Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست امریکا ته دایمي پوځي اډې ورکړل شوې، که ورکول کېږي؟


امریکا ته دایمي پوځي اډې ورکړل شوې، که ورکول کېږي؟

پنجشنبه، 24 وږی 1390 | وخت: 20:25

USA FLAGله هغه مهال راهیسې چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې امریکا پرافغانستان تېری وکړ او دغه هېواد یې لاندې کړ، په رسنیو کې داسې رپوټونه خپریدل چې امریکا نور د تل لپاره په افغانستان کې پاتې کېږي او آن غواړي چې د سیمې هېوادونه هم تر خپل پوځي او سیاسي نفوذلاندې وساتي. 

خو له بلې خوا د امریکا په لاس رامنځ ته شوي کابل دولت چې په سر کې یې ولسمشر کرزی پاتې شوی دا خبره به یې ردوله چې ګواکي امریکایان په افغانستان کې د تل لپاره پاتې کېدل غواړي او دا به یې ویل چې امریکا یوازې د افغانستان د ودانولو او د القاعدې او طالبانو ځینو مشرانو د له منځه وړلو لپاره دلته پوځي شتو لري او چې کله د امریکا دغه موخه ترسره شي، نو سملاسي به له افغانستانه بهرشي.

که څه هم چې د افغانستان د نیواک په لومړیو کې کرزي امریکا ته له خپل یوه سفر وروسته په ارګ کې د استاد رباني، استاد سیاف، حضرت مجددي او ګیلاني په شمول د پخوانیو جهادي مشرانو سره د پردې ترشا غونډه جوړه کړه چې ورسره سم داسې رپوټونه او ګنګوسې خپرې شوې چې له کرزي امریکایانو ددایمي پوځي اډو غوښتنه کړې او آن داهم ویل کېدل چې د کابل دولت په دې اړه له امریکایانو سره پټه معامله هم کړې ده او ځینې رپوټونه داسې وو چې له امریکایانو سره په افغانستان کې د ۵۰ کالو شاوخو پاتې کېدو معامله شوې، او اوس د کابل دولت په ځانګړې توګه کرزی دغه موضوع د مجاهدینو له پخوانيو مشرانو سره مطرحوي او غواړي چې ددې موضوع مسوولیت د مجاهدینو د پخوانیو مشرانو پر غاړه واچوي چې په دې کار سره به له یوې خوا ځان سپين کړي او له بلې خوا د مجاهدینو د پخوانیو مشرانو هوکړه ځکه ددوی لپاره اړینه وه چې هغه مهال په هېواد کې د بهرنیو عسکرو پرضد د مبارزې اړخ کمزوری و او امریکایان او د کابل دولت د پخوانیو جهادي مشرانو له مخالفت څخه ویریدل.

که څه هم چې هغه مهال د کرزي په شمول د کابل ادارې له امریکایانو سره د پټې معاملې خبره ردوله ځکه د ولس له غبرګونه ویریدل، خو دغه شک هغه مهال ډېر شو چې په هلمند کې د بریتانیوي عسکرو د وخت قوماندان او له دې وروسته د امریکا د پوځي چارواکو له خوا په افغانستان کې د لسګونو کالو لپاره د خپل پوځي شتون اعلان ددې ښودنه هم کوي چې امریکا او بریتانیا د افغانستان د اوږدې مودې نیواک لپاره مخکې له مخکې په خپلو کې سلا مشوره کړې ده.

آن همدا اوس هم سره له دې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د خپلو عسکرو د بشپړ وتلو لپاره ۲۰۱۴ میلادي کال اعلان کړی، خو په افغانستان کې دامریکا نوي سفیر راین کراکر په روانه سنبله میاشتکې له رسنیو سره په مرکه کې وویل چې ۲۰۱۴ کال له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو نیټه نه ده، خو د کابل دولت د کراکر دد ې خبرې په اړه یا له دې مخکې چې د افغانستان په اړه د امریکايي چارواکو نظرونه او دریځونه په ډاګه شوي چې د افغانستان د خپلواکۍ او ملي واکمنۍ پر خلاف دي، دوی یې په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی، داهم هغه شک زیاتوي چې ښايي د کابل ادارې له امریکا سره ددایمي پوځي اډو معامله لامخکې کړې وي.

