Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل جګړه که روغه جوړه ستراتیژیک تړون یا په افغانستان کی د سولی او ازادۍ لپاره وروستۍ چانس


ستراتیژیک تړون یا په افغانستان کی د سولی او ازادۍ لپاره وروستۍ چانس

شنبه، 28 لړم 1390 | وخت: 22:29

USA-Afghan_flagsډیرۍ افغانان او بهرنیان په دی ورځو کی د افغانستان او امریکی تر منځ د ستراتیژیک تړون په اړه د خپلو شخصی او ګروپی غوښتنو او تمیلاتو په نظر کی نیولو سره خپل نظریات د انترنیت او رسنیو له لاری وړادی کوی ، څوک د تړون او مشورتی لوی جرګی مخالفت کوی او وایی چی : د امریکی دایمی اډی دایمی اسارت دی او د افغانستان د پاره یی په ضرر بولی ، د دوی دلایل دادی چی موږ به غلامۍ ته راکښل شو ، بی واکه به شو ، او بهرنیان به راباندی لوبی کوی . بله ډله خلک بیا د دی تړون په باره کی مثبت نظر لری او وایی چی په افغانستان کی د سولی او ثبات د راوستو لپاره د امریکی او اوروپایی اتحاد سره د اوږدی مودی تړون لاسلیک د افغانستان په ګټه دی .

دلته په لنډ ډول غواړم د غلامۍ او ازادۍ په باره کی د لوستونکو پام څو ټکو ته راواړوم ، اګر چی دا اوږد بحث دی او لوستونکی هم اوږده لیکچرونه او اوږدی مقالی نه لولی نو ځکه په لنډو یادونو سره خپل مطلب ته ادامه ورکوم .

اول -غلامې: د یوی تاریخی او اقتصادی دوری (فرماسیون ) په توګه د مخه په ټوله نړی کی له منځه تللی ده ، په ګران هیواد افغانستان کی هم نه په سترګو کیږی. په پخوا کی چی کله بشریت په دی تاریخی دوره کی اوسیدو انسانان به خرڅیدل ، اخستل کیدل ، د دوی مرګ او ژوند به د بادار په لاس کی و .

دوهم – اسارت : اسارت (استعمار) هم په رسمی بڼه په ټوله نړی کی له منځه تللی دی اما اثتسمار شتون لری ، بشریت پیړۍ پیړۍ وخت ته اړتیا لری چی یوه متمدینه او عادلانه ټولنه رامنځ ته کړی .

دریم –ازادی : د پخوا په پرتله د ازادۍ مفهوم فرق کړی دی په اوسنی وخت کی ازاد هغه مملکتونه دی چی اقتصادی او سیاسی ازادی ولری او دیموکرتیک نظام په کښی حاکم دی ، ازادی یو مجرد مفهوم نه دی په لنډ ډول که څوک ووایی چی افغانستان دری لسیزی وړاندی ازاد و اوس نه دی او یا که امریکایان ، ناتو او جهانی ټولنه د افغانستان څخه ووځی ازاد دی او که و نه وځی نو اسیر دی زما په اند دا غلطه ده .

د دی ادعا د ثبوت لپاره یو څو مثالونه وړاندی کوم ، لوی احمدشاه بابا (۱۷۴۷ع)کال د ازاد افغانستان ډبره کیښوده او افغانستان د نړی په نقشه تر اوسه ځلیږی ،ګاونډۍ همسایه پاکستان (۱۹۴۷ع) کال کی ازاد شوی دی اوس یو اتومی قدرت دی او په نظامی لحاظ امریکی ته ټټر وهی ، په سیمه کی خاصی اقتصادی ، سیاسی او نظامی موخی لری او مرکزی اسیا ته د هغه د زیرمو د نغرولو لپاره مبارزه کوی ، موږ له دوی څخه دوسوه کاله وړاندی ازاد هیواد یو .

دوهم مثال : په ( ۱۹۱۹ع) کال کی امیر امان الله خان د ازادۍ اعلان وکړ ، افغانان د انګریزانو په مقابل کی ودریدل په نتیجه کی انګریزانو د یوی موافقی له مخی د افغانستان سیاسی ازادی په رسمیت وپیژندله ، چی موږ تر اوسه ورباندی ویاړو . د دی ازادۍ پایلی څه شوی ؟

په پایله کی امیر امان الله خان تکفیر او لی وطنه وشړل شو .

