Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني زه ، يوبې وطنه ، بې کفنه لا وارثه افغان


زه ، يوبې وطنه ، بې کفنه لا وارثه افغان [اتمه برخه]

شنبه، 30 تلې 1390 | وخت: 23:00

په افغانستان کې دکريکټ مرګ

afghanistan-cricket-teamهغه وخت چې کبيرخان د افغان کريکټرانو مشرتوب او روزنتوب کاوۀ د ګردې نړۍ هېواد مشرانو به ويل افغانانو ته داسې يو مشر پکار دی لکه کبيرخان ، چې د افغانانو زړونه داسې وويځي لکه د افغان کريکټرانو زړونه چې يې مينځلي دي او له هرې کينې او بوغس څخه يې پاک کړي دي او يواځې يې دا کريکټران تر کريکټه محدود کړي دي ، چې د نصرالله بابر اولاد ترهګرو به هم د افغان کريکټران ملاتړ کاوۀ .

شاعرانو هم د پرديو ښځو او نجونوپر ناز او ادا شاعري کول داسې پرېښودل لکه عربي هېواد سوريه کې چې يو وخت خوراکي توکي داسې تري تم شوي ول لکه په پښتونخوا کې چې د نېشنليانو په دورې سلطنت کې امن او خوشالي تري تم شوې ده . په دغه وخت کې د سوريه په پلازمېنه دمشق کې شاعرانو خپلې ماشوقې ستايل او پر ښځو شاعري پرېښودله يواځې به يې د خوراکي توکو پر کمښت غزلې ليکلې .زموږ په هېواد کې هم شاعرانو د خپل نوم د لا غټولو په پار پر کريکټران شاعري وکړه ،ليکوالانو هم ليکنې وکړې، سندرغاړو هم سندرې وويلې، د دې ځينو ځينو کاواکو خبره د ملت استازي هغوئ به هم د خپل نوم لا غټول لپاره افغان کريکټوالو سره عکسونه اخستل چې اوس د ټول هوا وتې ده .

په هېواد کې روانې بې شرمۍ څخه دغه د ملت استازو او د کلتور وزارت پوره ګټه واخسته د ښځو کريکټ يې هم رواج کړ ،څرنګه چې نارينه د نغري او تنارۀخواته بدي ښکاري همدغه شان دا ښځې پر کريکټ کولو بدي ښکاري .

د کريکټ د لوبې په ډګر کې د پاکستان او هندستان نندارچيان ډېر بد نوم لري خود کريکټ افغان نندارچيانو پاکستان او هندستان دواړه شاته پرېښودل ، له ګردو ښه نندرچيان د اسټراليا خلک دي چې مخالف لوبغاړي ته چې ښه لوبه کوي هغه ته هم لاسونه پړکوي .د نړۍ هغه هېوادونه چې د کريکټ لوبډله لري او خلک يې له کريکټرانو سره مينه لري د هندد خلکو په ګډونه د تبعې لوبغاړی شاهدافريدی دی . ځينې وخت داسې هم کېږي ، هغه مسول خلک چې دکريکټ پر روانه سيالۍ تبصرې کوي او افريدی بیټينګ کوي تبصرې پرېږدي افريدي ته نندار شي .

افغان کريکټران چې د راشيدلطيف په باچايي کې پاکستان ته د لوبې لپاره ولاړ خورا تود هرکلی يې وشو ځکه چې پاکستان ته د نورو هېوادونو کريکټران نه راځي . افغان کريکټران يې له دې لپاره راوغوښتل که نور څه نه وي تر نړيوال کنډوله ** وړلډکپ ** خو يې ځان رسولی دی ، افغان کريکټرانو هم ځانونه پرپخو کاڼو ورښودل چې دوئ وروسته له کبيرخانه څومره په اوبوکې دي ،د پاکستان پر ٢ لمبر کريکټرانويې ٣ يوه ورځنئ لوبې ښه پر نره وبايلې . چې له هغې راهيستې يې خوند اوبو وړی دی ، ګټات او بېلات د لوبې برخه ده افغان کريکټرانو د کبيرخان په وخت کې هم لوبې بیللې خود کريکټ نړيوالې ټولنې به دا کريکټران ستايل .

