Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه افغانستان او هندوستان ستراتيژيک تړون لاسليکوي


افغانستان او هندوستان ستراتيژيک تړون لاسليکوي

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 10 تلې 1390 | وخت: 18:36

Flag-Pins-Afghanistan-Indiaله نوي ډيلي څخه د شينهوا خبري آژانس د خبر له مخې، افغانستان او هندوستان به دغه هېواد ته د ولسمشر کرزي د راتلونکې اونۍ په سفر کې د ستراتيژيکو همکاريو يو تړون لاسليک کړي. د انډين اکسپرس ورځپاني د خبر له مخې د دغه تړون پر بنسټ به هندوستان د افغانستان د امنيتي ځواکونو په روزنه کې مرسته کوي. په خبر کې راغلي چې د امنيتي ځواکونو د روزني چاري به د افغانستان په خوښه ترسره کېږي.

همداراز د دغه تړون له مخې به د دواړو هېوادونو د ملي امنيت مشاورين په منظم ډول پر امنيتي او نورو موضوعاتو مشورتي غونډي ترسره کوي.

تړون به سياسي، اقتصادي او ولسي اجزاوي هم ولري او د يوې ګډې شورا له خوا به يې مشري کېږي چې رياست به يې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غاړه وي.

دا خبر په داسي حال کې خپرېږي چي د سولي د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته له پاکستان سره د افغانستان سياسي کړکېچ مخ په زياتېدو دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړه چې له پاکستان سره يې ټولي دوه اړخېزي او درې اړخېزي غونډي ځنډولې او کابل ته يې د پاکستان د لومړي وزير سفر لغو کړی دی.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011