Mon02192018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل جګړه که روغه جوړه په افغانستان کې جګړه


په افغانستان کې جګړه [١٨ ليکنه]

جمعه، 15 تلې 1390 | وخت: 14:36

rocketsپرله پسې اووم اکتوبرونه او خرتوبونه

هغه وخت چې بېنظير بټو طالبان پر کابل وغورځول هند يې ژور مخالفت وکړ خو بېنظير بټو هند ته ډاډ ورکړ چې دطالبانو خرتوب پرته له افغانستانه د بل هېڅچا پر زيان نه دی او هند چې افغانستان ته زيان اړول لا ١٢٠٠ کاله پخوا غوښتل پر خولۀ يې لاس کېښود او په افغانستان کې يې د طالبانو د خرتوب ننداره کوله ،نه يې ويل چې په افغانستان کې زموږ ګټې په خطر کې دي او يا خټې ، طالبانوپه افغانستان کې د فرعون ،ثمود،يزيد،نمرود او د شمرخرتوبونه وکړل خو پرهند يې سوړ باد هم ونه لګېد .اوس چې افغانستان د پاکستان له لاسه وتی دی هند هم هماغومره سرګردانه دی لکه پاکستان .

دطالبانوپر خرتوب يوۀ پاکستاني په اردو ژبه يو کتاب هم ليکلی دی دغه کتاب ته که په پښتو کې نوم ورکړو داسې راځي * طالبان د بېنظير بټو له خختګه راوکولېدل * بېنظير بټو مخکې له دې چې ووژل شي وويل که زه داځل بيا وزيراعظمه شم دا راز به ښکاره کړم چې طالبان له کومه شول .

د مولا فضل رحمان د ګوند يو تن غړی غلام علي له خېبر نيوز سره يوه ورځ په مرکه کې په خندا د يوې ټوکې په شکل وويل چې پر طالبانو پاکستاني پوځ دومره خرچه کړې ده چې بله روغه اردو پرې جوړېده .

خود ګردو ناولو طالبان+مجاهدينو نيکه نصرالله بابر بيا ويلي دي چې ما دا ناولي )جهاديان ( روزلي دي او موخه مې يواځې په افغانستان کې داوود خان ته سبق ورکول وو ، او بيا مې دا ټول ناولي د ايران له لارې امريکا ته وروپېژندل .

د بېنظيرې پلار ذولفقار علي بټو بيا ولي دي چې داوود خان ته سبق ورکولو لپاره موږ رباني پاکستان ته راغوښت او له ځانه سره يې نور شاګردان مسود ، حکمتيار او جان محمد ....... هم راوستل .

نصرالله بابر ويلي دي چې ما دغه وخت کې د سرحدي ځواک مشرتوب کاوۀ او پر دې ورانکارو مسود، رباني ،حکمتيار، جان محمد......... مې کله وسلې او ډالرې وويشلې دا ټول بيا د رباني له لاسه ووتل چې مسود او حکمتيار د يوۀ بل پر ضد دسيسې جوړول پېل کړل رباني د دوئ دواړو په منځ کې هېڅ پر روغه جوړه بريالی نه شو. کله چې په کال ١٩٧٥ ز کې د حکمتيار له لاسه جان محمد د مرګ کندې ته وغورځېد د مسود او حکمتيار په منځ کې د نفرتونو لړۍ نوره هم چټکه شوه چې د مسود له مرګ وروسته هم روانه ده .

بل ځای بيا بابا ی طالبان نصرالله بابر ويلي دي چې موږ د مجاهدينو له خرتوبه خرتوب ته اړ شولوچې طالب لعنت راپېدا کړو او دا کار مې هم د يونيکال په مالي مرسته کړی دی خو د طالبانو له خرتوبه بيا خپله د تېلو غلۀ )يونيکال (خرتوب ته اړ شول د اکتوبر پر ٧ نېټه يې له تاجکستان او پاکستانه هوايي بمبارونه پېل کړ او خپل نوکران يې پر افغانستان راوارتول ، اوس داسې ښکاري چې د تېلو غلۀ هم د دې خپلونوکران له خرتوبه کوم بل اووم اکتوبر خرتوب ته اړ شي او بيا به د ګمراهۍ يو بل پړاو پرانېستل شي .

د ١٣٩٠ ل کال د تلې ١٥

ادينه )جمعه( د ١٤٣٢هـ کال د ذولقعدې ٩

د ٢٠١١زکال د اکتوبر ٧

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011