Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته بېلابېل بېلابېلي ليکني د ١٣٨٠ کال پنځلمسه د تلې د ايمان د تللو ورځ


د ١٣٨٠ کال پنځلمسه د تلې د ايمان د تللو ورځ

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 15 تلې 1390 | وخت: 14:04

په رښتيا سره چې جهاد د الله پاک په آزموينو او امتحانونو کې يو سخته آزموينه ده چې تل يې رښتيني مؤمنان او منافقان سره جلا کړي دي، د تاريخ په اوږدو کې جهاد يوه داسې سخته فريضه پاتې شوې ده چې درواغجنو مؤمنانو يې هيڅکله تاب نه دى را وړي او ترې په شا شوي دي.

له نن څخه لس کاله مخکې د ١٣٨٠ لمريز کال د تلې (ميزان) پنځلسمه ورځ د الله پاک له لوري د همدغسې امتحانانو په لړ کې يوه نه هيريدونکې او د خورا زښتو زياتو سختو امتحانونو د لړۍ د پيليدلو ورځ ده، له همدې ورځې څخه وروسته ډير هغه کسان چې مسلمانانو به غټ حساب پرې کاوه د الله پاک په دې ستر امتحان کې پاتې راغلل او د خلکو په وړاندې وشرميدل او لا پسې شرميږي.

دا داسې سخته ورځ وه چې په اسلامي تاريخ کې يې سارى ډير کم او يا کيداى شي په ټولو ابعادو کې ديته ورته له کړاوونو ډکه ورځ بلکل نه وي، د ټولې نړۍ کفار له خپلو مختلفو عقيدو سره، يهودان، عيسويان، بت پرستان، گو پرستان، له جلا جلا هيوادونو او ملتونو څخه، په خپلو منځونو کې له سترو اختلافاتو سره سره ټولو په يوه لاس او يوه خوله او په خپل ټول زور او ځواک، پر مختللې نظامي او جاسوسي تکنالوجۍ سره د خونړۍ امريکا په مشرۍ زمونږ په کوچني اسلامي هيواد باندې ناروا، ښکاره او بربنډ تيرى وکړ او يو خورا خونړى او وحشي جنګ يې پرې پيل کړ، ستر ستر بې رحمه څو ټنيز بمونه يې د باران په شان پرې واورول او پدې توګه د رښتينو مؤمنانو او منافقانو د جلاکولو لپاره د ايمانونو د تللو يوه نوې لړۍ پيل شوه چې تر نن ورځې پورې دوام لري.

د دې ورځې يوه سختي په دې کې وه چې په ټوله اسلامي نړۍ کې يو اسلامي هيواد پيدا نشو چې ددې ستر ناروا تيري په وړاندې غږ پورته کړي او زمونږ له هيواد سره تنها په خوله باندې ودريږي!!! حتى د ايران دولت سره لدې چې په اسلامي نړۍ کې د امريکا ستر رقيب ګڼل کيږي، له ويرې يې لينګي ولړزيدل او له صليبي ټلوالې سره يې وروسته له هغې د هر راز لوژستيکي مرستو اعلان وکړ کله چې د امريکا د وخت ولسمشر بوش په پوره غرور سره وويل چې پدې جنګ کې دريمګړى نه منو، هر څوک چې له مونږ سره ونه دريږي نو د ترهګرو ملګرى ګڼل کيږي او د همغوى په څير معامله به ورسره کيږي!!!

زمونږ د ګران هيواد په وړاندې د دې خونړي جنګ تر ټولو خواشينوونکې خبره دا هم وه چې د يو شمير پخوانيو منحرف شويو مجاهدينو، غلو، ډاکوانو، ګلم جمانو او ګلم چورانو څخه جوړه د رباني په مشرۍ هغه د پرديو مزدوره ټلواله چې په کلونو کلونو يې خلک له طالبانو سره ددې لپاره جنګول چې ګواکې طالبان د امريکا د ګټو د خوندي کولو لپاره را پورته شوي دي او غواړي چې پخوانى پاچا ظاهر شاه يو ځل بيا په هيواد واکمن کړي، دوى هم په پوره بې شرمۍ سره د امريکا تر خوا ودريدل او د طالبانو په وړاندې يې د هغوى لپاره د پلي ځواکونو رول ادا کړ او داسې شرموونکي مواقف او دريځونه يې غوره کړه چې که چيرې د دوى په مقابل کې د طالبانو د ميړانې او شاهکاريو تاريخ نه وه، کيداى شي چې په نړۍ کې بيا افغانانو ته چا د انسان په سترګه نه وه کتلي!!

