Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني دا د کوچيانو گناه نده هغوي مه ملامتوئ


دا د کوچيانو گناه نده هغوي مه ملامتوئ

سه شنبه، 29 وږی 1390 | وخت: 22:28

afghan-kuchi-nomadښه داده چي لږ سوچ اوبياليکنه وسی

دسپتمبرپر ۱۹ مې په دعوت ، گران افغانستاناوټول افغان ويب پاڼو کي ((په ناامنيو کې دکوچيانو رول )) ترنامه لاندي ديوچا ليکنه تر سترگوسول ومې غوښتل یولنډ بحث نه وروسته يوځل بيادکوچيانو ژوندته دلوستونکو پام راواړوم .

 

کوچيان لکه دافغانستان داوسېدونکو نورقومونه دوي هم غوڅ اکثريت ئي پښتانه دی مگر ازبت ترکمن اوتاجک هم کوچيان لري چي موږ ورته غير خبوري اونيمه کوچيان وايو.ددوي دوژند شيوه اوشکل دنوروسره توپير لري .دوي له يوځاي نه بل ځاي ته کوچېږې ،دحيواناتواوموشيوپه روزلو مصروف دي .ددې کټگوری شوخواټول ئې نالوستی دي .دژوندله هغونعمتونه چي نور افغانان په همدې افغانستان کي برخمن دي دوي ئي پېژنې هم نه اونه ترې استفاده کولاي سي .کوچيان ستاسو ليکنې نه لولي اونه مودتلوېزيوني پروگرامو دکتلو امکانات لري .په بې مسوليته ليکنو دکوچيانو اودکوچيانوپه نامه دپښتنو مخالفينوته بهانې مه جوړوئ اومه ئي تبرگی ته بې ځايه لاستی ورکوی . کوچيان لکه زموږ نور ټول هيوادوال ددې هيوادو په ټولو ټولنيزو، فرهنگی ،سياسي، اقتصادي اوسنيوجگړه ايزوشرايطوکي له نوروپرتو قومونوسره برابردخپل ژوند داصولوپر نبياد رول اومسوليت لري .

نوموړې ليکنه داسي پيل سوې :((دا چې په هېواد کې د دايمي سولې، سوکالۍ، آرامتيا او ډاډمن امنيت لپاره د هېواد وسلوال ځواک خپله ټوله انرژي په کار اچولې، شپه ورځ د همدې موخې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، مګر متاسفانه چې تر دې دمه په ټول هېواد کې امنيت د ډاډ وړ نه دی، دا چې د هېواد په ځينو برخو کې امنيت ټکنی شوی، اصلي لامل يې د هماغه ځای اوسېدونکي دي، چې د خپل حکومت پرځای يې د وسلوالو مخالفينوسره همکاري زیاته ده، دا چې د تېر څه وخته داسې ګونګوسې او اوازې وې، چې ګواکې د امنيت په ترينګلتيا کې د نورو خلکو څخه زيات کوچيان لاس لري،او کوښښ کوي، د نورو په لمسون خپل هېوادوال د اور په لمبو کې وسوځوي او د دښمن هغه شوم هدفونه ترسره کړي، چې د پولي څخه بهر طرحه شوي دي.))

نوموړئ خپله تکيه پراوازو کوي کوم لاسوندنلري چي دهغه پر بنياد ځايي اوسېدونکو اويادکوچيانولاس لرنه په ناامنيو کي ثابته کړي . دخپلې ليکنې په يوځاي کي وايي قومندان شیرخان شير خان دناامنيو اساسي لامل دی ،دسړک دغاړي مينونه ايږدي داکوي هاکوي . خوله نومړې نه هيردي اوياپرې خبرنه دي چي په افغانستان کي وسله والولويواو وړو قوماندانانو شمير چي کوچيان نه دې تر زرو اوړي اوهمدا ډول پر طالبانو ،حزب اسلامی ،حقاني چي دوي ئي اوس له طالبانو نه جلابولي ډلو پرته ۱۸۰۰ وسله والې ډلې په مختليفونومونو اوشعارونوفعاليت کوی،دکورنيو چارواونړيوالوډله ايزورسنيود۲۰۰۸او۲۰۰۹ کال رپوټونوته مراجعه وکړی . پدې لوي ولسوال بهير کي يوقواماندان چي ښاغلی ئي پيژني دبحث وړندی .اودبلې خواپه افغانستان کي بي امنيتي په سلهاونورلاملونه لري هيله مند يم چي نوموړی هغه ولولي اوځان پر خبر کړي .دافغانستان دولت داسي کارونه سرته رسولې چي په خپلو کړنوئي ډير وگړې غروته پورته کړي اويائې دپاکستان ترسياسي اوپوځی نفوذلاندي ډلو ليکي پر ې ډکې کړې دي.

داچي خلک غروته ختلې له يوې خواگاونډيان دوي دې کارته هڅولي اودبلې خوادافغانستان دولتي چارواکي اوددوي ناشولټه کړنې ملت دې ته مجبوروی چي غروته پورته سی په سياسي اصطلاح دې ملت زورونې ته دولتي فساد اوپه حکومت کي دحکومتونوشتون روښانه بېلگه بولي . دافغان ولس دښمنان په ځانگړېتوگه زموږ جنوبي اوغربی گاونډيان دشاغلي کرزی تر مشرتابه لاندي دجگپوړو چارواکوترمنځ اختلاف اوسياسي سيالی په سترگو ويني ،داچي عملأ پارلمان وجودنلري اوبېله دېنه چي نصاب ئي په نظترکي ونيول سي اوورسپارل سوي دندي سرته ورسوي اوهغه سرته نه رسوي داچي حکومت له کوم بهران سره مخامخ دي داچي دپارلمان اوحکومت ،پارلمان اوښاغلي کرزی ترمنځ څه ډول اړېکي دي داټولوته روښانه دي ،دغه اوپه سلهاوو نورې ناخوالي چي هره يخوه ئي دليکوالو اوسياسي څېړونکو لخواپه تفصيل څېړل سوی دافغانستان په ناامنيو کي لوي لاس لري اودائې اساسي لاملونه دي .

سره له دې چي کرزی صاحب دفسادناوړه تاثيرات ډير نه مني اوپړه دنوروپر غاړه اچوی خوحقيقت دادی چې ټولوته لمر غوند روښانه ده چې دولتی فساداودملي گټوپر سرسوداگري اوملي گټوته نه پاملرنه ددې لامل گرځېدلې چي زموږ دهيوادکورنيو ابهرنيو دښمنانو تبرته ئي لاستۍ ورکړئ .

که يوياڅوقوماندانان په کوچيانوپوري اړه لري داپدې معنا نده چي دکوچيانو نوم لکه ديوه قوم نوم پدې بڼه واخستل شي ،کوچيان زموږدهيوادڅوميليونه نفوس جوړوي .

راسی پردې ليکنې وکړئ چي څنگه خپل غولېدلي خلک دگاونډيانوله لومو خلاص اوملي دريځ ته راوبولواوهم پر نړيواله ټولنه ږغ وکړو احتياط !!!له خپلې کمبلې پښه مه غځوئ دازما ولس دی ددوي ټولومنلوعنعنودستوراو دودته درناوی دکورنی اوبهرنی پوځیانو دنده شمېرل کيږي .

راسئ پردې ليکنې وکړو چي څنگه کولاي سو افغانان ملي يواولي اوملې پخلاينې ته راوبولواوپدي پروسه کي دټولوهغوچي زموږ دولس دگټواويووالي پر خلاف ليکنې اوتبصرې کوې اودغې موخې ته درسېدولپاره له پاکستان ايران اونوروافغان دښمنونه الهام اخلي مخه ونيسو،هغه رسواکړوکوم چي داملت اوهيوادپر ژبو،قومونو،مذهبونواوسيمو وېشی اوپردي ويش سياسي سوداگري کوي ،راسی دهغوپه وړاندي دملي گټودساتلوپر بنياد بې امانه مبارزه وکړوچي په نارواتهمتونواوتورولاسو مښلودپښتنو په وړاندي دنورو وروڼوقومونوحساسيتونه راپاروی .شپه اوورځ ددې لپاره کارکوی چي ديوبل قوم اوتوکم هغه دچاخبره سره له دې چي هغوي هم نفرت ځيني لري په استازيتوب اودخواخوږۍ په دروغجنه اولوبونکې څيره غورکولوسره دپښتنوپه وړاندي دروغجن تبليغات کوي . راسی ددې لپاره ليکنې اوتبليغ وکړوچي په افغانستان کي ټول اوسېدونکي قومونه سره وروڼه اودښمنان ئي غواړي داواحد وطن دخپل باداردگټوپه خاطر دويش له گواښ سره مخامخ کړي .

زه فکر کوم ددې ليکنې ليکوال دخپلې ليکنې په يوه بله بخه کي خپله ډير ښه ليکلې : ((دا حقيقت، چې افغان غیرت لرونکی، مسلمان او میړنی ولس دی، د ټولې نړۍ اوسېدونکو منلی، مګر متاسفانه چې د اوسني شرايطو څخه په استفادې ځينو کړيود افغان تنکيو ځوانانو اود هغه چا وجود څخه چې د زده کړې ليرې پاتې دي، ګټه اخيستې او د خپلو شومو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره يې کارولي، همداء وجه ده، چې د تنکيو ځوانانو تر څنګ زموږ دهېواد يو شمېر کوچيان هم د داسي توطيو ښکار شوي.)) داپدې معناچي زموږ دولس اوهيواد کورني اوبهرني دشمنان له ټولو امکاناتونه استفاده کوي ،په ماشوم اويابل چا مرگونی واسکټ اغوندي اوپه يوبل نالوستي بيادسړک دغاړي ماين ښخوی اودجنت وعده ورکوي . خوددي ترڅنگ دادموکراسی پلويان اودافغان دولتي دولتي زيات شمير چارواکي هم هغه څه سرته رسوی چي هغه دچاخبره دعطار په قطۍ کښي نه پيداکيږي .

دليکنې نه ئي معلوميږي چي دليکنو شوق ورسره پيداشوی ،ممکن نوموړی هم لکه يوشمير نوردکوم چارواکي وياندوي اوپه مستعارنوم ئي داليکنه کړې وي اوياخودبل کوچي دښمنو کړيولخواپه پښتو ژبه اودغه نامه ئي داليکنه کړې وي ،په هر حال ددې ترشايوڅه شته .

زماوړانديز دادی راسی، خلک سولې ته راوبولو،پر ټول قوم ديوې ژبې اومذهب پر پيروانودڅوگوتوپه شميرکسانودکړنو پړه وانه چوو،لکه چي نوموړي کوچيان ديوه قوماندان په خاطردبې امنی په هکله پړه بللي ،داپداسي حال کښي چي په افغانستان کي دکوچيانو شمير شاوخوادري مېلونوته رسېږي،ځکه خوديو چالخواخپلې ليکنې ته داسي نوم اوعنوان ورکول لويه اوتاريخي تيروتنه ده .

پدې پوهېږم اودامې له ډير پخواغوښتل وليکم چي په ځينوپښتو ويب پاڼو کي دپښتنوله پاکو اوسپېڅلو احساساتونه په استفادي سره دپاکستان، ايران په گډون ټول گاونډنيان اودسيمې هيوادونواستخبارات په مختلفونومونو ليکنې کو ي حتاهلته ئي په مختلفونومونووړې ټولنې جوړې کړي اودهغوي په نامه په پښتو ژبه نشرات کوي اوتل هلي ځلې کوي چي تر موږ اوتاسو ټولوئي راورسوی .متاسفانه زموږ يو شمېرويب سايټو وهغې مرحلې ته لانه دي رسېدلي چي دغو ټکو ته جدي پاملرنه وکړي اوهرڅه دملي گټوترغلبېل وباسي .داسي معلومېږي هره پانه خوښه ده چي زياتي ليکنې خپري کړيبېله دې چې ليکوال وپېژني ،که پوښتنه ځيني وسي وايي له نامعلوم ادرس نه ئي رالېږلې ده اوياوايي موږ دليکوال په اړوند چاته بېله محکمې له پرېکړې او امرنه معلومات نشو ورکولاي . البته دوي به ئي برېښناپته له ځان سره ساتلې وي خوخداي مکړه که جدې پرس اوبازخواست وسی فکرنه کوم چي په ټولودي خبروي . زه داسي ليکوال وينم چي ددوي ليکنې زمااوبې شمېره لوستونکوچي زماسره یې دزړه خواله کړي دځان په اړوند سوالونه پيداکړي چي داڅوک دي؟ دبېلگې په توگه څوځله ډيرو دوستانوداپوښتنه کړې چي ولې ددغه اويا هغه ترپوښتنې لاندي ليکوال عکس دليکنې سره نه خپرېږي اوياوايې چي دغه ليکوال کله يوڅه اوکله بيا بل څه ليکي اوکله خوداسي معلوميږي چي ترهرچائې دمسلې په هکله معلومات ډيروی ،خودده څيره تل بدلېږي .

زه پريوه خبره دخپلو دوستانوسره موافق يم ددي لپاره چي دگاونډيانواستخباراتي کړی په موږ کي کارونکړي اوزموږ په ژبه زموږ دملي گټوپر خلاف ليکنې ونکړی ښه به داوي چي دهر ليکوال عکس خپورسی تر څوخلک پوه سي چي داکوم ښاغلی دي .اوس ددي بهانې وخت تير سوی دی اودلته يوه سلسله عيني اړتياوي دي چي هر څوک په خپل نامه ږغ وکړي ،مستعارنومونه يو وخت زموږ په مطبوعاتي ډگرکي رواج درلود ،خوهغه وخت رسنيو دوي پېژندل اولوستونکی هم پوهېدل چي دادچاليکنه ده . ولې اوس جگړه ده اوهري خواهرڅوک پر دې بل سوی اور لاسونه تودویاوياتيل شيندي ښه خبره داده که دليکنې توان لري اوپه رشتياغواړې ملت ته خدمت وکړې نو مهرنابي دې وکړي په خپله اصلي څېرهدي ليکنه په ډله ايزورسنيو کي خپره کړي .داچي عکسونه ئي نشرسوی يوئي پدارنه دی ځړولی اوکه له دارځړېدونه بېرېږي مشوره موداده چي دليکنو نه تيرسی داسی ناخواله اوبريانشته چي پېژندل سوی ليکوال اوڅېړونکی دې دعام ولس ترغوږونه وې رسولې،يو پښتو متل دی وايي ((چي فيلان کوې دروازې لوړې ږده))دملت دحقوقودفاع ترمستعارنومونولاندي دفاع نه ،بلکې ډبره غورځول اولاس شاته نيولومعنالري .

زماموخه دپاڼودکار ارزونه نده ،ولي که ماته يوڅوک کومه ليکنه راولېږي تر څومکمل ئي ونه پېژنم ليکنه ئي نه خپروم ،دې خبرې ته مي ځکه اشاره وکړه چي داپه نړيوالو مطبوعاتي کړنو اوراکړه ورکړه کښي عادي معمول دی چي استخباراتي شبکې پدې ډول خپلې موخې سرته رسوی،خو ملي متعهدين ژورنالستان اودډله ايزورسنيو مسولين بايد دخپلو ملي گټو په خاطردي ټکوته جدی پام وکړي .

ترکومه ځايه چي مادکوچيانوسره شاوخوااوه کاله کارکړی اوله دوي نه مي رشوت نه دی اخيستی تراوسه ددې زوريدلي اوسپېڅلې ولس په وړاندي نه يوازي ځان بلکه ټول افغان روڼ اندي مکلف بولم . دوي بايد دکوچيانو ژونداوپردي ولس باندي ددولتي اوتنظيمي چارواکو ظلمونوته دعام ولس اوپه ځانگړې توگه قلموالو پام راواړوي .

زه پدې پوه سوم چي يوځل بيا افغان لوستونکی دکوچيانودژونداوددوي په اړوند دسياسي حساسيتونواوتنگ نظرپه وړاندي دکوچيانودژوندپه هکله خپله پخوانی ليکنه يوځل بياددي ليکنې سره يوځاي ملگرې کړم ترڅوټول پدي پوه سي چي کوچيان دبي امنيو لامل نه بلکي په افغانستان ترټولومظلوم اوزورېدلي خلک دي . بې امنيتي کورنی اوبهرني لاملونه لري چي پدي کښي دابيچاروقوم (کوچيان )چندان رول اوځاي نلري .

داهم دکوچيانوپه اړوند زماپخوانی ليکنه لوستل ئي ټولوته بې گټې نه بولم .خير که اوږده ليکنه ده خو زموږ دټولنې ديوه تاريخي اووياړلي ولس دژوند يولنډ انځوردی .پدې هيله چي بېله تعصب اوکرکې نه ئي نور ليکوال را مکمل کړي .

...............................................................................

 

کوچيان د افغانستان اتباع دي
دکوچيانوغوڅ اکثريت پښتانه اودافغانستان اصلی اوسېدونکی دي

ليکوال :حبيب الله غمخور

2007.12.19

دپيل خبري :

دشورويانوتر يرغل وروسته يوشمير خلکوويل داشورويان دی چي په موږ کې بې اتفاقيوته لمن وهې،تر ډيره برېده داخبر پرځاي وه .اوس هغوي ولاړل،شوروي نظام ړنگ شو،نن روسان خپلې موخي په بله بڼه ترسره کوي . مگر افغانستان ته دآمريکايانوتر راتگ وروسته پدغوشپږوکلوکښي څودگوتوپه شمارکسانواوډلولخوا چي دگوند، تنظيم ،حرکت اوکله دجبهې يامقاومت نوم پرځان ايږدی دقومي اختلاف دراپيداکېدواودهغه دژوروالي لپاره مټي رانغښتی دي،دغو کسانوپخواويل ((داټول يوهيواد دی اوټول افغانان يو)) پر قومونو ويشل ددي هيوادپه گټه نه دی ،نن بياهغوي داوطن پر ټوټوويشې خودفد را ليزم په نوم ،قومونه سره جنگوي دحق دترلاسه کېدوپه نوم ،پښتانه ټکوي دعدالت اوديموکراسی دپلي کېدوپه نوم ، ژبني اوقومي اختلاف ته لمن وهی.اوس ټول پوهېږي چې پرون ئې دوحدت اوانترناسيوناليزم خبري دپردوپه هدايت کولې نن هم دهغوپردوپه هدايت کله دهيوادنوم بدل غواړي ،کله پښتنوته سپکې سپوري وايي اوقبېله سالار ئي بولي .

په دريو ورستيوکلو کښي داسي کسان هم راپيداشوه چې په اروپايي هيوادوکې داقامې دترلاسه کېدوپه خاطرپه خپلو غلطواوبې بنياده ليکنوکې پښتنوته بد رد وايي وابياخپلې ليکنې دبل چاپر لاس خپل اړوند اسيستانت ته رسوي چي گويا فلانۍ سړۍ دومره لوي ليکوال دی ،ددوي په اصطلاح حقايق ليکی ،کله کيداي شي ((هغه وطن ته ستون شي ))ځکه په وطن کې پښتانه حاکمان دي اوقدرت لري هغوي دده ليکنې لولې ،چې که داافغانستان ته ورشي ژوند ئې دخطر سره مخامخ دی ،دابېچاره اسيستانت چي دنړيوالومسايلوپه ځانگړې توگه دافغانستان په هکله دومره معلومات نلري اونه هم ددغومکارانوپه مکر پوهېږي ،هرومرودهغه سره دخواخوږۍ سر ښوروی ،ځکه هغه ته دانده معلومه چې همدا اوس دولتي حاکميت تر ډيره برېده دپښتنوسره د مخالفواوپه لږکيو قومونودسوداگروکسانوپلاس کې دی .

که ددغوکسانوچې دپښتنوسره تعصب لري ليکني دقيقې ولوستل شي داسي ښکاري چې ديوه گروپ لخوا ليکل کېږي ،بيادمعلوم الحالو کسانونومونه دليکوالوپه توگه ورباندي ايښدول کېږي . پدغوتنگ نظروکې دهغه شناخت له مخې چي زه ئي ددوي په هکله لرم داليکنې له حقيقت نه دليرې والي سره ددوي له فهم نه لوړي دي ،اوبلې خواته يوشان ادبيات اويودول اصطلاحات کاروی ،دااونورعلايم داهڅ غښتلی کوي چې ددغوپه نامه يو بل ځاي ليکنې کېږي اوبيانشرته سپارل کېږي .

داکسان دومره تنگ نظره دی که يوچاپه خپله ليکنه کې دپښتنو اوياکوچيانوصفت وکړ دوي ورته خاين،او فاشست وايي ،له هرې خوا ېې ټکوی اومختلف تورونه پري لگوي ،څه موده وړاندي يوې افغاني تاجکي دغښتلي قلم خاوندی پېغلې نيلاب سلام په خپله يوه ليکنه کښي څوجملې دپښتنو،کوچيانو اواصيل افغان په هکله ليکلې وې،داليکنه لانشر شوې نه وه چې دغوتنگ نظروداځل دښځوپه نومونودهغې پر خلاف ليکنې پيل کړې ،خوهغي هم پر خپل وخت هرې بې ځايه گوت نيونې ته خوله ماتونکې ځوابونه وويل تر څودانادان ئي چوپ کړل .

