Mon02192018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل جګړه که روغه جوړه امارت بريا او دولت خپله ماته اعلان کړه!


امارت بريا او دولت خپله ماته اعلان کړه!

جمعه، 22 تلې 1390 | وخت: 22:37

Taliban and Afghan governmentکله چې لس کاله مخکې د ٢٠٠١ ميلادي کال د سپتمبر په يوولسمې د امريکا په مهمو اقتصادي او نظامي مرکزونه سرښندونکي بريدونه وشول، پړه يې په افغانستان کې ميشت د القاعدې په جهادي تنظيم واچول شوه، سره لدې چې په لومړيو کې د ياد تنظيم مشر شيخ اسامه رحمه الله د دې بريدونو مسؤوليت په غاړه وانخست، او اسلامي امارت هم پکې د خپل لاس درلودلو له انکار سره سره پدې اړه د تحقيقاتو په لار کې د هر راز مرستې اعلان وکړ پدې شرط چې د هيواد له اسلامي او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي.

څرنګه چې د باوري سرچينو له قوله امريکا لا کال مخکې زمونږ په ګران هيواد باندې د يرغل لپاره پلان جوړ کړى وه او ځان يې چمتو کولو، او نوموړو پيښو د دې جنګ لپاره د امريکا د ولس د ذهنيت په برابرولو کې پوره مرسته کولاى شوه، له همدې کبله د امريکا حکومت له هر ډول منطق او اصولو څخه پرته په پوره غرور سره د موضوع په اړه له اسلامي امارت سره له هر راز مستقيمو خبرو او مذاکراتو څخه انکار وکړ پدې بهانه چې دوى طالبان په رسميت نه پيژني!!!

عجيبه منطق! له افغانانو څخه غواړي چې د شيخ اسامه په څير د روسانو په وړاندې د دوى د جهاد خوږ او د يوه سنګر ملګرى وروسپاري، خو خبرې او مذاکرات به له پاکستان سره کوي، څوک چې د زور په وړاندې هيڅ اصول نه پيژني او د هر څه کولو ته تياريږي!!!

خو الحمد لله! چې د اسلامي امارت مشران د حکومت او څوکې مينان نه، بلکې د هيواد د يونيم مليون شهيدانو اهدافو ته ژمن او په خپل ديني او ملي اصولو باندې کلک ولاړ خلک وه او هيڅکله يې داسې کار ته غاړه نه کيښوده چې د دوى اسلامي او ملي تشخص پکې تر سوال لاندې راشي، ځکه د خپل ځان، مال، واک او ځواک قربانولو ته تيار شول، خو د هر داسې کار له کولو څخه يې انکار وکړ چې په راتلونکي کې د ميړنيو افغانانو لپاره د بۍ ننګۍ پيغور جوړيداى شي.

پدې لړ کې امريکا د جنګ لپاره خپل له مخکې څخه په پټه پيل کړې تياريانې لا پسې توندې کړې، له تش لاس طالبانو څخه د ډيرې ويرې له کبله يې داسې په غټه کچه تيارى نيولو لکه چې د ځان په څير په کوم ستر پر مختللى، په مدرنو وسلو او تکنالوجۍ سمبال هيواد باندې حمله کوي!

څومره چې امريکا او متحدينو يې په نظامي برخه کې تيارى نيولو تر هغې څو چنده زيات يې د خپلو نظامي وړتياو په هکله تبليغاتو ته هم زور ورکړى وه، د دوى د زياتو پروپاګندو له امله ډيرى خلک پدې اند وه چې طالبان بله لار نه لري يا به تسليميږي او يا به ټول د ليوانو خوراک کيږي!!!

بالآخره د همدې کال د اکتوبر په اوومه په نيمه شپه کې امريکا خپل وحشيانه بريد پيل کړ، او د ټولو منل شوو اصولو په خلاف يې رنګارنګ بمونه د باران په شان زمونږ په ګران ټاټوبي واورول.

خو بيا هم الحمد لله چې زمونږ د اسلامي امارت مجاهدين او مشران په خاص ډول عاليقدر امير المؤمنين په همدغو سختو طوفاني او ويروونکو حالاتو کې لکه د غرونو په څير په خپل لمړني دريځ کلک پاتې شول او د خپلو او پرديو د ټولو اټکلونو په خلاف يې پوره شپږ ديرش ورځې د امريکا د هوايي بريدونو او د دوى د لاسپوڅو افغاني ډاړه مارانو د ځمکني بريدونو په وړاندې په پوره ميړانې او سرښندنې سره داسې مقاومت وکړ چې خپل او پردي ټول يې هک حيران کړل.