دا چې د بوش په وينا د دې صليبي جنګ لپاره د امريکا پلمه څه وه او څه اهداف يې درلودل او لا يې لري، پدې هکله ډير څه ويل نه غواړم ځکه لس کاله مخکې که چا دا خبره منله او يايې نه منله، اوس خو هيڅوک پدې کې شک نلري چې امريکا ويل يو څه او غواړي بل څه، اوس اکثره د انصاف خاوندان پدې اتفاق دي چې امريکا په حقيقت کې غوښتل چې په افغانستان هغه نظام له پښو وغورځوي کوم چې کلک عزم او هوډ کړى وه تر څو پخپل هيواد کې په رښتيني او اصلي معنا سره اسلامي نظام واکمن کړي، او پدې توګه د نړۍ ولسونو ته له عدل،انصاف، رحم او شفقت څخه ډک د اسلامي نظام بېلګه او نمونه وښيي، د امريکا په مشرۍ صليبي ټلوالې غوښتل چې هغه اسلامي نظام په نطفه کې خنثى کړي له کوم څخه چې په راتلونکي کې د مسلمانانو د مرکزيت جوړيدلو او د مسلمانانو د پخواني شان او شوکت د را ژوندي کولو تمه کيدله.

د دې خونړي جنګ له لسو کلونو تيريدلو څخه وروسته بيا هم شکر او زر وارې شکر دى، چې د افغانستان د اسلامي امارت مشران او مجاهدين په خپله هماغه خبره کلک ولاړ پاتې دي او يوه زره هم ترې په شا شوي نه دي، کومه چې دوى د خپل تحريک په لمړيو ورځو کې کوله، او بيا د دې جنګ له پيل څخه مخکې او وروسته يې کوله او نن هم هماغه خبره کوي او وايي چې زمونږ يواځينۍ هيله او آرزو په خپل ګران هيواد کې د يوه سوچه اسلامي نظام راوستل دي او بس.

د دې لسو خونړيو کلونو په تيريدلو سره داده اوس اکثره هيوادوال او نړيوال پدې اتفاق دي چې الحمد الله د اسلامي امارت د اکثرو مشرانو او مجاهدينو ايمانونه په تول پوره وختل، ځکه له دې ټولو کړاوونو او فشارونو سره سره له خپل حق او پرځاى دريځ څخه يوه ګوته هم په شا نشول او دادى اوس د بشپړ بري په درشل ولاړ دي، د امريکايانو غرور نور د ماتېدلو په حال کې دى او هغه ورځ ليرې نه ده چې په هيواد کې يو ځل بيا اسلامي امارت په پوره توګه او له پخوا څخه لا په غښتلي ډول واکمن شي.

کيداى شي لس کاله مخکې چا په آسانۍ سره دا نه وه منلې چې لس کاله وروسته به مجاهدين دومره غښتلي وي چې د کابل په زړه کې به پوره شل ساعته جګړه په مخ يوسي، په يوه ټک به د امريکا ديرش تنه خاص کوماندو ځواکونه ووژني، د مزدور دولت لوړ پوړي او مهم چارواکي به په مسلسل ډول يو په بل پسې له دې نيمګړې دنياګۍ څخه رخصت کړي، مغروره امريکايان به له اسلامي امارت سره د خبرو او مذاکراتو لپاره واسطې ولټوي،پداسې حال چې دا کارونه اوس د مجاهدينو له ورځنيو او عادي کارونو څخه ګڼل کيږي چې له هيچا څخه پټ نه دي، او نه څوک انکار ترې کولاى شي!

اوس ددې وخت را رسيدلى دى چې هغه افغانان چې د دښمنانو د تبليغاتو تر تاثير لاندې راتللو له کبله، او يا د خپلو شخصي عقدو او منافعو له کبله لا تر اوسه د يرغلګرو ځواکونو تر څنګ ولاړ دي، بايد نور په خپلو ګريوانو کې سر ښکته کړي، فکر دې وکړي چې دوى څوک دي، له چا سره ولاړ دي، له چا سره جنګيږي او د څه لپاره؟!

نور بايد د ښاغلي عاليقدر امير المؤمنين د عفوې له فرمانونو څخه په استفادې کولو سره د خپل هيواد او هيوادوالو په وړاندې له دښمنۍ څخه لاس واخلي او د خپلو مجاهدو ورونو تر څنګ دې د دين او هيواد د دښمنانو په وړاندې د جهاد او مبارزې ګرمو سنګرونو ته ودانګي او پدې توګه دې خپل ځان له راتلونکې دنيوي او اخروي حتمي ناکامۍ او رسوايۍ څخه وساتي.

ليکوال: عبد الرحمن ابراهيم خيل