په افغانستان کې چې د امریکايي عسکرو ددایمي پوځي شتون خبره د لومړي ځل لپاره له ګنګوسو او د پردې تر شا غونډو راووتله، د ۲۰۰۵ میلادي کال د فبرورې په ۲۰مه نېټه، د بوش د واکمنۍ په وخت کې د امریکا دوو سناتورانو، جان مک کین او هیلري کلنټن چې اوس د بهرنیو چارو وزیره ده کابل ته په خپل سفر کې یې د کرزي له حکومته په دې هېواد کې د دایمي اډو غوښتنه وکړه.

هغه مهال داسې رپوټونه وو چې امریکایان بګرام، کندهار هوايي ډګر، شنډنډ، خوست او هلمند په شورابک سیمه کې د پوځي اډو غوښتنه کوي، چې امریکا یانو په دې اډو کې مخکې له مخکې په میلیارډونو ډالر لګولي وو.

امریکا چې په افغانستان کې ددایمي پوځي شتون د غوښتنې په اړه د خلکو منفي غبرګون ولید، نو دغه موضوع یې بیا غلې کړه او د کابل دولت هم دا خبره ډېره ونه ښوروله چې د افغانستان د جګړې اونورو بدبختیوته په پام سره له خلکو داموضوع بیا هېره شوه چې بالاخره په روان میلادي کال کې دغه موضوع امریکا یوځل بیا د سناتور لیسني ګراهام له خولې د کابل دولت او له بي بي سي ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې په ډاګه شوه.

د امریکا دداځل غوښتنې پر وړاندې هم د افغانستان ولس او عالمانو غبرګون د پخوا په شان منفي و او دی، خو داسې ښکاري چې امریکانور دغه معامله د پخوا په شان پټه نه شي ساتلی او غواړي بالاخره خپلې دې موموخې ته ورسېږي.

د کابل ادارې د کورنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر، د استخباراتي ادارې پخواني مشر امرالله صالح او نور ګوته په شمار هغه کسان چې ویل کېږي د امریکا استخباراتي ادارې له خوا یې پېسې ترلاسه کړې دي، چې البته دا ادعا هم نه ده او تېر میلادي کال د امریکا استخباراتي چارواکو په خپل رپوټ کې وویل چې د کرزي په اداره کې د وزیرانو په کچه لاس پوڅي لري او د سي، آی، اې له خوا تنخوا ورکول کېږي.

دا کسان پورته شول او د شهر وند په نوم یې د یوه داسې سازمان اعلان هم وکړ چې په افغانستان کې د امریکا ددایمي پوځي شتون غوښتنه کوي.

له بلې خوا ولسمشر کرزي چې که څه هم په خوله وايي ددایمي پوځي اډو پرېکړه به ولس ته سپاري، خو له بلې خوا عملا ددې پرځای چې په دې اړه د ولس او عالمانو غبرګون په پام کې ونیسي، د خپل امنیتي سلاکار ، رنګین سپنتا په مشرۍ چې د جرمني تابعیت هم لري او د افغانستان پخواني پارلمان له همدې امله د بهرنیو چارو له وزارته لرې کړی و، یوپلاوی واشنګټن ته ا ستوي چې هلته له امریکایانو سره ددې موضوع په اړه خبرې اترې وکړي.

بالاخره سپنتا واشنګټن ته ولاړ او اسوشیټیډ پرس خبري آژانس د وږي میاشتې په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د کابل – واشنګټن ترمنځ د اوږدمهاله امنیتي تړون د لاسلیکېدو خبر ورکړی.

ددې رپوټ له مخې چې رنګین دادفر سپنتا وویل چې د کابل واشنګټن د چارواکو ترمنځ له دوو ورځو خبرو اترو وروسته دواړو لورو ترمنځ په جنجالي مسیلو اختلافات لرې شوي دي.

په دې اړه بیا هغه پوښتنه راپورته کېږي چې ښاغلي کرزی یا په مجموع کې د کابل اداره په دې اړه ولې د ولس نظر ته پام نه کوي او ولې د ولس نظر ته پام نه کوي او ولې داخبره یوازې په خوله مطرحوي چې د امریکایانو دایمي پوځي شتو به ولس ته پرېږدي او ولس چې څه پرېکړه وکړه هماغه سمه ده؟

د ولس پریکړې ته که څوک غوږ نیسي، نو ولس خو خپل غږ پورته کړی او د امریکایانو پوځي اډې څه چې له خپل هېواده د امریکايي عسکرو سملاسي وتل غواړي.