طالبانو په پوره ميړانې سره مقاومت وکړ، خو د الله پاک به دا خوښه وه چې د اسلام دغه سپيڅلى لښکر ورو ورو مات شي، او هيواد يو ځل بيا د پخوانيو ډاکوانو او اوسمهال د امريکا د بې حيا نوکرانو په لاس کې ولويږي.، کيداى شي الله پاک غوښتي وي چې له يوې خوا هغه د جهاد دروغجن مدعيان وآزمايي او خلکو ته يې پوره رسوا کړي، چا چې تر همدې وخته پورې ځان مجاهدين او طالبان د امريکا لښکر بللو، او له بلې خوا الله پاک د امريکا غرور د افغانانو په لاس مات کړي او په پايله کې بيرته د الله پاک هماغه سپيڅلي او په دين ستي بندګان د داسې فاتحانو په توګه را منځ ته کړې چې د امريکا په څير غښتلي ځواک به يې مات کړى وي او بيا به په نړۍ کې څوک په بدو سترګو ورته د کتلو جرات ونکړي.

د دې خونړي يرغل پيل ته په نږدو ورځو کې ښاغلي عاليقدر امير المؤمنين په خپلو ارشاداتو کې يوه ډيره په زړه پورې خبره وکړه، چې د عربستان د يوه وتلى عالم په وينا، د نړۍ مسلمانانو ته يې په يوه ساده جمله کې او په عملى ډول داسې ستر د عقيدې درس ورکړ چې د عقيدې متخصصين او استادان په سلهاو کلونو کې پرې نه وه توانيدلى، عاليقدر وفرمايل: ((له يوې خوا امريکا د ماتى دړکې او وعيدونه راکوي، او له بلې خوا څخه الله پاک راته د نصرت وعدې راکړې دي، نو و به ګورو چې د چا وعده او خبره پوره کيږي، او سوګند په الله چې هيڅکله به پوره نشي مګر د الله پاک وعده)).

د عاليقدر امير المؤمنين دا خبرې هغه مهال ځينو ليکوالانو او شنونکو بابيزه او هسې هوايي خبرې ګڼلې حتې ځينو ضعيف ايمانه ليکوالانو به ويل چې ملا صاحب ته د امريکا زور لا پوره معلوم نه دى او نه يې دى پوره اټکل کولاى شي!!!

اوس داده له دې خونړي يرغل څخه پوره لس کاله وروسته الحمد لله او بيا هم الحمد لله چې ټول نړيوال او هيوادوال، دوست او دښمن، خپل او پردي ټول پدې اعتراف کوي چې داده د الله پاک د نصرت وعده مخ په پوره کيدلو ده او د همغه المتوکل على الله امير المؤمنين تر زوړ او مدبر قيادت لاندې د هغه سرتيري مجاهدين نږدې دي چې د امريکا په مشرۍ د صليبي ټلوالې له مصيبتونو ډک ټغر له هيواد څخه په بشپړ ډول ټول کړي او يو ځل بيا له عدل، رحمت او برکت څخه ډک اسلامي شرعي نظام راولي.

د امريکا د يرغل د لسمې کليزي په مناسبت اسلامي امارت، د کابل دولت او امريکايانو په خپلو اظهاراتو کې داسې څرګندونې وکړې چې پخپله د دې ليکنې د عنوان خبره (امارت بريا او دولت خپله ماته اعلان کړه) ترې پرته له کوم تحريف څخه پداسې ډول ثابتيږي چې هيڅوک ترې انکار نشي کولى.

پدې اړه د اسلامي امارت په نشر شوې اعلاميه کې طالبانو په تيرو لسو کلونو کې د سترو برياو ادعا کړې ده او په نږدې راتلونکې کې يې د بشپړ بري هيله څرګنده کړې ده، د دې اعلاميې په وروستۍ برخې کې راغلي دي: ((لله الحمد داسلامي امارت مجاهدینو په ډیرو ناچیزو وسلو او وسائلو مګر په لوړ عزم او توکل د دښمن په وړاندې جهادي مبارزه ژوندی وساتله ، جهادي عملیاتو ته یې په تدریج وده ورکړه ، د دښمن په مقابل کې یې بیلابیل تاکتیکونه وکارول او بې حسابه قربانۍ یې ورکړې ، چې په پایله کې یې دهمیشني اشغال په نیت راغلی دښمن دې ته مجبور کړ ، چې له دې خاورې څخه دوتلو او شاګرځ په اړه فکر وکړي .

اوس چې دامریکایي متکبرانه یرغل له پيل څخه لس کلونه تیریږي ، په حالاتو ، نظامي موازنو ، ستراتیژیو او عامه نظرونو کې اساسي تغیر راغلی ، او په نړیواله توګه اولسونه او حقیقت منونکي صاحب نظران په دې باور دي چې په افغانستان کې دامریکایي سرتیرو پاته کیدل ، ددوی لپاره له اضافي مصارفو ، ناکامي او شرمندګۍ پرته بله نتیجه نلري .

