Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست درې ورځې په بن کې


درې ورځې په بن کې

پنجشنبه، 17 لندۍ 1390 | وخت: 23:40

second-bonn-conference-on-afghanistanدا لېوني خلک د دې پر ځاى چې د افغانستان د راتلونکي په اړه فکر وکړي په تېر ( ماضي ) کې راګير وو. دوى ته په تېرو لسو کالو کې د خپلې هرې ناکامۍ شاته د پاکستان لاس ښکارېده.

کنفرانس ته تللي نر او ښځې ددې پر ځاى چې د افغانستان د راتلونکي په اړه غږېدلي وآى پر پآکستآن يې د تورونو لګولو په يوه نړيوآله سيآلي کې برخه اخيستې وه چې د جرمني په بن ښار کې جوړه شوې وه. 

د ډيسامبر د مياشتې په پېنځمه نېټه په بن کې د افغانستان په اړه د نړيوال کنفرانس تر پيل دوې ورځې وړاندې د افغانستان د مدني ټولنو په فورم کې د افغانستان د شپږ دېرشو نادولتي ادارو استازيو او د افغانستان او جرمني د بهرنيو چارو وزيرانو هم ويناوې وکړې.

د دغه کنفرانس په يوه برخه کې د افغانستان او پاکستان د پاره د جرمني هېواد ځانګړي استازي مايک سټيناير د افغانستان ، پاکستان او ايران له اته تنو خبريالانو سره خبرې وکړې . په دغه خبري غونډه کې تر برخه اخيستلو وروسته ماته د کنفرانس په دويمه برخه کې د افغانستان د نادولتي ادارو د څو تنو استازيو د خبرو اورېدلو موقع هم په لاس راغله.

د آفغآنستآن د آستآزيو په وينآ وو کې په پآکستآن ځينې داسې تورونه هم ولګول شول چې نه يوازې زه بلکې په کنفرآنس کې برخه اخيستونکي جرمنيان يې هم وخندول.

يوې مېرمنې په خپل ټول زور د ګډونوالو د فام ور اړولو هڅه وکړه او ويې ويل چې دا به د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د وسله والو طالبانو پر ضد خپلو هڅو ته دوام ورکوي. او د طالبانو له مسول پاکستان سره به يې هم سپينوي.

دغې مېرمنې په خپلو د نارينوو په څېر جوړو شويو سپينو وېښتانو کې ګوتې راتېرې کړې او لويديزوالو ته يې خبر دارى ورکړى چې د پاکستان اټومي وسلې د وسله والو طالبانو لاس ته ورځي نو مخکې له دې چې پاکستان طالبان په اټومي وسلو سمبال کړي کار يې ور خلاص کړئ .

د دې وروستۍ جمله په درنو چکچکو بدرګه شوه او ورسره له تلار څخه د خنداوو اوازونه هم پورته شول. ؛

کله چې د چايو د څښلو د پاره را وو واتو همدغې سپين سرې له يوې هندۍ ټلويزيوني شبکې سره په انګريزي ژبه مرکه کوله چې را سره ولاړ يو افغان خبريال راته وويل چې (( کله په افغانستان کې د افغانستان وروستۍ کمونسټ ولسمشر ډاکټر نجيب په دار وځړول شو نو دغه سپين سرې جرمني ته را وتښتېده هغه وخت يې ويښتان هم تور وو خو اوس سپين شوي دي ، دا به کله هم د ډاکټر نجيب په دار ځړېدل هېر نه کړي او چې وس يې رسېږي. له طالبانو او پاکستان څخه به يې د غچ اخيستلو هڅه کوي)). افغان خبريال ته مي وويل چې د ډاکټر نجيب په وژلو کې خو کرزي هم لاس درلود ځکه چې هغه وخت خو کرزي هم د طالبانو پلوي کوله . په همدې وخت کې سپين سرې مېرمن هم راغله له مونږ سره ودرېده . افغان خبريال ته يې د دې د وينا د ستايلو په تمه کتل خو خبريال دا ماته را وپېژنده.

له ځنډه پرته مي ورته وويل چې تر اوسه پورې امريکا ته لا د پاکستان د اټومي وسلو څرک نه دى لګېدلى نو د طالبانو لاس ته به څنګه ورځي؟ راته يې وويل چې انګريزي مي نه ده زده او راڅخه روانه شوه . ما ويل دا تر اوسه چې دې له هغه هندو سره په انګرېزي خبرې کولې ؟ په کيسه کې مي هم نه شوه او پسې روانه وه خو ماته يې په منافقانه چلند خندا راغله او وېړه خوله پاتې شوم.

