Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني اداري فساد چا رامنځ ته کړی دی ؟


اداري فساد چا رامنځ ته کړی دی ؟

چارشنبه، 30 لندۍ 1390 | وخت: 18:57

corruption-afghanistanپه افغانستان کې دبهرنیانو په زور دطالب واکمنۍ دراپرځیدو او دنوی دورې دپیل راهیسې ، دجګړې او نشه یې توکو ترڅنګ، یوه بله غټه ستونزه چې دولت ورسره مخ ده ، اداري فساد دی ،دغې ستونزې د دولت او ولس ترمینځ واټن پیدا کړی ، نړیوال مرستندویان یی په حکومت بې باوره کړی، او په ټولیزه توګه ویلی شو چې دحکومت پر لمن هغه ستر ، تور داغ دی، چې له لرې ښکاري .

لس کاله کیږی چې حکومت ظاهرا ْ د ا دارې فساد په وړاندې مبارزه پیل کړی او پدې برخه کې بیلابیلې ادارې جوړې شوي ، خو تراوسه یې هیڅ کومه جوته پایله نده لرلی ، او فساد ورځ تربلې زور اخلی او له هم افغانستان په نړیواله کچه دوهم هیواد شمیرل کیږی چې په زیاته اندازه ادارې فساد پکې شتون لری .

افغان حکومت ګڼ شمیر کفرانسونه او غونډې دستونزو دحل په موخه جوړې کړی او دغه لړۍ روانه ده ، خو هیڅ وخت دستونزو دلاملونو په اړه پکې بحث نه کیږی ، ځکه که لاملونه یې وپلټل شی ، نو خپله چارواکي پکې ملامتیږی .

په غونډو او کنفرانسونو کې چارواکی هم له فساد شکایت کوی او عام ولس هم له دې ستونزې فریاد کوی ،خو اوس سوال دا ده چې ، څوک په فساد کې ښکیل دی ، او څوک یې باید مخه ونیسی ؟ ایا دا په ریښنتیا دومره ستونزمن کار دی چې په لسو کلونو کې یې حکومت مخه نشی نیولی ، پداسې حال کې چې درسته نړیواله ټولنه یې شاته ولاړه ده.

دلیندۍ دمیاشتې شلمه نیټه چې د ادارې فساد په وړاندې دمبارزۍ له نړیوالې ورځې سره برابره وه ، په کابل کې هم ددې ورځې په مناسبت غونډه وشوه ،په غونډه کې ولس مشر حامدکرزی په خپلو خبرو کې وویل چې حکومتي چارواکې په ادارې فسادکې ښکیل دی ، او دا زیاتره هغه چارواکی دی چې دوه ګوني تابیعت لری .

نو کرزی ولی خپل ګریوان ته سر نه ټیټوی چې دا کسان چا په دندو ګمارلی دی ، پدې لسو کلونو کې ولی داکسان له دندو نه ګوښه کیږی.

ولس مشر دکومې اړتیا له مخې دغه مفسد کسان چې خپله یې یادونه کوی ، ساتلی او مهمې څوکۍ ورکړی دی ، دغه کسان دکوم امتیاز له مخې ځانته برات ورکوی او هرڅه ځانته روا ګڼي ، ایا یواځی پدې نوم چې مونږ دطالبانو په وړاندې مقاومت کړی ،مقاومت به یې هم ورسره ومنو که څه هم په غارونو کې پټ وو او یواځې خپل سر یې ساته ، خو داپوښتنه هم باید ترې وشی چې طالبان دچا داعمالو محصول وو، ولس ولی دطالبانو په غاړو کې ګلان اچول ، افغان ولس دومره ویده هم نده چې له اړتیا او حقیقتونو له درک پرته په پټو سترګو دچا هرکلۍ وکړی ، خو اولس ددغو کسانو اعمالو چې اوس ځانونه دجهاد او مقاومت مراث خواره بولې او ټول امتیازات یې دوی اخلی ، تر پوزې رسولی وو، د دوی په بدنام دور کې دهیچا ، سر ، مال او ناموس خوندی نه وو.

