Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ فرهنګ او ادب ادبي ليکني بختيار د يوه مقصد په تلاش کې


بختيار د يوه مقصد په تلاش کې

سه شنبه، 26 تلې 1390 | وخت: 09:10

نه شاعـــــــــــر يم نه دشعـــــــــــــر په معنــــــــــــى پوه يـم

يوعاجزغوندې انسان يم دهېـوادپه مينــه لـوى يم

(په زړه مې ته وې خداى رانکړې)، دځوان اوتاند شاعر او ليکوال بختيار تلاش لومړنۍ ټولګه ده ،چې دشعر په کاملاً نوي ټوکېدلي فورم (ټپيزو) راڅرخي،او دخپل ژوند تلپاتې درد او تلپاتې مينې ته يې په خورا خوږه ژبه ډالۍ کړى دى. 

که څه هم ځينې فرهنګپالان اوداب مينه وال دټپيزو لمړى شاعراوپنځوونکى استاد مجاور احمدزياريادوي،خوداچې ډېرپخوالکه د شعر،غزل،نظم،لنډۍ،چاربيته،څلوريځه،رباعي،نارې اونوروپشان مشهور اوپېژندلى شوى فورم نه وو،ښاغلي حنيف حيران چې يوه ټولګه يې د ((يوځلې بياپه دې لار راشه))ترنامه لاندې چاپ اوخپره شوه،همدارنګه،نصرت الهام اورحيم الله ارماني هم دټپيزو له پنځوونکو کيوڅخه ګڼل کېږي،ددې په څنګ کې د کوزې پښتونخوا دپښتو موسيقۍ وتلى اومشهورسندرغاړي کرن خان په خپل خواږه او جادوګر اوز داټپيزې ،درباب،ارمونيې،جازاو ځينو نوروموسيقي الوپه مرسته په داسې يو ه کاملاً نوې بڼه ،وويلې چې دده شهرت ته په رسېدوکې يې ډېرلوى رول ولوباوه اودې نوي ډول شعر ته يې يونوى رنګ اوخوند و روباخښه.

تلاش هم يو له هغو تنکيو ځوانو شاعرانو څخه دى چې د شعر پرښتې ورسره دمينې تار غزولى دى اود لوى اولايزال رب له هغو لورينو څخه چې په هر چانه کېږي پرده شوې ده چې هغه شاعري ده.

سل اوزر ګلونه وشي په چمن کې

پکې يونيم دليلاپېکي ته ورشي

*****

کاش دې په سترګوکې کـــــــــجل وى

پل دې په پل راسره مـــــــــــــــــــــــل وى

ګرانې داستا دمينې غـــــــــــــــــــل وى

زه دې په دواړو پښو شــــــــــــــــــــــــل وى

په پښو دې شل وى  چې داستا وى خوښ به ومه

شاعري په زور نه کېږي،اونه هم په ډېر تعليم اوزده کړو پورې اړونده ده،بلکې دايوه الهي لورينه ده،چې يواځې په هغه چاباندې کېږي چې الله ج پکې وړتيا او زکاوت وويني.

که چېرې دعمراوسن له لحاظه هم واى نودبختيار شاعر کېدوته به اوس هم لا ډېر کلونه پاتې واى،خوداسې هم نده.

په شاعرۍ کې ښوونځى ،پوهنتون،شهادت نامه،اولېسانس هم شرط ندى، که چېرې له دې څخه يو هم لازمي واى نو داښاغلى به ترې برخمن نه واى،ځکه چې هغه يواځې يو کال وړاندې له لېسې څخه فارغ او اوس په يوه انستتيوت کې چې دښوونځي لخوا ورته سکالرشېپ ورکړشوى وو،شامل شو.

خوداچې پخپله يې تلاش کړى دى اوځان يې په يوې ورکې پسې ملنګ کړى دى او وروسته له ډېرې پلټنې،ستونزو،مشقت اولوړو ژورو سره له مخامخ کېدو يې خپل هدف لاسته راووړ دايې دبخت ياري ده ورسره چې اخر هم خپل نوم ورسره مرسته وکړه،چې بختيار يې په خپل تلاش کې بريالى اودبرخې خاوند کړ.

زه پخپله کم وخت کېږي چې تلاش له نږدې پېژنم،خودى مې ډېرپخوالوستى وو،کله به چې دانټر نټ په صفحودده کومه ليکنه ما ولوسته نوبه مې په خپل ذهن کې ورته يو انځور جوړ کړ،خوکله مې چې په دې نږدې وخت کې له ده سره له نږدې وليدل،نومې خپله اديډيا اوانځورګري دانعام وړ وګڼله،ولې چې کوم څه چې مادتلاش لپاره په ذهن کې ځاى پرځاى کړي ووپه رښتيايې هم ورسره زېب کاوه.