جالبه داده داښاغلي چې پرون چپيان اوانترناسيونالستان وه نن دخپلو پخوانيو ناوړه کړنودپټېدوپه خاطر ځانونه دتاجک،هزار ه،ازبک اوترکمن دمدافعينوپه لباس کې پټوی ،خو په حقيقت کښي له هغوي سره هيڅ مشترکه وجه نلري .

دوي د ايران اوشمالي گاونډيانوپه مالي مرستواوهڅونه په يوه اوبل نامه دانترنت په نړيوال جال کې ويب پاڼې پرانستي اويائې په ځينو اروپايي ښاروکې راډيويي خپروني پيل کړی ،چې ټول له يوه سره دپښتنواو دافغانستان دتاريخ پر خلاف بې شرمانه نشرات کوي ،دروغ نشرته سپاري اوپه خپلو ليکنوکښي پښتانه توهينوی ،آن تردې کچي چې په همدا څو ورځوکښي ئي په ((خاوران اوسرويس خبر رساني آرايانانت )) ويب پاڼوکې يوه ډير بې شرمانه ليکنه د((دوصدو شصت سال در جهنم اولادۀ احمد شاه)) دهيواد ديووتلي تاريخ پوه اوليکوال دپروفيسور سید هاشمیان له نامه څخه نشرته سپارلی ده ،دهغه شناخت له مخی چې زه ئي ددغه ليکوال سره لرم پدغه ليکلنه کې ليکل شوی ادبيات دهغه ندي اونه ئي دليکنې طرزداسي دي ،اوس تاسو هيواد وال قضاوت وکړی چي دوي دڅه لپاره داکارونه کوي ؟ او ولې ئي دومره مټی رانغښتي دي ؟

داسې ښکاري لدې غريبونه لار ورکه شوېده چې څه وکړی .دوي تياردی په افغانستان کې ددغووسايلو له لاري دايران اوبل هر پښتون اوافغان اودښمنه هيواد دارمانوسرته رسېدولپاره شپه او ورځ پرځان يوه کړي . دوي په خپل ولس کې ددغوټوسپين سترگيو سرۀبيا هم ځاي نلري اوهغوي ورته دنفرت په سترگه گوري ،ځکه دغه قومونه په هيڅ صورت نه غواړي اونه ئې هم داپه گټه ده چې پخپلوکښي اويادپښتنوسره په قومي اوژبنی مخالفت کې ژوندوکړی .

غواړم دډاکتر صاحب اوهغه دهم نظردوستانوڅخه داپوښتنه وکړم ،کومه ورځ تاسو دپښتنو ليکوالو لخواداسي ليکنه لېدلې ده چې يوه قوم ته دي پکښی سپکې سپوري ويل شوی وي ؟

پښتانه دهيواد دټولوپوهانو درناوی کوی اويادونه ئي لمانځی ،تاسوښاغلي اودوسره وطنپرستان راته ويلاي شی چي تاسودکوم پښتون ياد اودرناوی کړئ دی ؟؟؟

متاسفانه ستاسوپه انترنت پاڼو اوليکنو کښې بېله دېنه چې ددې هيواد غوڅ اکثريت ته سپکی سپوري ووایاست بل څه نشته . اويادپښتو ژبوهغه ليکنې خپروۍ کوم چي ستاسولپاره گټوري تمامېږي .له نېکه مرغه پښتانه اونورقومونه پدې پوره پوهېږي چې دا ډول کسان دملي تنگ نظری اوتعصب په ناروغۍ اخته دی .

درنوهيواد والو!

په تکرار وايم چې زه ټولوقومونوته ددرناوی په سترگه گورم ددوي تاريخ او افتخارات دافغا نستان افتخارات اوتاريخ بولم ،له هغوسره قانع نه يم چې داهيوادپرقومونواوژبو وېشی ،خودهغوکسانورسواکېدل دهر افغان ملي اواسلامی دنده بولم کوم چې په هيوادکې په يوه اوبل نامه قومی،ژبنی اومذهبی بې اتفاقيو اواختلافاتو رازېږېدوته لمن وهی . پدې باورلرم که دابې وطنه داسي پر خپل حال پرېښودل شي دهيوادنوۍ نسل به په دروغجنو اومسخه شویو اسناد واوغلطه روحيه و روزی . اوس دوي دا دروغ په کتابونوکښي هم چاپوي ،ترکومه ځايه چې زه خبر يم غربی اوشمالي گانډيان په خپلو هيوادوکې دافغانستان دمسايلو اوتاريخ په اړوندبحثونوکې دغه دروغجن اسناد دموخذ په توگه په گوته کوی . له همدې امله مي په ځانگړې توگه له پښتنو نه جدي غوښتنه داده چې ددې افغان دښمنوهري ليکنې ته که څوکرښې هم وی جواب وويل شي اودروغ ئي بربنډ شي ،ډير حوصله ددې لامل گرځئ چې دابېگانه پروره زموږپر اوږو سپاره شي او. . . وکړی .

ددغوليکنوپه لړکښي يوه ليکنه په آريايي ويب پاڼه کې د((کوچیها مجهز با سلاح بودند)) تر نامه لاندي دښاغلي ((دکتور نورالحق نسیمی)) په قلم خپره شوې ده . پدغو شرايطو کښي چې هرې خوا ناورين دئ که يو انسان ديوچاله نوم سره ددکتور مختاړۍ ووينی ډير خوشحالېږي چې دادۍ يو ډاکتر يادکتور خو شته ،مگر کله چې ديوشمير ډاکتر صاحبانو ليکنې سړۍ لولي حيران پاته کېږ ي . له يوې خوا له نامه سره ددکتورمختاړۍ اوله بلې خوا ددغه پورته عنوان په لېدوسره مې دليکنې په لوستلوپيل وکړ درې کرښی مي لانه وې لوستی،چې سوال راسره پيداشو،دا ښاغلی دڅه شی ډاکتر دي ؟اوچاورته دډاکتری ديپلوم ورکړۍ ؟ ليکنه ئي ډيره جالبه اودخندا وړده ، ترکومه ځايه چې ځان افغان بولې سړۍ پرې شرمېږي ځکه که چيري دا ليکنه يو اگاه ايرانۍ اوياپه دري ژبه پوه بهرنۍ ولولې حق لري ووايي چې دکتورئي داډول نظر اوپوهه لري نالوستي خوئي پرېږده . خونه موږ هغوي وينو چې قناعت ورکړو اونه دهغوي نظر اوروچي ورته ووايو، داډول کسان هغه متعصبين دی چي پخپلودغه ډول دروغوکې خپله پخوانۍ پټوي

رابه شوچي ښاغلي ډاکتر صاحب نورالحق نسیمی ته چې هغه څه ليکی اوڅومره له حقيقت اوافغانانوسره مينه لري ؟

هغه ليکی :

شهروندان افغانستانی! دخطاب څخه ئي له ورايه معلومېږي چي دافغانستان او افغان له نامه سره څومره تعصب لري اوهغه دافغانستانيانوله ډلي نه دی . داښاغلی ليکي :((کو چی گری در افغانستان پیشینهء طولانی نداردکوچی گری پدیده ای است که حاکمیت های استبدادی آن را رشد داده است. کوچی ها خا نه های شان را که عبارت از همان غژدی (خیمه) های سیاه میباشد بر دوش می کشند و هزاران کیلومتر راه را با پای پیاده طی می کنند تا از مناطق قبایل پاکستان خود را به چراگاه های سرسبز افغانستان برسانند در حالیکه مالداران کوچک در داخل کشور از نبود چراگاه رنج میبرند.))

تاسوخپله قضاوت وکړی ، دا ډاکتر صاحب بېسواده دی اوکه دتعصب له مخی داډول ليکې ؟

په هر حال ،ډاکتر صاحب ته بايد وويل شي چې کوچيان دنړئ په ټولوهيوادوکښي وه اوپه ځينو کښي لاتر اوسه پاته دي په عربوکي كوچيان دبدوانوپه نامه ،په هندوستان کي کوچيان د(Pampans) په نامه يادېدل،په افغانستان کې دکوچيانو اوپوونده په نامه په داسټراليا ،چين ،قرغزستان ،قزاقستان ،منگوليا،د افريقا اصلي اوسېدونكي لـه همدغوكوچيانو څخه را ټوكېدلي دي . همدا ډول دباسكانو (Basques) په باب داسي فكر كېږي چي دوى د اسيا لـه كوم كونج څخه راكوچېدلي دي . په جنوبي امريكا كي نننيو څېړنو د دغه نظر ملا ور تړلې ده. دا خلك د اروپا دجنوب لويديځ اوسېدونكي دي چي ځانونه پخپلـه ژبه (باسكي) بولي . په هسپانيا او فرانسه كي يې د استوګني مېني او كلي سته . د شلمي پېړۍ په منځ كي د باسكانون شمېر 750000 تنه اټكل سوى و، چي د دغه شمېر په سلو كي اتيا يې په هسپانيا او نور يې په فرانسه او جنوبي امريكا كي اوسي . دوى خپل عنعنوي كلتور ته پابند خلك دي.

ويل كېږي چي ايرلينډي سوداګر دهغه كوچي اتنيكي ګروپ زوزات دي، چي د 1800 م په حدودو كي د امريكا متحدو ايالاتو ته د پټاټو د كاختۍ په كلونو كي راغلي دي . ۱

په سوېډن ،فنلنداوروسيه کښي هم تر اوسه کوچيان شته داروپاپه ځينو هيوادوکښي په داورستيو سليزوکښي له منځه تللي ،کوچيان په هر هيوادکې په بېلونومونوسره يادېږي .

په افغانستان کښي دپښتنودقومونولويه برخه کوچيان وه ،چې دزمانې په تېږېدوسره هغوي له کوچيتوب سره مخه ښه وکړه اودهيوادپه مختلفوسيموکښي ميشت اوپه کرهڼه اوسوداگری ئي پيل وکړ .

تر اوسه لا دپښتنودلويوقومونولکه داحمدزي ،تره کی ،ملاخيل ،ناصر،اتمانزی ،سلېمان خېل،خروټي ، اندړ ،هوتک ،توخی اونوروپوري مربوط په ميليونوکسان په افغانستان کې دكوچيتوب ژوندته دوام ورکوي . همدا ډول ، بلوڅ، ازبك، تركمن، قرغز، هزاره، فېروزكوهيان، جمشېديان او ايماق قومونه هم كوچيان لري پښتانه کوچيان دپښتنوپر دوستروښاخووېشل کېږي لکه : دُراني اوغلجي كوچيان . د غلجيو او دُرانيو کوچيانو ترمنځ دژوند دډول دستورلـه مخي كوم توپير نه سته ،خوهر قوم دهيوادپه مختلفوسيموکښي اوسی اوځانگړی ورشوگاني لري چې له ډيري پخوازمانې راپدي خوادوي دغوسيموته په ژمی او دوبي سفر کوي اودتگ راتگ عنعنوي لاري لري . دکوچيانوغوڅ اکثريت پښتانه دي اوپښتانه دافغانستان اصلي اوسېدو نکي اويوازنی ساتونکي دي . که دبشري تکامل تاريخي سيرته نظر واچوو، دشواهدوله مخې ټول بشريت دادوره په يوه اوبله بڼه تېرکړېده،له همدي امله ويلاي شوچي په لوي افغانستان کې دپښتنوسره دپښتنوکوچيانو تاريخ يودی .زه نه پوهيږم چې ولي ډاکتر صاحب وايي ((کوچی گری درافغانستان پیشینهء طولانی ندارد)) دپښتنوداوسېدودسيموپر تاريخ اوحدودباندي بحث به ليکنه ډيره اوږده کړی ځکه له دې بحث نه ډډه کوم ،سره لدې چې پدې ورستيوکې يوشمير تنگ نظروپه همدې اريايي پاڼه کې يوه لويه ليکنه اودفلمونوتر کرښئ بحث غځولی و،اوتلاښ یې کړئ وداڅرگنده کړی چي پښتانه دافغانستان اصلي اوسېدونکي ندي ، دومره وايم چې دکوچيانوهغه برخه چي په ژمې دډيورندله کرښي نه تيرېږي اوپه دوبې دافغا نستان مرکزي غرنيو سيمواو ورشوگانوته تگ راتگ کوي دعبوري کوچيانوپه نوم يادېږي ،دوي پښتانه دي اود افغانستان اتباع دي ، فکرکوم دپښتنوتاريخ اوداچې دا ددوي هيواد دی تشريح اوتفصيل ته به اړتيا نه وی .دافغانستان په تاريخ کې بيله تاسونه ډاکتر صاحب کوچيانو ته چابېگانه نه دی ويلي اونه هم ورته ويالاي شي ،افغانستان لکه دبل هر پښتون دکوچيانوپلارنۍ ټاټوبۍ دی اوپردې خاوره ئي سرونه قربان کړی دي ،دابه هم درپياد کړم چې دډيورنډ په وينو لړلې کرښه افغانانوپه رسميت نده پېژندلې ،ځکه ئې ځان ته داحق ورکړې چې دخپلې خوښې اواړتياپه وخت کښي له هغې نه تيرشی ،داددوي يومنل سوی حق دی،جالبه داده پاکستانيان څه نه وايي خو ډاکتر صاحب په بهرکې ورسره مخالفت کوی . تر ۱۳۷۵کال پوري کوچيانودډيورندکرښي کوز ياجنوبي لوري ته ازاد سفر کاوه چائې مخه نشوه نيولاي . دوي له پاکستان څخه ندی راغلي دوي په ژمي دډيورنډترکرښه تيرېږي اوگرموورشوگانوته ځانونه رسوي .

که دڅلرمی پېړۍ راپدې خوازموږپه هيوادکې دپښتنودژوند شيوې اوبڼې ته پاملرنه وکړو دابه راته څرگنده شي چې داقتصادي او اجتماعى ژوند دڅرنگوالي له مخي تر لسمي هجرى پېړۍ پوري دپښتنولويه برخه کوچيان اومالدا ر دي ،اوبلي برخی یې بياښاري اوکليوالي ژوندغوره کړئ اوکرهڼي ته ئي پاملرنه کړېده . ۲

دزمان په تيرېدوسره دکوچيانوپه ژوندکې داقتصادي اوټولنېزوبدلونوپر بنيادهغوي دژوند شيوه يابڼه پر دريوبرخو وويشل شوه (عبوري کوچيان چې له کرښي نه عبورکوي ،غيري عبوري کوچيان چې دهيوادپه دننه کښي تگ راتگ کوي ،نيمه کوچيان ،چې کورنۍ ئي ميشت ده خودڅارویو رمې ساتی نيمه کورنۍ ئي له رموسره په دوبي په هيوادکې دغرو لمنو اودروته پورته کېږي ، داډول کوچيان پر پښتنو سربېره په بلوڅو، ازبكو، تركمنو، قرغزو، فېروزكوهيانو، جمشېد يانو او ايماق قومونوپوري هم اړه لري )درې واړه برخې ئي تر اوسه په افغاني ټولنه کې خپل ژوند ته دوام ورکوي ،داطبعې ده کله چې ددې هيواداقتصادي اوټولنېز پرمختگ هغې کچي ته ورسېږي چې دولت وکولاي شي دمالداری فارمونه جوړ او پدغوفارمونوکې داړتياوړمواشي دروزلو جوگه شي داوسنيوکوچيانودژوندبڼه به هم تغير ومومي .همدا دليل دی ډاکتر صاحب ! چې دسياسي گوندونواودو لتونوپه کړنلاروکې دې ټکی ته اشاره شوې وی چې دوي به دکوچيانو دژوند شرايطوته ځانگړې پاملرنه کوي اودکو چيانو دميشت کېدويا اسکان لپاره به دځانگړوپلانوپه پلي کېدولاس پوري کړي ،که څه هم داوعدې دغه اوتردې وړاندي حکومتونوورکړې دي متاسفانه لکه نوري وعدې دا هم پر يخ ليکل شوې دي . تاسوته معلومه ده چي کوچيانوته په پارلمان کې څوچوکی ورکړه شوی دي ،که څه هم دانصاف له مخي دوي ته حق ندی ورکړه شوی خوبيا هم په پارلما ن کې ئې استازي درلود،دبېلگې په توگه ډير استازي ئي دمرحوم نجيب اله دحاکميت په جو ړشوی پارلمان کې وه ،زه هغه وخت دکوچيانورئېس وم دامې ډير ښه پيادد ی چې همدا او سنيوتنگ نظروهغه وخت چي دحاکميت پرڅوکيوناست وه هم په يوه اوبله بڼۀ زماسره کوچيانوته دحق ورکولو په موخه مخالفت کاوه ،له نيکه مرغه هغه وخت ددوي مخالفت پر مابريالۍ نشو اودولتي چارواکو کوچيانوته په پارلمان کې نږدې شل څوکۍ ورکړې . کوچيانوپه پارلمان کې دکوچيانوسره دکار کميسيون درلود ،په همدې اوسنی پارلمان کښې هم کوچيان استازي اود کوچيانوسره دکارکميسيون لري .څنگه کېداي شي هغوته په پارلمان کې داستازودلرولواجازه ورکړه شي کوم چي دوي دافغانستان تابعيت ونلري ؟ هغه وخت چي مادکوچيانوسره کار کاوه دکوچيانودځينو قومونوکورنۍ مي وهڅولې چې دکابل دښارد کارته نوسيمي ته په نږدې تپوکښې ځانوته کورونه جوړ کړئ ،دوي داکاروکړ،پدي ډول يوشمير کورنيو ښاري ژوند غوره کړ.

ډاکتر صاحب ليکی : ((کوچی ها تابیعت ندارند، عسکری نمیکنند ـ تذکره ندارند - مانندهر شهرونددیگر خدمت سربازی راسپری نمی نمایند- مالیه نمی پردازندو درسایرامورات ملی سهیم نمی گردند..... . در دوران سلطنت ظاهر خان و داود خان، پای شان تا به هزاره جات رسید واینکه چه بدبختی ها و ماجراهای از حضور آنها در آنجا به وقوع می پیوست، دراین مقال اشاره های بدان خواهیم داشت. اما نمیدانم که با کدام استناد و منطق کوچی هارا تبعهء افغانستان بدانیم. ))

بايد څرگنده کړم چي :

۱/ دوي دافغانستان اتباع دي په هغه ځاي کي چې ټولوته دتابعيت تذکره توضع شوې ده دوي هم ترلاسه کړې ده . څرنگه چي ډيروکوچيانوداوسېدومعين ادرس نه درلود هغوي ته تذکره نه ده وېشل شوې ،همدا ډول هغو بېچاره بزگروته چي دوپره په نامه يادېدل اوداوسېدوثابت ځاي ئي څرگندنه ووهم چاتذکره نده ورکړې .

سوال دادی ډاکتر صاحب ! چې تاسوډير بې خبره ياست ،تاسوته معلومه نه ده چي په افغانستان کښي څومره خلکوته تذکره وېشل شوي ده ؟ تاسو خبر ياست ؟ څومره ښځوته پدې هيوادکې تذکره ورکړه شوې ده که ښځي دنفوسو نيمايي حساب کړو اونفوس ۲۶ ميليونه وگڼونوپه ۱۳ ميلينوکې يوميليون ښځوهم تذکره نه ده اخېستې دغه ښځی څوک بولۍ ؟؟؟ پدي پوره باورلرم چي ستاسوپه محترمه کورنۍ کې داسي کسان حتمأ شته چې دتابعيت تذکره ئي نده ترلاسه کړې ،خوهغوي افغان اوددي هيواد تابعيت لرونکی بلل کېده . دا دولتی نېمگړتياده چي زموږپه هيوادکې ټولوته دتابعيت پاڼه نه ده وېشل شوي ،همد لامل دی چې اوس هر بېگانه پرسته وايي څوک ډير او څوک لږدی اويا دپښتوژبې پر خلاف سرونه له ديواله وهی .

۲/ د امير عبدالرحمن خان د پاچهۍ په وروستيو كلونوكي دكوچيانو مشران كابل ته راوغوښتل سول او هغوى ته د مالو نو پر سر د زكات د اخيستلو فرمان واورول سو. د دغه فرمان د تطبيق لپاره د شاهي پوځ 14 تنه سپاره افسران وګمارل سول چي لومړى بايد د پوونده وو مالونه وشمېري . د دغه كار لپاره د (شاخ شماري) په نامه يوه دولتي اداره هم جوړه سوه.۳

کوچيانودمواشيو ماليه ورکول تاسوپه ولاياتو کې دماليي له يوه مامورنه پوښتنه وکړې ،بلې ! له ۱۳۵۲ راپدې خواداپروسه نيمگړې پاته شول .ايادمځکو،باغونو،ژرندو،دسوداگرو،دوکاندارانو اونورومنقول اوغير منقولو شتمينو ماليه په منظمه توگه چاراټوله کړه ؟چي اوس تاسوکوچيان ملامت گڼۍ ،زه پدې بارولرم چې تر اوسه زموږ دهيواد دماليي دراټولولوسيستم له زياتو نيمگړتيا سره مخامخ دي .