دا مهال د افغانستان تر ټولو غټه ستونزه منافقت دى. د همدې منافقت او دوه مخي توب له امله خو دا مهال زمونږ او امريکا خپلمېنځي اړيکې خرابې شوې. او ايران هم د همدغو منافقانه تګلارو قرباني دى . په تهران کې په بريتانوۍ سفارتخانه په شوي بريد کې نه څوک مړه شول او نه څوک ټپيان خو بريتانيا له لندن څخه ټول ايراني ډيپلوماټان وشړل. او په دې سربېره بشپړې اروپا هم ايران وغانده.

په پاکستان کې هره ورځ د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې بې ګناه ِښځې او ماشومان وژل کېږي او په دې ورستيو کې خو په پاکستاني سرتېرو هم بريدونه پيل شول. پاکستان د ناټو په بريد کې د خپلو څلرويشت تنو سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې د بن په کنفرانس کې د نه ګډون پرېکړه وکړه. آو بله خوا بيا د افغانستان د پوځ مشر له امريکايي رسنيو سره په خبرو کې وويل چې تاسو په تېرو لسو کالو کې يوازې يو ښه کار کړى دى او هغه دا چې ستاسي الوتکو په مومندو کې پاکستاني سرتېري ووژل.

يو تن افغان خبريال د خپل هېواد د لوى درستيز څرګندونې وغندلې. هغه مايکل سټيناير ته وويل چې کرزى نه يوازې دا چې په افغانستان واک نه لري بلکې په کابل کې لا په خپلو هغو وزيران او جرنېلانو واک نه لري چې ده په خپله پر دندو ګمارلي دي.

د افغانستان او پاکستان د پاره د جرمني هېواد د ځانګړي استازي په وړاندې دغه رښتنې څرګندونې د افغانستان د تر ټولو لويې اخباري ډلې مشر ډاکټر حسين ياسا وکړې. داکټر حسين ياسا د انګريزي ژبې ورځپاڼې ( اوټ لوک ) او درې ژبې ورځپاڼې ( روزنامه افغانستان ) تر څنګ يوه اونيزه هم چاپوي. که څه هم دى تر ډېرې اندازې پورې له شمالي ټلوالي سره خواخوږي ښيي خو بيا يې هم پر ژورناليزم باندې سياست سيورى ونه کړ او رښتيا يې وويل.

ده له مايکل سټيناير سره د خبرو پر مهال وويل چې د بن غونډه تر پيل کېدو وړاندې لا ناکامه وه . ځکه چې په دې غونډه کې د افغانستان په کشاله کې ښکېلې اصلي ډلې برخه نه ده اخيستې. ده وويل که چېرې تاسي يوازې د بن په غونډه کې مولوي وکيل احمد متوکيل او عبدالحکيم مجاهد طالبانو استازي بولئ او د طالبانو پر ځاى له هغوى سره خبرې کوئ دا هسې يوه ټوکه ده چې له ځان سره يې کوئ. داکټر حسين ياسا په ډاګه وويل چې متوکيل او مجاهد د طآلبانو نه بلکې د کرزي استازي دي ځکه چې دواړه دا مهال په کابل کې کرزى ساتي. او کرزى هغه څوک دى چې نه يې له پاکستان سره شل کړه نه يې طالبان خپل ملګري کړل ځکه نو ويلاى شم چې کرزى او افغانستان نور نه شي سره چلېدلاى .

په افغانستان کې د ( وال سټريټ ژورنال ) استازي غوث الدين فروتن بيا مايکل سټيناير ته وويل چې تاسي په لوى لاس جګړه ماران په واک کې ساتئ ، دغه جګړه ماران ستاسي په سرتېرو بريدونه نه کوي ځکه چې تاسي هغوى ته پيسې ورکوئ خو تر منېځ مو بې ګناه افغانان ورباندې خراب کړل.

مايکل سټيناير چې د بن په غونډه کې يې تر ټولو ډېر واک درلود په دې پوهېدلى وو چې د افغانستان او پاکستان خپلواکې رسنۍ د بن له غونډې څخه هيڅ ډول هيلې نه لري.