تلاش دلوړ استعداد،دنګې ونې،په غوښه اباد،ژورفکر،اوږودخيال ،دقدر وړاودمتقابل احترام شخصيت لرونکى ځوان دى،هغه ډېرې خبرې نه کوي،په دې بسنه کوي،چې ،ډېرله خپل مخامخ لوري څخه واوري ترڅو دده په وينا دهغه له خبروڅخه نوې لاسته راوړنه ومومي،اويومفهوم ترې واخلي،ډېرخوښوي چې له لوستو خلکوسره ناسته ولاړه ولري،همدارنګه له ادبي بهيرونوسره ډېره علاقه لري،بهير ته دښوونځي په سترګه ګوري وايي : لکه څرنګه چې په ښوونځي کې يوشاګرد داستادله خولې څخه ډېرې نوې اوګټورې خبرې اوري اوپه خپل فکر ذهن ته يې سپاري،ادبي بهيرونه هم ورته مثال لري،ولې چې هغوته هم لوستي اوپوهان شخصيتونه راځي،نوځکه دعلم،پوهې اوادب مينه وال په ډېره ساده توګه کولى شي چې خپلوډېروپوښتنوته ځوابونه ومومي.

هغه خوشحاله طبيعت لري،پراخه ټنډه اوله خولې سره يې طولاني موسکا تل مله وي،خوپه لوړ اواز نه خاندي،يواځې دخپل مخامخ لوري دخوښ اوپه سکون کې ساتلولپاره.

اوس دې انځور په ګوتو نه راځي هېــــنداره کې يې

په کوم زيارت کې ناست يې ياره که په لاره کې يې

طالبه راشه اذان وکړه چـــــــــــــې ناوخته شـــــــــــــــولو

ته چېرته بند يې، ته مصـــروف په کومه چاره کې يې

بختيار تل هڅه کوي چې خپل شعر کې نوې تشبه ګانې ،استعارې،انځورونه وکاروي، هغه يوماهر انځورګر ته ورته دى،لکه څرنګه چې يو انځورګردخپل انځور دښه کېدولپاره له خپل هر راز هنر څخه کار اخلي ترڅو ليدونکي د ليدو په خاطر جزب کړي او په بار بار ورته وګوري،،همدغه شان تلاش هم په دې ښه پوهېږي چې پورته ذکر شوي نقاط په خپل شعر کې ځاى پرځاى کړي اولوستونکي او اورېدونکې يې ډېرځله دلوستلواو اورېدلوحوصله پيداکړي ، تلا ش د شعر په ديکلمه کې هم کافي تجربه لري.

ددې هرڅه ترڅنګ بختيار تلاش ته خداى يوه ښکلې حنجره هم ورکړې ده چې خپل او دبېلابېلو شاعرانو شعرونه،نظمونه اولنډې کيسې يې داسې ديکلمه کړي دي،چې دلوستونکي او اورېدونکي په زړه لکه دملحم پشان لګېږي.

بختيار دعمر له پلوه ډېرځوان دى،خو دعلم ،قلم اوفکر ژبه يې ډېره مشره ده،تلاش ته دشعر پريښتې ددوستۍ لاس ورکړى ،خو ډېر يې ندى پاللى ،په وينايې چې دې دنيمې لارې ملګري ته يې ډېره غوسه راځي خوبياهم ورته نه غوصه کېږي، اوکله چې يې داپرېښته په اوږوکېني نو په مينه او خوښۍ ورته هرکلى اوښه راغلاست وايي،په خورا موسکاسره يې ښکلوي اوهغه له خپل ځان سره يې بېرته دپخواپشان غږوي.

او ورته وايي چې:

که ته سل ځله خفه شوې نوماسل ځله پُخلاکړې

زه چې يوځلې خفه شوم تادژوند لارې جداکړې

*****

روح له ما نه تللى زه دعا ته پاتې شــــــوى يم

زه اوس هغه زه نه يمه تا ته پاتې شــــــــوى يم

ته خو لاړې ياره د بل کور ته زه دې پرېښودم

زه لکه يتيم ماشوم ژړا ته پاتې شـــــــــــوى يم

خوزما(ليکوال)په اند چې دغه پرېښته په تلاش دابروسه لري چې هغه کولاى شي خپله دوستي په مينه اوخوښۍ سره وپالي نوځکه يې ډېرکله يواځې پرېږدي.

