Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني افغاني دولتي سيستم د افغاني ټولنيز اخلاق په لومه کې


افغاني دولتي سيستم د افغاني ټولنيز اخلاق په لومه کې

سه شنبه، 29 لندۍ 1390 | وخت: 22:43

په نړيوالو رسنيو کې مې ولوستل، چې په سعودي عربستان کې شپږ تنه د بانديتيزم په ګرمتيا د اسلامي شريعت له غوښتنو سره سم په سزا رسول کېږي. مګر کله چې ما د دغو خلکو په اړه د سعودي عربو قضايي پرېکړه ولوستله، نو هېښ پېښ پاتې شوم، ځکه چې د دغو خلکو ښی لاس بايد له دوو بندو بېل او پرې شي او بيا يې کيڼه پښه غوڅه شي. دغه اشخاص د ۲۰ تر ۳۰ کلونو عمر لري. زه په دې پسې نه ګرځم، چې دغه مجرمين به څه احساسوي یا به يې پښې او لاسونه پرې کېږي، مګر له دغه پېښې وروسته د هغوی د ژوند او مراقبت پړاونه د کورنيو غړو او ټولنې لپاره ډېر زړه بوږنونکي او ستونزمن دي.

 

زه لکه يو ډاکټر غواړم د دغسې پېښې په اړه، کله چې د يو انسان لاس او يا پښه قطعه شي، نو له کومو ستونزو سره مخامخ کېږي، لږ روښنايي واچوم. ما به تر ننه له څو زرو ډېر خلک عمليات کړي وي، خو کله چې د يو انسان د لاس يا د پښو د پرې کولو موقع راورسېږي، نو دغه بدمرغه خبر ناروغ ته په آساني نشي ويل کېدلی، نو له ناروغ سره د څو پړاونو په ترڅ کې دغه خبره يادېږي، ځکه چې وروسته له عملياته د انسان په ژوند کې ډېر داسې بدلونونه راځي، چې انسان له ډېرو سايکولوژيکي، کورني او ټولنيزو ستونزو سره مخامخ کوي.

وروسته له دې چې د پښې يا د لاس د پرېکولو موافقه له ناروغ سره وشي، نو لومړی خو ناروغ د ګڼشمېر نورو ډاکټرانو لکه سايکولوژيست، د رېولېدېشن (بيا رغاونې) ډاکټر، اورتوپېد، فيزيوتېراپېوفت او کورني کارپوه سره مرکې تر سره کوي او وروسته له دې د عمليات مالومات تر لاسه کوي او بيا له غوښتنې سره سم عمليات تر سره کېږي، چې وروسته له عملياته ناروغ د څو مياشتو په اوږدو کې ورو ورو بيرته ټولنيز ژوند ته وراوړي او بيا هم خپل نيمګړی ژوند پر مخ بيايي، خو اسلامي قاضيان هسې د يو چا سر پرې پرې کړي او يا يې غړي ورغوڅ کړي، د دغو پېښو ټولنيزو عواقبو ته بيا پام نه کوي، چې په ټولنه کې بيا څه کېږي، نو اوس به راشم دې ته چې وروسته د پښې او يا هم لاس له پرېکولو کومې ستونزې د يو انسان په ژوند کې رامنځ ته کېږي او کوم عاقبت د کورني ژوند او ټولنيز بهير ته لري، نو هره ستونزه به بېله ياده کړم:

۱ - د عمليات او له عملياته وروسته ګواښونه: د عمليات په ترڅ کې د خونرېزي او يا هم د بې سدي د درمل له کبله کېدلی شي يو انسان خپل ژوند له لاسه ورکړي او يا هم وروسته له عملياته د زخمونو له شړېدلو او يا هم زوې نيولو سره مخامخ شي، چې د بل عمليات د تر سره کولو ګواښ رامنځ ته کوي او پورته نومولشوې ستونزې نورې هم پياوړې کېږي.