له ښایسته کابل څخه دوینو ډنډ جوړ شوی وو، په هغې وخت کې طالبان دنجات پریښتې بلل کیدې ، او دخلکو یواځنۍ هیله دسر او مال خوندې کیدل وو ، چې دغه ارمان یې طالبان پوره کړ، دا خو یو حقیقت دې چې باید پرې سترګې پټې نشی ، داچې وروسته څه وشول ، پدې به نه غیږیږو ، ځکه خبره ډیره اوږیدې ، خو که دغه موضوع را ونغاړو ، له کمونستانو ، وروسته دهیواد دبدبختیو دوهم لامل همدا کسان وو ، چې دجهاد سپڅلۍ نوم یې بدنام کړ ، دشهیدانو ارمانونه یې له خاورو سره خاورې کړل ، او دقدرت دخرص لپاره یې په هیواد کې داسې اور بل کړ ، چې اوس هم مظلوم افغان ولس پکې سوځي .

دولس مشر کرزی په مشری دنوی دورې له پیل وروسته دغه مړه خماران په پردې نفس بیا را ژوندي شول ، په عوض ددې چې زندان ته لاړ شی ،حکمرانان شول او ټول واک یې انخصار کړ چې اوس هم دستونزو او فساد عمده لامل همدا دګوتو په شمار څو کسان دی.

مهمه یې دا چې ولس مشر په خپلو خبرو کې په تکرار ډول په ټینګار سره وویل چې هرڅه چې کوی ، خو پېسې بهر ته مه لیږدوی ، خپل هیواد کې پرې بلډینګونه جوړ کړی او دلته پرې پانګه ونه وکړی ، دا خپله اداری فساد ته یو ډول جواز ورکول دی .

دیو څو کسانو بلډینګونه چې دملت په وینو یې جوړ کړی ولس ته څه ګټه رسوی ، همدا اوس دکابینې یو شمیر غړی او زور واکی قوماندانان چې دجهاد له سپڅلی نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوی او ټول امتیازات یې په خپل لاس کې اخیستی په کابل کې په لسګونو لوړپوړې ودانې او نور جایدادونه لری ،خو دعام اولس هیڅ ډول درد یې نده دوا کړی ،او نور یې هم له ستونزو سره مخ کړی .

ولس مشره !که تاسو لږ له ارګه راووځی ، دکابل ښار په کوڅو کې وګرځې ، او د کوڅو په مینځ کې د زورواکانو لوړ پوړې مرمرینې ودانۍ وګوري او شاوخوا یې دمظلومو او خوارو افغانانو خاورین کورونه وګورې ، چې پاک لمنې میرمنې یې خپل انګړ ته نشی راوتلا او دورځې یې هم په کړکیو پسې ددجهاد ددغو ټیکه دارانو له لاسه پردې اچولی وی ، نو له سترګوبه دې اوښکې توی شی او که ریښتیا ولس مشر وی او خلکو رایې درکړی وی ، نو ددغو خونخوارو او مفسدو بلډینګونه به په بلډوزرونو ونړوی .

همداسی ورپسې راتیر شه ددغو زور واکانو ښارګوټي وګوره چې په کومو ځمکو جوړ شوی دی ، او داځمکې دوی له کومه کړی دی ، یو عادې قوماندان په لسګونو ، حتی په سلګونو کورونه او اپارتمانونه لری ، خو یو بې چار مامور چې شل دیرش کاله یې همدې خوار هیواد ته حدمت کړی ، بی کوره ګرځې او په ډیرې سختې سره په کرایې کور کې ژوند تیره وی ، دا نو څه ډول انصاف دی ؟

خو دافسوس خبره داده چې دهیواد لومړی شخص چې ولس مشر د ه هغه هم شکایت کوی او کله کله خو په عام محضر کې په ژاړه شی او عام ولس هم شکایت کوی، نو اوس هغه منبع کومه ده چې ددواړو شکایت واوری او ددې ستونزې حل پیدا کړی .