ولې نه منل کېږي؟

سربېره پردې چې د افغانستان ډېری عالمانو او مخورو کسانو په متفرق ډول په خپل هېواد کې د امریکايي عسکرو دایمي شتون حرام بللی او خپل مخالفت یې ورسره په ډاګه کړي، د روانې سنبلې یا وږي میاشتې په لومړیو کې په کابل کې د اهل سنتو او اهل تشیع عالمانو تر۰ ۵۰ ډېرو کسانو دیوې غوندې په ترڅ کې په افغانستان کې د امریکا له پوځي شتو سره خپل مخالفت اعلان کړ او د یوې فتوا په صادریدو سره یې له کفارو سره د ملګرتیا هرډول تړون حرام او د قرآن کریم د حکم پرخلاف و باله او آن د کابل دولت ته یې خبرداری ورکړ چې که له امریکایانو سره ددایمي اډو او ملګرتیا سټراټژیک تړون یا اعلامیه لاسلیک کړي، نو د قرآن کریم د حکم خلاف کار به یې کړی وي او ټول ولس به ددې حق ولري چې د کابل دولت او بهرنیو عسکرو پرضد پاڅون وکړي.

ښاغلی کرزی! تاسې د عالمانو داخبره ولې نه منئ او دې ته په پام سره چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او یو اسلامي ملت لري- نو آیاڅه فکر کوئ چې ستاسوو ادارې ته د عالمانو دغه خبرداری به د سرغړونې په وخت کې څه پایلې ولري؟

حقیقت دادی چې له امریکایانو سره د کابل ادارې داډول سټراټژیک تړون یا اعلامیه یا موافقه او یا بل هرډول نوم چې امریکایان ورته ټاکي دابه نه یوازې د افغانستان د ولس اوسنی مقاومت او مبارزه چې د بهرنیو عسکرو پرضد روانه ده، دابه زورواخلي، بلکې لکه د روسانو د تېري په وخت کې چې د ټولې اسلامي نړۍ څخه مسلمانانانو د افغانستان مرستې ته رادانګلي وو،داځل به هم له امریکایانو سره د مقابلې لپاره د نړۍ ټول مسلمانان د افغان مبارزینو او مجاهدینو مرستې ته راودانګي او هغه وخت به د امریکا له خوا پیل شوې نوې صلیبي جګړه نړیواله بڼه خپله کړي او د افغانستان په شمول به د سیمې د هېوادونو ستونزې زیاتې او خلک به ددې جګړې په لمبو لا وسوځي.

له بلې خوا دې ته په پام سره چې افغانستان یو داسې هېواد دی چې اوبوته مستقیمه لاره نه لري، ګاونډي هېوادونه او د سیمې هېوادونه چې په افغانستان کې یې لا له مخکې د امریکا د پوځي شتون له امله اندېښنه درلوده، د امریکا له خواپه ډاګه ددې غوښتنې په مطرحولو سره لازیات اندېښمن شوي او ښايي امریکایانو ته ددایمي اډو په ورکولو سره د سیمې د هېوادونو له خوا پر افغانستان لارې بندي شي، چې په دې سره به د جګړې ځپلي او مظلوم ولس ستونزې څو برابر ه شي.

ښاغلی کرزی! تاسوو څه فکر کوئ چې که پر افغانستان لارې وتړل شي، آیا امریکایان به ددې خلکو ستونزې حل کړي او یا به ستاسوو سره په دې کار کې مرسته وکړي؟

چې ددې پوښتنې ځواب هم منفي دی او امریکا د تاریخ په اوږدو کې له چاسره مرسته نه ده کړې، بلکې تل یې د نورو هېوادونو د ولسونو له بې وسۍ او کمزورتیا ګټه پورته کړې ده، چې بېلګه یې د نړۍ په کابو ۱۵۸ هېوادونو کې تر ۸۰۰ ډېرې پوځي اډې دي چې له جاپان نیولې تر جاپان پورې ټولې اډې یې د ولسونو د کمزورتیا او یا بې وزله کېدو په وخت کې اچولې چې ددې یوه ښه بېلګه په تېر کا ل کې په هایټي هېواد کې د زورورې زلزلې له رامنځ ته کولو وروسته دې هېوادته د امریکا په خپل سر عسکرو ننوتل دي چې البته داسې رپوټونه هم وو چې دغه زلزله هم یوه طبیعي زلزله نه وه، بلکې د امریکا له خوا په مصنوعي دول زلزله وه.

