Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ فرهنګ او ادب ادبي ليکني د بشارت په شعر كي نغښتې عاطفه


د بشارت په شعر كي نغښتې عاطفه

چارشنبه، 13 تلې 1390 | وخت: 12:12

عاطفه د انسان په وجود کي هغه قوه ده كه چيري خداي مه كړه داقوه نیستي سي نو د ظلم،تيري او وحشت توري دروازې به د نړۍ پر مخ داسی راخلاصي سي،چي مادي اومعنوي شتمني به دجهالت داور دلمبوخوراك کړي.

دعاطفې په ژوندۍ ساتلو كي لوي رول په ټولنه كي شاعر ښه لوبولولاي سي ځكه چي شاعر دشعر په ژبه خلګوته داپيغام اونظريه وركوي. چي څنګه له دې بلاوو اومصبتونو څخه ځان ژغورلاي سو.

 

ريښتونى شاعر له بشريت سره ټينګ تړون اوكلكه مينه لري اودايي نه خوښيږي چي مينه دي زموږ له ټولني كوچيدلي وي او په ځاي يې نفرت موجود وي .

نوشاعر كوښښ كوي چي خلك د ميني او عاطفې په لور را ستانه كړي اودوى ته وښيي چي عاطفه اومينه كوم رول لري .

دايي هميشه غوښتنه وي چي دشعر په ژبه نفرت وغندي اومينه وستايي، ځكه همدا نفرت دى چي موږ يې هميشه دغم پرټغر كښېنولي يو،كه چيري موږ نفرت ته شا اوميني ته مخ كړو نو په ټولنه كي به هغه پرتې ستونزي چي اوس وجود لري له مينځه ولاړي سي .

داچي شاعر له ښكلا اوعاطفې پرته نور څه نه لري نو كوښښ كوي چي ترخپل وس پوري خلګوته ښكلا اوعاطفه تعريف كړي چي څه ارزښت اوكومي ګټي لري.

موږ دبشارت صاحب په شعر كي دغسي څركونه لټوو .

بيلګه:

دعاطفې خاوره كي ږدمه د زړګى يو زڼۍ

دابه دميني په ګلشن كي ستا يوګل پاته سي

طبعي خبره ده چي دهر انسان په زړه كي دعاطفې زڼى، څرك اويا هم ځاي سته ځكه داخبره په احاديثوكي هم سته, وايي(دانسان په وجود كي يوه ټوټه ده كه چيري داټوټه خرابه سي نوټوله وجود خرابيږي ) هغه ټوټه زړه دى او دخرابيدو علت يې دادى چي له زړه څخه عاطفه ووزي او پرځاي يې بېرحمي ځاي ونيسي، راځو اصلي خبري ته، پرځاي ددې چي شاعر ووايي چي د زړه په خاوره كي دعاطفې زڼى ږدم برعكس ووايي زړه دعاطفې په خاوره كي ږدم ، ددې څه دشاعر هدف دادى چي موږ په خپلو مينځو كي دومره ډيري ميني ته ضرورت لرو ،كه په زياته اندازه په خپلو مينځو كي عاطفه ولرو او يو دبل په غم كي واوسو دغه پرتې ستونزي به حتمي له مينځه ځي.

دلته شاعرځان عاطفې ته دومره ليواله ښيي چي له دې طبعي حالته ځان باسي او وايي چي په دې سره د انساني ټولني تنده نه سي خړوبيدلاي. زه غواړم چي انسانان زړه دعاطفې په خاوره كي كښېږدي ترڅو دميني هغه مړژوانده نهال بيرته په ميوه لرونكي ونه بدل سي .

داچي شاعر ډير حساس دى نو دټولو ترمخه ديوې پېښي تر اثرلاندي راځي،داكه پېښه منفي وي اوكه مثبته كوښښ كوي چي د دواړو په مقابل كي عكس العمل وښيي دمنفي پيښي دغندلو لپاره اودمثبتي دستايلو لپاره ډير ژر لاس په كار كيږي او دخپل مسؤليت په اساس يوڅه وايي.

 

بيلګه:

ظالم ليوه راپسې دژوند هوسۍ را وژني

خوني درنې منګولي دتن مرۍ را وژني

كړي راښكاره په ژوند كي دارمانو هديره

خاوري پرسر راباد كړي دسر جنډۍ راوژني

پرخزانه دمغز مي راتاو سوي دي ډير

خوري دافكارو غمي دسر ماڼۍ را وژني

ګيربشارته يوموږ ددې ښكاري په دام كي

د وچ تبليغ په ډزو ښكلي ځوانۍ راوژني

ريښتيا هم موږ له هرطرفه دښمنان لرو او دوي هميشه كوښښ كوي چي موږ په يورقم د رقمو له مينځه يوسي اوكه له مينځه ولاړ نه سو بياهم كوښښ كوي چي دبې علمى په تياره زندان كي دعمر ترپايه پوري وساتي، او دوي په دې پوهيږي كه داقوم يو وار راويښ سو ترټولو د مخه دخپل حق غوښتنه كوي، اويا يې امكان سته په نړۍ كي داسي وځليږي، هغه حاكيميت چي اوس زموږ په لاس كي دى راڅخه واخلي، نوددغه وهم په اساس دسر سړي ځكه راوژني، كه چيري هغه ژوندي وي نو نه سي كولاي چي زموږ تګلاره دوي راوټاكي،اوزموږ په داخلي چاروكي لاس وهنه وكړي، اوپه مختليفو حالاتو كي مو خاموش وساتي.

