Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست خپل تخلص پدی رنځ اخته کړی یې؟


خپل تخلص پدی رنځ اخته کړی یې؟

شنبه، 16 تلې 1390 | وخت: 20:17

simin-barakzaiله تیرې یوې اونۍ راهیسی د افغانستان دپارلمان مخکی ته په یوې وړې کیږدۍ کې د هرات وکیلی اغلی سمین بارکزی د نه خوړولو په اعتصاب لاس پوری کړی خو تر اوسه افغان دولت چارواکو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی . دغه اغلی غوښتنه دا ده چې دی پارلمان ته په درغلۍ بلکی د خلکو په رایو راغلی خو د ټاکنو خپلواک کمیسون له دې سره ظلم وکړ اودی یې له پارلمان څخه ویستلی او په ځای یې یوه بله میرمن د هرات څخه پارلمان ته دننه کړه.

لومړۍ له سره ټولی ټاکنۍ له درغلیو ډکی او خلکو ته د منلو وړ ندی ځکه په پارلمان کې ناست وکیلان د خلکو رښتینی استازی ندی بلکی د بیلابیلو ساژشونو او نورو نامشروعو لارو پارلمان ته ځانونه رسولی خو تر کومه ځایه چې د اغلی سمین بارکزۍ موضوع ده کیدای شی نوموړۍ هم یوڅه په حقه وی چې تر دومره اوږدی مودی لپاره دنه خوړولو په اعتصاب لاس پوری کړی او تراوسه ورته افغان چارواکو پاملرنه نده کړی.

تر دی مخکی هم په پلازمینی کابل کې یو شمیر خلکو په ناروا غوښتنو د خلکو د غولولو لپاره د نه خوړولو اعتصاب کړی چې دولت هم ورته ډیره پاملرنه وکړی او په اففانستان کې میشتو دبشر حقوقو سازمانونو او خبری رسنیو هم دومره هوا ورکړی چې ډیر ژریې دولت دیته مجبور کړی چې د ښاغلو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایی.

خو د اغلی سمین بارکزۍ اعتصاب که په حقه هم وی نو ځکه ورته څوک د حل لاره نه ګوری چې تخلص ورته کار پیدا کړی ځکه که نوموړۍ د بارکزۍ په ځای بل هر تخلص وی نو اغلی به په مطبوعاتو او د بشر حقونو سازمانونو او افغان دولت مسولینو ډیره پاملرنه کړی وی خو زه هم د اغلی سیمن په اړه کره معلومات نلرم خو دومره مې د مطبوعاتو له خوا اوریدلی دی چې اغلۍ بارکزۍ د هرات د شینډنډ ولسوالۍ اوسیدونکۍ ده چیرته چې ډیرۍ پښتانه اوسیږی خو ددغی اغلی یوه مرکه هم ما په پښتو ژبه نده اوریدلی او کیدای شی په پښتو ژبه خبری هم ونشی کړی خو خپل یې تخلص بارکزۍ ایښی دی کیدای شی یایې خاونددبارکزیو په قوم پوری تړاو ولری او یا دا خپله بارکزې وی خو په پښتو نه پوهیږی.

په دغه پارلمان او دولت په اډانه کې په پښتنو خبری کول جرم، په افغانۍ جامو اغوستل جرم چې دپښتنو حقوقو غوښتنه کوی بیا خو ډیرلوی دښمن یا کومه بله ټاپه درباندی لګول کیږی او د نړۍ هر قوم که هغه په افغانستان کې هم وی نوکه خپل حقوق غواړی هغوی ته هیڅ ټاپه او جرم نشته دی او یوازی دا ستونزه په پښتنو پوری محدوده ده.

دتخلصونو پورې ماته یوه بله کیسه هم رایاده شوه البته هغه داغلی سمین بارکزی ځای ته نه رسیدلی خو له موږ سره په یوه ټولګیواله جینی د شمال د یوه ولایت اوسیدونکۍ وه هغې هم خپل تخلص احمدزۍ کوه او نوره په ټکی پښتو نه پوهیده او د پښتنو دود او کلتور په اړه هیڅ معلومات نه وه نوما ورته یوه ورځ وویل که غواړۍ په افغانستان کې یولوی مقام ته ورسیږی نو خپل تخلص دې بدل کړه چې کیدای شی تاسره ډیره مرسته وکړی ستا دارمانونوپه پوره کیدو کې نو هغی اغلی راته وویل ولی خپل هویت بدل کړم نو زه اوس نه پوهیږم خلک خپل هویت څه ته وایې پښتون یم خو په پښتو خبری نشم کولای پښتون یم خو د پښتو دود او کلتور نه پیژنم او هویت هم نه بدلوم .

نو هیله مې دا ده چې دغه ډول خلک که هغه نارینه وی او که ښځینه لومړۍ ښه فکر وکړی او بیا ځانونو ته تخلصونه غوره کړی ځکه پښتانه خو هسی په دی دونیا د ژوند له ټولو نعمتونو محروم او له هری خوا وهل او رټل کیږی او تاسو ښاغلي او اغلې چې له پښتنو وتلی هم یاستی او هغه د چا خبره عصری شوی هم یاستی نو بیا د یو تخلص له امله ولی دومره قربانۍ ورکوی تخلصونه خپل ژر بدل کړۍ چې راتلوونکې مو لا خورا نیمکرغه شی ګنی بیا به د اغلی سیمن بارکزۍ په سرنوشت اخته وه.



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011