Fri11172017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته نړۍ نړيوال مسايل سياست امریکایان بالاخره مات شول


امریکایان بالاخره مات شول

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 30 تلې 1390 | وخت: 22:49

US defeatد عراق جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي او د ۲۰۱۲ میلادي کاله له پیل وړاندې به ټول امریکايي عسکر له عراقه ووځي.

دا هغه خبره ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون په امریکا کې د خبري رسنیو د کمرو پر وړاندې د امریکا او نړۍ خلکو ته وکړه. 

په عراق کې د امریکا او نورو لویدیځوالو له خوا د هرډول کیمیاوي او زهرجنو وسلو له کارولو او په دې هېواد کې د قومي او مذهبي لانجو ته له لمن وهلو سره سره، بالاخره امریکا په خپل هغه ناوړه اقدام کې ناکامه شوه، چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې کې یې پر افغانستان له تېري وروسته داسې وانګیرله چې ګواکي د افغانستان په لاندې کولو بریالۍ شوه او دوه کاله وروسته، یعنې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې یې د نړیوالو اصولو پرخلاف د عراق پر مسلمان هېواد د ډل وژوونکو وسلو د کنټرولولو په پلمې سره بریدوکړ او دغه هېواد یې لاندې کړ.

امریکا د عراق د هضمولو لپاره له هرې وسیلې کار واخیست.

په دې هېواد کې د ملي خپلواکۍ او واکمنۍ په تر پښو لاندې کولوسره، د عراقیانو د شکنجې کولو او د ابو غریب بدنام بند په شمول داسې بندونه جوړ کړل چې د امریکایي عسکرو له خوا اداره کېدل او د پتمنو عراقي مېرمنو په شمول ددغه هېواد په زرګونو کسان پکې ساتل کېدل او له دې بندیانو سره داسې سپک او ناوړه چلندونه وشول چې د امریکا حیواني ډوله خوی یې د نړۍ عامه افکارو ته په ډاګه کړ او له امله یې په عراق او افغانستان کې د امریکا پرضد مبارزه څوچنده زوروره شوه.

سربېره پردې، په عراق کې چې د امریکايي تیري پر وړاندې د ولس مبارزه سخته شوه، نو امریکایانو په دې هېواد کې د خلکو د ویرولو او د مقاومت د ځپلو او کمزوري کولو په موخه زروي او ضعیف یورانیم لرونکې وسلې هم وکارولې چې ډېری داډول وسلې د بصرې په سویل او تکریت ښارونو کې وکارول شوې چې ددې وسلو د کارولو له امله په سیمه کې نیمګړي ماشومانو زږیدنه تر دې کچې زیاته شوه چې د عراق روغتیايي سرچینو له خلکو وغوښتل چې د بچیانو زږول بند کړي، ځکه د سالمو بچیانو زږیدو چانس کم دی.

امریکایانو سربېره پردې په عراق کې بله هڅه داوه چې په دې هېواد کې ولسوونه او قومونه په خپلو کې سره وجنګوي او داسې پلانونه یې طرح او پلي کړل چې له مخې یې په جوماتونو کې چاودنې او د اهل سنتواو اهل تشّیع مسلمانانو ترمنځ بې باوري او آن په ډېرو برخو کې لانجې او شخړې رامنځ ته شوې، او دا چې دغه کار په عراق کې د امریکا د پوځ د عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پټریوس له خوا ترسره او پلی شو او د امریکا په خوښه یې نتیجه هم ورکړه، نو اوباما پټریوس ته اتل لقب ورکړ او هغه یې د خپل یوه وتلي جنرال په توګه افغانستان ته واستاوه تر څو د عراق تجربه په افغانستان کې هم ترسره او پلې کړي، چې پټریوس همداسې وهم کړل او په افغانستان کې یې د خپل ماموریت پرمهال ډېره هڅه وکړه چې ولس په خپلو کې سره وجنګوي او هلته یې له افغانانو څخه څو ډوله ځواکونه جوړ کړل، چې یوډول یې داسې ټوپکیان دي چې د امریکا له خواپېسې ورکول کېږي او د کابل ددولت له ولکې وتلي دي او بل ډول یې د اربکیانو په نوم هغه ټوپکیان دي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې ځای شوي، خو مسلکي زده کړې او مهارتونه نه لري.

په هرصورت دا یوبیل بحث دی او له دې امله چې موضوع اوږده نه شي اوس به له دې برخې تېرشو او بېرته به راشوو په عراق کې دامریکا ماتې ته.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خبري رسنیو د کمرو پر وړاندې ادعا وکړه چې امریکايي عسکر په داسې حال کې له عراقه وځي چې له عراقیانو څخه د متحد او ملاتړي په توګه د هغوی رول ثابت شوی دی.

ښايي د اوباما دا جملې به د هغو امریکایانو لپاره چې په عراق کې یې ۴۴۰۰ عسکر وژل شوي دي یوملهم و ي او هغوی ته په زړه پورې وي، خو د هغو عراقیانو لپاره چې د امریکا او د هغوی د ملګرو له خوا یې پر هېواد د نهه کلن پوځي تېري په بهیر کې په لس ګونو زره هېواد وال شهیدان شوي او له دې ډېر ټپيان شوي مهلم نه ګڼل کېږي.