باور وکړی زه دیو افغان په توګه شرمیږم ، چې ولس مشر څنګه ځان دومره ضعیف او ناتوانه احساسوی ، دې خو دافغانستان غوندې دیو باتور هیواد ولس مشر دی ، ولس رایه ورکړی ، نړیواله ټولنه یې بشپړ ملاتړ کوی ، دچارو بشپړ واک لری ، نو بیا ولی پدې برخه کې اقدام نکوی ؟

ځواب روښانه ده ، چې خپله ولس مشر په اداري فساد کې ښکیل دی، زما هدف دا ندی چې شخصاٌ ولس مشر کرزی به په فساد ککړ وي ، خو دده ، مرستیالان ، دکابینې غړی ، او نور لوړ پوړي چارواکی عملاٌ په ادری فساد کې ښکیل دی ، او دا دلمر په شان روښانه ده ټول ولس یې وینی ، نو داچې ولس مشر پدې برخه کې ګام نه پورته کوی او په هرڅه یې غوږونه کاڼه اچولي دا خپله ستر فساد دی .

ایا ولس مشر نده خبر چې دکابل دولتی او شخصی ځمکې دچا له خوا غصب شوی ، او په غیری قانونی توګه ښارګوټي پرې جوړ شوی او بیا په لوړه بیه په خلکو پلورل کیږی ؟ یا ولس مشر پدې نه پوهیږی چې ستر نړیوال قراردادونه دچا له خوا اخیستل کیږی ،او له پېسو یې څو فیصده په ټولګټو پروژو لګول کیږی ،دده له لومړي مرستیال رانیولی ، تر یوه عادې قوماندان پورې ټول په ادارې فساد ککړ دی خو بیا هم دولس مشر کرزی په شاوخوا راتاو دی او خپلې ګټې تعقیبوی ، دګوتو په شمیر څو کسان دی ، چې دافغانستان ټول ولس یې یرغمل نیولی او لس کاله کیږی ، پرې حکومت کوی ، ایا پدې هیواد کې قحط الرجال دی چې همدا څو ککرۍ دشطرنج د دانو په څیر سره یوې خوا بلې خواکیږی ؟ ایا په هیواد پاک سپڅلی د لوړو تحصیلاتو خاوند کسان نشته چې کابینې ته لاره پیدا کړی ؟ مونږ دهیواد په ټولو ملیتونو کې ډیر وړ کسان لرو خو بدبختنه څوک دکار موقع نه ورکوي او هرڅه دغو څو کسانو انخصار کړیدی ، چې په ولس مشر را تاو دی او یا په بله اصطلاح دحامد کرزی ټیم ورته اوایو.

اداری فساد د ټولو ستونزو مور ده او تر ټولو اړینه ده چې ددغه ستونزۍ ټغر له هیواد څخه ټول شی ، او دا دومره ستونزمن کارهم نده ، که ولس مشر کرزی وغواړی ، لومړی دې دغه خپل اوسنۍ مفسد ټیم له ځانه لری کړی ، ځان دې په ملت پورې وتړی ، مجازات ، مکافات دې وټاکي او اصلاحات دې له ارګ څخه پیل کړی او دحکومت تر روستي او لری پرتې ادارې په پورې دې وغځوی .

که چیرې څو تنو مسفدو لوړ پوړو چارواکو ته دهیواد دنافذه قوانینو سره سمه سزا ورکړل شی ، ادارې له مفسدو کسانو ، چې ټول خلک یې پیژني پاکې شی ، پوه، وړ او پاک کسان په دندو وګمارل شی په خپله د اداري فساد لمن ټولیږی ، او که داداری فساد لمن ټوله شوه دخلکو او حکومت ترمینځ اوسنۍ واټن له مینځه ځي ، خلکو ته دکار زمینه برابریږی ، دخلکو په اقتصادی ژوند کې مثبت بدلون راځې ،دهستیو او سوکالیو خاوندان کیږی ، چې دا پخپله په امنیتی وضعیت نیغ په نیغه مثبت اغیز کوی، او دهیواد دوښمنانانو ته دا زمینه نه برابریږی چې افغان بچیان دخپل هیواد او خلکو پرضد وکاروی .

محمدعثمان سنګین ، کابل



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011