داسې به ګومان وکړو، چې عمليات نتيجه ورکړه او د زخم لومړنۍ درملنه، چې کوکونه ترې لرې شي، نو درې اونۍ په دربر کې نيسي، خو د ناروغ درمل لا هم نه دی تر سره شوی. وروسته له ۳ اونيو ناروغ په پرمختللو ملکونو کې د بيارغاونې پالنتونونو ته استول کېږي، خو په وروسته پاتې ملکونو کې هسې کور ته استول کېږي. وروسته له ۳ مياشتو د دې امکانات رامنځ ته کېږي، چې غوڅې شوې پښې ته ساختګي پښه يا پروتېز جوړ شي او بيا به ناروغ د ۳ مياشتو په بهير کې تمرينات کوي، چې وکولی شي له ساختګي پښې سره وګرځي، نو بيا هم ژوند ورته نيمګړی پاتې شي، مګر په شرعي قضايو کې د پښو او لاس پرې کول پرته له بې سدي تر سره کېږي او د بيارغاونې پروګرامونه خو هسې هم ورته نشته.

کله چې د يو انسان يوه پښه پرې شي، نو د هغه په ماغزو کې د بشپړې پښې انځور او احساس موجود وي، چې دغه ناروغان پرته له سمې روغتيايي رهنمايي او تمريناتو په ډېره آساني لوېږي او د پښې زخمونه يې خلاصېږي، چې د زخمونو په درمل يې ډېر وخت تېرېږي او تر ټولو بده بيا دا ده، چې کېدلی شي دغه پښه بيا عمليات شي او نوره هم لنډه شي او دا هم کېدی شي، چې زخم خوړين شي او ميکروبي شي، چې دا بيا ډېر ستونزمن حالت دی، چې د ناروغ له مرګ سره مله پېښه ده، خو مسلمان مجرمين په بنديخانو کې او يا هم په کوڅو کې وراسته شي.

۲ - د پښې د پرېکېدلو سايکولوژیکي ستونزې: د ناروغ لپاره د پښې پرې کېدل، کېدلی شي د هغه د هيجانيتوب سبب وګرځي او ناروغ حتی په ځانوژنه لاس پورې کړي، ځکه مخکې له عملياته له ناروغ سره د کورنۍ د غړو سر بېره بېلابېل روغتيايي چارواکي مرکې کوي، چې ناروغ عمليات ته سم آماده شي او له دغو ناخوالو وژغورل شي. ناروغ ته د پالنتونونو په اړه هر اړخيز مالومات ورکول کېږي او د بيا رغاونې مرکزونه ورته ښودل کېږي، خو په اسلامي نړۍ کې د جوړ سړي پښې هسې ورقطعه کړي او بيا يې په ټولنیزو ستونزو کې ډوب کړي.

۳ – کورنۍ ستونزې: وروسته له دې، چې ناروغ له پرې کړې پښې سره خپل کور ته ولاړ شي، نو بيا دغه ناروغ هغه سړی يا مېرمنه نه ده، چې په دوو پښو ګرځېدل او يا يې دواړه لاسونه درلودل. په کورنيو چارو کې هم له ګڼشمېر ستونزو سره مخامخ کېږي. د بېلګې په توګه که د يو انسان لاس قطعه شو، نو د پرتوګاښ (آېزاربند) خلاصول اويا تړل به يې د رفع حاجت، اوداسه او جامو بدلولو په ترڅ کې څوک تر سره کوي؟ ستاسو ځواب به وي، چې محرم يا محرمه يې، خو داسې ګومان وکړی، چې دغه شخص مجرد دی، کونډ دی او يا څوک نه لري بيا به څوک مرسته ورسره کوي؟ بيا به وايی چې پرتاګه ته دې لاشتک واچوي!

د کورنۍ غړو ته د ناروغ د يوې پښې پرې کول له عصبي تشنجاتو سره مله پېښه ده. په کورونو کې د ترينګړتيا امکانات رامنځ ته کوي، په کورنيو کې جنګونه پېښېږي، چې دغه معيوب کس کېدلی شي د کوڅې ژوند ته اړ شي. بيا به ياده کړم، چې په پرمختللو ملکونو کې د دغو خلکو لپاره هم پالنتونونه جوړ شوي، نو که له کوره بېزار شي، نو دغه پالنتونو ته استول کېږي او مراقبت يې د پالنتونونو د چارواکو لخوا تر سره کېږي او ژوند يې بيمه دی، خو په افغانستان کې دغه خلک د کوڅه ډبو د رېشخند مظهر شي.

