Sun12172017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني و ظیفه راوړی خدای مو وبښه


و ظیفه راوړی خدای مو وبښه

یکشنبه، 17 تلې 1390 | وخت: 13:39

mansoor-ahmadzaiدا هغه جمله ده چه هرماشام سهار اوغرمه دیوه وړوکی ماشوم له خولی نه زما ستا دهرچا په دروازه کی اوریدل کیږی اوچه کله ورته را بهر شی گوری چه دا ماشوم به دلسو کالو نه تر شلو کالو پوری عمر لری ډیر عاجز هک حیران شرمنده شانته او خجالت زده به ولاړ وی او احساس دحقارت به کوی په لاس کی به یی وړوکی شانته کاسه او یوه دکپړی ټوټه وی که یو کس لږ په زړه رحم لری ورته یو لږ توده ډوډی اود بل وخت پاتی قطغ به تود ور کوی او داسی هم کیږی چه د ډوډی په ځای سپک ورک ورته وایی اود دروازی نه یی شړی او ورته وایی ورک شه چه بیا را نشی دتا سو دلاسه خو زمونږ ملک تباه شو خدای موبرباد کړه کله چه تری نه پوښتنه وکړی دکوم ځا ی یی وایی به د تخار قندز بغلان بدخشان تالقانو خوست وفرنگ مزار پکتیا ننګر هار او ............اوداسی نور چه ورته ووایی کوردی چیرته ده وایی به وطن کی ده اوزه مسافر یم په مدرسه کی اوسیږم......... داد قضی یو لوری ده بل لوری داده چه دا ماشومان اکثر داسی عمرکی دی چه د مکتب دعمر اود درس دویلو عمر ده ددوی په باب خو نه دپلاراو مور کومه توجه شته نه داموجوده نظام کومه توجه لری نه امریکا او نه ملگری ملتونه نه هغه مسول مقامات چه د ډیری بی شرمی سره دبشری حقونو کاڼی په سینه پوری درزوی داټول مسولیت لری خود مسولیت احساس چا سره هم نشته صرف غولول چال فریب ټګی برګی او دخودنمایی یو عجیبه لوبه روانه ده داټول دخدای دقران او ددی ماشومانو دژوند او ددی بی وسه عاجز ملت او افغانی ټولنی مسول او جوابده دی مرگ حق ده خودوی ددی پروا نه لری سوال اوجواب حق ده خودوی اصلا په اخرت او سوال وجواب عقیده نه لری..... مور او پلار خو هغه وخت دماشوم له ساتنی او حقوقو نه خپل فراغت نصیب شو چه دلته یی را ولیږه .

افسوس دداسی مور او پلار په حال د داسی فرضو ادا کولو او دخپل افغانیت پر بنا دخپل ماشوم په وړاندی خدای او کتاب الله (قران) په مقابل کی یی ترسره کوی او دکابل اداری دکورس اکابر لنډغران یی هم له نږدی څاری . .

تاسف کوم دموجوده دولت حکومت نظام او رهبری په دی فریضه او انجام دوظایفو چه ددی ملک دماشومانو په باب یی ترسره کوی داکوم فرض دی اوددی ماشوم په مقابل کی به کوم جواب ورکړی .

امریکا خوهم دا ا دعا گانی لری چه زه دطالبانو د انتحاریانو القاعدی نه دا جهان داافغانستان دا ولس ته نجات ورکوم اویا دا چه له افغانانو سره کمک کوم چه دانشی کولای نوربه کوم شی وکړی .

یونسف اوداسی نوری ډیری برخی او اداری شته چه دجهانی الیتریسی او ناخواند گی په مقابل کی دخد مت کولو ډنډوری غږوی دوی کوم مسولیت ترسره کړ او که چیری سوړو کی پټ روز ګذرانه ډالری معاش غنیمت ګڼی .

-ملل متحد داسی نغاری غږوی چه مونږ په افغانستان کی کمکونه کوو د دی په باب کوم تجویزونه لری او که نه

په افغانستان کی دبشری حقونو او مدنی حقونو مشره محترمه سیما ثمرمشهوره ...........پدی باب تر نن پوری کومه تو.جه کړی یا لاسته راوړنه لری هغه خودی دی قوم ته ووایی چه داخلک پوه شی چه په رښتیا دا کار خو شوی ده .

