Wed07262017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته نړۍ نړيوال مسايل سياست نړیوال بدلون او د کفارو زوال


نړیوال بدلون او د کفارو زوال

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 23 تلې 1390 | وخت: 22:40

اسراییل د فلسطني ولس د غوښتنو پر وړاندې تسلیم شول

امریکا او ورسره ټول په جنایت کې شریک بهرنيان په افغانستان کې له نه انکاریدوونکې ماتې سره مخ دي

په بریتانیا، جرمني، ایټالیا، اسټرالیا، فرانسې په شمول په ټوله اروپا او امریکا کې د منځني ختیځ او مصر د ا سلامي ویښتیا

په بلګې اخیستو سره ولسي پاڅونونه رامنځ ته شوي او له افغانستانه د خپلو عسکرو د ژر تر ژره وتلو غوښتنه کوي

*********************

No-Israelد فلسطین د اسلامي مقاومت (حماس) د سیاسي دفتر مشر خالد مشعل وویل چې صهیونیسټ رژیم بالاخره د خپل یوه هغه پوځي د خوشي کېدو په بدل کې چې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د مقاومت د ځواکونو له خوا نیول شوی و، د۱۰۲۷ هفه فلسطیني بندان آزاد کړي چې د صهیونیسټ رژيم به بند کې دي.

د خالد مشعل دغه څرګندونې پر فسلطيني ملت سربېره د نړۍ د ټولو مسلمانانو او اسلامي ګوندونو د خوشالۍ او هرکلي لامل شوې دي.

د لبنان حزب الله ګوند د فلسطیني بندیانو د تبادلې په اړه له صهیونیسټ رژيم سره د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ، حماس د سیاسي دفتر د مشر خالد مشعل د څرګندونو په اړه د یوې بیانیې په خپریدو سره اعلان وکړ چې په دې موافقې سره مقاومت په نیواکي فلسطین کې یوځل بیا ستر بریالیتوب ترلاسه کړی.

د حزب الله په بیانیه کې راغلي دي چې دغه ویاړمنه پېښه هغه ده چې په لبنان او فلسطین او نورو عربي او اسلامي سیمو کې د مقاومت لارې د نیواکي سیمو په بېرته ترلاسه کولو او د بندیانو په آزادیدو او د امت د آزادۍساتلو، عزت، کرامت او خپلواکي یې ثابته کړې ده.

د فلسطین منتخب لومړي وزیر اسماعیل هنیه هم اعلان کړی دی چې د صهیونیسټي د پوځي، ګلعاد شالیت سره د فلسطیني بندیانو د تبادلې په اړه په موافقه کې د مقاومت۷۵ سنله غوښتنې پرځای شوې او دغه موافقه د فلسطیني ملت د ارادې پر وړاندې د اسراییلو د تسلیمېدو په معناده.

هغه ددې ټکي په بیانولو سره چې د بندیانو په اړه موافقه د فلسطینیانو لپاره یوه بې جوړې ملي لاسته راوړنه ده، وویل چې دې موافقې د فلسطیني ملت د هیلو او موخو په پرځایښت کې د مقاومت غوره ټاکنه ثابته کړه.

دهغه موافقې له مخې چې د حماس او صهیونیسټ رژيم ترمنځ شوې ده، ټاکل شوې ده د ګلعاد شالیت، هغه صهیونیسټي پوځي په بدل چې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د مقاومت د ځواکونو له خوا نیول شوی دی، ۱۰۲۷ فلسطیني بندیان به په دوو پړاوونو کې آزاد شي.

د حماس د سیاسي دفتر مشر، خالد مشعل وویل چې په لومړي پړاو کې جرمني ته د شالیت په رسیدو سره به په راتلوونکو دوو اونیو کې ۴۵۰ فلسطیني بندیان آزاد شي او په د لومړي پړاوه دوې میاشتې وروسته به اسراییلو ته د شالیت په رسیدو سره دویم پړام پيل شي.