تر ټولو ستونزمن ژوند د ناروغ د مېرمن وي، ځکه چې د مراقبت تر څنګ د کور د ډوډۍ ورکولو وظيفه يې هم تر غاړې کېږي او تر ټولو ستونزمنه ورته د خپل خاوند سره په ځای کې پرېوتل دي، ځکه چې خاوند يې نور هغه بشپړ انسان نه دی، چې مخکې له عملياته وو. لنډه دا چې د پښې او يا د لاس پرې کول په ټولنه کې ډېرې نورې ستونزې هم رامنځ ته کوي، چې په هېڅ اسلامي مملکت کې يې د حل لپاره شرايط نه دي جوړ شوي. نن سبا په افغانستان کې له څو ميليونونو ډېر معيوبين شته، چې د ژوند له خوالو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان دي، خو که د لويديز ملکونو د اروتوپېديک مرستو لړۍ له ۱۹۸۶ ميلادي کاله په افغانستان کې فعاله نه وی، نو نن سبا به ډېرو معيوبينو ساختګي پښې هم نه درلودلی او خدايزده چې څه حال به يې وو!

په ټولنه کې د پالنتونونو لګښتونه: د يو ناروغ، چې پښه يا لاس يې پرې شوی وي، نو لږ تر لږه تر يو کاله د بيا رغاونې په بهير کې وي، چې لګښت يې ډېر زياد دی، خو په ډېرو پر مختللو ملکونو کې د روغتيايي سيستم په برخه کې ګڼشمېر مجهز پالنتونونه جوړ شوي، چې د ستونزمنو ناروغانو په بيا رغاونه کې غوره رول لوبوي. د هغه ناروغانو لپاره چې پښې يې پرې شوې وي او يا لاسونه، نو د هغوی لپاره ډېر ښه د بيارغونې پروګرامونه او سامان آلات لري، خو په نړۍ کې له ۶۰ ډېر اسلامي ملکونه شته، چې د شريعت پر اساس د ګڼشمېر خلکو پښې او يا لاسونه ورپرې کوي، خو بيا يې د قسمت کنډولې ته ورټېل وهي، چې هر څه پرې وشول هغه پرې وشول او خپله ټولنه هم له ګنشمېر ستونزو سره مخامخ کوي، په پښتو کې متل دی، چې «په زور پلونه نه جوړېږي».

په ټولنه کې ډېرې پېښې داسې دي، چې بايد ټول اړخونه يې په پام کې ونيول شي. په ډېرو اسلامي نومي ملکونو کې د سيکولوريزم، دوديز او مذهبي دولتي سيستمونو اړې دوړې روانې دي، چې ډېر يې ټولنيزې اخلاقي ستونزې لري. په اسلامي ملکونو کې د تورکيې دولت او ګڼشمېر نور سيکولير کرکتر لري، مګر ډېرو نورو ملکونو کې له دود سره سم اسلامي شريعت (سني/شيعه او داسې نور شريعتونه) او خپل دوديز کړه وړه ګډوډ کړي دي، چې په ټولو ملکونو کې په زور په خلکو تحميل شوي دي، خوپايله يې هغه څه ده، چې په اسلامي نړۍ کې يې موږ وينو، نو څه چې کرې هغه به رېبې!

زه له شريعت سره هېڅ ستونزه نه لرم، ښه ويل شوي، چې غل نه وې له پاچا هم مه وېرېږه!، مګر ستونزه دلته ده، چې اسلامي ملکونه د بېلابېلو مذهبونو په تبۍ تاوده دي او هره ټولنه خپل اسلام، خپل تفسير او اسلامي تعبير لري، چې موږ پکې حنفي يو، خو يو شی د اسلام ډوله ټولنې ټوليز دی، هغه دا چې د غله لاس پرې کړي، مېړوښه ښځه وروسته له زنا په تېږو وولي، پېغله او يا نا مېړوښه بيا په دورو يا متروکو ووهي، همجنسبازان له غره ښکته راوغورځوي، چېرې چې غرونه نه وي، نو دېوال پرې چپه کړې، خو هېڅوک نه پوهېږي، چې دېوال پوخ وي او که له خټو کومه پخسه وي، خو پايله يې يو شی ده، يانې د زنا کار وژنه او بس.