 

د امریکا ددایمي اډو په اړه د مجاهدینو د پخوانیو مشرانو چوپتیا

په افغانستان کې د امریکا ددایمي پوځي شتون په اړه د مجاهدینو د پخوانیو مشرانو او لوړ پوړو چارواکو چوپتیا او یا آن د ځینو له خوا په هېواد کې د امریکايي عسکرو له دایمي اډو ملاتړ یوبل هغه لامل دی چې داشک پیاوړی کوي چې کرزي ددې مشرانو په سلامشوره له امریکایانو سره ددایمي اډو په اړه پټه معامله لا پخوا کړې ده چې مخکې ورته اشاره شوې ده.

ځکه دغه مشران چوپه خوله دي چې له دې جملې څخه ښاغلی رباني، سیاف او پير سید احمد ګیلاني ته اشاره کولای شوو .

سره له دې چې د رباني او سیداحمد ګیلاني لوړ پوړو قوماندانانو په هېواد کې د امریکایانو له دایمي پوځي شتونه ملاتړ کړی، خو دوی په خپله په دې اړه چوپه خوله نیولې ده چې دا چوپتیا هم په یوډول د موافقې معنا لري.

ډېری لوړ پوړي چارواکي چې اوس د کابل دولت دلوړې کچې چوکۍ هم لري له دې اډو سره موافق دي.

د کرزي ددفاع وزیر عبدالرحیم وردګ چې د روسانو د تېري په وخت کې له مجاهدینو سره و او د پيرسیداحمد ګیلاني لوړ پوړی قوماندان و، اوس په افغانستان کې د امریکايي عسکرو ددایمي اډو د جوړیدو پلوی دی.

د کرزي لومړی مرستیال قسیم فهیم چې د برهان ا لدین رباني لوړ پوړی قوماندان او دفاع وزیر و،که څه هم چې تر اوسه پورې یې په دې اړه خپل نظر په څرګنده توګه نه دی په ډاګه کړی، خو د ۱۳۸۹ کال د کب میاشتې په ۲۴مه نېټه د چهار شنبې په ورځ یې د افغانستان د څارنې او کنټرول د سمینار په څنډه کې د خبرې کولې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې یې وویل چې ددایمي اډو د جوړیدو وړاندیز د امریکا له خوا شوی خو دا موضوع تربحث لاندې ده او په دې اړه به د افغانستان له خلکو سره سلامشوره وشي.

دکرزي پخوانی لومړی مرستیال، احمدضیاء مسعود، چې د برهان الدین رباني زوم او لوړپوړی کس دی اوس یې د امریکا ددایمي پوځي اډو له جوړیدو خپل ملاتړ په ډاګه اعلان کړی دی.

امرالله صالح چې د کرزي د حکومت د ملي امنیت پخواني مشر او د برهان الدین رباني لوړ پوړی کس پاتې شوی- د کورنیو چارو له پخواني وزیر، حنیف اتمر سره په ګډه یې د ۱۳۸۹ لمریز کال د کب په ۱۳مه نېټه د جمعې په ورځ په کابل کې د شهروند په نوم د یوه سازمان له لوري د امریکا له دایمي اډو څخه ملاتړ اعلان کړ.

خلیلي او محقق هم وايي دایمي اډې دې د افغانستان د ملي ګټو او ددې اډو د مختلفو اړخونو په پام کې نیولو سره دولس پریکړې ته وسپارل شي.

امریکایانو د افغانستان له نیواک وروسته په دې هېواد کې خپلې اډې او عسکر په داسې حال کې زیاتول چې هغه مهال ددوی پر وړاندې د القاعدې او طالبانو خطر ‌ډېر کم او یا بیخي نه و.

امریکایانو د کندهار اوبګرام د هوايي اډو پراخیدو ته مخه کړه او په دې کار یې په میلیارډونو ډالر ولګول او له دې ښکاره شوه او ده چې امریکایان داکار او لګښتونه ددې لپاره نه کوي چې دا اډې د امریکایانو له وتلو وروسته دافغانستان پوځ ته وسپارل شي.

امریکایانو پربګرام، کندهار، هلمند، خوست، هرات، مزار، ننګرهار سربېره په نورو ولایتونو کې هم داسې هوايي اډې یا له سره جوړې کړې او یایې دافغانستان پخواني هوايي ډګرونه د خپلو پوځي الوتکو او چورلکو لپاره بیل کړل او بالاخره اوس د افغانستان د ټولو ولایتونو په مرکزونو کې هوايي ډګرونه او سترې اډې لري او همدارنګه د ټولو ولسوالیو په مرکزونو او نورو هغو سیمو کې اډې لري چې د جګړییزو موخو لپاره سټراټژيک موقعیت لري او یا هم امریکایانو چې په ټول هېواد کې یې د تیلو، ګازو او نورو طبیعي زیزمو په اړه سروې ګانې ترسره کړې او ورته معلومه شوې ده چې په دې سیمه کې ډېرې زېرمې شته.