په دې پړاو کې به د صهیونیسټ رژيم له بنده ۵۵۰ فلسطيني بندیان آزاد شي.

هغه په ډاګه کړه چې د اسراییلو په بند کې د ټولو ۲۷ فلسطيني زنداني مېرمنې به د بندیانو په تبادله کې شاملې شي او د صهیونیسټ رژيم په زندانونو کې به هیڅ فلسطیني بندي مېرمن پاتې نه شي.

د حماس دسیاسي دفتر مشر په ډاګه کړه چې د فلسطیني بندیانو د تبادلې په لړ لیک کې هڅه شوې ده چې د اردن سیند د لویدیځې غاړې، غزې، نیواکي قدس په شمول د ۱۹۴۸ میلادي کال سیمې، جولان او په بهرنیو هېوادونو کې میشت زنداني فلسطینیان شامل شي.

دغه موضوع د فلسطین د ملت او خاورې د یووالي ښودنه کوي او دغه موافقه اعلانوي چې د فلسطین ملت په دننه او بهر ټول یو ملت دی.

د بندیانو د موافقې د اعلانیدو په اړه د فلسطنیانو خوشالي په داسې حال کې ده چې د صهیونیسټ رژيم د جاسوسي ادارې مشر، شاباک د صهیونیسټي پوځي په مقابل کې د فلسطیني بندیانو د تبادلې د سند په نهايي کېدو سره ویلي دي چې صهیونیسټ رژيم د فلسطیني بندیانو له آزادیدو وروسته د هغوی د نه ترور په اړه هیڅ ژمنه نه لروو.

د سیاسي کار پوهانو په باور دغه دریځ د صهیونیسټ رژيم د ترهګر خوی د ژور والي ښودنه کوي.

له دې ټولو سره سره روښانه ټکی دادی چې د بندیانو په تبادله کې، د هغه ولس د غوښتنو پر وړاندې چې دغاصب صهیونیسټ رژيم له منګلو یې د ځان د ژغورنې لپاره کلونه کلونه مبارزه او مقاومت کړی دی، د صهیونیسټ رژيم ذلت او خواري یې یوځل بیا د نړی عمومي ا فکارو ته وړاندې کړه چې دا د فلسطین د ملت لپاره ستره لاسته راوړنه ده.

سربېره پر دې اوس په منځني ختیځ کې اسلامي ویښتیا او په افغانستان، عراق او نورو هغو هېوادونو کې د مسلمانانو مبارزې او مقامتونه ددې لامل شوي چې په ټوله نړۍ کې د کفارو زوال ښکاره شوی او اوس داسې ښکاري چې کفار د نورو هېوادونو د نیواک پرځای د خپلو هېوادونو ستونزو ته خپل پام اړولی دی.

اوس ددوی ماتې په افغانستان کې له شکه راوتلې او پر حقیقت بدله شوې ده او دغه ماتې د امریکا او ناټو د جنرالانو په وروستیو څرګندونو کې له ورایه ښکاري.

اوس د امریکا چې د اسلامي هېوادونو د لاندې کولو اصلي سرخیله ده لوړ پوړي پوځي او سیاسي چارواکي یې پر دوو ډلو ویشل شوي.

هغه امریکايي جنرالان لکه په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو پخوانی قوماندان مک کریسټل چې په افغانستان کې د امریکایانو پرماتې ښه باوري دی، غواړي چې له رسنیو سره په ډاګه خپله ماتې ومني او اعتراف پرې وکړي، خو له دې اعترافونو یې موخه دا نه ده چې دوی د زړه له کومې د امریکا د ماتې په ډاګه کول غواړي بلکې، دوی په دې اعترافونو سره غواړي چې د خپل ملت پر وړاندې د افغانستان په جګړه کې د میلیارډونو ډالرو لګښت او د زرګونو امریکايي عسکرو د وژل کېدو له مسوولیت ځان وژغوري.