له يوۀ پاکستاني لوبغاړي خېبر نيوز وپوښتل چې پر افغان کريکټرانوله اسمانه کوم تندر راوغورځېد چې ستاسې مقابله يې ونه کړه ،هغه پاکستاني لوبغاړي وويل چې دوئ هر يوۀ به هڅه کوله چې ځان شاهد افريدی وښايي او پر شپږو پنډوسونو پوره شپږ شپږئ يا سکزيز وهي، د افريدي په شان پينډوس راونيسي او د افريدي په شان يې وغورځوي چې کبيرخان دا کريکټران د پردو پېښواو چمونو ته نه پرېښودل .

کله چې د نړيوالو له دې خبرې څخه چې افغانانو ته د کبيرخان په شان يو هېواد مشر پکار دی ، د تېلو د غلو نوکران چې دا ځينې قلموال يې افغان چارواکي بولي خبر شول هغه غريب يې هماغه سات ورپسې واخست ، چاپرې د ياکستاني ټاپې وهلې او چا پرې د پنجابي .

پر دې هم کار ونه شو بيا د افغان کريکټ بورډ غټ خېټو ورپسې د ځان په شان يو ناولی چرسي ، تور پاکستانی راشدلطيف راوست چې پاکستان کې پرې څوک خرۀ هم نه څروي خو د کريکټ غټ خېټو سره يې پوره يوکال د تنخوا پر سر جنګونه وکړ . کېدای شي لطيف ورته ويلي وي چې موږ ټول غلۀ يو سمه نيمه ونډه به راکوئ که نه نوخلک خبروم ، خو يوۀ غټ خېټي هم له خولې دا خبره نه راويسته چې دا تور کالی پاکستانی دی ځکه چې هغه هم د دوئ په شان غل دی .

د چرسي راشدلطيف د رارسېدو سره سم د کبيرخان سيوری د افغان کريکټرانو له سره ورک شوی دی او اوس پرې د کلتور وزير سيوری غوړېدلی دی چې ډېر ژر به په افغانستان کې د کريکټ جنازه پورته کړي چې کريکټ خوار د مرګ په کنده کې پروت دی زنکدن يې دی .

د کريکټرانو مشرتوب او روزنتوب داسې ناولو او بېلماځه خلکو ته ورکړ شو چې پر دې هم نه پوهېږي د کريکټ د لوبې پيچ څوګزه وي په دې کې بي بي سي شېطاني شبکې هم تر خپله وسه پراخه شېطانی وکړ او کريکټران يې هم لکه د تېلو د غلو د نوکرانو په شان خبرونو کې يادول ، د بېلګې په توګه ويل به فلانی کريکټر په بدخشان کې زږېدلی دی دا بل په پنجشېر ولايت کې زږېدلی دی، په مزار شريف کې دکريکټ مينوال له ننګرهار ولايته هم زيات دي، په شمالي ولايتونوکې هم کريکټران وروزل شول او دې ته ورته نور ډانډس .

د کبير خان له تګه وروسته افغان کريکټرانو څخه هم هوا ووتله او له اسمان پر ځمکه راوغورځېدل اوس يې د تېلو د غلو د نوکرانو په شان څوک په سړه لېټۍ کې هم نه حسابه وي ،او کريکټ د مرګ په کنده کې پروت دی . نه پرې څوک ليکوالي او شاعري کوي ، نه پرې سندرغاړي سندرې وايي ، نه پرې د بي بي سي پښتو راډيو دبي بي سي پاړسي پرژن ټلويژن کې دايران ډول ته ګډېږي ، نه اسماعيل يون ماما ژړيږي چې په نړيوال کنډول * وړلډکپ * کې هند افغانستان ته ماتې ورکړه نوپر سبا يون ماما وليکل چې بېګا شپه د کريکټ پر سيالۍ ما او ښځې مې وژړل ، کور کې نورو خلکو هم راسره وژړل تر واړۀ سلېمانه ګردو ژړليدينه بس ! کريکټه اناالله وانا اليه راجعون ! د دې خلکو همدومره وه ،اوس چې تۀ د مرګ په کنده کې پروت يې څوک دې څه کوي دلته هر يو د غوړ لستوڼي يار دی .

اوونۍ د ١٤٣٢ هـ کال د ذوالقعدې ٢٤

د ٢٠١١زکال د اکتوبر ٢٢

د ١٣٩٠ ل کال د تلې ٣٠

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011