۳ / دهيوادپه ټولوملي ،ټولنيزو اواقتصادي برخو کښې یې داړتياپر اساس لکه بل هر افغان کوچيانوفعاله برخه اخيستې ده،داچې کله کله ددولتونو لخوا ددوي سره دميرېزي ورور برخورد شوی دی داددوي گناه نده .

۴ / ډاکتر صاحب ددې هيواددپيدايښت له ورځې اوله هغې نه چې پدې سيمه کښي خلکوکوچېتوب ته مخه کړېده دوي له دغوسيمونه چې تاسو ورته هزاره جات واياست اوموږورته مرکزي سيمي دخپلورمودڅرلولپاره استفاده کړېده اوتل ئې په ژمی گرمو اودوبي سړوسيموته کوچ کړئ دی . افغانستان د(( واخان اودهندوکش دغرودسلسلې شمالي اوجنوبي لمنی ،دسپين غر ه ،تروغره،فيروزکوه ،سفيد کوه ،سياه کوه ،دپغمان غر، دسليمان غر اودهيواديوشمير نوري سيمي دکوچيانوعنعنوی مالچرونه دي )) دغوسيموته دکوچيانو داتگ اوراتگ دظاهر شاه اوداودخا ن دحاکميت په وخت کښي نه دی پيل شوی.دا اوږدتاريخ لري ،هغه يوچل ولولۍ بياقضاوت وکړۍ ،پدي هيله چې هغه وخت مو هم قضاوت بياهم يوطرفه نه وي .

ډاکتر صاحب ليکي : ((. . . کوچی ها همگام با مواشی شان در طی کاروان های طولانی از استقامت سرک و کوهها، مجهز باسلاح ـ عمدتاً تفنگ - وارد هزاره جات می گردیدند.))

داسي معلومېږي چي محترم ډاکتر صاحب په افغانستان کې ډير عمر ژوند نه دی کړی اوياپه افغانستان کې دميشت قومونواوپه ځانگړې توگه ددې هيوادلوي قوم (پښتنو)په هکله هيڅ معلومات نلري اوياخوځان تيروي ،هغه دچاخبر ((خودرادرکوچه يي حسن چپ ميزند)) خير اوس هم ډير ناوخته ندۍ له عکس نه ډير ځوان معلومېږي کيداي شي مطالعه وکړی . ډاکتر صاحب بايد پدې پوه شي چې دغه ډول وسله چې هغه ئي نوم اخيستۍ تل دپښتنوزلموپر اوږه ځړېدل اودمرميوقطار دځوانانودلباس سنگاروو . په پښتنو کې هغه زلمئ چي دوسلې استعمال ئي نه وی زده پېغلو پېغورورکاوه ،داځکه چې زموږ پېغلي هم که اړتياپيداشي ښه نښان ويشتلاي شی اوترډيروبيگانه پرورونارينه ودمخه ئې دوطن ددفاع سنگر ته وردانگلی دي.

هغه بل ځاي کې داسي ليکې :((کوچیها مجهز باسلاح بودند.در حالیکه داشتن یک تفنگ درخانهء هزاره، جرم نابخشودنی و خطر ناک به شمار میرفت .)) زبه يوازي دومره ووايم چې داخبره له حقيقت نه ليري ده ،زه په روزگان کې پيدا شوی يم اوقبله گاه صاحب مې دهزاره ورڼود ډيرومشرانوله ډيروکورنيوسره پېژندل ،او دهغوي سره ئي تگ راتگ درلود،ماد دايکنډی ،ښهرستان اوکجران په ولسواليوکې دهغوهزارگانوپه کورکي چې موږ ئي ميلمانه کولو توپک لېدلی دی .

بلې! داسي ده اوتاريخ ددي شاهد دی چي زموږپه هيوادکې تر بل هرقوم پښتانه وسله له ځان سره گرځوي اووسله دځوانا نوگاڼه بولي دايو تاريخي واقعيت دی خو داخبره دامعنا نلري چي گويا هزاره اويابل کوچنی قوم پوري مربوطوکسانو وسله نشوه درلوداي ،په ټوله نړی کښي پښتانه ديوجنگيالي اوباتوره قوم په نوم شهرت لري .ډاکتر صاحب تاريخ ولولۍ ،داهيوادله يرغلگرونه چاساتلئ دی ؟؟؟ چې دا اوس پښتانه ارام کښېنې داوطن به پاکستان اوايراني اخوندان اوشمالي گانډيان په خپل منځ کې په يوه لهظه سره وويشې ،دادوی دي چې دهرې بلا وخوله ته ولاړاوددې هيوادپه ساتلوکې ترهر چا زياتي قربانۍ ورکوی .

له نيکه مرغه په عواموخلکوکښي تر اوسه دملي نفرت احساس نشته هغوي ته دپښتون ،هزاره ،تاجک، ازبک ،ترکمن اونورومسله اصلأ مطرح نده ،دايوازي ډارن اود ا پردی پالي دگوتوپه شمير په اصطلاح روښنفکران دی چي پردغو ناوړوطرحو اومسايلودخپل سياسي ژوند دبقااوبهرنيو هڅوونکو دگټوپه خاطر پردغه شرمونکی خبرو شخوند وهی .

داکتر صاحب وړاندي وايي :(( حکومت های محلی، کلاً همدست و پشتیبان کوچی هابودند.))

د حکومتونود برخوردپه اړوند بايد څرگنده کړم چې هلته يوازي طبقاتي مسله مطرح وه اوده. دولتي چاروا کويوازي دملک،خان اوبيگ درناوی کاوه ،غريب هر چېري غريب و،د هغوپه هکله دتوکم مسله نه وه مطرح ،دهرچانه ېې رشوت اخيست اودهرخان اوبيگ خبره که حقيقت هم نه وه دغريب تر خبري منل کېده ،دالړۍ تر همدا اوسه راروانه ده،يعني غريبان بېله توپير سره نږدي اويودبل گټي ساتی ،اوبل پلوته دزراوزورخاوندان په خپلوکي يو اوبل سره حمايه کوي ،کله چي دولس سره مخامخ شی بيانودقوم اوژبي مسله راوړاندي کړي .

ډاکتر صاحب ! پدغولنډوشپږوکلنوکې لږ ديوه اوبل قوم هغه چې تاسو ئي غواړي دقلم په ژبه سره وجنگوی اوياځان دهغوي دگټومدافع وانمود کړي يوشميرکسانودخپلو گټوپه خاطر څرگندي معاملې کړې دي ؟ ډيري داسي معاملې شوی چې په پوره ډاډتاسوهم پرې خبر ياست ،خوله حقيقت نه سترگي پټوی . په پارلمان اود تنظيموديوشمير مشرانوترمنځ چي پرون ئې سره وژل ديوه اوبل دطرفدارانوپه سرونوکښې ئي ميخونه ټکوهل خواوس کله چي دگټواړتياپېښه شي بياتر ټولوسره تيږي اودوستان وي يودبل نه دفاع اومالاتړ کوی ،په دي پوهېږم چي پدغه موښه سرخلاصيږي چې داډول کړنې دسياست جوړونکي توکی دي ،خودپښتنو او کوچيانو سره موتعصب لوړی کچې سترگی ډيري درپټی کړې دی .دعلمی اسنادوله مخې دبشري لورو(ډلو)رايوځاي کېدل اويوله بل نه دفاع دگټوپرسره سرته رسېږي دايوعلمي اوفلسفی اصل دی .

بل ځاي ليکی : ((کوچی ها در سراسر هزاره جات به سوی علفچر ها، هجوم می آوردند. آنها بر فراز کوهها وتپه ها غژدی های شانرا بر می افراشتند.))

تاسوخپله واياست چې کوچيانوپه په غرونواودتپوپرسرونوخپلي کږدۍ دروي ،يعني هيڅ وخت ئي څوک ندی زورولې ، دچاپه کلې ندی ورننوتلي اونه ئې څوک له کوره ايستلي دي .رابه شودېته چي په ښارونواو کليوکښي دزورخاوندانوڅومره پردی کورونه نيولې دي اودخلکومځکي ئي لاندي کړې دي ،ډاکتر صاحب دالړۍ تر همدا اوسه روانه ده ،ډيرو دزور اووسلوخاوندانودکابل په ښاراونوروځايوکښي دخلکوملکيتونه په زورلاندي کړې دي ،ددولتی جگپوړوچارواکوپه وينا همدا اوس هره ورځ له زرونه تر ۱۵۰۰ جريبه ځمکه دزورواکانولخوا غصبېږي .که دعدالت پلوی ياست په هغوي پسي قلم ر اواخلی . کوچيانوهيڅ وخت دهيچاځمکه نده نيولې اوکه ئې تاسوله پخوانيوعنعنوی ورشوگانوڅخه محروموۍ دابه ستاسولپاره ستونزمنه وی .

بل ځاي ليکی : ((در شب ویاروز به زمین های زراعتی هجوم می آوردند در برابر چشمان مردم هزاره کوچی ها زمین های شان رامورداستفاده مواشی شان قرار میدادند.وقتی از تحمل مردم خارج می شددوباره درگیری آغازمی گرد يدو اگر این تنش به مرگ کسی از کوچی ها می انجامید، دیگر ساکنان آن قریه ویا قصبه امید زیستن در سرزمین شان را نداشتند. زندان، شکنجه و تبعید لازمهء مردان قریه بود. اما اگر هزاره ای کشته میشد. بازخواست آن درحکومت محلی می خوابیدوتا مرکز ولایت هم نمی رسیدوسرانجام قاتل برائت می یافت .))

تاسوفکر وکړې زه نه پوهېږم چې دادومره تعصب اوله پښتنوکوچيانوسره دښمنی دڅه لپاره ؟ ايادابه گټه وکړی ؟ په پوره ډاډويلاي شم نه . دادښمن لپاره خدمت دی اوبس . زه دانه وايم چي په کوچيانوکي غلط کسان نشته داپه ميليونوانسانا ن يوډول ندي ،سهوي اوغلطۍ به کوي اويابه ئي کړې وي ،خودابه دشخص اويادڅونفروگناه وي ټول قوم ولي ديوچاپه غلطۍ ملامت وبلل شي . دکوچيانورمې به کښت ته داخلې شوی وي ،ځکه حيوانان دي هغوي پدي نه پوهېږي چې کوم شين بوټۍ وخوری اوکوم پرېږدي ،خودکوچيانورمې يوازي دهزارگانوپه کښتونوندي داخل شوي دپښتنوکښتوته هم ورغلي دي ،دکوچيانو اوميشتوپښتنوتر منځ هم کله ناکله جنجالونه راپيدا شوي دي داکارتر هزاره نشينوسيموپه پښتنو نشينوسيموکې ځکه ډير شوی دي چې په هزارجات کې کښتونه کم اوپه هغوسيمو کې چې پښتانه اوسی کښتونه اوباغونه ډيردی . داچې دغه اختلاف اوجنجالوراپيداکېدوته قومی رنگ ورکول کېږي دغه کارملې جفااوله حقيقت نه سترگي پټول دی .

ډاکتر صاحب وايي : ((از زمانی که کوچی ها به هزاره جات می آمدند تا بازگشت شان به سمت پشاور،حکومت های محلی وظیفهء حراست از آنهارا به عهده داشتند. ملک های کوچی طوری رفتار می کردند که هیچ تفاوت میان آنها و حاکم محلی وجود نمی داشت. به همین دلیل ملک ها بخش از زمین های زراعتی هزاره ها را تصاحب کردند وبه نام خودشان از حکومت های محلی حامی خویش، قبالهء شرعی گرفتند. نمونه های بسیار متعددی دراین رابطه وجود دارد. ))

ډاکتر صاحب ! متاسفانه هرڅه دقومي اوپښتنوسره دتعصب په آينه کښي څېړۍ ،يوځل بياوايم چې په تيرو او او سنيودولتونوکې دکوچيانودحراست مسله اصلأ مطرح نه ده ،که مطرح واي ؟نوحراست خويوازي دامنيت دساتني معنا نلري اونه هم دولت له کوچيانوسره وهزاره جات ته عسکر لېږلي دي ،حراست يو فلسفي حقوقی اصطلاح ده چي څوبعدونه لري ،پدې معنا چي دکوچيانودژوند وټولو اړخونونه بايد جدي پاملرنه شوې واي ځکۀ داتر لمر روښانه او څرگنده ده چې کوچيان تر هرچازيات په اقتصادي ،ټولنيز اوفر هنگي برخوکښي دولتي پاملرنې ته اړتيالري چي متا سفانه تراوسه لدې پاملرنې څخه محروم پاته شوې دي . داچې تاسو ويلي دي نومونې(بېلگې )ئي لری ،ولي مود هغو نه يادونه نده کړې ،ددومره لوي قوم سره په دروليکوليکنه اوهغه هم يوازي تهمت نامه ،کله دښمنی تر سره کېداي شي .

داښاغلی وايي ((ملک های کوچی در هزاره جات شاهانه می زیستند،آ نها با داشتن هزارها مواشی و استخدام کوچی ها، خدمه های زیادی داشتند وبرای خود قلعه های مستحکمی با برج های ترصد، آباد میکردند تا از خطرجنگ احتمالی با هزاره ها در امان بمانند. ))

ما مخکښي هم وويل چي زه دکوچيانو رئيس وم اوترهردغه ډول بيگانه پرورودکوچيانو دژوندپه هکله پوره معلومات لرم ،ماته معلومه ده چي دهزاره جات په کومه سيمه کې دکوچيانو ملک((قلعه های مستحکمی با برج های ترصد)) جوړه کړېده ؟ ښه به داواي چي ددغوسيموچې هلته داډول قلعه گاني جوړي شوی دي نومونه ئي اخيستی واي ،ترکومه ځايه چي په ټول هزاره جات کې دکوچيانو دسرخيل يا ملک داسي قلعه چې څلور برجه ولري اويوازي دي په دوبې له هغې نه استفاده کړې وي نشته ځکه ئي دنمونې له يادونې نه ډډه کړې ده . هغه عبوري کوچيان چي په دوبي کښي دمرکزي افغانستان دغرونولمنوته راځې دهيوادپه يوه سيمه کښي هم کومه قلعه نلري هغوي ته خپله توره کېږدی تر بنگلې ډيره په زړه پوري ده .

ډاکترصاحب ليکی :(( . . . . . . . گرفتن نام یک سپاهی عادی حکومت محلی کافی بود که یک قریه را به شوک بیاورد چه رسد به حاکم، قاضی، ملک کوچی، ضابط ولسوالی ویا یک کا تب معمولی احصاییه. این نام ها در ذهن یک هزاره به مثابه نام های خطر آفرینی بود که هرکدام می توانستند سرنوشت دهها و صدها خانواده را به تباهی بکشانند))

يوځل بيابايد ډاکتر صاحب ته وويل شي چي : په پخوازمانوکښي يعني دمرحوم داودخان دحاکميت ترکلو پوري دافغانستان په ليري پرتوسيموکښي ټول عوام اوبېچاره وگړي له دغوکسانو(کوټوال او اوالدار ، سپاهي اونورو)څخه چې تاسو ئي نومونه اخيستی يوشان ډارېدل ،هلته دقوم مسله مطرح نه وه ، داقومی لکۍ اوس تاسوڅودگوتوپه شمير کسانوچي حتاپه هزاره غيرتی قوم کې هم ځاي نلری وتړل . دشرم خبره دچي دقلم خاوند اوياهغه چي په چپو اوراستو گوندوکې همدا اوس دمشرتابه پر چوکيوناست دی داسي له کرکۍ اونفرت له روحيې نه ډکي ليکنی چې غواړي قومونه سره وجنگوی نشرته سپاري ،له نيکه مرغه په افغانستان اودهغه په ليري پرتو سيمو کې دامسله اونظر يات چسپ اوعلاقمندان نلري ،همداسږ کال دبهسودوپه ولسوالی کښي دکوچيانواوځايي خلکوترمنځ له عادي جنجال نه دسياسي موخوپه موخه ناوړه استفاده وشوه اودومره غټه شول چې دنړيوالومطبوعاتوپه خپرونوکښې یې انعکاس پيدا کړ،له هغه نه خليلی ،حاجي محمد محقيق اوکاظمي غوښتل سياسي گټه واخلی اوپر کرزی فشار واچوي چي له بده مرغه کرزی تل ددوي اونورو دبې ځايه فشارونو او ډارونې قرباني دی .خوددي سره په څنگ کښي ددغوبیگانه پرورودتلاښونوڅخه دمالاتړ په موخه دايران دبهر نيوچارو وزير منوچهر متکي دډله ايزو رسنيوسره په خبروکښي په تهران کې وويل چې په افغانستان کې دراپيدا شونا اراميوله امله تهران ډير اندېښمن دی . هغه متل دي وايي ((ميره تر مور مهربانه )) ايراني چارواکي اوس تر موږ زموږپر خلکومهربانه شول،ددغی مهربانی داظهار اوڅرگندولو دامکاناتو درا پيداکېدولپاره دغوڅودگوتوپه شمير دپښتنوپر خلاف شپه او ورځ دروغجن تهمتونه اوتبليغات پيل کړی دي . ولې هيره دې نه وي چې کوچيان به دغو سيموته ځی اوهرڅوک چې ئي مخه ونيسي دوي ئي بايد جواب ووايي،ددوي مالچرونه ددوي حق دی . ډاکتر ليکی : ((اما خوشبختانه پس از تحول 7 ثور ۱۳۵۷کوچیها نتوانستند که به هزاره جات بر گردند.))

داځکه ډاکتر صاحب ! ايران اوپاکستان دخپل بادار(غربي نړۍ ) دحاکمانواوپطرولودکارخانودماليکانوپه هدايت پاکستان ،ايران اوعربي هيوادو پسله شپږومياشت دحاکم گوند دغلطيو تيروتنواوځيني خيانتونو څخه په استفادي سره دخلکوپه منځ کې دهغه حاکميت پرخلاف تبليغ پيل کړه اوزموږبېچاره ولس ئي دشوروي سره ددښمنۍ دتر سره کېدوپه خاطر له ټاټوبي نه فرارته اړيستل اوهلته ئي توپک پلاس ورکړ اوورور وژنې ته ئي وهڅول ،چي لړۍ ئې داده تر نن پوري راورسېدل .

ډاکتر بيا وايي ((اما دیری نگزشت که طالبان بی فرهنگ دوره امیر عبدالرحمن خان را تازه نمود که این بار نه تنها مردم هزاره بلکه سایر ملیت ها بطور وحشیانه توسط طالبان به قتل رسیدند. ))

ډاکتر صاحب دلته هم طالبان ديوسياسي خوځښت په توگه نه ټکوی دابې فرهنگه کسان چې هرڅه وايي هدف ئې پښتانه دي اوهمدا دوي بيا نور بې فرهنگه بولې، دوي له عبدالرحمن خان څخه پدي بد نه وړی چې په هغه وخت کې ئې څوتنه هزاره له منځه تللي ،وايي عبدالرحمن خان کله منارجوړکړ،لومړۍ ددغه کله منارجوړيدودليل موجودو،ولې هغه کله منارجوړکړ ؟ هغه دومره ليونۍ وچي ارام اوريعايت خلک ئې ووژل اودهغوله سرونه ئې کله منار جوړاوه ؟ داکله منار خودکنړ اونورستان په شاوخواسيموکي هم جوړ شو،دهغه يادونه ولي نه کوۍ ؟ زه دانسان له وژنې سره مخالف يم ، پدې عقيده يم چي ژوند هغه نعمت دی چي لوي خداي (ج) خپل يوبنده ته ورکړئ دی يوازي هغه ذات دژوند داخيستلو قد رت اوصلاحيت لري ،په هر رژيم کښي په هرنامه له انسان سره ظلم اوتيرۍ شوی اويادهغه مقام ته سپکاوۍ شوی داخيانت اوجفادهاودنفرت په سترگه ورته گورم . خوسوال دادۍ چې نورنه يادېږي يوازي په عبدالرحمن خان پسي مورااخيستې ده ،داولي ؟ تاسوولي رښتيانه واياست؟ ،زه ئي درته ووايم : عبدالرحمن خان دخپلو ټولو غلطيوسره ډير ستر کارونه هم کړي ،هغه دمرکزي حکومت ستنې محکمې کړې ،دولتي ادادري سيستم ئي تنظيم کړ اونورو اړينوټو لنيزوچاروته ئي پاملرنه وکړه ،عبدالرحمن خان هغه وخت په دي پوهيده چي شمالي اوغربي گاونډيان غواړي دهيوادپه شمالي اومرکزي سيمو کې نفوذ پراخ کړی اوله دې سيمونه پر هغه باندي فشار راوړی ،ځکه ئې پښتانه پدغوسيمو کښي اوسېدوته وهڅول ،ترڅودهغوي په مرسته دهرډول بهرنی تيری مخه ونسی . دډاکتر صاحب اوټولو متعصيبينوپدي خاطر نه خوښېږي چې ولې اومحمدگل خان پښتانه دهيوادشمالي سيموته دژوندکولو لپاره وهڅول .که پدي سيموکښي پښتانه نه واي دير پخوابه دافغانستان دټوټه کېدوپلان عملي شوی واي ،داسي ده ډاکتر صاحب کنه ؟

دهيوادپه شمال کښي بايره اولامزرع ځمکې زياتي وې اوپه جنوبې سيموکښي کمې ،هلته ميشتوخلکوهغه نسوئ ابادولاي په کلنو شاړی پرتې وي ،نه يوازي عبدالرحمن خان بلکه تر هغه راورسته هم دارضی اصلاحاتودپروگرام پر بنيادله جنوبي سيمونه بې ځمکي کورنيوته په شمالي سيمو اوبياد هلمندپه ولايت کښي ځمکي ورکړل شوې . يوه خبر ديادولو وړده که دغه پښتانه نه واي دشمالي سيموځمکي چا اباد ولي ،تر اوسه لادا دهيچانه ده هيره چې ويل به ئې ((که مرگ غواړي کندز ته ولاړ شه )) دهمداد پښتنودخولودتوېدو زور وو،چې ډير ژر دامتل بله بڼه وموندل ،اوس وايي ((که ژوندغواړې کندزته ولاړشه)) دايو،اوبله داچې هلته دبل چايوه لويشت شخصي ملکيت پښتنوته نه دی توضع شوی داچې ځيني کسان وايي هغوي حقايقونه سترگی پټوی .

