغان ځوریدلي او کړیدلي ولس ته یوځل بیا هیلې پیدا کړي چې ، نور به له افغانستان څخه ددې بدمرغه جګړې ټغر ټول شی .

عجب ښه تصادف دی چې دنوی میلادی کال له پیل سره سم او دنوی لمریز کال په درشل کې دسولې دخبرو دپرمختګ رپوټونه ورکول کیږی ، چې دغې ټکې هم خلک تر ډیره هیله من کړیدی ، ځکه له نوی کال سره دخلکو نوی هیلې تړلي وی ، او ټول سوال کوی چې نوی کال یې دسوکالې او نیکمرغی پیل وی.

افغان ولس هم هیله من دی چې نور خدای زمونږ ، دسپین سرو بورو میندو، بی وروره خویندو، دسپین ږیرو بی ځویه پلارونو او دبی پلاره خوارو او ځپل شویو یتیمانو سوال قبول کړی ، او په سپرو شونډو یې دناز موسکا خوره شی .

پدې هیله چې دا ځل بیا دتیر په څیر دخوارو افغانانو هیلې له خاورو سره خاورې نشی ، او په هیواد کې تل پاتې سوله ټینګه شی ، ټول افغانان خپل منځي اختلافات یوې خواته پریږدی او دخپل ګران هیواد دابادۍ او سرلوړۍ په موخه په یوه ټغر دیوې لویې کورنۍ په څیر سره راټول شی او داوږدې جګړې په اور کې دسوې هیواد د بیا رغاونې لپاره مټې را ونغاړي .

کابل



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011