دریم مثال : ایران زموږ لویدیز ګاونډۍ هم د ټولی نړی په مقابل کی ولاړ دی ، اتومی بم جوړوی ویل کیږی چی د طالبانو د واکمنۍ په محال مزاری شریف کی اتلس ایرانی جاسوسان چی په ظاهره کی ځانونه ژورنالستان معرفی کول ووژل شول ، د طالبانو په د عمل ایران سخت په غوسه شو او زموږ غربی پولو ته یی یولک پوځی عسکر چی په زغروالو ګاډو او ټانکونو سمبال و رانیږدی کړل ، وایی چی طالبانو هم شل – پنڅه ویشت ډاډسن موټر د مقابلی د پاره ورولیږل ، ګرانو لوستونکو تاسی د ایران او طالبانو د احتمالی مقابلی په صورت کی څه فکر کوی ، چی څه به پیښ شوی وای ؟

څلورم مثال : کله چی د امریکی او پاکستان له خوا د افغانستان د دوسوو کالو اوردو له منځه لاړه او مجاهدین حاکم شول نو د نفاق هغه تخم چی جنرال ضیا الحق د مجاهدینو تر منځ کرلی و ثمر ته ورسیدو او مجاهدین په خپل منځ کی په جګړو اخته چی یوازی په کابل کی شپته زره افغانان شهیدان شول ، افغانستان خو ازاد شو مګر موږ ولیدل چی پاکستان بیا دا ازاد هیواد !!! د یوه ګروپ طالبانو په زریعه څنګه د خپل کنترول لاندی راوستو ، تاسی راته د دی ازادی فایده راوښایست .

هو یوه فایده یی دا وه چی طالبانو د افغانستان ټول فرهنګی او کلتوری میراث په بمونو والوزو ، په مکتبونو کی د تعلمی نصاب څځه یی پښتو اودری ژبه وغورزوله چی یادول یی یوازی زړه ازاروی ، خو د هغه چا چی زړه او وجدان ولری او وطن ورباندی ګران وی .

پنڅم مثال : کله چی د امریکی او طالبانو تر منځ د بن لادن په اړه اختلاف پیدا شو او امریکی طالبانو ته اختار ورکړو چی برید به ورباندی وکړی ، له دی بریده یوه اونۍ وړاندی د خوست ولایت د طالبانو امر بلمعروف او نهی عن المنکر ریس چی په یوه وخت کی د خوست د جامع جومات امام هم و د جمعی په ورځ په دی اړه خبری وکړی او داسی غونډاری یی وویشتل چی امریکی خدای د رامخ کړه خلک ورته حیران و ، اما حکومت یی په دریو ورځو کی له منځه ولاړ ، دا د ازاد افغانستان حکومتونه و چی په پورتنیو مثالونو کی بیان شول .

اوس به راشو دیته چی د امریکی او اوروپایی اتحاد سره د افغانستان سترتیژیک تړون مخالیفین او موافقین څوک دی ؟

لومړی مخالفین : هغه ډله ده چی کچیری په افغانستان کی سوله ، ثبات ، اقتصادی او فرهنګی پرمختیا منځ ته راځی نو د دوی وظیفه چی د ټوپک ویشتل دی ختمیږی ، د ډلو څلویښت کاله کیږی چی د توپک سره یی ژوند کړی او د توپک په زور یی ځانونه مطرح کړی دی ، لکه ګلبدین حکمتیار ، ملا عمر ، ملا حقانی ، ډاکتر عبدالله عبدالله ، جنرال دوستم ، محقیق ، احمد ضیا مسعود او ........................... نور.

لومړنی اول دری نفره خو د امریکی او جهانی ټولنی په تور لیست کی دی او په سر یی جایزی ایښودل شوی دی زر یا ورو به د جهانی قانون منګولو ته وسپارل شی ، او وروستی څلور یی بیا هغه جنګسالاران دی چی په خپله یی امریکایان او ناټو وطن ته راوستی دی ، کچیری دوی په دولت کی چوکۍ ولری نو بیا دولت موافق او که د چوکۍ حخه لری شو نو بیا مخالف دی ، د وطن ګټی او ازادی د دوی د پاره مفهوم نه لری .

دوهمه ډله بیا هغه افغانان چی د پورتنیو جنګسالارانو سره اړیکی لری د دوی په خبرو غولیږی ، فکر کوی چی دا ازادۍ فرښتی دی ، به تبلیغاتو او علامیو یی تیر وځی ، مطبوعات او انترنیتی پاڼی هم د خپلی ریکلامی د پاره په غټو عنوانو د دوی لپاره تبلیغات کوی .

هغه ډله خلک چی د امریکی او اوروپایی اتحاد سره د ستراتیژیک تړون موافق دی د افغانستان په ستونزو او مشکلاتو پوه او د حل په لارو چارو کی یی تجربه لری ، د دی امکان شته چی دا خلک به پخوا د جهادی تنظمونو غړی وی او یا به د پخوانی حاکم دیموکراتیک جریان غړی او یا عام افغانان وی ، دوی خپلو تیروتنو ته متوجی او د هغه څخه یی د عبرت درس اخیستی دی او په د پوهیږی چی امریکا به خپلی ګټی لری او افغانستان خپلی ګټی خو په وروستیو لسو کالو کی دا جوته شوه چی امریکایانو او اوروپایی اتحاد د افغانان سره خپلی ګټی نیمایی کړی .