ډاکتر وايي :(( از دید این قلم، به جای اینکه کوچی ها را به هزاره جات برگردانند، مسئله اسکان آنها در آن طرف سرحد باید مطرح شود. این یک معضلهء بسیار مهم است که نباید بعد از این کوچی های جنایت کار داخل کشور ما گردند و مردم ما را بطور وحشیانه از بین ببرند و این مسله را باید پارلمان افغانستان جدآ ارزیابی نماید. ورنه اگر ایدهء برگردانیدن کوچی ها به هزاره جات جامهء عمل بپوشد، میزان ثبات در مناطق مرکزی بهم خورده و طراحان این ایده به دستان خویش کشور رابا تنش جدیدی مواجه خواهند ساخت . زیرا مردمان این مناطق آرزوی برگشت کوچی هارا ندارند و به محض برگشت آنها از سرزمین های شان دفاع می نمایند. و در خاتمه ادعای زمینهای به اصطلاح متعلق به کوچی ها به هیچ عنوانی بنیاد حقوقی ندارد چون این زمین ها بازور و پشتیبانی همه جانبهء حکومت های استبداد محلی از سوی کوچی ها غصب گردیده است و بگذارند تا مردم شرافتمند هزاره بدون ترس و حراس از کوچی های اجنبی به زندگی در ملکیت آبایی شان ادامه دهند.))

متاسفانه د ډاکتر صاحب قلم موديدنلري سترگی ئي ړندې دي ،هرڅه دملي اوقومي تعصب له عينکونه ويني ، تاسو داحق نلري چي دکوچيان سرنويشت دخپلوتنگ نظريوپربنياد وټاکی داچي تاسو ئي سرحد بولی اويا کوښښ کوی چې سرحد شي دافغانانولپاره دمنلو وړ نه ده ،دافغانستان پر هره لويشت ځمکه کوچيان لکه بل هر څوک دژوند او اوسېدوحق لري ،که کوچيانو دچا ځاي تنگ کړي وی ،کولاي شی هلته ولاړشي چي ورشوورته پراخه وي اوځان ډاډه احساسوي ،داوطن دپښتنو،اونوروپرتو کوچنيو قومونو داصيلوبچواودهغه جملې نه دهمدغو مېړنيو کو چيانو دی . تاسوڅنگه داحق ځانته ورکوی چي ديوهيواد اصلي اوسېدونکي اوساتونکي بېگانه اوځان خپل و بولۍ ؟ ترڅوچې دکوچيانوداسکان مسله ددوي په خوښه تر سره کېږي کوچيان حق لري دخپلوهغو ورشو گانو څخه چي دازرکاله ئي استفاده تري کړي اوس هم بيله دي نه چي له کوم چانه اجازه واخلي اوياڅوک ورته ووايي له دې ځايه ولاړسه هلته کښېنه ژوند اختيارکړی . دافغانستان په اساسي قانون کښي چې کوم حقوق او امتيازات افغا نا نوته ورکړه شوی دهغو حقوقو اوامتيازاتونه کوچيان هم برخمن دي . زه نه پوهېږم چې څوک جانيتکاردی خودومره پوهېږم چې په هنداره کې سړۍ خپل مخ ويني ،دکوچيانوپه هکله دجنايتکار اوبيگانه کليمه استعمال داساسي قانون اوبشري قوانينوله ټولونوروموخلاف خبرده .حيف چي تاسودخپل نامه سره دډاکتر کليمه ليکۍ ،دهرشی ډاکتر چي ياست دډاکتر کليمه مقدسه ده خومتاسفانه تاسوله دې کليمې نه ډير ليري ياست .دومره له سوادنه محروم اوله قومی تعصب نه ډک ياست چي کوچيان بيگانه بولۍ . کوچيان اجنبی نه دی پدي خبره ستاسوپه هکله دلوستونکوسره ډير سوالونه پيداشوی دي ،چي کېداي شي تاسوبيگانه اوسۍ . ځکه که افغان ياست نوهرو مرو پدې پوهېداست چې کوچيان څوک دی . له پښتنو سره دتعصب نه ډک نظر به تاسوته له افغانانوسره اوسېدل ډير گران کړي ،ښه داده چي سر له همدا واسه دخپل اصلي ټاټوبې دآبادۍ په هکله ټول له يوه سره فکر وکړی ،دلته به کوچيان اوهزاره سره جوړشي ،تاسو خپله ستونزه حل کړی .

درنو لوستونکو!

پوهېږم چي ليکنه اوږده شول خوبله چاره نه وه ،زه آړوم چې دښاغلي ډاکتر صاحب ليکنه هم راواخلم اوخپل نظر تاسو درنو ولوستونکوته څرگند کړم .ډير ژربه دهمډې په دوام دکوچيانوپه هکله يوه لنډه ليکنه تاسوته وړاندي کړم . پدې هليه چي ټول له يوه سره دملي يووالي اووفاق لپاره کار وکړواوددي پروسې دښمنان ورټو. پاي

اخځليکونه :

۱ / محمد معصوم کوچيان او د هغوى دتلوراتلو لرغونې لارې لومړۍ برخه

۲/ همدا اثر

۳ / پوهاند تږی ،د پښتو اصل ريښه دوهم فصل .

۴/ حبيب الله غمخورکوچيان څگان ندي

۵ / دښاراوکورنودجوړودوزير له وينا

,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

 

کوچيان دافغانستان داصلی اوسېدونکوپه توگه

دوهمه برخه

ليکوال :حبيب الله غمخور

 

که پښتون اوکه تاجک که ترکمن يې

که ازبک اوهزاره ددې وطن یې

دښمن غواړي چي له مانه تاجداکړی

پام دي وکړه ته اعضا ددي بدن یې

درنولوستونکوماته په افغانستان کې ميشت قومونه ټول افغانان برېښي اوټولوته ددرناوی په سترگه گورم ،ټول ددې باغ چې نوم ئې افغانستان دي ښکلي گلان گڼم دهرگل دبوټې په مړاوي کېدوباغ خراب ښکاری .

زه دافغانستان دهر قوم په تاريخ اواوسنېو وياړنو وياړم . مگر له بدمرغه کله کله مې يوشمير پردي پرسته ،افغان اوپښتون دښمنه دې ته اړباسي چې ددوي دتورواوکرغېړنوموخودبربند کېدوپه خاطر قلم راواخلم اوهرڅه په خپل نامه ونوموم . که زما له دې ليکنې نه دقوم پرستۍ ډير انعکاس ځلېده هدف مي دانه دۍ چي زه هم دوي غوندي تنگ نظره اوسم . خودځينو واقيعتونودراسپړلو له مخې مجبور يم دپښتنودرواحق څخه چي يوشمير بې وطنه ورباندي دتيری خيال په مغزوکې پالي ملاتړ وکړم . که داکار دبل قوم په مقابل کې وسي ورته عمل به تر سره کړم ،ځکه نه غواړم دپرديونوکرانودقومونوترمنځ دنفاق او اختلاف پر راپيداکيدو باندي بريالي شي .

ددې ليکنې په اړوند لومړئ برخه کښي ماديوه ښاغلي چي دنامه دمخه ئي دډاکتر کليمه ليکل شوې وه دهغه بې بنياده اوبې اساسه ليکنه وڅېړل اولوستونکي به پدې پوهېدولي وی چې ډاکتر صاحب نورالحق نسیمی پر حق نه دي ،له بدمرغه يوازي دا ډاکتر نه دی ،کله چې مي دادوهمه برخه ليکل نورداسي ډاکتران هم راپيداشول ،چي زه به ئي پر خپل ځاي دکوچيانو په هکله دبې بنياده ليکنو لنډی جملې ددوي دغلطو نظرياتواودپښتنو سره ددښمنۍ دبربنډ احساس د بېلگوپه توگه راواخلم .

زمادخبري پخلۍ له نن څخه ۸۰ کاله پخوا يو شا عر باقي قايلزاده چې دشعيه مذهب پيرو و په خپل شعر کې پخپل احساس داسي بيانوي :

پشتون و تاجک و قزل و ازبک و مغل

اين اسم ها ز دفتر ملي روان کشيد

فقط به نام افغان ستان ، همه

اييد جمع و مطلب خود شادمان کنيد

تر کومه ځايه چې دکوچيانولوي اکثريت پښتانه دي اوله بلې خوا همدا دپرديونوکرانوهم يوازي په پښتنو کوچيانوپسې پښي رالوڅی کړې اومټی رانغښتی دي ، زمادليکنې زياته برخه به پښتنوکو چيانوته وقف شوې وی . که څه هم ددې ليکنې په لومړي برخه کې مي دکوچيانوپيدايښت ته اشاره کړي ،خودځينو اړتياو اودمسلې دراسپړيز پلان داړيکوله مخې به ترهرڅه وړاندي دغه ټکي ته يوځل بيالنډه اشاره وکړم چې پښتانه کوچيان له کومه شول او ولي دوي ځانونه افغانان اودافغانستان اصلي اوسېدونکی بولي ؟

تاريخ ليکونکي وايي دانسانانودژوند دکوچي توب دغه شيوه دميلاد څخه دمخه ددوه زرم کال په پاي کي راشروع سوې ده ،داچي په ټوله نړۍ کي نور قومونه هم خورا ډير دي چې دکوچيانو په دود دژوندکوي ، هغو ته هم کوچيان ويلاي سوي او هلته يې ريښي تر اوسه لا پاته دي .

زموږ په هيواد کي کوچيان دپښتنو د قومونو هغه برخه ده چي دڅوزرو کالو راپدې خوا يي دڅارويوله روزني ، اودهغوي دمحصولاتو له سوداگرۍ او تورو کيږديو سره مخه ښه نده کړې .

زموږگران هيواد افغانستان دميلاد نه مخکښي بياتر اوسه په زرگونه کلونه ويا ړلی تاريخ لري داوياړلې خاوره دنړی دسترو تمدونوځانگوده . ددې هيوادخلکودتاريخ په مختلفو دوروکښي له خپلواکی اوملي هويت دساتلوپه لار کې په مېړانه خپل سرونه قربان کړی دي . داملت په تاريخ کښي دجنگيالی ،غيرتی تورزن ملت په نوم شهرت لري ، په تاريخ کښي داملت هيڅ کوم زبر ځواک ته ندی تسليم شوی هر چا چې ددې غښتلي ملت سره دډغرو وهلو اوددي خاوري دنيولواوپدې خاوره کې داوسېدنکودسپکاوی اوياددوي سره ددښمنی تکل کړئ سرئي خوړلۍ خو برۍ ئي نه دی ترلاسه کړۍ .

دهيوادوتلۍ تاريخ پوه غوث خيبري وايي(( . . . دغه تاريخي حقيقت په ډير ښه ډول څرگندوي چې درې زره کاله مخکي پښتانه يوځواکمن قوم و اوگاونډيان مجبور وو،چې له هغوي سره دوستانه اړيکې وساتي اوله دښمنۍ يې ځان وژغوري .))

دغوث خيبری دپورته خبري دپخلی لپاره کيداي شي د يو آمريکایي محقيق بروس ريچاردسن وينا راواخلو ،هغه ليکي : (( . . . پشتون ها مردمان جنگجوومستقل هستندکه از لحاظ تاريخي سلطه وحکومت غير ازخود راقبول نکرده اند. آنها بر افغانستان مسلط بوده وبه اين کشور خصلت وکرکتر خاص خودرا ازعصر سکندر کبير تا ايندم حک کرده اند . ))۱

دافغانستان پخوانۍ تاريخي زمانه د(ويدي) له دورې ((۱۴۰۰)) قبل الميلاد څخه پيل کيږي . او داوستاتر دورې (( ۱۲۰۰)) قبل الميلاد پوري دوام کوي په همدغه وخت کې اريائيانو په بلخ کښي دکوچی توب له ژوند څخه په ځايي ژوند پيل کړی دي . ۲

مرحوم حبيبی صاحب هم دتاريخ مختصر افغانستان کتاب کښي ليکي : ((آريائيان درحدود ((۲۵۰۰)) ق ، م يک جمعيت بزرگ انسانان سفيد پوست درسرزميني که آريانا ويجه نام داشت ،ودر واديهاي شمال آموواقع بود،در حالت کوچی گري ورمه داري زندگی مي کردند وچون عدد ايشان فراوان گشت ،به صفحات جنوبی آمو وسرزمين باختر گذشته ،ودر دامنه هاي شمالي وجنوبی هندوکش ساکن شدند.اين مردم به سبب زيادت نفوس وقبايل ،هجرتی به شرق نموده وازدرياي سند به واديهاي وسيع هند شمالي گذشتند ،ومدنيت رادران سرزمين تشکيل دادند،که درچهار کتاب قديم (ويدا) منعکس است ،وبنابر اين آنرا ((مدنيت ويدي)) گوئيم ،که در حدود((۱۴۰۰)) ق ،م وجود داشت ،ودر همين کتابهاست که نامهاي برخي ازقبايل بزرگ افغاني مانند پکتها (پښتون) الينا مردم شمال لغمان ونورستان وغيره ذکر گرديده وما ميتوانيم وضع مدني وفرهنگی وزبان وحيات مردم قديم افغانستان راازاين کتب معلوم نمائيم ،وچهار ويد عبارتست از ريگ ويدا ،سام ويد ،اتهرواويد،يجور ويدکه قديم ترين همه ريگ ويدا است .ودرآن نامهاي بسا کوه هاومواقع جغرافی ورجال وپادشاهان وقبايل افغاني آمده است . ۳

په منځنۍ اسيا او ننني افغانستان كي هم د كوچيتوب پيدايښت لرغونو زمانو ته رسېږي. د زردشتي عصر په متونو كي د كوچي قبايلو او زردشتيانو تر منځ د دښمنيو ډېر بيانونه سته . داسي روايت لا هم سته چي كوچيو ساكانو د پارس ستر امپراتور (كوروش) ته سره لـه دې چي بېساري لښكر يې درلود، سخته ماته وركړه .

كوچي ساكان هغه قبايل دي چي په تخارستان، سيستان، اراكوزيا، مرغاب، ننګرهار او باميانو كي خپاره وو. كوشاني امپراتوري په همدغو ساكانو اړه لرلـه .

دافغانستان په شمالي او شمالي غربی ولايتو کښي دتاريخي اسنادو له مخې تر نوروسيمو ډير پخوا يوشمير اوسېدونکو دکوچيتوب له ژوند سره مخه ښه کړېده .مگر دټولو اقتصادي اوفرهنگی تغيراتو سره بيا هم تر اوسه په (( ۱۱)) ولايتونو کښي لکه (( بدخشان ، تخار ، بغلان، کندوز ، سمنگان ، بلخ ، جوزجان ، فارياب ، بادغيس ، هرات ،غور)) پښتنو دمختلفو قومونو کوچيان اوهمدا ډول تاجک ،ازبک ،ترکمن ، بلوڅ ،بختياری ، تاتار ، چارايماق ، عرب،پشه ئي ،گوجر ،جټ ،مغل ،جوگي اونور و ژوند کاوه چي يو شمير ئي اوس له منځه تللي اوياله شمالي سيمونه جنوبي اوشرقی سيموته کډه شوي دي . ۴

همدا ډول په لرغوني ارياناکي پښتون قوم تر ټولوځواکمن ولس پاتې شوئ دی ،بلخ (بخدی) ددې قوم اصلي ټاټوبی و اوزردښت يا زراتوشترا دپښتنو په همدې ټاټوبي کې نړۍ ته راغی ،دده پلار نيکه دبلخ پاچاهان پاتي شوي اوزردښت دشاه په کورنۍ پوري تړاو درلود. داچې زردښت خپل لقب ياتخلص پښتوټاکلی اوپه همدې لقب (سپين تمان) يې شهرت موندلی و،ددې خبري يوثبوت هم گڼل کېداي شي چې پښتو دبلخ دشاهی کورنۍ ژبه وه ،اوياخودې ژبې ددوي په نزد زيات ارزښت درلوداوپه لوړه سترگه ورته کتل کېدل . ۵

دغوث خيبري صاحب دالنډ مطلب ددې خبري داثبات دليل دي چې پښتانه کوچيان دهندوکش په شمال اوجنوب کې يوډول اوسېدل خو په راوروسته کې تودوورشوگانواوسيموته داسانه تگ په موخه ممکن دتگ راتگ لوري ئې داسي تغير خوړلۍ وي چې دهندوکش له جنوبي ورشوگانوڅخه په ژمي دپښاورپه لور او نوروتودوسيموته ځانونه رسول ،بله داچې دهيوادشمالي سيمه دپښتنويوه له اساسي ټاټوبوڅخه ده .

ښاغلي غوث خيبري د((پښتانه دساسانيانودواکمنۍ په وخت کې )) تر نامه لاندي ليکل شوې ليکنه کې ليکی چې : سيد بهادر شاه ظفر کاکا خيل په خپل کتاب ((پښتانه دتاريخ په رنا کې ليکی : غالبا ۱۴۰۰ کال تر ميلاد مخکي اويادهغه په شاوخوا وختونوکې دارغنداب په غره کي ،دسپين غره په شاوخواکي دگومل دغره دکونړدغره دکالاش دغره ،دسوات دغره اودسند هه دلمر خيتز تر کنارو پوري کوم خلک چې راغلي وو، او ميشت شوی وو هغه نسل آرين وو،هغوي پر بيلا بيلو قامونو وېشل شوی وو. دريګويدد شهادت پر بنسټ هغه پنځه قانونه وه ((کتها،سيوا،وېشانن،بهالانا،اينا) پدغوقامونوکې غوره قام پکتهاو،دغه قوم چې کومه ژبه ويل هغه پښتو وبلل شوه .

پښتانه دآريايانوله نسل نه يونامتواوننگيالی قوم دي دوي لومړی په بخدي کې اوسيدل اوله هغه لومړی ټاټوبي څخه دوي دهغه ځاي په نامه د(بخت ،پکهت ،پښت ) په نوم له خپلي زړې ژبې سره له ۱۰۰۰ نه تر ۱۴۰۰ ق م پوري دآباسين دغاړواودهيواد ختيځو غرونوته لاړل . دوي خپل دبخدی ،پکهت ،پښت نوم دخپلي زړې اوتاريخي ژبې سره يوځاي وساته اوتر اوسه هم په دغه نامه اوپه دغه ژبه مشهوردي . ۶

څرنگه چې تر لسمې هجری پيړی پوري دپښتنو ډيره برخه کوچيان وه ،کله چې موږ دپښتنو نوم اخلو دتاريخ په هکله یې خبري وکوو داپدې معنا ده چې موږ دکوچيانوپه هکله هم بحث کوو. له دې امله په هيڅ منطق اودليل عبوري کوچيان هم لکه غير عبوري کوچيان څوک له افغانستان اوافغانانوڅخه نشی جلا کولاي .

پښتنو اوددوي دژبې دتاريخ اوقدامت لپاره کېداي شي مخالفين د ويدا ، اوستا ،اونوروتاريخي کتيبو ته مراجعه وکړی .پسله هغه به پدې پوه شي چې دا وطن دچادی ،اوڅوک پکښي مسافر اوسی .

رابشو دېته چې کوچيان څوک دي اوکوم ډول اقتصادي اوټولنيز ژوند لري ؟

کوچيان څوک دی

کوچي هغه چاته ويل کيږي چي په ترور خيمو کي ژوند کوي ، دپسو او وزوپه روزلو بخت وي او خپلو څارويو ته د څړځايونو اوورشوگانو دپيداکېدوپه منظور دکال په مختلفو فصلونو کي له يوه ځاي نه بل ځاي ته کوچ کوي . کوچيان دکوچ او باروړلواو راوړلو په منظور اوښان هم روزي . کوچيان دژوند ټولي اړتياوي دڅارويو دمحصولاتودخرڅلاوله لاري پوره کوي .

کوچيان په انگليسي ژبه (Nomandes) )) په نوم يادشوی دي،په سويدني ژبه ورته نومادر (Nomader ) ، ديوناني (Nemein) له کليمي سره چي دڅرېدلو په معنا ده ارتباط لري .د کوچيانو دپيژندلو بيلگه هم دڅارويو څرېدل دی . په پښتو اودری ژبه کې هم له کوچيتوب سره دڅارويو روزل اوپوول ئې ځنگړې بېلگه ده .