violence-against-humanity

پر ما به هم يو شمېر کومه ګرده، سه کونجه يا چارکونجه ټاپه ووهي، خو يوه خبره ډېره غوره ده، چې په بحث کې ريښتيا راڅرګندېږي او د حل لاره موندل کېږي. د پورته يادشويو جنايتونو لپاره د دې سپارښت کېږي، چې د هرې ستونزې شاليد بايد وڅېړل شي او له علت او سبب سره يې سم چلند وشي. د ټولنې د سوله ييز ژوند لپاره بايد بشري ارزښتونه پياوړي شي، چې انسان خپل موقف ونيسي ياني د اشرف المخلوقاتو ځايناستی شي، نه لکه نن سبا چې په افغانستان کې زورواک، قاچاقبر، قاتل اورزيل په خلکو واک چلوي او سپېڅلي افغانان يې قرباني دي، خو سپېڅليو ته هم پکار ده، چې لاس تر زنې کېنني او د افغانستان د ژغورلو لپاره لاس راونغاړي!

درنو لوستونکو! زه په يو شي نه پوهېږم، چې ولې په اسلامي ټولنو کې يو سم اداري دولتي سيستم نه رامنځ ته کېږي او د هغو ستونزو په اړه څېړنې نه تر سره کېږي، چې دغه ټولنې ورسره لاس او ګرېوان دي او يا يې د دغو ټولنو د انارشي له ګواښونو سره مخامخ کړې دي. ما پرته له افغانستانه په بېلابېلو کفري ملکونو کې هم ژوند کړی، له کمونيستي ملکونو رانيولې بيا تر کپيتاليستي او امپرياليستي ملکونو پورې. په دغو ټولنو کې هم ډېرې ستونزې شته، خو زما په شخصيت څوک تېری نه کوي، د خپلو اسلامي مناسکو لپاره د دې امکانات لرم، چې جومات ته ولاړ شم او يا په خپل کور کې خپل اسلامي عبادت وکړم.

بايد ياده کړم چې زما ستونزه د اسلامي بېلابېلو فرقو له پيروانو سره ده، چې ما دې ته اړ کوي، چې بيا يې جومات ته ور نه شم. د بېلګې په توګه د یوې مذهبي فرقې جومات ته تللی وم، وروسته د ماسپښين له لمانځه يې په اوردو ژبه نعتونه پيل کړل او بيا يې يوه حلقه ووهله او په جومات کې په يو او بل پسې ګرد تاوېدل او ما ته يې هم برګ برګ کتل، چې ورسره ګډ شم، خو زه هم وروسته له لمانځه او دعا له جومته ووتلم. په کابل کې خو تاسو وليدل، چې د شيعګانو د کوڅو سينه کشيو، د سړکونو پوشاپونو او ځان وهلو پايله هم د کوڅو لړل په وينو شول او وروسته له ۱۴۰۰ کلونو بيا هم دغه ورځ په وينو لمانځل کېږي.

زما ليکنې د ټولو مسلمانانو لپاره راجع نه دي، خو په افغانانو مې زړه خوږېږي، نو ځکه ورته ځينې پېښې له خپل نظر سره سمې سپړم، په دې هيله، چې کېدی شي زموږ دغه بدمرغه هېواد چې دا دي له دريو لسيزو ډېره موده کېږي، چې په وينو کې لمبول کېږي، د ستونزو د حل لاره پکې وموندل شي او موږ وکولی شو، خپلو هېوادوالو ته يو هوسا ژوند ورپه برخه کړو. دغه موخې ته د رسېدو په تمه زه هم کله کله ټولنيزې ليکنې کوم.

زما د يوې ليکنې په غبرګون کې يو خواخوږي د دې وړانديز کړی وو، چې پخپله بله ليکنه کې د افغاني داسې دولت جوړېدنې وړانديز وکړم، چې ټولو افغانانو، ګاونډيانو او نړيوالو ته د منلو وړ وي، خو له خواشيني سره بايد ياده کړم، چې دغه پديده يا ټولنيزه وجيبه زما له سويې ډېره پورته ده او له بل پلوه زه بايد ځان ته د دې واک او اختيار هم ورکړم، چې د افغانستان په سياسي خړوبه ورګد شم، خو له بل پلوه داسې ګومان کوم، چې د دغه يو دوست زړه هم ونه غورځوم او که يې ټوکه کړې وي، نو بيا خو د زړه د تڼاکې ويلې کول دي، نو زه به هم د څو کرښو په تورولو يو څه وليکم، که د حل لاره نه وي پکې، مګر د سوچ او شاربلو لپاره به يوه پلمه شي.