تلاش چې په زړه مې ته وې خداى رانکړې،دايې لومړنۍ ټولګه ده،يوسل اوپنځه شپېته ټپيزې يې پکې ځاى کړې دي،دهېواد لوړفکرو،بااستعدادو، پوهو ليکوالانو او شاعرانو پرې سريزه،ليکنې اواندونه ليکلي دي،ددې ترڅنګ تلاش ځينې ناچاپ اثارهم لري ،چې يوپکې ناول دى چې له ايرانۍ فارسي پښتوته ژباړل شوى دى،،چې انشاء الله په ډېره نږدې راتلونکې کې به يې دلوستونکيواومينه والو ترګوتو ورورسوي .

تلاش دشاعرۍ اوليکوالۍ ترڅنګ يو تکړه ژباړن هم دى، هغه کله کله دسياست له نړۍ څخه هم ليدنه کوي،ځيني سياسي تبصرې هم کوي،لنډې کيسې اوادبي ټوټې هم ليکي.

تلاش خپله شاعري دژوند يوه برخه بولي:

راشه راځــــــــــــــه زما ترکـــــــــوره

ښکــل به دې کړم دزړه ټکـــوره

زماپه زړه اوفـــــکر خــــــــــــــــوره

ماته په غټــــــــــــو غــــــــــټوګوره

زه ددنيا له ژونده تا ايستلى يمه

*****

 

اوښکې مې توى شـــولې بې واره

زه در نه ځم د زړه قـــــــــــــــــــــراره

چې خفه نه شې خداى لپـــــــــــــاره

زما دګل په شانې يــــــــــــــــــــــــــاره

په ناچارۍ له مانه پاتې شوې مينـــــــــــه

خو د تلاش په دې لږ عمر کې ډېر دردوونکي هم څه شته،مګر دى نه غواړي چې اوس يې په ډاګه کړي،هغه زما په اند دده لپاره ډېر زيات ارزښت لري،او د خپل تېر اوراتلونکي ژوندلپاره يې ډېره مهمه ګڼي،په وينايې چې ډېرژربه له دې معماڅخه خپل ټول مينه وال خبر اوپدې دردوونکې کيسه به يې له ځانسره يوځاى وژړوي.

تلاش د خپل ژوند دبرياليتوب راز ، دنهيليواواوښکومنځته راتلل هم همدا اوله نورور دوستانوپټه قصه بولي خوداچې کله به دادريڅه پرانيزي تلاش وخت ته ضرورت لري.

وخت که راغــــى نوبه هرڅه درته وايــــم

اوس مې پرېږده ستا غمونوباندې پايم

زه بختيار تلاش ته دژوندپه هرډګر کې دلازياتو برياليتوبونو دعا کوم،په ورځنيوچاروکې يې په هر مشکل لاس برى غواړم،دلوى خداى ج په دربار کې دتلاش دمور اوپلار لپې چې دده په حق کې يې ددعالپاره پورته نيولي دي،ډکې غواړم اوله پاک خداى ج څخه غواړم چې تلاش ته هم ددې توان او وړتيا ورپه برخه کړي، چې دخپل مور اوپلار خدمت په هغه شان وکړي څرنګه چې لازمه ده.

آمين يارب العالمين

تصوير دې زما زړه او په لېمو کې پاتـې کېږي

د مينې بلا ستوري دې تيارو کــې پاتې کېږي

ستا عشق رانه جانانه ډېر لمونځونه قضا کړي

ستا نوم رانه جانانه په تسبو کــــې پاتې کېږي

جانانه تاته نه وايم چې څومره راته ګــــــران يې

خو نوم دې راسره ساز او نغمو کې پاتې کېږي

ځه! ځان به له تا لرې کړم،جهان به له ځان لرې

نومونه مو د بعضو،بعضو خولو کې پاتې کېږي

شوګير دا ستا د مينې او شوګير داستاد حسن

دا دواړه رانه ياره تورو شپو کې پاتـــــــــې کېږي

له تانه مې جانانه نن بلا خبـــــــــــــــــرې زده کړې

خو اوس رانه د شونډو په سرو کې پاتې کېږي

تلاشه ! ستا ځواني به اوس د ښکلونجونو تاج شي

چې سترګې دې د ښکلو اننـــــــګو کې پاتې کېږي

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011