Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.

 

په عبادت کي دنيت اهميت

یکشنبه، 27 وږی 1390 | وخت: 17:26

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

څوک چي يوعبادت کوي بايدترکولومخته خپل نيت صحيح کړي،څو  خواري يې ضائع نشي ځکه چي په حديث شريف کي راغلي دي داسلام دويم خليفه حضرت عمرفاروق رضی الله عنه فرمايې:مادرسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په داسي حال کي اورېدلي چي داسي يې فرمايل:انماالاعمال بالنيات وانمالکل امرئ مانوی فمن کانت هجرته الی دُنيايصيبهااوالی امرءة ينکحهافهجرته الی ماهاجراليه (متفق عليه) (اعمال په نيت پوري تړلي دي اوهرچاته به دخپل نيت مطابق بدله ورکول کيږي،دچاچي هجرت دالله اودهغه دپيغمبرلپاره وي نودده هجرت دالله اودهغه دپيغبرلپاره دی اودچا چي ددُنيااويادښځي لپاره وي چي دی يې په نکاح کوي نودده هجرت دهغه څه لپاره شودکوم شي(په نيت )يې چي هجرت کړی وي (بخاري،مسلم)

په دې حديث کي داخبره په څرګندډول بيان شوې چي دعمل اعتبارپه نيت پوري ارتباط لري که دا چانيت په عمل کي صحيح وونوهغه عمل يې دقبلېدلوجوګه دی،که يې نيت خراب ووهغه عمل دقبلېدوجوګه اووړنه دی .

مطلب دادی چي نيت صحيح شونوعمل صحيح دی اوکه نيت خراب شونوعمل هم خراب دی.

امام نووي رحمة الله عليه ليکلي دي چي کله څوک عمل کوي نودنيت درې حالته دي :

{اول}داعمل دالله دوېري له امله کول. دا د غلامانو او بندګانو عبادت دی.

{دويم}عمل دجنت دترلاسه کولواوله دوزخه دخلاصون لپاره کول،دادتجارانوعبادت دی .

{دريم}داعمل له دې امله کول چي له الله جل جلاله څخه شرميږي،دالله دبندګئ دحق اودشکرداداکولوپه خاطر،ددې سره بياهم ځان پړګڼي،ددې سره په خوف اوډارکي اوسي چي دانه ده معلومه چي داعمل به دده قبول شي کنه ؟

دا د ازادو خلګو عبادت دی دې ته رسول الله صلی الله عليه وسلم اشاره کړې کله چي يې عائشه رضی الله عنهاته وفرمايل کله چي دنبي عليه السلام پښې دشپې په عبادت وپړسېدې اوعائشه رضی الله عنهاورته وفرمايل:اې دالله رسوله ته دومره تکليف په ځان تېروې،په داسي حال کي چي تاته الله پاک مخکيني اووروستنئ ګناوي ټولي دربخښلي دي؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:افلااکون عبداشکورا(آيادالله شکرګذاره بنده نشم؟)

دادرې قسمه خلګ چي ذکرشول دااقسام دهغه چادي چي اخلاص لري،دوی ټول پرحق دي اودهريوه عمل ددې جوګه دی چي دالله په دربارکي دي قبول شي کله کله داسي پېښيږي چي په يوه انسان کي خواخلاص هم وي ليکن شيطان دهغه دګمراه کولولپاره نوري چاري لټوي ترڅوهغه مخلص انسان هم په خپل دام کي راونيسي چي له اولني دام نه خلاص شوی دی .

هغه مرض دعجب اولويې دی،څوک چي په عمل باندي عجب اولويې کوي ده ته داعمل پرځای د دې چي ګټه وکړي برعکس تاوان کوي اودادده لپاره دعذاب لامل ګرزي .

نوپه عبادت به سړی لويي اوتکبر نه کوي بيابه داعمل دقبلېدلوجوګه کيږي . لکه څنګه چي مومخکي وويل داعمالوارتباط په نيت پوري دی که نيت صحيح وونوهغه عمل وزني اودقبلېدلوجوګه دی،نودنيت پېژندل اوصحيح کول ډېرضروري اواړين دي،ترڅوله صحيحه نيته پرته دانسان عمل نشي ددې لپاره چي دالله تعالی په دربارکي قبول شي،بله وجه داهم ده چي دنيت په اعمالوکي عجيبه تاثيرات هم وي چي هغه په عبادت کي ښکاريږي تردې چي مباح کارونه دثواب گرزي دسم نيت له امله اودثواب کارونه بې گټي کيږي دغلط نيت له امله .

الله پاک دي توفيق راکړي چي خپل نيتونه صحيح کړو  وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

ليکوال: مولوي عصمت الله عزام



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011