د افغانستان په كوچيانوكي پښتانه، بلوڅ، ازبك، تركمن، قرغز، هزاره، فېروزكوهيان، جمشېديان او ايماق سته، خو يولوي اكثريت يې پښتانه دي . پښتانه كوچيان دوې ستري څانګي لري : دُراني او غلجي كوچيان .

دالفنسټن دبيان له مخې د دُرانيودقوم پوره نيمايي کوچيان اونور ئې کروندگر دي . ۷

ديادولو وړخبره ده چې دالفنسټن لخوادکوچيانو اوپښتنو په اړوند تحقيقات ډير پخوا شوی دي دزمانې په تيرېدواوپه ځانگړې توگه داورستيو ۳۵ کلنو کورنيو ناخوالواودجگړې دوام د دُرانيو اوغلجيو کوچيانوپه شمير کې لوي تغير راوست پدې معنا چې اوس دکوچيانو شمير دهغه وخت په تناسب چې نوموړی عالم څېړنې کولې که دنوروقومونودشمير له زياتيدو سره پر تله کړو ډير لږ شوی دی . زماددې خبري پخلۍ زموږ پياوړی ليکوال اوڅېړونکی ښاغلي معصوم هوتک په خپله ليکنه دکوچيان اودهغوي دتلو راتلو لرغوني لاري کښي کوی دتاريخ پوهانو دڅېړنو په حواله ليکې : ((په دُرانيو كي اڅكزيو او نورزيو د شلمي پېړۍ په دويمه نيمايي كي سوداګرۍ ته مخه كړه او مخ پر ښاپرونو ورمات سول . دوى زياركښ خلك دي او د كندهار په ښار كي يې په لږ وخت كي لويي لويي تجارتي كوټۍ تاسيس كړې او په كابل، هرات او مزار شريف كي يې د ليلامي مالونو لوى لوى ماركيټونه پرانيستل او د سوداګرۍ تر څنګ لـه محلي مځكه والو څخه جايدادونه هم رانيول )) ۸

الفنسټن د غلجيو د سيمي د پراخوالي په باب ليكي : ((دا به ډېره ګرانه وي چي د ټولو هغو وړو ناوو بيان وشي، كومي چي تر هندوكش او سپين غره پوري غزېدلي دي او يا د غرو ډډي او د پاسه هغه ساړه او تاوده ميدانونه مشخص شي، كوم چي غلزي يې كري". دى زياتوي " د غلزيو ملك د يوه داسي متوازي الاضلاع په شكل دى، چي اوږدوالى يې يو سلواتيا ميلـه او سور يې نژدې پنځه اتيا ميلو ته رسېږي . )) ۹

د غلجی کوچيانو لوى قومونه تره كي، ناصر، سلېمان خېل(دسليمانخيلو لويه پښه احمدزی ) دي چې بيا خپله پر (( ۹)) ښاخو ويشل کېږي اودهر ښاخ شمير ئي په زرهاو کورنی دي چې په لوگر ، پکتيکا ،پکتيا ،خوست دننگرهار اوکنړپه مربوطاتوکې اوسي خودسليمانخيلو دلوي قوم ډيره برخه په لوگر ، پکتيکا ،پکتيا ،خوست کې اوسی نور قومونه لکه تره کی ، خروټي ، هوتك او توخي هم کوچيان لري پدې قومونو کې دهوتکو شمير کم دی . تره کي چې زيات شمير ئي کوچيان دي دغزني اوزابل ولايت په مربوطاتوکې ژوند کوي اوملاخيل لوي اکثريت دااجرستان اوډير لږ دننگرهار اوشينوارو په مربوطا تو کې ژوند کوي . ۱۰

خروټي کوچيان دپکتيکا ولايت مربوطو سيموکې اوسی اوپه دوبې دافغانستان جنوب غربي ،مرکزي اوشرقی سيموته کوچ کوي . نا صر کوچيان دشمير له درکه ډير کم شوی دي زيات شمير ئې دننگرهارولايت په مربوطاتو او دسرخکان په سيمه کې اوسی ،يو شمير کورنۍ په دوبی دکنړ اولغمان اوحتا دپنجشيردروته هم کوچېږي . ديادولو وژده چي دناصرو قوم نه پوهېږم چې ولي پر دو برخو وېشل شوئ دی يوبرخه ئي تور ناصر اوبله دسروناصرو په نوم يادېږي . ۱۱

پښتانه كوچيان لـه لرغونو زمانو راهيسي د افغانستان دپامير دغرونه بياد اباسين د حوزې د پراخو ميدانونو تر منځ هر كال دوه ځله له يوه ځاي نه بل ځاي ته کډی کوي .

کوچيان دلنډی او اوږدې مودې داوسېدو ځاي ته مېنه وايي ،دټولوموسمونومېني اودتگ راتگ عنعنوي لاري ئې معلومي دي .

دابايد له پامه ونه غورځول شي چې کوچيان په عنعنوي لحاظ په ټول هيودکې داوړي اوژمي په موسم کې داوسېدوټاکلي ځايونه لري او د رمولپاره ئي څړځايونه معلوم دي .

متاسفانه په هيوادکې دکورنۍ جگړې ناورين لکه چې ټول هيواد گډودکړدکوچيانو ژوند ئي هم گډوډ کړ ، ددوي څړځايونه اوداوسېدوسيمي دجگړې په کلونوکې دځايي خلکولخوا ونيول شوې . همدا دليل دی چې اوس دکوچيانو اوپه مرکزي افغانستان کې دځايي خلکوتر منځ دهغو مځکوپر سر شخړې پيل کېږي کوم چې کوچيان ئي خپل عنعنوي مالچر گڼی ،مگر ځايي خلک اودزورخاوندان ئي خپل ملکيت بولي .

دکوچيانو په پخوانيو څړځايو کي اوس دمحلي زورواکانو لخوادکوکنارواويانوري غلې دانې کرل کيږي اوله بلې خوا اوس يوشمير افغان دښمنه ډلي اودهغوي رهبران نه غواړي چي پښتانه کوچيان دوباره دغوسيموته ولاړ شي ، اوهغه ځمکي چي د کوچيانو عنعنوی مالچر اومېنه وه دوباره هغوي ته پرېږدي . دکوچيانوسره ظلم اوددوي پر قانوني حق تيرۍ ددې لامل شوچې پدې شپږو کلونوکښي پښتنو کوچيانوزيات شمير کورنۍ دسمنگان ،فارياب، بادغيس، جوزجان، او بلخ له ولايتونو څخه اړشول چې د هلمند،کندهار،زابل ،فراه او هرات اوروزگان ولايت څړځايونو ته ولاړ شي .

کله چي دکوچي او يا پوونده کليمي مفهوم څېړو نو داټکۍ هم بايد په نظر کي ور سره ولرو چي دتاريخ په اوږدو کي څوک دکوچي په نامه نومول سوۍ دی . هرهغه چاته چي ديوه ځايه بل ځاي ته کوچ کوي کوچۍ نشو ويلاي .

زمو ږ په هيواد کي نور کوچنۍ قومونه لکه جټان اوجوگې هم شته ، هغوي افغانان دي ،له بدمرغه په يوه دولت کښې هم ددوي دژوندبدلون ته پاملرنه نده سوې ،ځکه هم تر اوسه ډيرسرگردان او زورونکۍ ژوندلري . ددغوقومونو دژوند د ډول ، دود ،دسترو او رواج تر منځ کاملا فرق شته . هر يو توکم په بيله ژبه خبري کوي او بيل کلتورلري . جوگي توکم له بخارا څخه راغلي او جټان د مرکزي اسياله لاري همدغه داروپايي څگانو سلسله ده که څه هم ځيني واي له هند يا هندي کشمير نه راغلي ،خو زه پدې باور يم چي دڅگانو څوکورونه دپخوا نيو شاهانو تر منځ په جگړو کي له روپانه مرکزي اسيا اوله هغه ځاي نه دافغانستان په لور را اوښتي دي او اوس دلته په افغانستان کې اوسي ، هغوي هم ځانونه افغانان بولي اوپه ټولواساسي قوانينو کښي دنوروميشتو قومونوسره برابرحق لري .گوجر هم هغه مهاجر دي چي په افغانستان کي داوسېدو لوي اوږد تاريخ نلري هغوي له هند نه اوځيني وايي له چين څخه ډير پخوا راغلي دي .

گوجر دبزو، آسانو اوغويو په روزنه بوخت دي . هغوي مځکي نلري په راورستو وختوکښې یې ډيري کمي مځکي دهيواد په شرقي سيمو اودبدخشان ولايت په شاوخاواکي پيداکړې دي . گوجر ،جوگی اوجټان پر خپله ژبه سر بيره په پښتو اودري (هغسي دري) چي په دوي کي مروجه ده خبري کوي .

دادري واړه قومونه په وړوترکاڼيو،اهنگريواولاسي صنايعو په توليد مصر و ف دي . دوي ډيرکوچني قومونه دي ،ددوي ډير والۍ ځکه مشکل دۍ چي دوي خپلي پيغلي بل چاته نه ورکوي او نه هم خپل ځوانانو ته دبل ټبر نه پيغله ودوي ، اونه ئې هغوي ودوي ته ورکوی . دهيواد دنوروقومونو دخلکو په انډول دژوند خواريواو ستونزو له دوي نه دشوق او عشق احساس اخيستی دۍ ، ځکه يي شمير کم دۍ حتا داسي امکان شته چي جوگيان او جټان به دوخت په تيرېدوسره په افغانستان کې ورک سي ،اوگوجربه لاتر يوه وخت پوري د يو وړوکي قوم په توگي پاته وي . دگوجرو اړېکي له پښتنو سره تر نورو قومونوښې دی ،کله چې پر دوي نور قومونه ظلم کوی په هغه وخت کي پښتنو ته پناه ور وړي . دوي تقر يبأ نيم ميشت قوم دۍ . ددغو پورته نومول سو قومونو خصوصيات يوهم په کوچيانو کي نشته ،د کوچيانو غوڅ اکثريت په پښتو ژبه خبري کوي اوخپله اقتصادي اړتيا يوازي دمواشيو دمحصولاتو له لاري پوره کوی ،اوبله بېلگه ئي داچي کوچيان دهيوادپه اقتصادکښي ستر رول او لوړ مقام لري دوي معين اقتصادي توکي توليدوی . پورته يادشوی واژه قومونه هيڅ وخت دکوچيانوپه اڅصائيه کښي نه دی شميرل شوی .

کوچيان نن سبا په خپله پرونۍ بڼه اوشمارکي نه دي پاتي شوې . دنور افغان نفوس په څير زيات شوی دي .

پښتانه کوچيان دهيواد دټولوکوچيانو(( ۸۹ ))په سلوکې دي اودهيواد دنفوسو ((۹،۹۵)) په سلوکي جوړوي

نور کوچيان دهيواد دټولو کوچيانو(( ۱۱ )) په سلو کي دي چي دهيودادنفوس ۱،۲۳ په سلوکي ((۳۶۹۰۰۰ )) تنه جوړوي . ټول کوچيان دهيواد دټول نفوس ۱۱،۱۸ جوړوی چې شمير ئي (( ۲،۳۵۴،۰۰۰)) تنو ته رسېږي

ددې احصائيې له مخې دهيوادټولواتباعو نفوس ((۳۰))ميليونه تنه گڼل شوی دي . ۱۲

البته دادمحترم واک صاحب نظر دي مگر که لږ حه وړاندي دکوچيانو رښتيانۍ شميره واي نودابه څرگنده شوي واي چې په تيرو ۳۵ کلونوکې دکوچېانوپه اسلی شمير کې کمښت ليدل کېري .

دکوچيانوپه اړوندښاغلی محمد معصوم هوتـك د((کوچيان او د هغوى د تلوراتلو لرغونې لارې )) د خپلي ليکنې په دوهمه برخه کې ليکی :

پښتنوكوچيانو لـه لرغونو زمانو راهيسي نه يوازي د مالونو د روزلو لـه لاري، بلكي د سوداګری دشيانو د وړلو- راوړلو لـه لاري د سيمي په اقتصاد كي مثبته برخه درلودلې ده . دوى د هند، منځنۍ اسيا او ايران تر منځ د تجارتي مالونو په لېږدولو كي ستره ونډه درلوده. دا چي ولي دوي دې کارته مخه کړيوه محترم معصوم هوتک ليکي : ((علت يې يوازي مادي ګټه نه، بلكي نور عوامل هم وو.

۱ / دا چي د هند، منځنۍ اسيا او ايران تر منځ تجارتي لار ي لـه افغانستان څخه تېرېدلـې .

۲ / تجارتي كاروانونو هم پر هغه مسير تګ راتګ كاوه چي د كوچيانو كډي او رمې به په كال كي دوه واره ورباندي تېرېدلې .

۳ / د كوچيان په شمېر زيات وه، زړور اوجګره مارخلك وه، وسلـه يې درلودلـه ځکه د لاري غله له دوي نه ويرېدل . همدغو عواملو د دوى كوچيتوب ژوند ته سوداګري ور ننه ايستلـه . ۱۳

هر څومره چي اقتصادي اجتماعي ،سياسي اوفرهنگی مناسبات پر مخ ځي دعلم اوتخنيک څخه داستفادي بڼه وده کوي په هغه اندازه دكوچيانو پر ژوند هم ژور اثر ښندی اوددوي دميشت كېدو هڅه پياوړې كېږي ،داپروسه په نړيواله کچه دنړی په نوروسيموکښي هم دهغو ولسونودژوند چې دکوچيانو په دود ژوند لري ورته اغېزې ښندی .

په افغانستان کې هم دكوچيانو دژوندبڼه ددې سيمې د يوه خاص اقتصادي او اجتماعي دور محصول دى . سره له دې چې دوخت په تيريدوسره ډيرکوچيان په همدی جغرافيايي چاپيريال کښي ميشت شول خوزيات شميرلا اوس هم دکوچيتوب ژوند ته دوام ورکوي .

افغانستان په نړيواله کچه ديو زراعتي اومالداري هيواد په نامه شهرت لري ،له همدي امله په ورستيو ((۸۸)) کلنو کې هر چا چي دحکومت واگي ترلاسه کړي دخپل دولت په پروگرام کښي ئي دزراعت په څنگ کښي دمالداری ودي اوکوچيانوژوند ته دجدي پاملرنې خبره کړې ده .

دافغانستان په اقتصادی وده کښې کوچيان د پاملرنی او ستايلو وړ برخه لری، تر ډيري مودې دولتونه دې ته اړدی چې دکوچيانوژوند اومالدارۍ ودې ته ځانگړې پاملرنه وکړي . همدوی دی چه د ژوند د سختو حالاتو سره يی بيا هم دافغانستان په صادراتو کی دوړيواوڅرمنواوکورنی بازار کې د غوړيو ،شيدواوقرتوبرخه ځانته ځانګړی کړی د ه .

اخځليکونه :

۱ / غوث خيبري په افغانستان کې توفان . ۱۶۱ مخ .

۲ / پروفيسور ډاکتر گلجان ورور وردگ ،دپښتانه په شمال کي . ۳۱ مخ

۳ / علامه عبدالحۍ حبيبی تاريخ مختصر افغانستان . ۷ او ۸ مخونه

۴ / پروفيسور ډاکتر گلجان ورور وردگ ، دپښتانه په شمال کي . ۶۰ مخ

۵ / غوث خيبري په افغانستان کې توفان . ۱۶۱ مخ

۶ / دښکلامجله لومړی کال .دريمه گڼه .۹ مخ

۷ / معصوم هوتک دکوچيان اودهغوي دتلو راتلو لرغوني لاري . اوله اودوهمه برخه

۸ / همدا اثر

۹ / همدا اثر

۱۰ / همدا اثر

۱۱/ همدا اثر

۱۲ / محمد انعام واک .فډراليزم ،دعوت ۱۴۴ او ۱۴۵ پر له پسي گڼه ۴۳ مخ

۱۳ / معصوم هوتک دکوچيان اودهغوي دتلو راتلو لرغوني لاري . اوله اودوهمه برخه

۱۴ / دعوت مياشتنی ،۱۷۱ ۱و ۱۷۲ پرله پسي گڼه . ۹ مخ

,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

 

کوچيان دافغانستان داصلی وارثينوپه توگه

دريمه برخه

حبيب الله غمخور

۲۰۰۷.۱۲.۱۴

که پښتون دی که تاجیک که هزاره دی

دا يې خاوره دا يې کلی دا يې کور دی

ستا د پاره به همدا خبره بس وي

چې د خاورې قدر نکړې مخ يې تور دی

دليکني سر کې مې هم دغه ټکي ته اشاره وکړه چې دنړی په زيات شمير هيوادوکې انسانانو دکو چيتوب مرحله تيره کړېده اوپه ځينو کې تر اوسه يوشمير خلک دڅارويوپه روزنه مصرف دی . اودخپل ژوند اړتياوي له دې لاري پوره کوی . دبېلگې په توگه منگوليا تر اوسه دکوچيانودهيوادپه نوم شهرت لري ،په روسيه ،قزاقستان قرغستان اوترکمنستان ،سويدن رومانيا اوبلغاريا هيوادو کې تر اوسه زيات شمير کورنۍ دڅارويوپه روزلو اخته دي .

په افغانستان کې پښتانه کوچيان دهيواد دنوروکوچيانوپه پرتله لويه برخه جوړوي ،اوکه دکوچي علمي تعر يف په نظر کې ونيول شي نوتر ډيره بريده داپښتانه کوچيان دي چې ددې تعريف دمفهوم سره ورته ژوند لري . ددې لپاره چې په افغانستان کې دپښتنو شمير راکم کړئ دډير بيگانه پرستوپه سترگوکې همدا پښتانه کوچيان اغزۍ دي . ځکه دوي په خپلو پښتون دښمنه ليکنو کې که له يوې خوا دټښتنوپر خلاف تبليغات کوي اودرو غجن مطالب خپروی ددې سره په څنگ کې په روان کال کښي چې د بهسودو ولسوالی کې دکوچيانو اوځايي خلکوتر منځ دڅړ ځاي پر سر عادي شخړه پېښه شوه ،نوسمدلاسه دغوبېگانه پرستو دهزار گانودحقو قوددفاع تر نامه لاندي په کوچيانو اوپښتنو پسی پښې رالوڅی کړې اوپه دروغجنو تبليغاتو اوبې بنياده ليکنوئې پيل وکړ . ټولوپه يوه خوله په خپلو ليکنو کې چې په مختلفوافغان دښمنه سايټو کې خپرې شوې اوياخپرېږي ددي لپاره تلاښ کړئ چې له يوې خواپر پښتنو نارواتورونه ولگوي په يوه اوبله بڼه ئې سپک کړی اوله بلې خوا ليکي چې کوچيان افغانان نه دي اودوي دافغانستان اتباع نشي گڼل کېداي .

زه ئي دوعدې سره سم دوې بېلگې راوړم نوري ټولې ليکنې همدا ډول دي ځکه دټولو يادونه ډډه کوم چې له يوې خوائې ستاسو دوخت ضايع اودبلې خوادهغوي دشهرت لامل بولم .

د دعوت په پرله پسي ۱۴۸ ۱و ۱۴۹گڼې په ۱۰ مخ کې مي داکتر عنا يت اله شهراني دنظام اينده سياسي افغانستان په نامه ليکنې توج جلب کړه . هغه سره لدې چې په خپله بې بنياده ليکنه کښي ئي دافغانستان لپاره دپرديوپه مشوره اوگډه همکاري څوجغرافيايي نقشې جوړې کړې . اوافغانستان ئي پر څو زونو وېشلئ .

لومړۍ شهراني افغانستان پر ۷ ايالتونو اوبيا ئې پر دريو ايالتو وېشی لکه :

لومړی / خراسان : په هغه کې هرات ،فراه،نيمروز،غور ، روزگان غزني ،باميان،زابل تر کابل ،کاپيسا اوپروان پوري يو ايالت بولي .

دوهم / د ترکستان : دبدخشان ،تخار،قندز، بغلان،پلخمري ،سمنگان ،بلخ ،جوزجان ،سرپل ،ميمنه اوبادغيس . د ايالت په نوم يادوی .

دريم / پښتونخوا : هلمند ،کندهار ،پکتيا ، پکتيکا، خوست ،لوگر ،وردگ ،ننگرهار ،کنر ،لغمان بي ايالت دی . ۲

له پورته طرحو اوڅېړن ليکونوڅخه له ورايه څرگندېږي چې دوي څه غواړي ؟ اوکوم خوبونه وينې ؟ کله چي داخوبونه رښتيا نشي اوياددوي په مقابل کښي افغانان له نفرته څخه ډک غبرگون ښکاره کړی له دوي نه لار ورکه شي . ځکه خوهم دوي عبد الرحمن خان ته تر اوسه په قهر دي . دهغه گناه داوه چي دافغانستان په شمال کښي ېې ملکتوائيفې قدرتونه ړنگ کړه اوټول ئي د افغانستان په يوه واحدد تشکيل کې سره راټول کړه.

