Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست د افغانستان شوکت عزيز


د افغانستان شوکت عزيز

سه شنبه، 03 لړم 1390 | وخت: 09:02

hamid-karzai(( يادوونه : د پاکستان جنګ ورځپاڼې د حامد مير دغه کالم وروسته له هغه خپور کړى دى چې افغان ولسمشر حامد کرزي وويل که هند يا امريکا پر پاکستان بريد وکړي دى به د پاکستانيانو ملګرى وي ))

د ډېرى پاکستانيانو د افغان ولسمشر حامد کرزي په ورستيو څرګندونو له خندا څخه په بډوګو درد شول چې وايي که امريکا يا هند پر پاکستان بريد وکړي نو افغانستان به د پاکستان مرسته وکړي. پاکستانيانو ته د کرزي په خبرو ځکه خندا ورځي چې د کرزي هېواد په خپله د امريکايانو له خوا اشغال شوى دى او کله چې امريکا پر پاکستان بريد کوي هم به يې د افغانستان له خاورې څخه کوي. نو په داسې حال کې چې کرزى په خپله په کابل کې د نا امنيو له وېرې له خپلې مآڼۍ څخه نه شي راوتلاى نو د امريکا له خوا به پر پاکستان د بريد پر مهال له مونږ سره څه ډول مرسته وکړي. په دې سربېره چې تر کومه ځايه پر پاکستان د هند له لوري د بريد خبره شوې او کرزى وايي چې که هند هم پر پاکستان تېرى کوي نو دوى به د پاکستانيانو اړخ نيسي دا هم هماغه خبره ده ، څو ورځې وړاندې حامد کرزي په نوي ډيلي کې له هندوستان سره يو پرېکړه لاسليک کړ چې هند به د افغانستان پوځ روزي. نو چې د کوم هېواد اردو هند روزلې وي هغوى به د هند د بريد پر مهال ولې پاکستان ته د مرستې لاس ورکوي. کرزى دي له هندوستان سره سلګونه ځله دغسې پرېکړه ليکونه لاسليک کړي خو هيله ورڅخه کوو چې په دغسې څرګندونو دي پاکستان نه تېر باسي چې ګواکې د هند يا امريکا له لوري پر پاکستان د بريد پر مهال به دوى د پاکستان اړخ نيسي. پاکستانيان ښه پوهېږي چې ته ( کرزيه ) څه ستونزه لرې ! . ستا ستره غوښتنه همدا ده چې په هر ډول حالاتو کې غواړې ځان د واک په چوکۍ پورې سريښ کړې. او په واک کې ستا د پاتې کېدو يوازينې لاره همدا ده چې ته به د پاکستان د دښمنانو په لاسونو ځان لوبوې. په ياد مي دي چې د دوه زره دوه زېږديز کال د اپرېل په مياشت کې کرزي په ارګ کې د پاکستاني خبريالانو يوې ډلې ته د خبرو پر مهال وويل چې که په افغانستان کې ولسواکي راشي نو ټولې ستونزې به ختمې شي. په دوه زره درېيم زېږديز کال کې يې له ما سره د يوې مرکې پر مهال وويل چې که د پاکستان په قبايلي سيمو کې د وسله والو پر ضد عمليات وشي نو په افغانستان کې به سوله راشي. په دوه زره څلور زېږديز کال کې يې بيا تر ټولټاکنو وروسته وويل چې په راتلونکيو دوو کالو کې به په افغانستان او سيمه کې هر څه سم شي. په پکتيا او خوست کې مي ځينو افغان ملګرو هغه وخت لا راته وويل چې کرزي په پټه هند ته اجازه ورکړې ده چې د افغانستان په ختيزو سيمو کې پټې اډې جوړې کړي. او په همدغو اډو کې هندي ځواکونه ‎ د پاکستاني پوځ پر ضد د يو لوي سرخوږي د راپيدا کولو لارې ګودرې لټوي. د کرزي تر څرګندونو وروسته په افغانستان کې ولسواکي هم راغله او پاکستان هم په خپلو قبايلي سيمو کې د وسله والو د ځپلو په موخه عمليات وکړل خو په افغانستان کې ددې پر ځاى چې سوله راشي امنيتي حالت ورځ تر بلې تر بدو بترېږي. ستر لامل يې همدا وو چې کرزي له مونږ سره غبرګه لوبه او دوه مخي کوله.

