Mon02192018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ فرهنګ او ادب کيسې او داستانونه لنډه كيسه: بې كاري


لنډه كيسه: بې كاري [محيب رحمتي]

یکشنبه، 17 تلې 1390 | وخت: 14:04

muhib-rahmatiد دروازې زنګ ووهل سو، آمنې ورمنډه كړه دروازه يې خلاصه كړه، انور په ستړيو ګامونو كور ته ننوت، آمنه خپل ورور ته مخامخ كېناسته، هغه ته يې په اميدونو ډك نظر وكتل، انور په مايوسانه لهجه ورته و ويل :

- نه زما خورې! نن بيا ما وظيفه پيدا نه كړه، دلته د غريبانو لپاره هيڅ كوم كار نسته انور له تېرې يوې مياشتي راهيسي بې كاره و، كله چي انور د دريو كلونو و پلار يې په ترافيكي پېښه كي ومړ، د انور مور د خلكو كالي پرېمنځل، په ډېر تكليف يې خپل زمن لوى كړي و، انور تر لسمه پوري ښونځي ويلى و، بيا د د كار په لټه كي سو، خو تر اوسه پوري يې كوم كار پيدا نه كړ دا وخت هم انور د بس په تمځاى كي مايوسه ولاړ و، غرمه مهال و، يو اجنبي سړى يې مخي ته ودرېد، ورته وې ويل :

- آيا ته د كار په لټه كي يې ؟ كله چي ته له دې بلډينګه راوتې ما وليدې انور د يوې شېبې لپاره سړي ته په غور وكتل بيا يې ورته و ويل :

- هو، زه د وظيفې له لټه كي يم

- زه تاته كار دركولاى سم

- څنګه كار ؟

- ته به زما سره كور ته ځې، بيا به د تنخوا او كار په اړه پوره معلومات دركړم

انور د يوې شېبې لپاره په سوچ كي لاړ، بيا يې و ويل :

- سمه ده، زه ستا سره ځم

انور له سړي سره په موټر كي سپور سو، له نيم سات مزله وروسته موټر په خرابه لار له تېرېدو وروسته د يوه كور مخي ته ودرېد، له سړي سره سراى ته ننوت، په يوه لوى دهلېز كي له تېرېدو وروسته يوې كوچنۍ خوني ته ننوتل، د خوني په پاى كي د مېز شاته يو سپين ږېرى سړى ناست و، په خپلو غټو- غټو سترګو يې انورته وكتل، بيا يې ورته و ويل :

- ځوانه كېنه

انور د سړي مخي ته په يوه څوكۍ كېنوست، سپين ږېري ورته و ويل :

- زه پوهېږم چي ته د كار په لټه كي يې، زه تاته كار دركولاى سم

- زه به څه كوم؟

- ډېر آسان، تا ته به كوچنى بكس دركړل سي، ته به هغه په يو لوى ماركېټ كي يو ځاى پټوى، بيا به له هغه ځايه په څو ثانيو كي راوزې

انور په حيراني و و يل :

- په دې بكس كي به څه وي؟

سړي په ظالمانه رويه ورته و ويل :

- يو زورو بم

انور چيغي كړې :

- څه؟ ته غواړې چي زه د بې ګناه ښاريانو ژوند واخلم، هغوى ووژنم، په ښار كي وېره خپره كړم، زه په تا او ستا په دې كار توكم .........

انور د غصې په حال كي د دورازې خوا ته مخ واړاوه، دستي يې مخي ته ولاړ سړى وليد چي په لاس كي يې توپانچه وه، خوله يې د ده خوا ته وه، د سپين ږېري خندا په خونه كي ازانګه وكړه :

- ته په دومره اساني سره له دې خوني نه سې تلاى، ته بايد دا كار وكړې، كني ستا خور او مور به ووژل سي

انور ورته وويل :

- سمه ده، ماته د فكر كولو لپاره څه وخت راكړئ

- تاته به وخت دركړم، خو تر هغو پوري به ته دلې اوسې، ستا كورته به حال

وركړو چي ته نن شپه د كوم ملګري كره يې انور يې يوې خوني ته بوت دروازه يې پسي راپوري كړه، انور په څوكۍ كېناست فكر يو وړ، ډېر پرېشانه و، يوې خوا ته د هغه له امنه ډك ښار او د بې ګناه ښاريانو ژوند و، بل خواته يې خور او مور وه، نه پوهېدى چي څه وكړې او څه ونه كړې، اخر يې و ويل :

- زه به دواړه وژغورم

د انور د خوني دروازه له دباندي بنده نه وه، په نيمه شپه كي له خوني راووت، له دهلېزه راووت د يوې خوني مخي ته ودرېد، په خونه كي د دې خلكو د وسلو ذخيره وه، انور چي كله د خوني دروازه خلاصه وليده حيران سو، خوني ته ورننوت، بېلا بېل بند صندقونه پراته و، خلاص يې كړل، چي له وسلو ډك دي، په اخر كي يې د خپل مقصد څيز تر لاسه كړ، دا يو كوچنى بم و، په هغه باندي يو كوچنى بټن و، چي په كېښكلو يې بم چاودېدى، له خوني راووت خپلي خوني ته لاړ دروازه يې له دنني خوا په ځان پسي بنده كړه، په لاس كي يې بم ته وكتل، لاس يې رېږدېدى، خولې باندي راماتي سوې، خو د خپلو خلكو د ژغورلو اراده يې پخه وه

د الله نوم يې واخيست بم يې په نس پوري وتاړه، شپه تېره سوه اخر سهار سو نه بجې وې چي د انور خوني ته دوه كسه ورننوتل، له ځانه سره يې سپين ږېري سړي ته بوت، له انور نه يې پوښتنه وكړ ه:

- اخر تا څه پرېكړه وكړه؟

انور په طنزيه ډول په خندا ورته و ويل :

- زه دې كار كولو ته تيار يم

سپين ږېري په ځمكه باندي پروت بكس ته په اشارې سره و ويل :

- سمه ده،نو دا بكس درسره واخله، زما كسان به تا تر ماركېټ پوري ورسوي، ته به دا هلته پټوې، په څو ثانيو كي به له هغه ځايه وزې، پوره په لس بجې به دا بم وچوي، بيا به هري خوا ته مړي پراته وي د خبرو له خلاصولو سره سم د سپين ږېري زهرجني خنداپه خونه كي ازانګه وكړه انور له ځانه سره يو څه و ويل، بكس ته ور ټيټ سو، په همدې وخت كي يې په نس پوري د تړل سوي بم بټن ووهل، يوه غټه چاودنه وسوه، له چاودني سره هلته د وسلو پرته ذخيره هم تباه سوه، د چاودنو دا لړۍ لس دقيقې همداسي روانه وه، په كتو كتو كي هر څه په خاورو بدل سول انور مړ سو، خو د ده د قربانۍ له امله د زرګونو بې ګناه ښاريانو ژوند وژغول سو.

ليكوال :: محمد اعيان

ژباړه :: محيب رحمتي



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011