دغه اوسنۍ افغانستان هغه افغانستان دی چې عبد الرحمن خان جوړ اودلته ئي دمرکزي حکومت بنياد داسي کښېښود چې دده تر مرگ وروسته دده زوي ،بيالمسی اودادی تر اوسه دغه يومټی اوواحدافغانستان په توگه دمځکي دکري په نقشه کې ځاي لري .

پدي هيله چي زمادپورته څو جملونه بل ډول تعبير ونشي لکه ديوبېگانه پرور ليکوال چي پدې ورځوکې کښي دپښتنو ضد يوه ويب پاڼوکې پخپله يوه لېکنه کښي چي ده ورته تاريخي څېړنه ويلې وه ليکي وه چې (( احمد شاه بابا دافغانستان بنسټ جوړونکی نه دی . . . بلکه عبدالرحمن خان دی )) .

احمد شاه بابا پرحقه دافغانستان مؤسس اوبنياد گزاردی دهغه رول اونقش داوسنی افغانستان په جوړېدو کښي دډبري نقش دی له هغه انکار يوازي ليونيان اوددي هيواد دښمنان کولاي شي .

ډاکتر صاحب نورالحق نسیمی لکه ددوي نور انډيوالان کټ مټ دشهراني دنظر پيروي کوي .

عنايت الله شهراني په خپله ليکنه کې کوچيانوپه اړه ليکی : (( يکي ازمشکلات اساسي افغانستان عبارت ازکوچيها ميباشدکه آنها در خاک هاي افغانستان ، پاکستان وايران نظر به شرايط اقليمي حيات بسر ميبرند، ودرين مدت جنگ در افغانستان تعداد زياد کوچي ها مستقر شده اند . کوچي ها بايد خود را متعلق بيک مملکت بدانند،ونميتوانند درسه مملکت متذکره در احصا ئيه داخل شده وازحقوق خود برابر باديگرباشنده گان اصلي حقوق مطالبه نمايند .اين مردم دراحصائيه ها ،به اکثريت واقليت ساختن نقش عمده اي رابازي کرده اند. . . . ۳

دهمدې ليکنې لپاره دلومړی ځل لپاره دمالمو مرکزی کتابتون ته ولاړم هلته مې يو وخت يوکتاب ليدلۍ و غوښتل مي دهغه کتاب نه هم استفاده وکړم . هغه کتاب يوبل چا اخيستۍ و،دپلټلوپه وخت کې مي يوبل کتاب چې په ۱۳۸۲ ل کال چاپ شوی او ډير ښکلۍ عنوان ئي لاره ( شناسنامه افغانستان .دبصيراحمد دولت ابادي ليکنه ) تر سترگو شو. ددي کتاب په ليدو ډير خوښ شوم . په زياته خوښۍ مي داکتاب راواخيست ،کله چې مي د ليکنې لپاره داستفادې په خاطر په لوستلو پيل وکړ ،هغه متل مي راپيداشو چې وايي((دباران څخه ولاړشوم تر ناوې لاندي کښېنستم)) . له بدمرغه داکتاب هم په همغه له عقدو ډکواحساساتوليکل شوی دی .زه نه غواړم اوس خپل وخت ددې کتاب پر څېړلو ضايع کړم .دکوچيانوپه اړوندپدې کتاب کښې دليکل شوی مطلب څخه تاسو درانه لوستونکی له ورايه پوهېږي چې بهرنيانو (ايران اوځيني شمالي گاونډيانو ) زموږ دهيوادپه تاريخ پسي څومره پښې رالڅی کړې دي ،څومره غلط اودروغجن شيان خپروي .

ددې کتاب په ۶۹ پاڼه کې دکوچيانوپه اړوند داښاغلی ليکوال ليکې :

کوچي ها وقبايل آزاد سرحدي

((اين قشر ازجامعه ،دايم درسفر اند ،زيراهرکجاآب وعلف ديدند رمه رادرآنجا مي برند(رمه متشکل است است گوسفند ،شتر بز وحيوانات اهلي ديگر ،ولي بيشتر به جمع گوسفندوبزاستعمال مي شود) چه بسا اينکه گاهی حتي کشت زارهاي مردم رانيز مي چرانند که از اين بابت مردم هزاره جات دل پرخونی دارند. اينها ازتمام امورکشور بری الذمه اند،عسکری نمی دهند وماليات ندارند. قبايل آزاد سرحدی که عمومأ درجنوب ومشرقی زندگي مي کنند نيزاز عسکري وماليات معاف اند وگاهي دولت ها حتی به آنها معاش هم مي دهند.)) ۴

دابې خبره پدې نه پوهېږي چې آزادقبايل چيري ژوند کوي ؟ دجنوبي اوشرقی ولاياتواوسېدونکی ماليه ور کوي اوکه نه ؟ اوله بلې خوقصدأ کوچيان اوآزادقبايل يوشان يادوی . پدې هم نه پوهېږي چې دهيوادغيري عبوري کوچيانوتل خپل ځوانان دعسکری دمکلفيت دقانون له مخې عسکری ته لېږلې . داچي دتابعيت تذکره نه ده وېشل شوې پدې کښي دکوچيانو اوجنوبی سميمودخلکو کومه گناه نشته داددولتونو اوحکومتونو گناه.

ماته ددي ليکنې لپاره دموادودراټولېدو په پروسه کې دايوځل بيا جوته شوه چې يوشمير خرڅ شوی انسانان په څومره ښايسته اوحق په جانبه الفاظو اوجملو پدېهيواد کې دپښتنو دسپکاوی اودقومونوتر منځ اختلاف راپيداکېدوته لمن وهی . دکتابونو،مجلواو ويب سايټو کې دخپرو شويو ليکنو په لوستلوسره دداسي کسانودليکنو سره مخامخ شوم چي ځانونه ليکوال اوپوهان بولي خوکله چې ئي سړۍ ليکنه لولې دعالم اواگاه سړی ترڅنگ هم نه وي تير شوی .

پدې ورستيو دريو لسيزوکې په ځانگړې توگه د شورويانوتر ير غل وروسته بيا تر اوسه يو شمير پلورل شوی په ډاگه وايي چې په افغانستان کې پښتانه پرناپښتنودحکومت کولوحق نلري ، يعني غواړي جلا خوب لېدلۍ حکومت ولری . ددې نظر پيروان چې يو شمير ئي پرونی انترناسيونالستان اوچپيان دي ، ددي لپاره چې دپښتنوسره خپله دښمني څرگنده کړی اوددې هيواد تاريخي دښمنانوته ئي په صداقت خدمت کړی وي دروغجن اسناد خپروی . ددوي سره په څنگ کې په هزارو شريف قوم پوري مربوط يوشمير سياسي سوداگروچي په ايران کې ايرانی اخوندانو په (( ۹ )) ډلوکي راټول کړی وه اوپه چپ بلاک کښي هم څرگنده ونډه درلوده پدې ورستيوکښي دهزاره گانودحق ددفاع تر نامه لاندي دفدراليزم اويادفاع از حقوق هزاره واقوام کوچک تر نامه لاندي ډول ته چې دپردولخوا ږغول کېږي سر ښوروی .

ديادولو وړده چي دايران اوسنی چارواکي له هغه ورځي چه په ايران کښي واک ته رسېدلي خپلو اډيالوژيکي اوسياسي موخوتد درسيدو په خاطر په افغانستان کښي دهر اړاخيزه لاس وهنوڅخه لاس نه دی اخيستي . په مختلفو بېلگو (په ايران کې تربيه شوملايانو لخوادتبليغاتونه نيولې ،دکتابونواورسالوتر رالېږلو،زموږ په فرهنگي اومذهبی چاروکې دخپلونوکرانوپه وسيله دلاسوهنو آن تردې چې اوس ئي په درې ژبه پسې هم را واخيسته اوديومشهور ايراني سريال ((چهار خانه )) دخپرېدوپه طرڅ کې ئي کرغېړني موخې راڅرگندي شوې .

دشوروي يرغل ددوي لپاره دير ښه امکانات برابر کړه تر څوپه افغانستان کې دمذهبي اړيکوپه پلمه دپراخي لاس وهنې امکانات برابر کړي . هلته ئې ((۹)) تنظيمونه جوړکړه اوتر اوسه ئي روزی اودهغوي دسره داړيکوپر بنياد ددوي دلاس وهنو لړی همدا اوس بيا دامريکا اونوروبهرنيودشتون تر نامه لاندي دوام لري . دوي دفر هنگي مرستو،اوپه اصطلاح دافغانستان په بيا جوړونه کښي خپلې کرغېړني موخي پر مخ بيايي ،تر لمر څر گنده ده چې دوي دوه مخۍ سياست کوي په يوه لاس کې ېي قران اوپه بل کې توره سده .

هيواد وال پدي خبر دي چي له ايران څخه افغاني مهاجرينودايستلوتر نامه لاندي ئي خپل روزل شوي اوحتا ايرانيان افغانستان ته رادننه کړل ،چې دغه کسان به دوه کاره کوي .

اول : ددوي دڅارگريو اداروته به دخبرتر لاسه کېدو ټول امکانات برابروي .

دوهم : ايران ته په څيرمه سيمو کښي به ځاي پر ځاي کېږي .

له دې کارنه هم دوي موخې لري :

۱ / دامريکا لخوا پر ايران باندي دممکنه حملې په صورت کښي به دوي سپر اويا به په افغانستان کې دننه دهرج اومرج دراپيدا کېدو لامل گرځې ،که ضرورت شوله همدي ځايه به پر امريکادحملې لپاره ټول امکانات پيدا کوي .دا کار ايراني چارواکو دهغه پلان له مخې شوې چي دامريکا دممکنه حملې پر ضد دپوځي او اجتماعي دفاع په نامه يادېږي . داپلان ماله روسی ژبې ژباړلی ډير ژر به ئي خپور کړم .

۲ / کله چې دوي دايران پولوته څېرمه ځاي پر ځاي وی په هغه صورت کې به له يوې خواايراني چارواکي په افغانستان کي بر لاسي وي اوله بلې خواکه چيري په افغانستان کې ايران دښمنه ځواک حکومت ترلاسه کوي داسيمه به دوي دايران څخه دسپر په توگه کاروي . ايران دخپلو رالېږل شويو په ظاهر افغان هزارگانوپه نامه دغوته دنده سپارلې چي له هرات نه بياتر کندهار پوري دلويي لاري پر يوه اوبل طرف دښتو کې کورونه جوړ کړی دابه دايران لپاره دورېښمو دکاروان هغه لاروي چي دوي به هوساتر مرکزي افغانستان پوري رسوی .لنډه دا چې په همدې دليل ئې يوازي په هرات کې نږدې ((۵۰)) زره کورنيو ته دافغانی هزارگان نوتر نامه لاندي هدايت ورکړئ چې هلته ځمکي واخلي ،کورونه جوړ کړی اوورځنيز کاروبار پيل کړی . متاسفانه پدي هکله ټول چوپ دی . دولت خو بېله دېنه دايران په مقابل کښې کومه معنيه سياسي ستراتيژی نلري .نور سياسي گوندونه ،ملي شخصيتونه اوپوهان هم دې ټکی ته جدی پاملرنه نه کوي ،پدي باور لرم چي يوه ورځ به بيا ناوخته وي دايراني چارواکولخوا په افغانستان کې ددايمی نفوذ دپراختيا لپاره همدا اوس په ټول قدرت اوتوان استفاده کېږي .

دفدراليزم اوافغانستان دويش طرفداران ځکه غواړي په دروغجنو اوجعلې اسنادوسره کوچيان دخپل پلارني وطن څخه جلاکړي . شهراني اوددي لاري ټول پلويان په دې خبره ترهرچا ښه پوهېږي چې کوچيان يوازي دموسم په مختلفو وختو کښي دخپلو څارويو اورمودروزلو لپاره له يوه ځاي نه بل ځاي ته کډه کوي ،خوحقيقت دادی چې کوچيان په ايران اوپاکستان کښي هيڅ وخت ځانونه دهغو هيوادو اتباع نه دي بللې . شهرناني صاحب اوور سره ملگری ډاکتر اونوردي دا اسناد ښکاره کړي چي دکوم هيوادپه احصائيه اويادبلل کوم هيوادله سياسي ،اقتصادي اوحقوقي امتيازاتونه کوچيانوگټه اخېستي ده ؟

له بدمرغه ديوشمير بې وطنه اوبې گانه پرو له پاره په افغانستان کې دپښتنو اکثريت دمنلو وړنه دی ،ځکه تل دخپلو درغجنودلايلودثبوت لپاره دا دليل راوړی چې که دکوچيانودنفوسو شميره دافغانستان داتباعو له احصائې نه منفي شي پښتانه تر نوروقومونو ډير لږ دي . خوکه له دغوسره يوه لحظه هم بيله کوچيانوسر شميرنه وشي دهغو قومونوشمربه لږ وي چې دوي ورڅخه دفاع کوي ، دشرم وړخبره خوداده چې خپله ټوله انرژی ددي لپاره چې دافغانستان دبيارغاوني ،سولي اوملي يووالی په لار کې مصرف کړي شپه او ورځ پدې هکله فکر کوي چې څنگه وکولاي شي ثابته کړه چې پښتانه تر نورو قومونولږ دي اوياددي ځاي اصلي اوسېدو نکی ندي ، همدلته دهمدغه ښاغلي شهراني ديوې اوږ دې ليکنې ((تاريخچه نژادها و اقوام در افغانستان)) لومړی کرښی ته ستاسو پاملرنه را اړوم ، هغه ليکي :

پشتونها: ((با آنكه تاريخ قوم پشتون نسبتآ كهن ميباشد ولی يك تاريخيكه بتواند اصولآ آنها را به يك شخص كهن تاريخی متصل سازد، موجود نيست.)) ۵

دلته مي دپياوړي تاريخ پوه محمد اعظم سيستاني صاحب هغه له ملي غروراوعبرت نه ډکه خبره راپه يادشوه چې له نن څخه درې کاله پخوا ئې يوه داسي افغان دښمنه دسنگ شکن ترنامه لاندي ديوې ليکلني په ځواب کي د((تاملي بر يکي دونکته ازمقاله سنگ شکن )) مقاله کې ليکلې وه : (( . . . مگر مرويس خان هوتکي يک پشتون نبود که سه صد سال قبل بدون تحريک دحمايت شمال وجنوب از همين ((مثلث قبايل پشتون )) بر ضد سلطۀ دولت سفوي قيام کرد ودولت مستقل ملي رادر قندهار تا اصفهان گسترده بود؟ ۶

يادونه : دسنگ شکن په نامه يوچادپښتنو پر خلاف د((پاکستان پشتونها وطالبان )) تر نامه لاندي ليکنه کړې وه چې دهغې ليکنې په يوځاي کې راغلی وه :(( مثلثي که پشتونها در ان زنده گي مينمايد هيچگاه کشور مستقلي از خود نداشته است )) . ځکه نو سيستاني صاحب ور په گوته کړه چې په سترگو ړوند شي دا چې مرويس نيکه دومره ارته پاچاهي اويالوي احمد شاه بابا دافغانانو پراخه امپراتوري جوړه کړه دا څه وو؟؟ نوربيا

اخځليکونه :

۱/ هوسۍ مجله لومړی کال دريمه گڼه ۱۵ مخ

۲ / ډاکترعنايت الله شهراني دعوت په پرله پسي ۱۴۸ ۱و ۱۴۹گڼې په ۱۰ مخ

۳ / همدا اثر

۴ / بصير احمددولت آبادي،شناسنامه افغانستان ،۶۹ مخ دايران چاپ اودکتابخانه ملي ايران مربوط نمبر ۱۱۹۷۹۷ – ۸۱ م

۵ / عنا يت الله شهراني .لومړی فصل : تاريخچه نژادها و اقوام در افغانستان

۶ / کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني ، تاملي بر يکي دونکته ازمقاله سنگ شکن

۷/ حبيب الله غمخور ،کوچيان څگان نه دی ليکنه

...........................................................................................................................................................................................................

 

د کوچيانو د ژوند څرنگوالی اوستونزي

د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده

په کابل او پيښور کې افغان يو دی

حبيب الله غمخور

دسمبر ۱۹ .۲۰۰۷

څلرمه برخه

درنو هيوادوالو! دابرخه داختر په شپه ليکم ،ځکه موږ اختر نلرو ،اختر به هغه وخت وی چي زموږ په سوځېدلي اودبم اوريوتر باران لاندي وطن کې دتوپ خوله اودجنگی اودالوتکو وزرمات شي . ماشوم مو وخاندي ، اومورته ووايي مورجاني پلارته مي ووايه چي ماته له بازار نه داختر کال راوړي ،اوپېغلوټې ورږ غ کړی ،مورجانی نکريځی ئې هيري نشي . خواوس له يوي خوا لوږه تنده ،بيکاری دنرخونواسمان ته ختل اوله بلې خوا،په تروريستانوپسي دگرځيدواودهغوي دځالودله منځه وړلو په پلمه له کليو ،اوښارونه داور لمبې پورته کيدواختر په غم ولاړه .هرچيري چې دجگړې داورلمن مخ پر پراخېدو وی له هغه ځايه اخترونه اوخوښۍ کډه کوي،غم مرگ ،درد ،ژړااو وا ويلا ئې پر کور ميلنه وي .

خوکه دکوم چا اختروی اويا وايي دنياپه اميد خوژل کيږي دلوي اختر په مناسبت خپل دزړه له کومی مبارکی اونېکي هيله وړاندي کوم . دستر استاد پژواک پدي شعر به ئي پيل کړم چې وايي :

خلک وايي چې راغلی بيا اختر دی داپه چا باندي اختر دی خداي خبردی

په تيرودريو برخو کې موپر دي بحث وکړ چي کوچيان اوپه ځانگړې توگه پشتانه کوچيان څوک دي ،دکال په بېلا بيلو موسمونوکې په کوموسيمو کښې اوسي ،دوي دافغانستان اصلي اوسېدونکي ،اتباع دي ،دټولو ميشتو قومونوسره برابر حقوق اومسوليتونه اومکلفيتونه لري . دامې په څوکرښو کې جوته کړه چې څوک او ولې دپښتنو اوپښتنو کوچيانوسره دښمني لري .

پدې برخه کې به داقتصادي اوټولنيزو اړېکوپر بنياد دکوچيانو د مختلفو ډلوپه هکله او همدا شان دکوچيانو دستونزوپه هکله لنډ معلومات وړاندي شي .

کوچيان ددوي د ژوند دڅرنگوالي له امله پردريو ډلو وېشلاي شو :

اول : عبوري کوچيان ،دا هغه کوچيان دي چي دمنی اوژمي په موسم کي دپاکستان په لوردکرښي نه هاخوا تلل او په دوبي دهيواد داخلي ورشوگانو اوعنعنوی څړ ځايونوته چي دډيرو پخوا زمانو راپدې خوا ددوي دورشو گانوته چې د پنجشيرله درې نيولې ،دهندوکش دغروسلسله بيا داسي د پغمان غرونه ،دباميان ،غزني ،زابل ،دايکنډي ، روزگان ،کندهار، هلمند ،فراه ،هرات ان ترغور اوچخچران دجگوغرنوپه درو اولمنو کې ئې کږدی درولې . کوچيان داوړی مېنوته سيا بندوايي يعني (سوړ ) ځاي . داډله کوچيان په عمومي ډول يوازي مالداری دي بل په هيڅ ډول کرهڼيزکارمشغول ندي .دوي دکال په اوږدوکې دوه ځله خپله څومياشتنۍ مېنه بدله وي . يعني په اوړې کې سړو ځايو اوپه ژمی کي تودوسيموته کوچ کوي . دکوچيانودلارو اومېنوپه هکله وړاندي بحث شوی ځکه ئي دتفصيل څخه ډډه کوم . داخبره ديادولو وړبولم چي دمرحوم داودخان دحاکميت تر نړېدو وروسته بيا دعبوري کوچيانودکرښې ها خوا تگ راتگ بند شو،ځکه ډير ژرددولت پرخلاف جگړه پيل شوه اوجگړه ددې لامل شوه چې دکوچيانوپه ژوند کې جبرأ يوډول تغيرات راولي . يعني پسله هغه مورعبوري کوچيان په هغه عنعنوي بڼه چي پخوا مودرلوده نه لرو. يوازي دپکتيا،پکتيکا اوخوست ولايتونودځېنو سيمو دکوچيانو رمې ممکن دکرښی نه تيري شي . نور په هغه لويه پيمانه چې کوچيان دژمی په موسم کې له کرښې (ډيورنډکرښه ) نه پوري وتل اوس نه تيرېږي .