بله یې هغه جنرلان او سیاسي چارواکي دي چې سره له دې چې په افغانستان کې پر خپلې ماتې باوري دي، خو اوس ددې جرئت نه لري چې خپل ولس یا هغو نړیوالو ملګرو ته یې چې له دوی سره په دې تېري کې شریک شوي دي، پر خپلې شرمېدونکې ماتې ا عتراف وکړي، چې له دې ډلې څخه په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو قوماندان جنرال مایکل کراوس یادولای شوو چې د تلې په ۲۰مه نیټه یې په واشنګټن کې خبریالانو ته د ویډیويي کنفرانس له لارې ا علان وکړ چې په فغانستان کې په وروستیو دوو میاشتو کې دبهرنیو عسکرو پرضد د طالبانو بریدونه کم شوي دي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو پرضد د طالبانو بریدونه ۴۰ سلنه زیات شوي دي.

په دې اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د ناټو ددې جنرال د ادعاګانو د ردولو ترڅنګ رسنیو ته وویل چې امریکا په هغه جګړه کې ماته شوې ده چې په افغانستان کې یې د ناټو په ملګرتیا پیل کړې ده او اوس دوی خپل ولس ته د دوکې په ورکولو سره خپله ماتې پټوي.

د افغانستان په اړه د شنونکو په نوم چینل هم په خپل رپوټ کې د جنرال مایکل کراوس ادعا بې اساسه بللې ده.

د پرس ټي وي ټلویزیوني چینل در پوټ له مخې د افغانستان د شنونکو چینل یا(اې، اې ،ان) د تلې په ۲۱مه نېټه اعلان وکړ چې د طالبانو د مشرانو د نیولو یا وژلو او په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو د کمولو په اړه د ناټو چارواکو، چې اشاره یې همدې جنرال کراوس ته ده ادعاګانې بې اساسه او له حقیقته لرې د ي.

له بلې خوا په امریکا او د بریتانیا، فرانسې، ایټالیا، جرمني، ا سټرالیا په شمول په ټوله اروپا کې ولسونه د خپلو حکومتونو د غلطو سیاستونو په اعتراض کې راپورته شوي او د لومړنیو رپوټونو له مخې یوازې د امریکا په ۱۵۰۰ ښارونو کې خلک د حکومت پرضد لاریونونو ته راوتلي او دغه لاریونونه سره له دې چې ددولتي ځواکونو له خوان وهل ټکول کېږي او سخت چلندورسره کېږي، بیاهم خلک خپلو لاریونونوته دوام وکوي او د لاریوون کوونکو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي او په امریکا کې خو لاریون کوونکي له ځانونو سره داسې لیکلې شعارونه ګرځوي چې پرې لیکل شوي ((موږ ۹۹ سلنه یوو)) او ددوی د شمېر ډېر والي ته چې سړی وګوري رښتیا هم چې کیدای شي ۹۹ سلنه به وي.

په زړه پورې یې داده چې دغه لاریون کوونکي په یوه خوله په افغانستان، عراق او لیبیا کې د خپلو دولتونو په ځانګړې توګه امریکا د پوځي لاسوهنې کلک مخالف دي او له دې هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستانه د خپلو عسکرو د ژر تر ژره وتلو غوښتنه کوي.

دغه لاریونونه د کفارو زوال ځکه بللی شوو چې لاریون کوونکي په ډاګه وايي چې دوی د مصر او منځني ختيځ د سیمې د هېوادونو له ولسوونو په بلګې اخیستو سره په لاریونونو لاس پورې کړی، نو دې ته په پام سره چې د مصر او منځني ختیځ سیمې د هېوادونو پاڅونونه د اسلامي ویښتیا څپه ګڼل کېږي، نو خدای ج دې وکړي چې په ټوله نړۍ کې اسلامي ویښتیا رامنځ ته او کفار له زوال سره مخ شي.

د سوچه اسلامي نړۍ او اسلامي خلافت په هیله.

دا برېښلیک پته د چټیاتو څخه ساتل کېږي. ته د دې د کتلو لپاره د جاواسکرېپټ فعالولو ته اړتیا لرې

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011