داچې دامریکایي یرغلګرو په وړاندې دافغان اولس په سرلوړي جهاد لس کلونه تیر شول ، افغان اولس ته ورپه زړه کوو چې دتیرو لسوکلونو غوندې الهي نصرت له موږ سره دی ، که موږ په حبل الله باندې منګولي محکمې وساتو ، له نفاق ،اختلاف ،عجب او نورومهلکو امراضو څخه ځانونه وژغورو انشاءالله لرې نه ده چې په الهي نصرت سره مودښمن په یومخیزه توګه دافغانستان په پريښودلو مجبور شي ))

بل لوري ته د کابل بلواک مشر په زغرده خپله او ورسره د نيواکګرو ځواکونو ماته اعلان کړې ده، هغه ويلي دي: ((موږ افغانانو ته د امنیت په برابرولو کې سخت پاتې راغلي یو او په دې پاتې راتلو کې د افغان حکومت سره سره زموږ نړیوال متحدین هم را سره شریک دي))

د همدې ورځې په ياد کې اوباما په خپلې وينا کې د القاعدې تنظيم په وړاندې د خپلو برياوو ډيره يادونه کړې ده، او د افغانستان په هکله يې ويلي دي، چې لا تر اوسه زمونږ په وړاندې ستر ستر چلنجونه موجود دى.

د ډيرى کارپوهانو په اند د اوباما له لوري د ده په وروستيو ويناوو کې د القاعدې په وړاندې د خپلو برياو ډير يادول په حقيقت کې دده له لوري يوه منظمه هڅه ده تر څو له يوې خوا خپل ولس د طالبانو له سترو لاسته راوړنو او برياوو څخه غافله کړي، او له بلې خوا خپلو خلکو ته وښيي چې زمونږ اصلي دښمن او هدف القاعده تنظيم مات شو، نور نو په افغانستان کې د پاتې کيدلو ضرورت نشته، تر څو پدې ډول د خپلې راتلونکې حتمي تيښتې لپاره څه نا څه د خلکو ذهنونه آماده کړي. او د تيښتې په حالت کې د خلکو له ملامتيا څخه څه ناڅه ځان وژغوري.

د امريکا يو پخواني ليونى قوماندان جنرال مک کرسټل خپله ماتې بيا داسې انځوروي: (متحده ایالاتو له افغانستان څخه د پیژندنې په “یوه بیرونکې ساده نظر” سره جګړه پیل کړه او حتی د لسو کلونو په تېریدو سره لا هم د جګړې د ختمولو لپاره کافي معلومات او پوهه نه لري.

متقاعد جنرال مککریسټل د بهرنیو اړیکو کمیټې ته د وینا پرمهال وویل، امریکا او ناتو متحدانو یې په افغانستان کې خپل نیمایي هدفونه هم نه دي تر لاسه کړي.)

دې ته ورته څرګندونې د امريکا پخواني دفاع وزير ګيټس تير کال په امريکا کې يوه حربي انستيتوت ته په خپلې وروستۍ ليدنې کې داسې وکړې: (تاسې ته زما وروستۍ خبره او توصيه داده چې په راتلونکې کې چې څوک دولت ته د افغانستان د جنګ په څير د جګړو مشوره ورکوي لومړى بايد د هغوى اعصاب معاينه کړل شي چې څه مشکل ونلري....هغه زياته کړه: په افغانستان باندې د نظامي حملې مشوره ځينو د ټيټې سويې جنرالانو ولسمشر بوش ته ورکړې ده چې اوس لدې لانجې څخه د وتلو لياره له ټولو څخه ورکه ده)

په هيواد باندې ددې خونړي يرغل له لمړۍ ورځې څخه تر اوسه پورې ددې تيرو لسو کلونو له نظر تيرولو او د طالبانو، کرزى، اوباما، مککريسټل، او ګيټس د دې تازه څرګندونو او همدارنګه د هيواد د ورستيو ورځنيو پيښو په نظر کې نيولو سره ويلى شو چې په هيواد کې د يرغلګرو او د هغوى د لاسپوڅي نظام پاتې کيدل يو ناشونى، له امکان څخه بيخي ليرې او محال کار دى او د هيواد راتلونکى حکومت د طالبانو په لاس د اسلامي امارت دى.

په پاى کې زه له اوس څخه خپلو درديدلو او کړيدلو په دين مينو او غيرتي هيوادوالو ته د راتلونکى اسلامي امارت مبارکي وايم، الله پاک دې وکړي چې زر تر زره راشي او وکولاى شي چې په لږ وخت کې په ټول هيواد کې پوره اسلامي عدالت تامين کړي، زمونږ د ځوريدلى ولس اوښکې پاکې کړي او د شفقت او مرحمت لاس پرې را وکاږي.

وما ذلک على الله بعزيز

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011