دوهم : غير عبوري کوچيان ،دا ډله کوچيان هم په اوړي او ژمي کي دهيواد په دننه کښي له شرقي سيمو نه تر مرکزي اوجوبي غربي او غربي سيمو پوري تگ راتگ کوي . داټکۍ ديادولو وړدی چې عبوري اوغير عبوري کوچيان ټول پښتانه دی پدې ډله کوچيانو کښي دنوروقومونواستازي نه لېدل کېږي ،تنهاپه نيمه کوچيانوکې پر پښتنو سربېره دنوروقومونواستازي شته . داډله کوچيان هم دخپل ژوند اړتياوي يوازي دخپلو څارويو دمحصولاتوله لاري پوره کوی . دعبوري اوغير عبوري کوچيانو محصولات .غوښی ،شيدې ،مستې ،غوړی ،وړۍ اوپوستکۍ دی . دوي په زياته پيمانه وړئ توليدوی ، دکورنی جگړي تر ناورين وړاندي په زرهاو ټنه وړۍ اوپوستکۍ بهرنيو بازارودهغه جملې پخوانی شوروي اتحاد،انگلستان اونوروهيوادوته لېږل کېدل ددغومحصولاتوڅخه په داخل کې هم يوه اندازه استفاده کېدل . نيمه کوچيان بيا پر پورته توکوسربېره دقرقل پوستکۍ توليدوي ،هغوي هغه مېږي روزی کوم چې دبچو پوست ئې دقرقل په نامه يادېږي ،همدا ډول دهيواد په شمالی ،مرکزي اوشمالي غربی سيمو کښي قالينې ،کمبلې اوشالونه اوبدل کېدل ،البته اوس داکار په کمه پيمانه تر سره کيږي . دافغانستان څخه په زرهاو دقرقل پوستکي اوپه زرهاومتره مربع قالينې اوکمبلې بهرته په ځانگړې توگه لند ن ته صا ديرېدلې . ددي توليداتوکچه دومره جگه وه چي دسوداگرۍ په وزارت کښي ئې دقرقل اوقالينو دصادراتوپه نامه لوي رياستونه درلودل . له بده مرغه په افغانستان کې دقدرت پر سر دپرديوپه لمسون جگړې لکه چي ښارونه له کنډوالوسره برابر کړه دکوچيانودالا سته راوړني هم له خاوروسره خاورې شولې . همدا اوس زموږ دهيواد دشمالي ولاياتو يوزيات شمير کورنۍ چي دغاليواوکمبلوپه اوبدلوکې زيات مهارت لري په پاکستان کې دپاکستاني سرمايدارانو لپاره غالۍ اوبدی ،ددوي دلاس محصولات له پاکستان څخه دافغاني غاليوپه نامه بهرته صادريږي . زموږ دسوداگرۍ اوصنايعو وزارت دغفلت اوبېگانگۍ په خوب ويده دی . په دولتي کچه ددغوکورنيو دهڅونې اوراستنېدو لپاره هيڅ ډول پروگرام ترلاس لاندي ونه نيول شو. هغو کورنيو چې هوس وکړۍ وطن ته راغلل چې گويادلته به ارام ژوند وکړی ډير ژر دهوس له خوبه رابيدار اوبيرته ئي پښې خپلې کړې پاکستان اوايران ته ولاړل .

فکر کوم پسله ډيرو کلونو دلومړی ځل لپاره سږکال به ددسمبر پر ۲۸ نېټه دچين په هيوادکې د بیچینگ اود المان دهانور په ښارو،همدا ډول دنوي عيسوی ۲۰۰۸ کال دجنوري پر ۲۸ دآمريکادلاس ویگاس په ښار کې نندارې ته وړاندي کېږي . داپداسي حال کې چې تر اوسه دافغانانو پلاس ابدل شوی غالۍ ((۹۷)) دپاکستانی غاليوپه نامه نړيوالوبازاروته صادريږي . ۲

دريم : نيمه کوچيان : دا هغه گروپ کوچيان دي چي نيمه کورنۍيې په وړي کي دڅارويو سره دغرو لمنو ته ځي اوهلته په توروکيږديوکي ژوند کوي ،البته دعبوري اوغير عبوري کوچيانو اودنيمه کوچيانودکيږديوپه شکل اونوردود اودستور کې فرق شته .ددغو کوچيانونيم کور پر خپل ځاي پاته وي اوهلته په کروندگری مصرو ف وي . دا ډول کوچيان اکثره دافغانستان د شمالي او شمالي غربي ولايايتونو په مربوطاتو کي ژوند کوي .

د نيمه کوچيانوپه ډله کښي دپښتنو،ازبکو ،بلوڅو ،ترکمنو ،قرغزو،فيروز کوهيانو،جمشيد يانو او ايماقو اونور قومونواستازي شته چې دهرات ،بادغيس ،غور،فارياب ،قندز،سرپل ،سمنگان ،جوزجان،کاپيسا ، بغلان،او بلخ دولاياتو په مربوطاتو ژوند کوي . دغه پورته يادشوی قومونه يوازي په خپلو سيمو کې له کليونه رمې اوگلې دغرولمنوته بيايي او څومياشتي دهمدغوسيموپه غرو رغوکې تيروی اوپه منې به بيرته خپل اصلي ټاټوبي ته راگرځيدل . داکوچيان هم دخپلو عنعنو، دود اودستورپه ساتلوکې زيات زيار باسي کوښښ کوی خپل تاريخي ټولنيز مناسبات دپخواپه دود وساتی . ددوي کړو وړ واولباس اغوستلو کې دتمدن دتاثيراتو بېلگې ډيري کمی ليدل کيږي .

د شمالي افغانستان د كوچيانو دكوچ مسير په بېلابيلو ولايتونو كي مختلف دى . د مثال په توګه ازبك او تركمن كوچيان په ژمي كي په بلخ، جوزجان او فارياب كي اوسي، خو دوبى د بابا غره په شمالي برخو كي تېروي .

ددغوکوچيانواقتصاد دمالداری اودکرنې پر محصولاتو ولاړدي . ددغوکوچيانو ځيني کورنۍ دغاليو او کمبلوپه اوبدلوکښي هم ځانگړی مهارت لري دهيواد دشمالي ولاياتو نيمه کوچيانوزيات شمير کورنۍ څاروي يوازي دقرقل دپوستکو لپاره روزي ، دهيواد په شمال کي داسحاق زيودقوم مربوط کوچيانو لويه برخه اوسي .

ديادولو وړده چې گوجر،جټ اوجوگی دکوچيانوپه احصائيه کې ندي شميرل شوی ځکه اوس جوگي او جټو مواشي دلاسه ورکړی اودلاسي صنعت دلاري دژوند احتياجات پوره کوي ،دگوجروکورنې په بدخشان او يو شمير ئي دهيواد شرقي سيموکنړ اونورستان ته کوچېدلي هلته اوسی . ددوي لږ شمير کورنۍ دوزو په روزلو اخته دی اونيمه کوچيتوب ته ورته غوندي ژوند لري . دوي له دغو وزوسره دموسم له مخي له يوځاي نه بل ځاي ته کوچ نه کوي هر چېږي چې اوسي هلته دغه څاروي ساتی ځکه دوي ته دکوچيانوپه يوه ډله کې هم ځاي نشي ورکول کېداي .

دهيوادپه شمالي اوشمالي غربي سيمو کښي معمولأ غير عبوري اونيمه کوچيان اوسېږي . چې غير عبوري کوچيان دمېږو ،وزو او اوښانو په روزنه او نيمه کوچيان بيا دقرقل پسونو ،وزو،آسونو،اوښانو په تيره بيا بخدی اوښانوپه روزنه مصروف دي اوله دي لاري خپل احتياجات پوره کوي . ۳

همدا دشمالي سيمودنيمه کوچيانو برکت دي چې زموږهيوادپه نړی وال بازار کښي دقرقل پوست له درکه لوړشهرت لري اودرې لسيزي پخوا په زرهاو دقرقل پوستکۍ بهرنيو بازاروته دخرڅلاو لپاره لېږل کېده . له بدمرغه پدي ورستيو کښي چې په افغانستان کې دقدرت پر سر جگړو زور واخيست اوبهرنيو تيريوته ئي پراخه زمينه برابر کړل ، په ټول هيواد دهغه جملې نه په شمالي او شمالي غربی ولاياتو کشي تر هر چا زيات کوچيانو ته ډير زيان ورسيد اوخپله څاروی ئې له لاسه ورکړه . همد ا دليل دی چې اوس زموږ هيواد دمالداری دمحصولاتو صادرات بهرته نلري ،دقالينو اوکمبلو توليدات ۹۰ په سلو کې راټيټ شوی دي .

دعبوري کوچيانو دوړي د موسم او غير عبوري کوچيانو دژمي او دوبي څړځايونه يا ورشو گاني دڅوسو کلو نو راپدي خوا معلومي دي چي دهيواد له شرقي سيمو شروع بيا تر مرکزي سيمو ،جنوب کي کندهار ،زابل ،هلمند ،فراه ،اوغربي تر هرات اوبادغيس پوري په بر کي نيسي .دعبوري کوچيانو لوي قوم احمدزي کوچيان دي چي (( ۹)) څانگي لري . ناصر،دولتزي ،اتمانزي ،سينزي ، عرب ،تر ه خيل،دېگان او دشرقي سيمو ملاخيل کوچيان هم په ژمي دپيښور په لور کوچېدل . داجرستان ملاخيل بيا دننه په هيواد کي تگ راتگ کوي . تره کي او اندړ کوچيان هم له ډير پخوا نه دکرښي څخه دتېرېدونه مخ اړه ولۍ ، دهيواد په داخل کي په دوبي سړواو ژمي تودوسيمو ته راگرځي . دا کوچيان ټول له يوه مخه پښتانه دي ټول پسونه ،وزي او اوښان ساتي . دکوچيانو دنورزو او اڅکزو قومونو زياته برخه دکوچي توب دژوند نه لاس په سر سول يو شمير يي سوداگر ي ته مخه کړه او يوشمير نور يي دارزگان ، کندهار او کرښي نه هاخوا سيمو کي ميشته سول . دې ټکی ته بايد پاملرنه وشي چي تر اوسه دکوچيانو هيڅ يوه قوم اوياوړې ډلي هم ددولتي پروگرام دپلي کېدوپه پايله کې دکوچيتوب ژوند دلاسه نه دی ورکړی ،اونه هم ددوي په ميشته کيدوکي دولتي پروگراموکوم رول لاره ، دوي خپله ددوي په ژوند کې دځينو تغيراتوپه پايله کې دالار ځانته غوره کړه،فکر کوم عمده لامل به يې له ډيرو پخوا زمانوراپدې خوا دتجارت او يا دتجارو دمالونو وړل راوړل وي چي دوي ئي هم دې لاري ته وهڅول .

دکوچيانو دا افسانوي ژوند چي په ښو ورشوگانو او دنگو دنگو غرونو په لمنو کي تيرېده زياتي ستونزي يې اوناخوالی ئې هم له ځان سره لرلې . دوي تر اوسه دسواد، روغتيايي مرستو ،پاکو اوبو ،درملو اونورو هغو شيانو څخه محروم دي کوم چي دانسان دژوند دپايښت لپاره ستر ارزښت لري .

کو چيان چي دقيق شمير يې هيچاته ندۍ معلوم داټکل پر اساس ددوي شمير له دونه تر دريو ميليونو پوري رسېږي ،پدي وروستۍ لعنتي کورنۍ جگړه کي تر بل هر چا زيات زيانمن سول؛ دغه (( ۲۹))کالو جگړې په سلهاوو زره کوچيان له څارويو نه خلاص کړه . هغه کسان چي همداوس څاروي نلري غواړي څاروي او توره کږدۍ ولري ،اوخپل پخوا نۍ ژوند شروع کړي ،خو متاسفانه ددولت لخوا دکوچيانو دژوند دبيارغوني (اعادې) لپاره هيڅ ډول مالي اومادی مرسته ونه شوه چي دوي څاروي رانيسي او ژوند ته دوام ورکړي ؛ دوي ته تل هغه وعده ورکړه سوې ده چي وايي (( بزک بزک نه مر ،جوي لغمان ميرسد )) . دپرديوپه پيسو په کليو او ښاروکي څه ناڅه کارونه تر سره کيږي ولي دهيواد دا څوميليونه انسانان چي دنورو هيوادوالو پشان مستحق دي او ځانگړي پاملرني ته اړتيا لري دټولو چارواکو هير اودبيا رغونې له پروسې بېرون ساتل شوی دي .

ټولو حکومتونو دکو چيانو سره د مرستي ،دهغوي ماشومانو ته دليک لوست دذده کړی په خاطر دگرځنده او ثابتو ښوونځيواوهمدا ډول ليليه ښوونځيودجوړولو،گرځنده کلينيکونو،په ژمنيو او دوبنيو څړځايونو کي دموقتي روغتونو جوړولو په دغو څړ ځايونو او ددوي پر عنعنوي لارواو تم ځايو باندي دژوروڅاگانو دکيندلو او بلا خره دهغوي دميشته کولو دومره وعدي ورکړه سوی دي چي يوه يي لاتر اوسه نده پلې سوې .

زه نه پوهيږم چي اوس دقومونو او قبايلو وزارت ،دکوچيانو رياست او دکوچيانو شوراپه څه مصروف دي ؟ددې ادارودکار درک په مطوباعاتوکښي نه منعکس کېږي اونه هم زموردمډيا ژورنالستان دهيواد دورځنيو ولي حياتي مسايلو سره علاقه نيسی .دهيواد حالات دومره گرم دی چې ټول ژورنالستان ئي دخپل نغری پر شاوخوا ساتلی دي .

فکر کوم په دغه لنډه تشريح به دا ښاغلۍ او نور چي کله کله کوچيانو ته توهين کوي ،کله يي پاکستانيان بولي او کله ئې دتابعيت د حق څخه محروم گڼي ، پدي ټکی سر خلاص سوۍ وي چي کوچيان دافغانستان دپښتون غيرتی قوم يوه برخه ده کوم چي دژوندددوام اوڅارويو دروزلولپاره په مختلفوموسموکې له يوه ځاي نه بل ځاي ته دتگ راتگ کوي اوهرچېري چې ئي زړه وغوښتل هلته خپله کيږدۍ .

ټيټ مي بوله غورځنگ راباندي مه کړه زه په دې افتادگۍ کي لوي گړنگ يم

دکوچيانو ستونزي :

کوچيان زموږ په هيواد کې تر ټولو بې وزله خلک دي چې ددولت اوبهرنيو ټولنو جدي پاملرنې او اساسی مرستوته اړتيالري .

تر هرڅه وړاندي بايد دا څرگنده کړم ترکومه ځايه چې ما يوه موده دکوچيان دکار دولتی دنده پرغاړه درلوده ځكه دكوچيانوپه اړوند څه نا څه معلومات لرم اودهغوي په ستونزو پوهېږم .

د کورنيوجگړوپه كلونو كې كوچيانو ته ډېر زيان ورسيد، دغه كډه پر سر او محروموخلكو د ژوند په هره برخه كې له حد نه زيات زيانونه وليدل . هغه وخت چې دپردوپه لمسون دکورنۍ جگړي داورلمبې اسمان ته پورته کېدې دحكومت ضد ځواكونو به دکوچيانو له كېږديو څخه دپټن ځاي په توگه ګټه اخيستل، حكومتي او شوروي ځواكونوبه هم د ټوپك، توپ، ټانك او الوتكو له لارې كوچيان تر اورلاندې نيول ،له دوي نه ورکه وه کومې خواته مخه کړي ،البته تنظيمواوبهرنيانوهم دکوچيانوله پاکواحساساتونه دجگړې ددوام په موخه گټه اخيستې ده ، ترکومه ځايه چې دوي تل له يوه ځاي نه بل ځاي ته کوچ کاوه په غرو،شلو، او دښتو کښي ماينونه ښخ وه ،ددغو ماينونولومړنی قربانيان کوچيان اودهغوي څاروی وه .

هغوي دجگړې له امله بېځايه شول ،څړځايونه ئې د ما ينو نوکرونده شوه اويامحلي واکدارانوخپل ملکيت وگرځاوه ،دتگ راتگ لاري ئي په ماينو فرش شوې ، دمځکي له لاري ددولت مخالفينو اودهواله لاري ددولت لخوا په ړندو غونډارو ويشتل کېده ،دالړئ ترهمدا اوس هم روانه ده . دهيواد په جنوبي اوشرقی سيمو کې پر کوچيانو دطالبانو دپنډغالي په نامه ړندې بم اورۍ کيږي اويا ددوي پر لارو ددواړو خوانه ښخ شويو ماينو قربانيان کيږي .پدې دريو لسيزوکې کوچيانوزيات شمير څاروي په ماينونو کې دلاسه ورکړه .

که څه هم دبن دتوافقاتوپر بنياددجوړشويوحکومت لخوا کوچيانوته هم دنوروځايي خلکو پشان ډير ي وعدې ورکول شوی دي ،مگر متاسفانه تراوسه دكوچيانو لپاره کوم ځانګړى اقتصادي اوټولنيز پروګرام نه تر سترګو كېږي . داسې ښكاري چې د افغانستان په بيارغاونه او نړيوالو مرستو كې كوچيان بې برخې دی ،ځكه چې كوچيان ثابت كور،ښوونځى، روغتون، پل، سړك، باغ، ځمكه اوكارېز نه لري، چې څوك يې په بيارغاونه كې مرسته ورسره وكړي. داچې ددوي دتگ راتگ عنعنوي لاري له ماينوپاکې شي اوياددوي درمودور شوگانواو موسمې تم ځايوغم وخوړل شي اويادتگ راتگ پرلارو داوبودڅښلولپاره ورته کوهی (څاگاني )وايستل شي ، دگرځنده کلينيکونه اوښوونځۍ جوړی شی ،اوله دوي سره دڅارويوپه روزنه اودنسل د اصلاح په برخه کښي اقتصادي اوتخنيکی مرستي وشی متاسفانه دټولواړونده چارواکوهيردي .

يو تريخ واققيت خو دادی چي دکوچيانوسره دميرېزی ورورکړنه کېږي ددوي ورځنيزوستونزودهوارئ لپاره کومه مرسته نده شوې دوي همدا اوس له زياتوستو نزوسره لاس په گريوان دی ،دبېلگې په توگه دروان ۲۰۰۷م کال دمی دمياشتي پر ۲۳ نېټه دپژواک دخبری اژانس دخبرپه حواله دهرات کوچيانو شکايت درلود چي دوي دمړودښخولوځاي نلري په هغه هديره کې چې ځايي خلک خپل مړی ښخوی کوچيانوته اجازه نه ورکوي . ۴

تاسو قضاوت وکړی دنړۍ په کوم هيواد کې موليدلې چې ديوهيواد اتباع دخپل مړی دښخولوځاي نلري ؟ ددوي گناه داده چي دوي کوچيان دي .

زموږدهيواد کوچيان داسي ستونزي لري چي بايد دولتی اړونده چارواکی دهغو دحل لپاره ژر تر ژره اړين اوجدي گامونه پورته کړی .

۱ / اقتصادي ستونزی : د افغانستان مركزي سيمه او د هندوكش لمني لـه لرغونو زمانو راهيسي د كوچيانو د دوبي څړځايونه اورشوګاني وې . غرنيو كليوالوپدې ورستيو څو لسزو کې چي هرې خوا دجگړي داور لمن پراخيږي دموقع نه په استفادې سره دخپل چاپېر دغو دولتي دښتونو اوڅړځايونو ته د خپل ملكيت په سترګه گوری ، دغه علت و چي اوس کوچيانو ته ددوي دعنعنوي اوتاريخي څړځايونو نه د استفادې حق نه وركوي . پدې مځکو کښي اوس کوکنار اونورې غلې دانې کرل کېږي اودزوردخاوندانوپلاس کښي دي .

دولت مکلفيت لري دكوچيانو پخواني څړځايونه بېرته دوي ته وركړی ،دهېواد په بيارغاونه كې د دوى ژوندته هم جدې اولازمی پاملرنه و شي ، په ټولواړونده وزارتونوكې بايد دكوچيانوسره دکار په اړوند ځانګړى ادارې جوړی اودکوچيانوپه ژوندکې دمثبتوتغيراتوراوستلولپاره ځانگړی پروګرامونه په نظر کې ونيول شی . دجگړې ناورين له بلې خوا دورستيو کلونو وچکاليو له بلې خوددوي ستونځی لاپسي پېچلي کړي دی ،کوچيان دېته اړشول خپل څاروي وپلوری . تر کومه ځايه چې زمور هيواد دمالداري پراختياته اړتيا لري اړينه برېښی چې دکوچيانوسره دڅارويواودهغوي دنسل په اصلاح کې لازمه مرسته وکړی . دکوچيتوب دوباره احيا اودکوچيانوسره اقتصادي مرستی به زموردهيواد داقتصاد نيمه ناخواله اونېمگړتيا پوره کړي .

د افغانستان په اساسي قانون کي د ټولو افغانانو حقوق برابر ګڼل شوي دي . كوچيان هم افغانان دي، دافغانستان اتباع دي، په افغانستان كې د استوګنې حق لري . ، داساسي قانون له مخې دولت اودولتي چارواکي ددوي په مقابل کي مسؤليت لري چي له بدمرغه تراوسه ئي هغه ندی ترسره کړی .

داساسي قانون په ۱۴ ماد کې پدې اړه ددولت دمکلفيتو په هکله راغلي : دولت د كرنې او مالدارۍ د پراختيا، دبزګرانو او مالدارانو د اقتصادي، ټولنيزو او د ژوند د شرايطو د ښه كولو او د كوچيانو د ميشتولو او د دوي د ژوند دسمون لپاره د دولت د مالي توان په حدودوكې اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي.