كله كله موږ د بد رنګۍ په تور رنګ داسي لړلي يوچي خپله هم ځانونه نه سو پيژندلاي اوداسوال راته پيداوي چي موږ له اصله داسي بدرنګه او بې كماله وو، كه يا خپلود پردو په واسطه داسي كړي يو،داولي؟ دنفرت په بدرنګه رنګ لړل سوي يو.

تور ومه كه تور كړم داغيار نظر

هسي وم كه هسي كړم ناچار نظر

زه ومه سپرلى ژوند مي ګلاب،ګلاب

څنګه اوس زخمي كړمه دخار نظر

انسان ريشتيا هم دپسرلي په څېر او ژوند يې دښايسته ګلاب په څېر هغه وخت وي چي دژوند په ټولو برخوكي چي دمشكلاتو داغزيو نظر نه وي پر سوي ، كله چي مشكلات راسي نه بيا ژوند دګلاب په رقم اونه هم انسان دپسرلي په څېر وي،ددې مشكلاتو دراتلو اصلي منبع څه ده؟ اكثره وخت ځيني خلګ دخپلو مشكلاتو دله مينځه وړلو لپاره غلطي لاري ته مخه كوي چي ونوروته دمشكلاتو جوړولو وروسته يې همدامسلك اوپېشه وګرځي زړه ېې سخت سي، مينه او عاطفه يې دزړه له مينځه ولاړه سي اوټول عمر لكه اغزى دبل په وړاندي مزاحمت كوونكي ولاړ وي اونه غواړي چي نور هوسا ژوند وكړي.

بيلګه:

داچي هسكه غاړه ګرځمه په ژوند كي

دژوند دښت كي مي دنګ غرونه پلار اومور سته

مينه زړه كي مينه سترګوكي څرګنده

لامي داسي داميد دسترګو تور سته

دمور اوپلار دلوي والي خبره هر چا كړېده اوهرڅوك وايي چي مور اوپلار موپه مخ كي دغرونو په څير ولاړ دي خونوي خبره چي بشارت صاحب كړيده هغه داچي خپل ژوند يې دهغه دښت په څيربللى چي په هغه كي جګ اوغټ غرونه وي ،اوددې غرونوبه سبب په دښت کی بې اندازې هستی وي اوهمېشه هرڅه پکښی پیداکیږی. ريشتيا هم په وچ دښت كي غرونه ډير اهميت لري اول داچي پرغرونو ترټولو دمخه باران اوريږي كله چي باران واوريږي نو هر ژوندى موجود ورڅخه استفاده كولاي سي داپه دې معني چي هررقم ګلونه ،خوراكي نباتات اوميوې په كښي موجود سي. نوپه ټولنه كي دمور اوپلار وجود هم دهغه غرونو په شان دی، چي همیشه یې وچ دښت تر سیوری لاندي په هستیو پټ وي.

كله چي مور اوپلار ژوندي وي انسان په ډيرو راحتونوكي ژوندكوي او په هيڅ نه وي خبر داځكه چي دخدای تعالی درحم اوکرم رالاندی دمور اوپلار مينه اوعاطفه په ټولوموجوداتوکی لویه ده دمور اوپلار عاطفه دهغه غره په شان لويه ده چي په لمن كي يي هررقم موجودات خوښ اوخوشحاله وي .

بله بېلګه:

وخت اوس غماز دي دديوال سيوري خبري كوي

شپه دسپوږمۍ ده ځكه پټ دميني پل ساتمه

شاعر اوس هم بيريږي، هغه عاطفه اومينه چي دده په زړه كي پرته ده نه سي ښكاره كولاي او وايي هسي نه چي څوك مو دپاكي ميني او عاطفې څخه غلط و فهميږي اوپه پټو سترګو مو دمجريم په نوم په سزا ورسوي نو داميد په قدمونو ديوې مينه ناكي راتلونكي په هيله دژوند پرځنګل داوښكو دتودو اوبو باران جاري ساتي ووايي

دژوند ځنګله چي تودې اوبه دسترګو وركړم

نيالګى دميني له سايي څه داجل ساتمه

دژوند ځنګله ته ولي تودې اوبه داوښكو وركوي داځكه چي په ټوله ځنګله كي يې هغه دميني نيالګي هدف دى چي دده داميد سترګي خپلي قيمتي اوبه وركوي او داهم په دي هدف چي كه هرڅه وران سي خو چي دميني يو نښان پاته وي بياهم ډيرڅه كيداسي اوددي نهال څه ډير نور نهالان شنه كيداي سي .

په دې هیله چی دشاعر دامید نهالان چی دی یی دمیوی په تمه دی دالیکنه پای ته رسوم

وسلام په درنښت

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011