زه څه موده مخکې د افغانستان د شمالي سيمو تر لسو زياتو ولايتونو ته تللی وم او له هغې مخکې له کابله تر کندهاره او بيا تر جلال آباده مې هم يو سفر درلود، نو طبيعي خبره ده، چې د خلکو په ژوند کې مې ډېر څه وليدل او د عاميانو او سالارانو ژوند مې هم له نېژدې وليد او په يو شمېر غونډو کې مې ګډون هم وکړ او د ودونو په ليدلو مې سترګې هم مړې کړې، نو اوس که څه ليکم زما د ليد په شاليد کې به يې څرګندوم.

په پښتني سيمو کې، زما موخه جنوبي سيمه، جنوب غربي سيمه، شمال شرق سيمه ده، چې پښتانه پکې ډېرګړي دي او په شمال کې بيا پښتانه لږکي دي، خو په ټولنيز ژوند کې بيا هم ډېره غوره برخه لري، مګر يوه خبره په زړه پورې ده، چې په شمال کې د عادي خلکو په منځ کې ټولنيز فشار نه ليدل کېږي. ډېر پښتانه خپل ورځنی ژوند تېروي او دولتي ادارو کې کار کوي، خو د دريو لسيزو په بهير کې ګڼشمېر پښتانه له سيمې بې ځايه شوي، چې علت يې جګړه ده، ځکه کمونيستي، جهادي او امريکايي ناخوالې پښتنو ته په ميراث رسېدلې دي، نو پښتانه به يې شاربي، ځکه چې نن سبا امريکايان هم خپل دوښمن د پښتنو په هويت کې ويني، نه د افغانستان د لږکيو په شتون کې.

په پښتني سيمه کې بيا بدمرغي په بل ډول ده، هغوی داسې ګومان کوي، چې په شمال کې پښتانه ډېر کم دي او دا سيمې د نورو دي، مګر داسې نه ده. په شمال کې پښتانه د خپل هويت او شتون جوګه دي، خو که په جنوبي پښتني سيمو کې بې اتفاقي وي، نو په شمال کې د پښتنو د ځپلو ګواښ هم پياوړی کېږي، نو د افغانستان د ستونزو په حل کې د پښتني سيمو د پښتنو اتحاد او يووالی ډېر غوره ګڼل کېږي. يو شمېر پښتنو په خبرو اترو کې يادوله چې د شمال سيمې دې اقليتونو ته ورپرېښودل شي، خو د استدلال شاليد يې د شمال پښتنو په اړه نا پوهي وه، چې شمالي سيمې ته د پښتني سيمو د پښتنو نه راتګ دی.

د پياوړي افغاني دولت په جوړېدنه کې په پښتني سيمه کې همغږي او يووالی حتمي دي. دا مهمه نه ده، چې دوی له طالبانو سره درېږي او که له مرکزي دولت سره، په دواړو بڼو سره د افغانستان د ادارې د پياوړي کېدلو امکانات رامنځ ته کېږي، خو که پښتانه لکه نن وېشل شوي وي، نو په افغانستان کې د يو پياوړي دولتي سيستم رامنځ ته کېدل نا ممکن دي. د افغانستان حياتي ستونزه د ټولنې وده ده، چې پرته له تخنيک او تکنالوژي نه کېږي، خو د پرمختګ لپاره امنيت ته اړتيا ده، چې بيا د ډېرګړي ټبر په يووالي يانې پښتنو رامنځ ته کېدلی شي.

افغانستان يو اشغال شوی مملکت دی، نو د خپلواکي لپاره نظامي مبارزه اړينه ده، خو د ټوليز دوښمن په مقابل کې بيا هم د پښتنو يووالی اړين دی. افغانستان بايد د مافيايي سيستم له ادارې راووځي. نن سبا هره ډله يو شمېر وسلوال خلک لري، چې په دولت کې يې منګولې خښې کړې دي. له دغه مافيايي سيستم نه هم د خلاصېدو لپاره بايد پښتانه اتحاد وکړي، پرته له دې دا هم ناشونې ده.

