Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست زه يو بې وطنه،بې کفنه،لاوارثه افغان


زه يو بې وطنه،بې کفنه،لاوارثه افغان [لسمه برخه]

دوشنبه، 07 لندۍ 1390 | وخت: 22:38

poor-afghan-boyروسانو قسم کړی دی چې موږ به د افغانستان په ګاونډکې ژوندي يو او دا د تېلو غلۀ به راشي افغانستان به راوسپړي ، دا داسې مانا ورکوي لکه اسمان او ځمکه چې سره بيا ونښلي .دلته مانا دا ده چې دا کار ناشونی دی .

زموږ په سپيڅلي کتاب * القران کريم *کې ليکل شوي دي چې ځمکه او اسمان سره نښتي وۀ ، خو چې کله الله تعالی د ادم خان د جوړولو او د حواجانې د پېداکېدو تکل وکړ، بيا يوه چاودنه وشوه چې ځمکه او اسمان يې سره خورا لېرې له يوۀ بله وويشتل .

بيا چې کله الله تعالی جرګه راوغوښتله چې ټولو پرېښتوپه کې ګډون کړی وو او يواځې شېطان په کې نه وو نو يوه پرېښته په منډه د شېطان کور ته ولاړه .چې ګوري شېطان له خپلې ښځې شېطه سره پرسور پالنګ ناست دی .پرېښتې ورته په جرګه کې د ګډون بلنه ورکړه چې الله تعالی راغوښتې ده او په جرګه کې له تا شېطانه هم مشوره اخستل کېږي .

شېطان خپل تندي ته ټک ورکړ او وې ويل چې الله تعالی دکوم داسې کار تکل کړی دی چې له ما شېطانه هم په کې مشوره اخلي . شېطان له خپلې ښځې سره پر همدې ځای خبرې پرېکړې او نیغ د جرګې پرلورې وروخوځېد.

شېطان چې د جرګې ځای ته ورسېد يو ناڅاپه پرې يوې پرېښتې عطر باران کړل ،شېطان پوښتنه وکړه چې عطر پرې ولې باران شول نو پرېښتې ځواب ورکړ چې له تا څخه ډېر ناولی بوي ځي خو شېطان ګومان وکړ چې جرګې ته د شرمېدو او ملنډو لپاره راغوښتل شوی دی .

شېطان د پرېښتو په کتارکې کېناست په دې وخت کې يو سپېڅلی غږ پېل شو. ستاسې مخې ته چې کوم څانګونه پراتۀ دي دا د ادم دي چې د ځمکې خاوره ده بيا خټه شوه اوس ترې د ادم څانګونه جوړ شول .دا به ځمکې ته لېږل کېږي بيا به دی هلته ټولواک وي او په ځمکه کې چې څومره خزانې دي ادم به هغه خزانې راسپړي . زما عبادت به کوي ، شکربه وباسي تاسې ټول کولای شئ چې د ادم ټول څانګونه ښه په غور سره وګورئ چې پاېلې ته ورسېدئ راپور ما ته راکړئ .

په سپېڅلي کتاب * القران کريم؛ کې ليکل شوي دي چې ځمکې ته به امر وشي ځمکه به ځان څيري کړي او هغه څه چې په کې وي ټول به رابهر شي ان تر دې چې ځمکه بېخي تشه شي *پر دې راز اوس ګرده پوهېدلي دي چې ځمکه له نعمتونوڅخه ډکه ده نو ځکه د هر چا پر برخه چې کومه ټوټه ځمکه رسېدلې ده د هغې ټينګه دفاع کوي .او څوک چې زموږ په شان بې غېرته وي د خپلې ځمکې دفاع نه شي کولی ،خپله ځمکه نه شي زرغونولی، خپله ځمکه نه شي ودانولی ، خپله ځمکه نه شي راسپړلی هغه به له ازلي ژونده تر بلځلي ژونده پورې په پردو هېوادونو کې خو لا څه کوې چې په خپل هېواد کې هم د يوۀ سوالګر په څېر وږی، تږی ژوند تېروي اويو بې غېرته مرګ ته به شپې سبا کوي . .