دولت مستحقو اتباعو ته د استوګنځاى د برابرولو په منظور او دعامه ملكيتونو د وېش لپاره د قانون له حكمونو سره سم او د مالى امكاناتو په حدودو كې لازم تدبيرونه نيسي . ۵

دافغانستان دبيا جوړونې په پروگرام کې بايددکوچيانو دژوند ټولو اړخونوته دځانگړی پلان له مخې په ټوله کوچې نشينو سيموکې دکوچيانودژونددبسيا ينې ،دهغوي دمحصولاتو دزياتېدو، هغوي محصولاتو ته دخرڅلاو بازار پيداکېدو او ورځنيزو ستونزودحل لپاره ځانگړې پاملرنه اومعين کارونه پيل شوی واي ،چې متاسفانه کوچيان لکه چي سرگردانه ژوند لري ،همداسي ددولتي چارواکوهم دعيش اونوش په سرگردانيو کښي له ياده وتلې دی.

که کوچيان پدې بڼه دکوچي توب ژوند دلاسه ورکړی يعني داچي دژوند ستونزی ئي اړباسي چي هر څه پرېږدی دابه په هيوادنۍ کچه لويه غميزه وي ،اودهيوادپر اقتصادبه ناوړه اغيزه وښندي . ځکه په اقتصادي لحاظ افغانستان يوکرهڼيز اومالدار هيواد دی ،زموږ دهيواد داقتصاد هم له دغوبرخو(کرهڼه اومالداری) نه جوړدی . په افغانستان دصنعتی توليداتويوازي يوه ،دوي وړې بېلگې شته نور زموږ هيیواديو مصرف کونکی هيواد دی اودنړيوالوتوليدشوو توکو دخرڅلاو بهترين بازار دی . پدې شرايطو کې ډيره اړينه اوحياتي ده چي دافغانستان دکرهڼي اومالداري پر مختگ ته ځانگړې پاملرنه وشي . ښه به دا وي که دافغانستان کرۀنه ،مالداري اوصنعت يوځاي پراختيا وموی ،پدې صورت کښي به موږ دصنعتي توليد زيات خام توکی خپله ولرو.

دادتاريخ جبراويوطبعي اصل دی هر څومره چي په يوه ټولنه ياهيوادکښي اقتصادي ، ټولنيز اوسياسي مناسبات پر مخ ځي،دتوليدوسايل نوی کېږي ،نوی توليدي مناسبات ټولنه تر خپل سيوري لاندي راولي په هغه اندازه دهغې ټولنې دوگړوپه اقتصادي ،سياسي ټولنيز اوفرهنگی چاپيريال کي تغير راځی ترکومه ځايه چي کوچيان هم زموږدټولني يوجزگنل کيږي اوپه شکل دشکلونوتر دغو تاثيراتولاندي راځي طبعي ده چي دكوچيانود مېشته كېدوهڅه هم پياوړې كېږي اوددوي تمايل هم دښاري ژوند په لور راماتېږي ،همدا لامل دی چې اوس دکوچيانو يوشمير په معينوسيمو کې دمشت کيدولار خپله کړې ده .

۲ / سياسي برخه کي :

پدې شپږوکلوکې يوځل بيادکوچيانوبدمرغۍ له هغه راپيل شوه چې ددوي دژوند برخليک دهغوپلاس کښيوت کوم چې له بهرنه راغلي او يوازي دقومی تړاو له مخې دتوروکيږديودکوچيانو استاز يتوب پداسي حال کښي کوی چي يوه ورځ ئي هم پدې توره کيږدۍ کې نده تيره کړې . دسړې هغه قيصه ورپيادېږي وايي : دظاهر شاه په وخت کې يو ورځ دارگ بغل ته دکارگرانو لاريون (مظاهره ) تيرېده،کارگرانو شعار ورکاوه چي زموږ تنخوا بايد ډيره شي ،زموږ اولادونه ډوډئ اونوردژوند اړين توکی نلري . ددې لاريون کونکو اواز د ارگ تر جگواوپلنو ديوالو تېر شو،دپاچايوه زوي دخپلې مور نه پوښتنه وکړه چې دابيرن دڅه شي اوازونه دي ؟ مور ئي وويل مظاهره ده وايي ډوډی نلرو، زوي ئي سمدواره وويل مورې چې ډوډۍ نلري خوکلچې دې وخوری .

نه پوهېږم چې دغه له بهرنه راغلي دکوچيانوتش په نامه استازي لکه نور جگپوړی چارواکي به څنگه وکولاي شي دزورېدلو اوکړېدلوکوچيانوپه اقتصادي ،ټولنيزواوسياسي ستونزو پوه اوهغه درک کړی ؟ ښه به داوه چي دکوچيانودمختلفوقومونو له سپين ږېرو اومشرانو څخه دکوچيانوشورا جوړه اومشرتابه ئې دهغوي له خوا ټاکل شوې واي . اوله همدې شورا له لاري ددولت مختلفواړونده ارگانو له کوچيانوسره اړيکي نيولي واي اود هغوي دستونزودحل لپاره ئي دهغوي په مرسته کوټلي گامونه اوچت کړی واي . متاسفانه داهغه ارزوده چې ددولتي چارواکوڅخه دهغه دسرته رسېدو غوښتنه اوس خوب اوخيال دی .لکه نور هيوادوال چې له يوې ورځې نه بلې ته په وعدو اوشعارو ساتل کېږي ،له کوچيانوسره ترهغه بدتر برخوردقانونی بڼۀ لري .

په پارلمان کې کوچيانوته خپله رښتيانۍ ونډه ورکړی :

دکوچيانوپه اړوند دکره شمېرنې دنشتوالي له امله په ولسې جرگه کې کوچيانوته د (( ۱۰)) تنو استازو دلرلو حق ورکړه شوی ،مگر که چيري کره شميرنه شوي واي په پارلمان کې به ئي داستازو شمير له دېنه ډير واي . اړينه داوه چې په پارلمان کې کوچيان ته دمرحوم نجيب الله دحاکميت ددوران دپارلمان سهميه ورکړه شوې واي .

داچې کوچيانوته په ولايتي او ولسوالی شوراگانو کې کوم استازی دوي ته په نظر کې ندي نيول شوی تر يوه حده پر ځاي خبره ده ځکه چي عبوري اوغير عبوري کوچيان له يوځاي نه بل ځاي ته دکال په مختلفوموسموکې تگ راتگ کوي اړينه نده چې دولاياتو اوياولسواليود شوراگانوپه کچه هم استازي ولري .

. دآي ډبليو پی آر په يوه خبر پانه کې راغلی وه ،کوچيان دڅارويو لپاره څړځايونه ،کلينيکونو او ښوونځيودنشتوالی سره مخامخ دي ،خودایی نه وه ليکلي چي دولت ولي ددغو ستونزودحل لپاره اقدام نه کوي . ۶

كوچيان د تېر وخت په څېر نن هم هغه ستونزې لري لكه پرون چې يې درلودې . دوى د افغانستان په ليرې پرتو سيموكې ژوند او تګ - راتګ لري، نوموړو سيمو ته تر ډېره حده د افغانستان ددولت دمخالفينو لاس رسېږي . د دوى په اړه د حكومتونو بې پروايي به د دې لامل شوى، چې دکوچيانو غوڅ اکثريت به د افغانستان د حكومت له ملا تړنه لاس واخلي . نوپه نتيجه كې به كوچيان يوځل بياد افغانستان د حكومت او ائتلافي ځواكونو له خواد طالبانو او القاعد ه د شبكې سره د ملاتړ په تور دالوتكو دبمباريواوځمکنيوتر سختو او وژونکوحملو لاندي راشی .

پدغو شرايطوکي چې هرې خوادبدامنۍ کمبله غوړېدلې ده دکوچيانودڅارويواودکورنيودامنيت دخوندي کېدولپاره که نورڅه نه کېږي دومره خو وشي چې ددوي دتگ راتگ لاري له ماينو ښخولونه په امان کې پاته شي اوبهرنيان پدې وپوهول شي چې دکوچيانوپر مېنه اوتوروخيموبيله دينه چې دهغې مېني له مشر سره خبري نه وی شوی ځمکنی اوهوايي حمله ونشي .کوچيان هغه خلک دي که څوک ورته په درنه سترگه وگوری دوي هيڅ وخت دچاسپکاوئ نه کوی اوددولت پرخلاف خوځکه نه دريږي چې له بدمرغه دوي په خپل ټول ټبرکې دسواد څښتن نلري نوپردوي ئې کوم فرق نشته چي په کوم وزارت کوم شخص کار کوي ،خو دوي دومره غواړي چې ديوه انسان اوددي هيواد اتباع په سترگه ورته وکتل شي . ولې که ئي بيا څوک ازار کړئ ،بيادي نو خداي څوک دکوچيانو له قهره ساتي . داهغه جنگيالئ اوغيرتي قوم دئ چي پر ټانگ اوتوپ مخامخ ورځی مور ئې دشيدو ورکولو په وخت ماته اوشاته تگ نه دی ورښودلۍ .

له کوچيانو مې هم داهيله ده چې په هيڅ نامه اوجامه هغوته اجازه ورنکړئ کوم چې په توره کيږدئ کښي ددوي شتون زموږپرکېږديوددولتی اويابهرنۍ ړندوغونډارو داورېدو لامل شي .

ددې لپاره چې دکوچيانو رښتيانۍ شميره معلومه شوې وي ددولت مکلفيت لري دکوچيانود نارينه او ښځوته هم دتابعيت تذکره توضع کړی .

داساسي قانون په دوه وېشتمه ماده کې راغلي چې :

دافغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعيض او امتياز منع دى.

د افغانستان اتباع دقانون په وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري. ۷

نوبيا ولي دکوچيانوسره دميرې زی ورور اويا په غربی اصطلاح ددوهمې کټگوری يادرجې خلکو په کچه برخورد کيږی ،اوکه رښتيا وويل شي داپورته ذکرشوي ماده په زياتو اساسي قوانينوکې راغلې ده ،مگر دکوچيانوسره دتبعيض اوتعصب له مخی کړنه شوې .

هغه کوچيان چې څاروی ئي له لاسه ورکړی همدا اوس دمختلفو جنگی ډليودښکارپه لوموکښي بند پاته دی اويابندېږي ،داځکه کوچيان دبل کار سره بلد نه دی ددې لپاره چې دا دپاک اوسپېڅلی زږه خاوندان دکورنيو اوبهرنيوترهگروښکار نشی اويا ئي دژوند اړتيا دېته مجبور کړی چې دخپل فاميل داقتصادي ستونزودحل لپاره په هر کار لاس پوری کړي اړينه ده چي دځانگړی پلان اوپروگرام له مخي داډله خلک تثبيت اودلنډمهاله حرفوی کورسونوکښي تر روزنه لاندي ونيول شي اودسالم کار امکانات ورته برابر شي .

پدې بايد دولتي اوددوي بهرنۍ ملاتړی پوه وي چي په افغانستان کې ددغو نا امنيو مخه يوازي په جگړه ايزوکارونونشی نيول کېداي ،اړينه ده چي پوهنيزاواقتصادي پروژي پلي شي . وگړی اوپه ځانگړې توگه ځوانانو ته دلنډمهاله اواوږدمهاله تعليماتو اوتحصيل اوتر هغه وروسته دکار امکانات برابر شي داکاربه تر څه وړاندي داوسنيو ناخوالو کمبله ټوله کړی .

۳ / دښوونې او روزنې په برخه کې : دافغانستان داساسي قانون په دريڅلوېښتمه ماده کي ويل کېږي :

زده كړه د افغانستان دټولو اتباعو حق دى چې ترثانوي دورې وړياددولت له خوا تاْمينېږي.

دولت مكلف دى چې په ټول افغانستان كې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده كړو د تاْمين لپاره اغېزمن پروګرام وضع اوتطبيق كړي او د مورنيوژبو د تدريس لپاره په هغوسيمو كې چې پرې خبرې كېږي لاره هواره كړي. اوڅلورڅلوېښتمه ماده کښې وايي :

دولت مكلف دى د ښځو د زده كړو د توازن او پراختيا په منظور، دكوچيانو دزده كړو د ښه والي اوپه هېواد كې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيق كړي. ۸

مگر کوچيان له دغه حق نه تر اوسه پوري محروم پاته دي ،دولت دښوونې اوروزنې په برخه کې دکوچيانوپه هکله لازمه اوعملي کړنلاره نلري . ددې لپاره چې دنالوستوب اوجهالت کمبله دکوچيانو له ټاټوبی نه ټوله شي اوکوچيان لکه دهيواد نور اتباع حق اوامکانات پيداکړی په دولتی اوعلمی څوکيوکښې په کوچيانوپوري مربوط ځوانان ونډه ولري اړينه ده چې :

الف : دکوچيانو لپاره په هغو ولاياتوکې چې دکوچيانودوبنۍ ياژمنۍ مېني دي ليله ښونځۍ جوړې شي .

ددوي لپاره دهيواد په دغو ولاياتولکه (( بادغيس ،هرات ،فراه ،هلمند کندهار ،زابل ،غزنی په مرکز نو اود اجر ستان په ولسوالۍ ،لوگر،کابل ،پکتيکا ،پکتيا ،خوست،ننگرهار،کنړ ،لغمان ،پروان ،بغلان ،سمنگان او کندز )) کي که ليليه ښونځۍ جوړي شي تر ډیره بريده به دکوچيانوپه منځ کښي دبيسوادی پر خلاف جگړه يامبارزه بريالي پر ولاژه شي . ډير پخوا دلوگر په ولايت کې دکوچيانو ليليه ښوونځۍ وه متاسفانه د۱۳۵۷ کال نه راوروسته هغه هم له منځه ولاړل اودروازي ئي دکوچيانودماشومانوپر مخ وتړل شوې .

ب : ددوي لپاره ګرځنده ابتدائيه ښوونځی جو ړې شي .

ماډير پخوا اوريدلي وه چي دحکومت لخواڅواړونده وزارتونوته دنده سپارل شوي وه چي دکوچيانو دماشو مانولپاره په ځينې ولاياتوکې دابتدائيه ښونځيو دجوړيدو لاري چاري وسنجوی .مگر متاسفانه ددي کار کومه پايله معلومه نشوه . موږ نه پوهېږوچې دغو اړونده وزارتخانودکوچي ماشومانودغه ستونزه په کومه بڼه لرې کړه ؟ ترکومه ځايه چي داروپانه زه دکوچيانوسره اړېکی لرم اودهغوپه اړوند لکه دټول هيوادپه کچه حالات څارم ،هغوي له دولتې ټولوارگانو څخه سرټکوی او وايي موږ ددوي لپاره بېگانه يو،هغوي يعنی دولتي اړونده ادارې اوکارمندان ئي موږته دافغان په سترگه نه گوري.

هيله مند يم چي دښونې اوروزنی اوسنۍ وزير صاحب زموږ ددې غيرتی اوربړېدلي ولس دماشومانوستونزه حل کړی اوپه همدانږدې ورځوکښې چې د هالنډ،سويډڼ اوناروي هيوادونو لخوا دښوونې اوروزنې له وزارت سره په مالي (( ۴۶ ))میلیونه مرستوکښي کوچيانو ته هم ونډه ورکړل شي ،اوددوي دماشومانوپر مخ دگرځنده اوثابتو دښونځيودروازې پرانيزي . ۹

البته داټکی بايد له نظر ونه غورځول شي چي کوچيانوته ځانگړې ښونځۍ جوړې شي ،داستونزمنه ده چې دوي دځايي خلکوله ماشومانوسره يوځاي درس ووايي .

دکوچيانوداخبره چي وايي موږ هم ددغه هيواد اتباع يواوددغه هيوادپه ساتنه کې مو برخه اخيستې له همدې امله موږداخپل حق بولو هم هغه شان چې حکومت دنورو له پاره دښوونی او روزنې اوعالي تحصيلاتوزمينه برابروی موږته دي هم آسانتياوي برابري کړی ،ځکه نالوستوب کوچيان په دولت کښي دونډي نه محروم کړي دي ،اوهم له تمدن څخه ليري ساتل شوی دي . په هره اندازه چې کوچيان اوپښتانه دتعليم اوتحصيل نه محروم پاته شی په هغه اندازه به پدې هيوادکې سوله ،امنيت اوددې هيواد بياجوړونه له مختلفو چلنجونواو گواښونو سره مخامخ وی ، اودهيواد کورنی اوبهرنی دښمنان به په ډيره اسانۍ سره خپلې ناولو اوکرغېړنو موخو ته رسېږې .

داهم يوتريخ حقيقت دی چي يوشمير افغان دښمنه تلاښ کوي دکوچيانوماشومان له تعليم اوتحصيل نه شاته پاته شي ،ترڅوله يوې خوادپښتنودالويه برخه دليک لوست نه محرومه پاته وي اودبلې خوادهيوادپه سياسي ،اقتصادي ،اجتماعي اوفرهنگی جوړښت کې کوچيان دتل لپاره محروم پاته شي .متاسفانه دغه ټکی ته ډيرکسان نه متوجه کيږي اونه هم ددې ستونزي اوناخوالي پايلي سنجوی .

۴ / روغتيايي مرستی : دنومبر په مياشت کې مي دآزادی راديو له لاري يوخبر واوريد چې دکوم بهرنی هيواد په مرسته دروغتيا وزارت لخوادکوچيانولپاره درې موټردارگرځنده کلينيکونه جوړشوي دي . داهم يونيک گام دی که دغه پروژه نوره هم پراخه شي دولسواليودروغتيا يي مرکزوڅخه کيداي شي دکوچيانوداوسېدو ځايوته روغتيايي ډله ورځنيز سفر وکړی . اوهمدا ډول دکوچيانودموسمی تگ راتگ پرلارودهر ولايت دمربوطوروغتيايي مرکزونه دبل ولايت تر کرښې پوري کوچيان بدرگه کړی . دکوچيانودگرځنده روغتيايي مرکزونودايمی مرکزبايد دولسواليو روغتيا يي مرکزونه وټاکل شي .

ډير کوچيان ددرملني پيسي نلري ددوي سره دروغتيايي خدمتونواو مرستو خبره ترۍ تم شوه . کوچی ميرمني د ((اميدواری ))خوږ پر خپلواوږوړی دروغتيايي څارنې اولومړنيودرملو دنه شتون له امله په کوچيانوکې دمور اوماشوم دمړينې کچه ډيره لوړه ده .کوچۍ مور اوماشوم دعادی ناروغيو له امله خپل ژوند دلاسه ورکوي دهيواد په کچه تر بل هر چا زيات همدا اوس دکوچي ميندو اوماشوم دمرگ کچه لوړه ده . پر ځايه به وي که دروغتيايي پرسونل لخوا دوقايوی طب اوله ساري ناروغيو څخه دځان ساتنې په اړوند تبلېغ اودابتدايي مرستودرسولودزده کړی کورسونه په خپله دکوچيانوپه منځ کې جوړاوهغوي ته ددا ډول مرتسو سرته رسول ورزده شی .

کوچيان دڅښلو اوبه نلري اوکه ئې چيري له کومې ليري سيمې نه راوړي هغه دڅښلو وړنه دی .ماته څرگنده ده اوپه خپلوسترگو مې ليدلې چې دامېړنی اوغيرتی ولس کومې اوبه څښې .

دليکنې داوږدوالی دمخ نيوی په خاطر دکوچيانودټولوستونزونه په بيل بيل شکل يادنو څخه ډډه کوم . دومره ويل غواړم چې دولت دکوچيانودژوند وهراړخيزو ستونزته چې هر ورځ له دوي نه ژوند اخلي جدي پاملرنه وکړي . که کوچيان په دښتو اوغرو کې ژوند کوي داساسي قانون له مخي دهيوادد نورو وگړوسره برابر حقو اوامتيازت بايد ورکړه شی . ددوي هېرېدلوته بيله دولتي تُصب بل څه نشي ويل کېداي . پاي

...........................

اخځليکونه :

۱ /. هوسۍ لومړی کال دريمه گڼه ۱۵ مخ

۲ / ويب پاڼه خبر گزاري صاي افغان

۳ / دپښتانه په شمال کي ۱۶۱ مخ

۴ / دپژواک خبري اژانس

۵ / دافغانستان اساسي قانون

۶/ دآي ډبليو پی آر ويب پاڼه

۷ / دافغانستان اساسي قانون

۸ / دافغانستان اساسي قانون

۹ / لراوبر افغانستان ويب پاڼه

۱۰ / دغوث خيبري ليکل شوی اثر ((په افغانستان کې توپان)) .

۱۱/ خان خادم کوچی ،کوچيانۍ پانگه

۱۲ / حبيب الله غمخور ،کوچيان څگان (جټان) نه دی ليکنه .

۱۳/ نيکولاي ايوانويچ چرگېنيڅ ،تاينۍ يه چورنيخ گور (پټ تور غرونه ) دبلاروس چاپ ۱۹۸۷م کال

۱۴ / همدا ډول دليکنې دټولوبرخو لپاره ميوند مجله لومړی کال دريمه اوڅلورمه گڼه ،هوسۍ مجله ۵ گڼه هوسۍ مجله لومړی کال دريمه گڼه ،دښکلامجله لومړی کال دريمه گڼه ،گوربت پنځم کال لومړی گڼه ،دعوت ،۱۷۰،۱۷۱ او ۱۷۲ گڼه او۱۵۷گڼه .

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011