زه پخپله په افغانستان او امریکا او غربی اوروپا کی نه اوسیږم او د افغانستان د اوسنی دولت مامور هم نه یم ، خو په کال یو وار د ګران افغانستان دیدن کوم ، هر کال چی وطن ته لاړ شم یو څه نوی تر سترګو کیږی ، سږ کال د معارف وزارت په راپور کی می واوریدل چی اتنیم میلیونه شاګردان مکتب ته ځی ، دوه څلویښت د ښونکو د روزنی موسسی او په لسګونه پوهنتونه او پوهنخۍ جوړی شوی دی ، د وروستیو دری لسیزو ټول سوزیدلی او وران سوی مکتبونه له سره په نوی بڼه اباد او د هغی دری چنده نور جوړ شوی دی ، ښارونه اباد شول ، مخابرات عصری شوی په زرګونو دجمعی ارتبات وسایل پیدا شول ، نیږدی شپته زره کیلو متره سړکونه او لاری جوړی او پخی شوی دی ، دا د چا په پیسو ؟

معلومدار د امریکی او بین مللی ټولنی په پیسو ، ښه یو څوک به ووایی چی د نړی د کومکونو څخه په میلیاردونه ډالر حیف او میل هم شول ، زه دا نه ردوم حکومت تر اوسه فاسد دی چی دا بیل بحث دی ، را به شو اصلی خبری ته چی امریکا په سیمه خپلی ګټی لری او موږ هم ګټی لرو ، د امریکا دعوا او مشکلات د ترورستانو او القاعدی سره دی ، زموږ مشکلات د همسایه ګانو سره دی چی نه غواړی په افغانستان کی داسی حکومت چی په خپلو پښو ولاړ وی رامنځ ته شی ،زما په اند هغه ملکونه چی زموږ څخه لری دی د هغوی د اقتصادی تخنیکی او نظامی مرستو څخه باید افغانان ګټه پورته کړی ، افغنان باید په دی پوه شی ، چی داسی افغانستان لکه دطالبا نو او مجاهیدنو د واکمنۍ په وخت کی چی و نړوالو ته د منلو وړ نه دی ، قوی ، ازاد ، متمدن ، او خپلواک افغانستان همسیاګانو ته په لومړی سر کی پاکستان او ایران ته د منلو وړ نه دی ، یو بل حقیقت ته د لوستونکو پلم راړوم هغه د چی د نړی په یو سلو پنڅه پنڅوسو هیوادو کی امریکایی عسکر میشت او پوځی اډی لری ، هغه د سعودی عربستان په ګډون .

جاپان چی د نړی په سطحه دویم اقتصادی قدرت دی همدارنګه جنوبی کوریا چی د لوړ اقنصادی پوتانیسل څښتن هیواد دی په ټوله کی پنڅوس زره امریکایی عسکر هلته موجود دی ، نو که اوس امریکایان ملا عمر او ګلبدین حکمت یار په تخت کینوی نو بیا مساله حل ده او که ډاکتر عبدالله د قدرت څخه لیری شی نو باید امریکایان لاړ شی ، اوس باید هر افغن په دی پوه شی چی د وطن ګټه په څه کی ده ؟ ازادی څه ته وایی ؟ څوک ازاد دی ؟

ازاد هغه څوک دی چی په خپل ځان بسیا وی ازاد ملت هغه دی چی په اقتصادی لحاظ ازاد او بسیا وی ، نړی اوس د نوی علمی پرمختګ په نتیجه کی په یوه کلی بدلیږی ، که افغانستان مریض وی امریکا هم ارام خوب نه شی کولی ، په پایله کی دا وایم چی د افغانستان د ستونځو د علاج د پاره په وروستیو درو لسیزو کی ډیری نسخی جوړی شوی او وروستۍ یی دا و چی د ملګرو ملتو عسکر د راشی او سوله د راولی خو تر اوسه هم نه ده راغلی ځکه همسیاګان نه غواړی ، نو په خاطر ضرور ده چی موږ د خپل هویت او ازادۍ لپاره قوی دوستان ولرو ، موږ د همسایګانو مقابله په خپل ځان نه شو کولی هغوی خپل شوم هدفونه او کړنلاری تعقیبوی ، افغانا دی په د ځان پوه کړی .

کچیری افغانان دا وروستۍ چانس له لاسه ورکړی او دا تړونونه امضا نه شول امریکایان او نړیواله ټولنه د افغانستان څخه ووتله نوبیا افغانستان ازاد نه شی پاتی کیدای . و من اللهی توفیق

ودان (ملت)

اوکراین د ادیسی ښار



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011