د فرانسې د لیکوالانو په قلم دکېټو انسټیټیوټ د تېلو او ګازو د صنعت په یوۀ سیمینار کې ډیک چیني وایي : )کال ٢٠٠٠ ز(الله تعالی د تېلو او د ګازو ‌‌ذخائر او زېرمې په هغه جمهوري هېوادونو کې نه دي خوښ کړي له کومو سره چې زموږ دوستانه اړیکې دي چې ځینې وخت بیا موږ په دغه سیمو کې کار کول غواړو په کومو سیمو کې چې عمومي حالاتو کې ورتګ ناشونی وي خو خېر موږ هر هغه ځای ته ځو چېرته چې بزنس يانې ګټه وټه وي .

خو دې ګټې وټې ته يې روسان نه پرېږدي روسان د دې ټاټوبي په راسپړلوکې سمه نيمه وڼډه غواړي چې څه موده مخکې د روسانو او د تېلو د غلو يونيکال خبرې په تاجکستان کې بې پايلې پاتې شوې په خبرو کې د يونيکال استازی حامدکرزی ووچې دا لس کاله کېږي روسان او د تېلوغلۀ د افغانستان په راسپړوکې هېڅ جوړجاړي ته نه رسېږي .

پرېښتو د ادم څانګونه ژر ژر راغونډ کړل د کتو لپاره يې يوې خونې ته وېوړل ، په دې کې شېطان ولاړشو لاس پر نامه ودرېد وې ويل - زه د يوۀ عرض کولو غوښتنه کوم . هغه سپېڅلی غږ بيا پېل شو ،غوښتنه دې ومنل شوه عرض دې وايه . شېطان عرض پېل کړ ، لومړی دا چې زه کله دلته راورسېدم نو پر ما عطر باران شول چې زه دومره ناولی يم نو بيا مو دلته راغوښتم څله ؟ دويم دا چې موږ هم له پېړو پېړو راهيسې په دې کاينات کې ژوند کوو موږ ته خومو يوه ورځ هم باچايي رانه کړه او نه مو راته خزانې راوښودلې او دا ادم لا څه شی دی او بيا پر تاسو ولې دومره ګران دی چې له خټو يې جوړوئ،بيا په ځمکه کې ټولواکي ورکوئ او د ځمکې لاندې خزانې ورښېوئ ؟ .

هغه سپېڅلی غږ بيا پېل شو ،تۀ شېطان له اوره جوړ شوی يې تۀ په خاوره کې وخت نه شې تېرولی تۀ خاوره نه شې ساتلی ،ځمکه نه شې ودانولی،ځمکه نه شي زرغونولی ادم له خاورو جوړ دی په خاوره کې ښه وخت تېرولی شي ، خاوره ښه ساتلی شي ،ښه يې زرغونولی شي، ښه يې ودانولی شي .

شېطان نور هم څه ويلو ته خولۀ جوړوله چې په دې وخت کې پرېښتې ساه نيولې غمجنې راغلې د ادم ټول څانګونه يې پر جګه دپېسه کېښودل او وې ويل ، موږ د ادم له څانګونو سره پخلا نه يو د ادم هر څانګ ظلم ، شر ،فساد،وژنه ، ورانونه ، ويجاړونه د غم او خفګان وينا کوي نو موږ پرېکړه کړې ده چې له ادمه تېرشئ موږ به ستا عبادت کوو ،شکر به وباسو..... په سپېڅلي کتاب القران کريم کې ليکل شوي دي چې پرېښتوته وويل شول پر هغه څه چې زه پوهېږم ستاسې سر پرې نه خلاصېږي .

دونۍ د ١٤٣٣ هـ کال د محرم ٣

د ٢٠١١ز کال د نومبر ٢٨

د ١٣٩٠ ل کال د ليندۍ ٧

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011