Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل جګړه که روغه جوړه ټلواله په ګواښونو او پټکو باندی یو ځل بیا ولس تیر باسي


ټلواله په ګواښونو او پټکو باندی یو ځل بیا ولس تیر باسي

سه شنبه، 05 تلې 1390 | وخت: 02:07

atta-mohammmad-noorد یکشنبی په ماښام مې د یو شمېر خبری رسنیو لخوا واوریده چې د بلخ والی عطا محمد نور د استاد ربانی د مرګ په غبرګون کې افغان دولت ته ګواښ کړی که دوسلوالو طالبانوپروړاندی په خپلی پالیسی کې بدلون را نه ولی نودې به وسلی ته لاس او پخوانی مجاهدین به یو ځل بیا په ځان راټول کړي.

نو ددغه خبر په اوریدو سره مې په زړه کې خنداراغله چې له تیرو لسو کلونو راهیسی چې نړیوال دی هم ترشا ولاړ دی له وسلوالو طالبانو سره لکه چې ټوکی کوی اوجنګ نکوی،وسلوال طالبان دامریکا په مشرۍ تر یو سلو پنځوس زره زیاتو فوځیانو سره مخامخ جګړی کوی نو هغه ستا په غورځواو پرځو به څه وډار شی نو اوس هم ورسره یې سبا به هم ورسره یې خو په هر صورت که د عطا نور خبرو ته خلک لږ زیر شی نو دده له خبرو څخه څو استنباط کېږی.

۱: عطا او د ډلی نور مشران یې غواړی د استاد ربانی له مرګه سیاسی ګټه پورته کړی ځکه دوی پدی کې تجربه لری او د یو بل پخوانی ملګری مسعود په مرګ کې ورته هم څوکۍ،کورونه، شتمنۍ،لقبونه او نور امتیازات وربرخه شول اواوس هم غواړی دربانی په مرګ کې هم ځینی لقبونه او منصبونه خپل کړی. نو ددغو ګواښونو او پټکو پواسطه غواړی په افغان ولسمشرکرزی فشار راوړی چې هغه هم له ډاره یې هره غوښتنه منی ځکه کرزی دخپلی څوکۍ لپاره کوښښ کوی چې ده ته فقط ریس جمهوریت ورپاتی وی نور خیر دی هرڅه دی ټلوالی وی اوشاید کرزی له ویری عبدالله امرالله،قانونی او نور پاتی شونو ته دولت کې لوړپستونه ورکړی اوعطا خو بلخ یې خپل دی خو دشمال امپراتور او د شمال د زمری لقب کیدای شی ور ډالی کړی.

د ټلوالی دغو مشرانو ولی په عام ولس باندی زړه سوی نکوی چې هره ورځ په درجنونو باندی د ایتلاف او وسلوالو لخوا په یو نوم او بل نوم وژل کېږی، په هغوی خو یوه ورځ هم له مطبوعاتو سره مرکه ونکړه چې اخیر ولی دومره افغانان بې ګناه وژل کیږی او دولت یې ولی غم نکوی حتی داسی مشران هم وژل شوی چې ددوی له ربانی څخه یې شخصیتونه ډیر لوړ دی خو دوی چپه خوله پاتی شوی ځکه په هغوی کې د دوی ګټی نه وی او په دی کې د دوی ګټی خوندی دی.

۲:ټلواله ځکه په افغانستان کې د سولی مخالفه ده چې د دوی په ګډوډیو کې لویی ګټی او لوی منصبونه خوندی دی ځکه له تیرو دری لسیزو څخه یې د افغانانو په وژلو باندی شروع کړی ده، داچی ته په دولت هم دی او دسولی ملاتړ هم نکوی نو بیا ستا اودهغه وسلوال فرق په څه کې دی چې تاسو دواړه سوله نه غواړی او په دی خوشاله یاستی چې پریږده نورافغانان دی وژل کیږی خو زموږ ګټی باید خرابی نشی.

۳: له بلی خوا دوی افغان ولس هم پدغو ګواښونو باندی هیروی ځکه دوی ته خپل ځانونه معلوم دی چې په ولس کې هیڅ اغیز نلری او تل د ولسونو لخوا رټل شوی او رټل کیږی او دا څه چې ورپسی له مجبوریته روان دی هغوی له ډاره ورسره دی ځکه ترور او وژل خو ددوی اصلی دنده ده او ولسمشر ته دی خدای خیر ورکړی چې په لویو څوکیو باندی یې ګومارلی ترڅو افغان ولس نورهم وځپی.

نو له افغان ولس څخه هیله کووو چې ددغو ټلوالو په خبرو تیرنه وزی او دوی تاسو سپر کوی او خپلی څوکۍ اوګټی ساتی او ولس په کیسه هم ندی ځکه تاسو خو هره ورځ وژل کیږی دوی هیڅ اه کرته هم درباندی نه لوریږی خو دوی یوازی اوبه خړوی او خپل کبان پکی نیسی.

دا دیرش کاله د همدوی د لاسه په اور باندی کړیږو د شهید داود خان د واکمنی پر مهال په افغانستان کې یوسم دم اسلامی حکومت وو خو همدغه مشران لاړه او دپاکستان نوکران شول او د وطن و رانونه او ورور وژنه پیل کړه چې تر اوسه دوام لری.

کاشکی له دوی سره د یوې ښی راتلوونکی لپاره یوه لاره او پلان موجود وه دا دیرش کاله یې افغانان ووژل بیا وایې زه وسلی ته لاس کووم چې نور خلک هم ووژنم ځکه زړه یې سوړ شوی ندی څوک د ایران او روس نوکر اوڅوک دپاکستان ، امریکی او نورو نوکران دی او خپل وطن او ورورنه وژنی .

نو له افغان دولت څخه خو هسی ګیله نکوو ځکه همدغه دولت د ولس په اوږو باندی دغه ټوپکوال سواره کړی دی ځکه سوله په هېواد کې نشته دی او ددوی په وجود کې کیدای شی هیڅ سوله پیدا نشی نو سوله د خدای او رسول لاره ده اوباید د سولی له هر مخالف سره باید جنګ وشی.



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011