هغه په غونډه کې د پاکستان د نه ګډون په اړه ډېر ارمان کاوو خو هغه وخت لا سم پسې حيران شو چې ځينې افغان خبريالانو ورته مخامخ له کرزي څخه سر وټکاوو.

که څه هم سټيناير د بن د غونډې د پاره شپه او ورځ په ځان يوه کړې وه خو ددغې غونډې د ناکامه کېدو په اړه ‎ تر پاکستان امريکا ډېره ملامته ده. ځکه چې ولې يې تر دغې غونډې ايله څو ورځې مخکې پاکستاني سرتېري بمبار کړل . نه پوهېږم امريکا د څه شي د لاسته راوړلو د پاره دغه کار وکړ خو دا ويلاى شم چې په دې کار سره يې ډېر څه له لاسه ورکړل.

ما ( خاورې حامد مير ) په دوه زره دويم کال کې هم د افغانستان په اړه په بن کې په جوړ شوي کنفرانس کې برخه اخيستې وه. تر هغه کنفرانس ليږ وروسته د افغانستان د کشالې د حل د پاره د رسنيو د کردار په اړه هم يوه غونډه شوې وه، ما په هغې غونډې کې په ښِکاره وويل چې د افغانستان د ستونزې حل په لښکر کشي سره نه شي کېداى بلکې امريکا بايد له طالبانو سره خبرې وکړي. د جرمني حکومت زما هغه خبرې په بېلابېلو ژبو وژباړلې او د يوې کتابچې په څېر يې وويشلې، له دې څخه مالومېږي چې لس کاله وړاندې هم جرمنيانو تر جنګ خبرې خوښولې.

نن امريکا هم د جنګ پر ځاى د خبرو لوري ته کش کوي خو خبرې بايد د ښکېلو ډلو تر مېنځ مخامخ وشي. د افغانستان د کشالې اصلي مدعيان ملا عمر او امريکا دي .

جرمنيان بايد په دې وپوهېږي چې د ملا عمر اصلي استازي څوک دي؟ او امريکا دي ځان په دې پوهوي چې کرزى د افغانستان د کشالې په حلولو کې هيڅ هم نه شي کولاى.

که د افغانستان کشاله خلاصه شي په هغې ورځ د کرزي واک هم ختمېږي. ځکه خو کرزى نه غواړي چې سوله دي راشي.

که مو په ياد وي يو وخت ډاکټر نجيب په واک کې د پاتې کېدو په خاطر د مجاهدينو له مشر برهان الدين رباني سره مخامخ د خبرو هڅه وکړه. خو رباني د ډآکټر نجيب پر ځاى مخامخ له روس سره خبرې وکړې چې ددې خبرو زمينه ورته پاکستان برابره کړې وه.

همدارنګه ملا عمر هم په هيڅ توګه له کرزي سره خبرې نه کوي. ځکه چې د کرزي او ډاکټر نجيب تر مېنځ هيڅ توپير نشته. که خبرې کېدې نو ملا عمر او امريکا به يې سره کوي او يو ځل به بيا هم دغه کار د پاکستان په غاړه وي. دا په دې مانا نه ده چې پاکستان غواړي په دې توګه په افغانستان کې د خپلې خوښِې حکومت جوړ کړي بلکې پاکستان به په افغانستان د افغانانو د خوښې وړ حکومت جوړوي.

په دې سربېره هم که امريکا غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي نو دا کار هغه وخت کېداى شي چې امريکا په افغانستان د خپلو دايمي اډو خوب اوبو ته ووايي.

په بن د دريو ورځو په جريان کې ما پر سړکونو د خلکو لاريونونه وليدل چې له افغانستان څخه يې د ناټو سرتېرو د ايستلو غوښتنه کوله . اروپا خو چې هر څنګه وي له افغانستان څخه خپل سرتېري باسي، که څه هم د امريکا ادارې لا پټې دي خو اخير به هم وزي . زه خو وايم چې که دوى ټول وزي نو داسې دي نه کوي چې افغانستان دي يا بيخې طالبانو ته پرېږدي يا دي يې يو مخ شمالي ټلوالې ته په لاس ورکړي ځکه په دې توګه به بيا په افغانستان کې کورنۍ جګړه توده شي. افغانان له ورور وژنې څخه د خلاصولو د پاره بايد نه يوازې امريکا او طالبان د خبرو مېز ته کښېنول شي بلکې بايد د طالبانو او شمالي ټلوالي تر مېنځ هم خبرو کولو ته زمينه برابره کړل شي.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011