هغه وخت چې پر افغانستان روس يرغل کړى وو او د افغانستان ټولې سيمې يې نيولې وې په هماغه نازک او مهم وخت کې کرزي د هند په شمله پوهنتون کې زدکړې کولې. که څه هم هغه مهال د کرزي پلار په کوټه کې د ( اى ايس اى ) له يو افسر ( ډګروال شجاع خانزاده) سره ښه راشه درشه درلوده او ډګروال خانزاده د کرزي پلار ته هغه مهال هر مياشت مياشتنۍ وظيفه هم ورکوله خو کرزى خپل هېواد ته له هند څخه تر راستنېدو څه موده وروسته د رباني د واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو د مرستيال وزير په توګه دنده پيل کړه. کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل نو په لومړيو ورځو شپو کې امريکا هم د طالبانو ملاتړ کاوو . کرزى هم د طالبانو د مرستيال وزير په توګه ټاکل کېده خو چې د امريکا او طالبانو سره ورانه شوه ورسره کرزي هم طالبان تر شا پرېښودل.

د دوه زره يو زېږديز کال د سيپټآمبر په يوولسمه چې بيا پر امريکا بريد وشو او امريکا يې د غچ اخيستلو په موخه پر افغانستان بريد وکړ نو هغه وخت د امريکا ( سي اى اې ) او د پاکستان استخباراتې شبکې ( اى ايس اى ) په ګډه کرزى د کوټې له لارې افغانستان ته ورساوو. هغه وخت ( اى ايس اى ) ځکه له ( سي اى اې ) سره افغانستان ته د کرزي په رسولو کې مرسته کړې وه چې پاکستانيانو ته امريکا وعده ورکړې وه چې کرزى به د پاکستان د ګټو ساتنه کوي. اوس مي هم په ياد دي چې هغه ورځ ولسمشر پروېز مشرف راته ويل چې د امريکا ولسمشر جارج ډبليو بوش ډاډ راکړى دى چې کابل به د شمالي ټلوالې ګوتو ته نه ورځي بلکې امريکا به يې په خپله نيسي. چې په دې توګه به کله هم د پاکستان ګټې نه زيانمنې کېږي. خو امريکا د کابل واک د هندوستان ملګرې شمالي ټلوالې ته وسپاره او په دې توګه يې له پاکستان سره په لومړي ځل غالې وکړې. تر هغه وروسته چې بيا په کابل کې د پاکستان پر سفارت په وار وار بريدونه وشول نو پاکستانيانو وانګېرله چې د پاکستان په وړاندې د کرزي نېت سم نه دى. په هر صورت دا يو حقيقت دى چې پاکستان د خپل ځان د پاره تر عبدالحق کرزى ښه وباله او په دې توګه يې يوه ستره تېروتنه وکړه.

د لوسي مارګن ايډورډ په نامه يو بريتانوي خبريال په خپل کتاب کې چې ( د افغان سلوشن ) نومېږي ليکلي دي چې (( که څه هم د کرزي په پرتله عبدالحق په افغان ولس کې زيات محبوبيت او نفوذ درلود خو دا چې نه يې غوښتل د امريکا او شمالي ټلوالې لاسپوڅى شي ( سي اى اې ) يې د پېښور له لارې افغانستان ته د تلو مخه ونيوه ‎ خو دى بيا هم افغانستان ته لاړ . دده نږدې ملګري وايي چې امريکا له عبدالحق سره درغلي وکړه. افغانستان ته تر تللو وروسته د طآلبانو ګوتو ته ورغى او ووژل شو. امريکا غوښتل کرزى واک ته ورسوي همداسې يې وکړل خو چې کرزى واک ته ورسېد نو په ارګ کې د شمالي ټلوالې له خوا برمته شو. ))

