Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني د جاهېلستان او د دلالستان هېوادونو وړاندوينه


د جاهېلستان او د دلالستان هېوادونو وړاندوينه

چارشنبه، 07 مرغومی 1390 | وخت: 19:43

د ترهګرو دوتر د افغانستان د ماتېدو پلان دی دا هېواد يوځل مخکې هم پر دې چل مات شوی دی هلته ستا دوتر او دلته زما دوتر

Jahilistan and Dalalistanترهګربه په قطرکې تر ٢٠١٤ زکاله پورې دوتر ولري ترهګر به دغه دوتر په عربي خاوره کې ديوۀ سفارت په توګه داسې کاروي لکه د تېلو د غلو نوکران چې افغان سفارتونه کاروي بيابه له ٢٠١٤ ز کاله وروسته ترهګر دغسې دوتر په اروپايي هېوادونو کې ولري تر ٢٠٢٠ ز کاله پورې . بيا به د تېلو غلۀ په جرمني کې سره راغونډشي پرېکړه به وکړي

چې تر ٢٠٣٠ ز کاله پورې دې د تېلو د غلو نوکران نيم افغانستان ترهګرو ته پرېږدي بيا به په ٢٠٣٦ ز کال کې هغه سيمه چې پښتانۀ په کې زيات دي په پوره توګه جاهېلستان شوی وي بيا به ښه په اسانه شمال کې يو ګلالی حکومت جوړ کړي چې به په کې سرکاري دوترونو کې پر ښځو له نرانو سره د مخ مچول فرض شي بچابازان به په کې د نرانو د پرتوګونو ساتونکي وي ،د تېلو غلۀ به په کې دشتمنيو ساتونکي وي ، زناکاران به په کې د ښځو د حقوقو ټېکوال وي .په ټلويژن کې به د دپېسې )سټيج( پر سر نجونه مينې ژوب کې ګډېږي ،نجونه به په کې چې د بالېغتوب عمر ته ننوځي د ځان لپاره به د ځوانۍ مېړۀ يا بوای فرېنډ هيله منده وي ،هره مور به په کې دلاله وي او هر پلار به په کې دلال وي ،هر زوي به په کې بې پلاره وي او هر ورور به په کې بې غېرته وي ،هره خور او لور به په کې د شلم)٢٠( مېړۀ په نيکاح کې مري .

 

يوۀ مشر خبره کوله، کله چې ظاهرشابابا رانسکورشو نو پر هماغه ماښام په پېښور کې د مهاجر غږ وشومخکې له دې به افغانانو ته چا په لوړ غږ غږ نه شو کولی هغۀ ته خپل پلار او نيکه ويلي وۀ چې پخوا وختونوکې موږ کله له کونړه راتلو موږ به داسې نه ويل چې پېښور ته اويا دا موږ د ننۍ زمانې احمقان چې وايو پښتونخوا يا خېبر پښتونخواته ځو موږ به ويل ښکته ځو کله چې به کونړ ته تلو بيا به مو ويل بره ځو. په پېښور کې زموږ په کورنۍ کې تر ننه داغږ دود دی )کېدای شي ټولو افغانان کې دود وي( وطن ته تلی دی او له وطنه راغلی دی .

په کال ٢٠٣٥ ز کې به د افغانستان په نوم هېواد د نړۍ له نقشې څخه ورک شي او دوه نور هېوادونه د دلالستان او جاهېلستان په نوم به په کې زيات شي . بيا به په کال ٢٠٣٦ز کې به په پېښور کې غږ وشي جاهېل ،د جاهېلستان واکمنان ترهګر به له پاکستاني حکومت سره د جاهېلستانيانو په بېرته راستنېدو خبرې داسې پېل کړي لکه داودخان چې د مهاجرو د راستنېدوخبرې پېل کړې وې او تر ننه يې دا دی ګوډاګيان شاربي .

په جاهېلستان کې به کار نه وي د رزق د ګټو کومه بله چاره به هم نه وي خلک به خپلې لوڼه او خوېندې پر يو بل خرڅوي ، په بدو کې به يې ورکوي د لسو کالو ماشومه به ٤٠ کلن جاهېل ته وده وي ماشومه به له کوره بهر منډه کړي په لاره کې به يې ترهګر راونيسي چې له کوره ولې تښتې پرښکاره مېدان به يې سنګسارکړي .

په لويديزه نړۍ کې چې کوم پښتانۀ باتوران وسېږي او د اوسېدورېښته لري هغه د لندن والا پښتنوخو په خپلو کورنو کې د صمدخان او ولي خان مړي لمبول له اوسه څخه پېل کړي دي او دا ځيني نور چې راتلونکی کهول به يې د جاهېل په نوم لندن کې پېژندل کېږي ورسره غاړه شوي دي کوڅو او واټونو ته راوځي موږ ډيورندلاين نه منو! مې منه کنه،تۀ خو دا خبره په پېښورکې د جي ټي روډ پر سر وکړه چې دا ټول لوی افغانستان دی موږ ډيورند لاين نه منو، چې همدغه د صمدخان او ولي خان پاتمړي درله دا خولۀ په سوک وهي او څټ ته يې درله اړوي .لږ له هېلمنده هم ځان خبر کړئ چې د ډېورنداولادې په کې کومې چارې روانې کړي دي .

په کال ٢٠٤٠ز کې به د بهرمېشتوافغانانو د کوشينانوله پېژند پاڼې څخه د افغان ټکی ورک شي د پاکستان پښتانۀ به په خپل حال پاتې وي ځانونو ته په د اوس په شان پاکستانی شهري واي لويديزه نړۍ کې چې يو بل سره مېلاويږي وايي به وروره پاکستانی يې هغه بل به هم ورته وايي اوجي پاکستانی يمه .

د جاهېلستان وګړي چې کله له يوۀ بل سره ويني نوپر يوۀ بل به غږ کوي وروره جاهېل يې هغه بل به هم ورته وايي هووروره جاهېل يمه پلار او نيکه مې افغانان ول، ډېرباتوره خلک وۀ ان تر ډيلي يې ټول اسمان فتح کړی وواو اوس موږ څه شی يو! جاهېلان .

د دلالستان وګړي به په خېټه نهر وي خو ډمتوب به يې ښه ډېر وي په جهالت کې به له جاهېلستانيانو څخه هم جاهېله وي او ټول عمر به يې په همدې خبرو تېرشي ، وبه شي ،واړۀ به شي،لوی به شي او مړۀ به شي ،چې کشور ما نام نه دارند،دلالستان يا دلال مانايي مردګاوه مېده امي امريکايا پدرنالته بودند، اوخت از نامې افغان ما،صدقۀ نام افغانم شوم ،چيقه مېترسيدندپدرکلاناي ما ان تر ډيلي اسمان را فتح کرده بود،و ايمروز ما چه استيم! مردګاوا.

مېوند اشنا

منځنۍ د ١٤٣٣هـ کال د صفرې ٣

د ٢٠١١ز کال د دسمبر ٢٨

د ١٣٩٠ ل کال د مرغومې ٧

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011