د بېلګې په توګه د افغانستان د مشرانو جرګې سناتور مولوي اسلارحماني له ارادې ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې امریکایانو د زرملې ولسوالۍ په اړونده دښته کې ډېره ستره اډه جوړه کړه او دې اډې ته به هره ورځ سترې سترې چورلکې راتلې او بېرته به تلې او کانټینرونه به یې له ځان سره لېږدول او ډېر لوی کار یې پيل کړی و ، په داسې حال کې چې هغه مهال په یاده سیمه کې د طالبانو یاکومې بلې ډلې له خوا له امریکایانو سره هیڅ جګړه نه وه او نه د جګړې ګواښ و، خو له څو میاشتو وروسته امریکایان له دې اډو ولاړل او ښاغلی رحماني وايي زه په خپله له خلکو سره یوځای دې سیمې ته ولاړم او امریکایانو په سیمه کې ډېرې سترې سترې کندنې جوړې کړې وې او داسې آثار هم ښکاریدل چې په دې سیمه کې یې ژور څاګان ایستلي او ښايي یورانیم یاکومه بله زېرمه به یې له ځان سره وړې وي او بیا یې دا څاګان ډک کړي، خو په ماشینونو یې چې کیندنې کړې، هغه اوس هم شته، چې په دې سره داهم ثابتېږي چې امریکایانو په افغانستان کې د خپلو اډو لپاره هم داسې ځایوونه ټاکلي چې له سروې ګانو وروسته ورته معلومه شوې چې طبیعي زېرمې هلته شته دي، چې دا کار هم د امریکا د هغو ادعاګانو پرخلاف دی چې ویلي یې و، دوی د افغانستان د ودانولو لپاره راغلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ودانولو لپاره هیڅ پروګرام نه لري، آن د افغانستان اردو او پولیس چې له دوی سره اوږه په اوږه ولاړ او ملاتړي هم دي له امریکایانو سره یې وسلې او تجهیزات برابر نه دي او نه یې د جوړولو او پياوړتیا لپاره کوم پلان شته.

 

د اډو د توجیه لپاره غلط او ناسم دلیلونه او اټکلونه

دې ته په پام سره چې ا مریکا اوسمهال د نړۍ په بېلابېلو سټراټژيکو سیمو کې له ۷ تر ۸ سوه پوځي اډې لري چې ټول ټال یولک او څلویښت زره عسکر پکې پراته دي.

د جان اف کینډې د څېړنیز مرکز د څرګندونو او رپوټونو له مخې له دې اډو څخه ۷۳۰ ډېرې مهمې دي.

د امریکا د نړیوال امنیت د ځواکونو ویاند، وین شانګز ویلي په ۲۰۰۹ میلادي کال کې یوازې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو ۴۰۰ مرکزونه او په ۲۰۱۰ میلادي کال کې ۴۱۲ اډې نورې هم زیاتې شوې.

خو تاریخ ته که وکتل شي امریکا تر اوسه پورې ددې ټولو هېوادونو لپاره په درد نه د ي خوړلي چې اډې پکې لري.

په افغانستان کې د حنیف اتمر، امرالله صالح او رحیم وردګ په شان ځینې ګوته په شمار کسان په هېواد کې د امریکايي عسکرو دایمي شتون د توجیه کولو لپاره یودلیل دا راوړي چې افغانستان د سیمې په ځانګړې توګه ګاونډيو هېوادونو په پرتله ډېر کمزوری هېواددی او که امریکایان نه وي نو ددوی په ګمان چې دا هېواد به ګاونډي او د سیمې هېوادونه وخوري.

ددې توجیه لپاره دلیل ځکه ناسم دی چې لومړی خو باید وویل شي چې د سیمې هغه هېوادونه چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، ولسونه اسلامي دي او نه شي کېدای چې یومسلمان ولس بل مسلمان ولس وخوري او که یې خوري هغه به هم د امریکا په شان سترو قدرتونو د شتون او لاسوهنې په وخت کې وشي.