لوسي مارګن د خپل کتاب لسم څپرکى د تاجکو په يو متل پيل کړى دى چې وايي :

((په مار باندې باور وکړه خو په ډمه ( رنډۍ ) يې مه کوه او په ډمه هم باور وکړه خو په پښتانه چې يې ونه کړې )) په خپله ليکنه کې مي ددغه متل له يادوونې څخه موخه د هغو بې ځايه اندېښنو يادونه وه چې په افغان تاجکو او پښتنو کې د پاکستان له جوړېدو وړاندې هم موجودې وې. خو متاسفانه چې کرزى اوس لا هم افغانستان ته د ورپېښې هرې ستونزې مسول پاکستان بولي. ايا دى نه پوهېده چې برهان الدين رباتي هم د امريکا پلوي کوي ، هم تاجک دى. او هم له پښتنو طالبانو سره د سولې د کولو په موخه ده ته د مسوليت ور سپارل هسې د وخت تېرول دي؟. کرزي که له يوې خوا برهان الدين رباني ته له پښتنو طالبانو سره د سولې د کولو مسوليت ور په غاړه کړ نو بله خوا يې د افغانستان په بېلابېلو ټلويزيوني چينلونو ځېنې وسله وال وښودل چې وسلې يې پر ځمکه غورځولې وې او ويل يې چې مونږ د افغان دولت پلويان يو . دا ټولې ډرامې وې ځکه چې يو ناپوه کس هم پوهېږي چې کرزى له يوې خوا ملا عمر خپل ورور بولي او له بلې خوا يې د سولې د خبرو په پلمه تېر باسي. دا خبره به هم بې ځايه نه وي که وويل شي چې د رباني د وژل کېدو مسول هم کرزى دى ځکه چې ټولو ته مالومه ده چې هغه يې د سولې د خبرو په نامه تېر ايستلى وو.

کرزى به د افغان دولت مشر وي خو د ټولو افغانانو وياند نه دى. کابل د افغانستان پلازمېنه ده خو هغه څه چې په کابل کې د پاکستان پر ضد ويل کېږي په کندهار او جلال اباد کې بيا څوک داسې خبرې نه کوي. د پاکستان د نفوسو شمېره اتلس ( کروړه ) او د افغانستان هغه درې ( کروړه ) ده چې سم نيمى يې پښتانه دي او د پښتنو زياته برخه د پاکستان خير غواړي. کرزى نه د پاکستان ملګرى دى او نه هم د امريکا .

امريکا په تېر ځل انتخاباتو کې غوښتل د ده پر ځاى ډاکټر عبدالله عبدالله وټاکي خو د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د پاکستان استخباراتي شبکې ( اى ايس اى ) يو ځل بيا په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو رايه وکاروله او دى يې واک ته ورساوو.

که کرزى اوس هم له پاکستان سره له خپلې دوه مخې لوبې لاس وانه خلي نو مونږ ته په کار ده چې له تېرو تېروتنو څخه مو عبرت واخلو. او له دې وروسته بايد پر ې باور ونه کړو.

د کرز ي سياسي بقا په افغانستان کې په روانه کور په کور جګړه کې نغښتې ده. په کومه ورځ چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پاى ته ورسېږي او امريکايي سرتېري له افغانستان څخه ووزي نو هماغه ورځ به کرزى په هند يا دوبۍ کې ناست وي. دى د افغانستان شوکت عزيز دى. چې له يو پردې هېواد څخه تر راتلو وروسته د واک پر چوکۍ کښېنستى او د پرديو ډول ته نڅېږي. کله يې چې هم نڅا پاى ته ورسېږي خپل دسکول اخلي او هېواد پرېږدي. د کرزي او شوکت عزيز توپير يوازې دومره دى چې شوکت عزيز پاکستان ته له امريکا څخه راغى او بريتانيا ته لاړ خو کرزى له پاکستان څخه افغانستان ته لاړ او له هغه ځايه به هند ته ځي .

 

ليکوال: حامد مير

ژباړه: سيدشاه سقيم



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011