که څه هم چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له عراقه د خپلو عسکرو ایستل د امریکا لپاره یو بریالیتوب او د امریکايي عسکرو لپاره یوه سرلوړي ګڼي، خو دنړۍ عام فکرونه پر دې پوهېږي چې امریکا د عراق د مسلمان ولس د مقاومت له امله او په نړۍ کې د امریکا د څېرې د داغي کېدو له امله دې ته اړه شوې ده چې له دې هېواده په ټیټو سترګو ووځي.

له سربېره پردې هغه څه چې د امریکا ولسمشر یې له عراقه د خپلو عسکرو ایستلو ته اړکړی، د هغو درنو اقتصادي او سیاسي لګښتونو له امله هم دی چې امریکا د افغانستان او عراق د جګړو په لاره اچولو کې ورسره مخ شوې ده،د امریکا دولت یې اړکړی تر څو د عراق او امریکا د ۲۰۰۸ میلادي کال امنیتي موافقه له کومې پلمې پرته پلې کړي.

د امریکا دولت له ۱۴ زره میلیارډډالرو ډېر پور سره مخ دی.

اوباما پوهېږي چې پر نړۍ د پوځي ولکې د پراختیا لپاره د جګړې په لاره اچولو کې د جمهوري غواړو د ۸ کلن دولت چلند، ددې هېواد اقتصادي قدرت لړزانده کړی دی او د یوه نړیوال قدرت په توګه یې د امریکا مقام ته سخت زیان رسولی دی.

د امریکا ډ‌یموکراټان نیت لري چې له دې جګړو څخه په ژغورلو سره په نړیواله کچه د خپل هېواد مقام خوندي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزېرې هیلري کلنټن څه موده مخکې د نیویارک په اقتصادي کلپ کې په خپله وینا چې وویل چې اوسمهال د امریکا لپاره تر ټولو ستره ننګونه د یوه پوځي دښمن مخنیوی نه دی.

دکلنټن په وینا، په داسې وخت کې چې نور په نړیوال ډګر کې، قدرت په اقتصادي معیارونو سنجول کېږي، امریکا باید د نړۍ په رهبري کولو کې د خپل رول په ساتلو او لوړولو کې، د خپل اقتصادي قدرت پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکړي.

بارک اوباماهم له عراقه د امریکايي عسکرو د وتلو د توجیه کولو لپاره ویلي دي چې دولت یې په دې اقدام سره کولای شي چې خپل فعالیتونه د امریکا د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره تر پخوا ډېر کړي.

د امریکا د اقتصادي کړکیچ په مدیریت کې د اوباما ناکامۍ، په امریکا کې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټولټاکنو کې د بریالیتوب لپاره د اوباما او د هغه د ګوند رول ډېرسخت کمزوری کړی دی.

اوباما د عراق د جګړې په پای ته رسیدو سره نیت لري چې پر خپلې یوې انتخاباتي ژمنې عمل وکړي او یوځل بیا پرځان د امریکايي رایه ورکوونکو باور ترلاسه کړي.

په دې توګه په عراق کې د امریکا د پوځي شتون پای ته رسول، د امریکا د ولسمشر د ادعاګانو پر خلاف، د بریالیتوب لپاره نه، بلکې د امریکا په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په ولسمشریزو ټولټاکنو کې د ډیموکراټانو د وروستیو انتخاباتي ناکامیو د مخنیوي لپاره یو اقدام دی.

په عراق کې د امریکا د ناکامیو داسې پایله اخیستلای شوو چې امریکا په پوځي ډګر کې له شک پرته ناکامه شوې ده، خو دا خبره هم له اټکله لرې نه ده چې امریکا له به خپل عادت سره سم په پوځي برخه کې د خپلې ماتې د جبرانولو لپاره نورو برخو ته لاس واچوي او هڅه به وکړي، چې د پېسو او ګواښونو او آن د چارواکو په ترورولو سره به په دې هېوادونو کې د خپل نفوذ د زیاتېدو او د ګوډاګیو رژيمونو د جوړیدو لپاره هڅې وکړې، خو ددې دواړو هېوادونو په ځانګړې توګه افغان دولت چارواکو ته یوه سپارښتنه داده، دې ته په پام سره چې پر افغانستان د امریکایانو او ناټو د تېري او همدارنګه په دې هېواد کې د ناټو او امریکایانو له خوا د مېرمنو او ماشومانو په شمول د زرګونو هېوادوالو په وژل کېدو کې د تاریخ او افغانانو پر وړاندې دوی پړه او ملامتي هم حتمي ده، نو باید د خپل ځان د سپيناوي لپاره یو کار وکړي، چې له یوې خوا د ولس په خیر تمام شي او له بلې خوا ددوی له غاړې پړه واوړي، نو د افغانستان نیواک ته دې د پای ټکی کېږدي او نور دې له امریکایانو په کلکه وغواړي چې زموږ له هېواده نه یوازې دا چې ووځي بلکې، دلته دې ددوی هرډول شتون یا سټراټژيکه ملګرتیا ختمه شي او پر امریکایانو دې د تکیې پرځای پر خدای ج او خپل ولس تکیه وکړي.

د خپلواکې او اسلامي نړۍ په هیله

دا برېښلیک پته د چټیاتو څخه ساتل کېږي. ته د دې د کتلو لپاره د جاواسکرېپټ فعالولو ته اړتیا لرې

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011