Mon02192018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته اسلام اسلام او نور اديان کتاب او لارښووني د سختو بیماریو او ستونزو یقیني علاج


د سختو بیماریو او ستونزو یقیني علاج

دوشنبه، 30 لړم 1390 | وخت: 23:28

ډېر خلګ په زیاتو پریشانیو او مصیبتونوکښي نښتي وي ٬ مثلا سکون یه نه وي پریشان پریشان وي٬ په بلډپرېشر٬ دزړه په بیمارۍ او دېته په ورته بیماریو اخته وي

همدا ډول دکاروبار دنه سمېدو له ستونزې سره مخ وي٬ دنکاح دنه کېدو له مشکل سره لاس او ګرېوان وي البته هغه که سړئ وي یا ښځه٬ همدا ډول دقرض له جنجال سره مخامخ وي٬ دغه ډول کاروبار او لیک لوست لره یې زړه نه ورځي٬ همدا ډول غصه زیاته ورځي٬ له مورپلار وروڼو او نورو عزیزانو څخه یې نفرت کیږي٬ددین ولورته یې مینه نه وي٬ دغلط ماحول په وجه پریشان وي٬ دشیطاني وسوسو څخه پریشان وي٬همدا رنګه زړه یې غواړي چي خودکشي یعنی ځان وژنه وکړي٬ ددې ټَولو پریشانیو او مصیبتونو دحل او لرې کېدو دپاره مجربه نسخه

لاَ حَولَ ولاَ قُوَّةَ اِلاَّ بِاالله ٬

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي چي لاحول ولاقوة الا باالله ٬ دنهه نوي

آفتونو دپآره علاج ده چي په هغوکښي ترټولو کوچنئ آفت پریشاني ده٬

( مشکاة شریف ۲۰۲)

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي کله چي بنده لاحول ولاقوة الا بالله ووایي٬ نو الله تعالی دهغه په ځواب کښي فرمایي چي هغه تابعداره جوړ شو

او خپل کاریې والله ج ته وروسپارلو

( مشکاة شریف ۲۰۲)

او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي ٬ لاحول ولاقوة الابالله دجنت له

خزانو څخه یوه خزانه ده

(مشکاة شریف ۲۰۱)

عوف ابن مالک اشجعي رضی الله تعالی عنه ورسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلو او ورته یې وویل چي یارسول الله صلی الله علیه وسلم زه له دوو مصیبتونو سره مخامخ یم یوداچي زما زوی کفارو اغواء کړو او بل داچي درزق له ډیرې زیاتې تنګۍ سره مخامخ یمه رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته ددوو کارونو دعملي کولو حکم وکړو اشجعي رضی الله تعالی عنه ته یې وویل چي تقوی وکړه یعنی خپل ځان تقوی داره جوړ کړه اوبل داچي لاحول ولاقوة په کثرت سره

۵۰۰ سوه ځله وایه عوف ابن مالک اشجعي رضی الله تعالی عنه دغه دواړه کارونه شروع کړو اشجعي رضی الله تعالی عنه پخپل کورکښي وو چي

دده زوئ راغلو او دوه سوه اوښان ورسره وو چي خپل کورته راغلو په همدې ډول سره داشجعي رضی الله تعالی عنه دغه دواړه مصیبتونه ختم شو

( معارف القرآن صفحه ۴۸۸ جلد ۸ )

٬٬٬٬

په درناوي

محمدعلی عمری

سهیلي پښتونخوامسلم باغ

دا برېښلیک پته د چټیاتو څخه ساتل کېږي. ته د دې د کتلو لپاره د جاواسکرېپټ فعالولو ته اړتیا لرې

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011