په ټولنه کې د ادارې لپاره ګونديز سيستم ته اړتيا ده، ځکه چې د ګوند په کړنلاره اوبنسټ ليک کې د هر ګوند غوښتنې څرګندې وي، چې د پښتنو له همغږي او يووالي سره بل هېڅ داسې ګوند نه شي رامنځ ته کېدلی، چې د افغانستان له ملي ارزښتونو (د افغانستان ملي ژبه پښتو، د افغانستان ځمکني بشپړتيا او د اسلام مقدس دين) سره په ټکر کې وي او يا هم د خاور زمين يا قومي فدراسيونونو خوبونه څوک په سر کې تېر کړي.

د افغاني ټولنې لپاره بايد هغه تورمخي سياستوال چې بېلا بېل ټبرونه يې يرغمل کړي، تجريد شي او پر ځای يې څانګپوه او صادق اوزبک، تاجک، هزاره، پشه يي، تورکمن او پښتانه لکه ټولنيز سمبولونه وروزل شي او په دولتي سيستم کې وګومارل شي، چې دغه کار پرته له يو ملي ګونده نا ممکن ده. څانګپوه اداره د يوې ټولنې د سمې ادارې د سوله ييز ژوند تضمين ده. زه به د روغتيايي سيستم په اړه لږ رڼا واچوم، چې د څانګپوهنې په برخه کې يو ټوليز نظر جوړشي.

روغتيايي زده کړې (پوهنتونونه)

روغتيايي څانګپوهنه (داخله، جراحي، عقلي عصبي.... د دغه ټولو لپاره کلينکي روغتونونه)

د روغتيايی سيستم د منجمنت يا مديريت مسلکي کارپوهان

روغتيايی سيستم (اداري واحدونه، روغتونونه، درملتونونه، ډيپو ګانې، نشرات، ګرځنده واکسينېزېشن، د چاپېريال حفظ الصحه او داسې نور)، نو دغو ټولو ته د مسلکي خلکو اړتيا ده، نو همدا ډول د ټولنې د ښوونې او روزنې سيستم، اقتصادي، قضايي او نورو سيستمونو ته څانګپوه چارواکي پکار دي، نو په ملا، قاري، تورن اسماعيل، رشېد دوستم او داسې نورو دولتي اداره نه جوړېږي، ځکه نو دا به مو حال وي، لکه نن سبا چې په افغانستان کې دی.

پايله

افغانستان له مسلمانانو ډک ملک دی، مګر اسلامي ملک نه دی، ځکه د اسلام هېڅ قانون په افغانستان کې نه دی پلی شوی. په يوه ټولنه کې د کورنۍ جوړول يو ټولنيز واحد ګڼل کېږي، خو له بده مرغه په افغانستان کې د لګښتونو له کبله دغه ټولنيز واحدونه له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. په افغانستان کې هلکان نڅول کېږي، نجونه، ښځې اخلاقي فساد ته لمسول کېږي، چې دغه ټول کارونه د اسلامي ټولنې سره منحرف دي. په افغانستان کې د انسان بشري ارزښتونه تر پښو لاندې کېږي، نو دغه ټول د يو غير اسلامي او غير انساني ټولنې کړه وړه دي، چې په افغانستان کې په پريمانه پيمانه تر سره کېږي، چې د پاړسي له يوې اصطلاح سره سمون لري «هره کاره باش با خدا باش».

د افغانستان د سمې ادارې لپاره د يو کارپوه دولت رامنځ ته کېدل اړين دی. د دغه موخې لپاره بايد څانګپوه افغانان په يو ګوند کې راټول شي، چې د افغانستان د ادارې لپاره جوت ګامونه واخلي. افغانۍ رسنۍ بايد د دې هڅه وکړي، چې د افغانستان په ټولو ټبرونو کې د صادق، څانګپوه او په افغاني ارزښتونو مين خلک د ټولنيز سمبولونو په بڼه ټولنې ته وروپېژني، چې د افغانستان په اداري چارو او ملي ګوند کې ورګډ شي. د افغانستان د ټولنيزو ستونزو (حرص، سيالي، اصراف، بې حرمتي) په اړه سمې څېړنې وشي او خلکو ته په زغرده يادې شي او ستونزو ته د دودونو پرده وروا نه اغوستل شي.

په پای کې دغه فلم هم وګوری، چې څوک په پیسو کې ډوب دي او څوک بيا په وينو کې لامبي!

په درنښت

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011