– افغانی سری میاشتی هم ډیر ی لاتری ټکټ چاپ کړ ل او په خلکو باندل یی پلورلی هغوی دی برخی ته ترنن پوری کومه توجه وکړه .

یوه بله ډ له ماشومان هم دلته شته چه زاړه کاغذونه پلاستیکونه اوسپنی او نور شیان راټولوی اوبیا یوه ګوله سوړ سک یا یوه ګوله ډوډی اودژوند ضروری شیا پری برابروی او په هغه ژوند تیروی

هغوی هم ددغوما شومانو په عمر اوسن کی دی

دکابل دارګ مشرستونزی په ژړا پای ته رسوی وایی چه نه غواړم میرویس مهاجر شی مګر دا ظلم له میر ویس سره کوی پیسی ورته ګټی کیسی ورته نه ګټی چه سبا ورځ پری سرلوړی وای نه چه د دشلمی پیړی بدنام ببرک په څیرپر نوم یی شرمیږی اوله شرمه داوسیدوځای پدی خاوره کی ونلری .

دارګ مشره تاسی د څیری ګریوانو ببروسرو وږوخیټو افغان ماشومانو پوښتنه کړی دنړی له پراخه نعمتونو څخه چه دمیرویس لپاره مو اماده کړی ( ۱۰۰۰) برخه مو پر نوروماشومانو لورولی دی چه لوڅی پښی اوپه مخ دڅاپیړو شنو ټاپو سره هره ورځ خواشینی او نا هیلی دخپلی جونګړی په لور روان وی .

کرزی صاحب دابه دی ملت ته وویلای شی چه دنړی په کوم ګوټ کی دماشومانو او لویانو بیه له (۱۵۰۰) څخه تر (۲۰۰۰) ډالره ټاکل شوی وی مګر ستا بادارانو دافغان ماشومانو او لویانو بیه دمړینی په بدل کی ټاکلی دی

اوس دا ګز او دا هم میدان سره میاشت حقوق بشر او نوری اړوند اداری اوکابل کی دارګ اداره دی خپلی لاس ته راوړنی ددی بی وزله ماشومانوپه وړاندی په ډاګه کړی چه زموږ کړیدلی اوځوریدلی ملت هم ځینی خبر شی ۰

زه داسوچ کوم چه داد موجوده بدبختی ختمول د داسی بی غوره تلاش او عدم توجه په موجودیت سره ناممکن ده تاسی وگوری چه نن سبا ټولی انتحاری حملی دکم عمره القاعده اوطالبانو له خوا روانی دی که زه اوته دامور او پلار اودا مسول مقامات او امریکا او ملل متحد او دابشری حقونو ټیکداران اوداټول مسول مراجع ددی مسلو په باب کومه رښتینی اوعملی توجه ونه کړی ددی انجام به کوم ځای ته و رسیږی .

په کارده چه هریو په خپل وار دی مسلو ته خاص سوچ وکړی اوکه دانشی کولا بیاخو منافقت دروغ او منتها دظلم ده مه خپل وخت ضایع کوی اومه دابی جایه مصارفات کوی اونه نور داخلک باورکولای شی

په اخر کی زما خواست دهیواد عالمانو سیاست پوهانو لیکوالانو کارپوهانو روشنفکرانو دینی عالمانو قومی مشرانو ځوانانو دهیواد ټولو رسنیو دننه اوبهر داد ی چه نورد تیرو پیشنهادونو لیکنو دعملی بڼی وخت را رسیدلی دی دا خاوره یوه سوله ایز پاڅون ته ضرورت لری راشی یوبل ته لاس ورکړی ګذشت وکړی دعمل په ډ ګر کی مخکښان شی ملت به ستاسی تر شاودریږی اودهری ورځی اوښکو او وینو بهیدو او دجنازو مخه ونیسی نور مه پریږدی چه هره ورځ میندی بوری ښځی کونډی او ماشومان یتیمان شی تاریخ جوړ کړی او داړه مارانواو دریمی سقاوی ته دپای ټکی کیږدی .

دسمسور یو موټی او سر لوړی افغانستان په هیله.

په درناوی

۰۸/۱۰/۲۰۱۱



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011