که د سیمې ولسوونو یوبل خوړلای، نو د امریکا له شتون مخکې زموږ هېواد چې له هره پلوی کمزوری هم و، د کوم هېواد له خوا وخوړل شو؟ د ګاونډیو هېوادونو او که د زرګونو کیلومټره لرې او آن د بېلې وچې هېواد له خوا؟

بیا که فرض کړوو چې له ګاونډدیو یا د سیمې له هېوادونو سره خدای ج مه کړه، جګړه رامنځ ته شوه، آیا د امریکا به افغانستان دکوم ګاونډي هېواد له بریده وساتي؟

که یې ساتلی خو همدا روان کال د پاکستان له خوا د هېواد په ختیځو ولایتونو له کابو یوې میاشتې ډېر وخت لپاره پرله پسې بریدونه ترسره نه شول او آیا د امریکا په شمول ۴۷ هېوادونو چې په افغانستان کې عسکر لري ددې کار مخه یې ونیوله او آیا تشه اشاره یې ورته وکړه؟

د هند او پاکستان د وروستۍ جګړې په وخت کې چې له پاکستان څخه د بنګلادیش د بیلیدو لامل شوه، په پاکستان کې چې امریکايي عسکرو اډه درلوده، آیا په دې جګړه کې یې مداخله وکړه او پاکستان یې له ټوټه کېدو وژغورلو؟

ټولوته معلومه ده چې امریکایانو په دې جګړه کې بې طرفي اعلان کړه.

نو پردې بنسټ دا اټکلونه او دلیلونه چې ګواکي په افغانستان کې د امریکايي عسکرو پوځي شتون به په هېواد کې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو د لاسوهنې مخه ونیسي، ناسم او باطل دلیل دی.

پاتې شوه د ولس د پریکړې خبره، زه فکر کوم چې ښاغلي کرزي ته به د ولس پریکړه ښه معلومه وي چې ولس په خپل هېوادکې د هیڅ بهرني هېواد عسکر او سلطه نه غواړي او نه یې مني.

که ښاغلی کرزی د ا فغانستان د اوسني نظام پر اسلامي توب باور لري، نو اصلا خو ددې موضوع په اړه له نمایشي لویې جرګې او یا د سپنتا په شان کسانو په اړه چې په یوه اسلامي هېواد کې د کفري هېوادونو د اډو یا له هغوی سره د ملګرتیا تړون د حکم په اړه پوره اسلامي معلومات به ښايي ونه لري، ددې کسانو په مشرۍ امریکاته د پلاوي استولو ته اړتیا نه شته او په دې اړه یې باید د اسلامي عالمانو فتوا په پام کې نیولې وای او په دې پوه وي چې په هغو مسايلو کې چې په اړه یې د قرآن کریم څرګند حکم موجود وي، نو جرګې او د نظر غوښتلو ته اړتیا نه شته او آن د قرآن کریم پر حکم د منلو یا نه منلو لپاره د نظر غوښتل او جرګه جوړول په خپله ستره ګناه او غیر اسلامي عمل دی.

خو بیا هم ښاغلي کرزي ته دا خبره آن په خپلو غونډو کې هم د ولس له غبرګون څخه معلومه شوې ده،چې یوه بېلګه یې د ۱۳۹۰ لمریز کال د غوايي په ۱۲مه نېټه چې کرزي په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې او له ملي ټلویزونه نیغ په نیغه خپریدې، وویل چې له امریکاسره یې د سټراټژيکو اړیکو د متن مسوده برابره کړې او په څو ورځو کې به یې امریکا ته وسپاري- بیایې د غونډې د ګډونوالو نظر وپوښت او کرزي داسې انګیرله چې خلک به دده دا خبره تایید کړي، خو خلکو منفي نظر ورکړ او ښاغلي کرزي په خنداسره وویل (مارسواشدیم).

کرزي رنګین سپنتا ته چې امنتي سلاکار او په هېواد کې د بهرنیو عسکرو د شتون پلوی دی، وویل چې خلک خپلې خوښې ته پرېږده او اشارې مه ورته کوه چې د اډو په پلوۍ رایه ورکړي.

((دایمي اډې که دایمي اسارت))

نو ښاغلی کرزی! چې خلک ستاسوو په مخ کې د امریکايي عسکرو د اډو مخالفت کوي، باید پوه شئ چې دا ولس اسلامي او مسلمان ولس دی او بهرنیان په خپله خاوره کې نه پرېږدي او که تاسې له هغوی سره کومه معامله وکړئ، نو له یوې خوابه تاسوو د خدای ج او تاریخ پر وړاندې ملامت وئ او له بلې خوا به ملت خامخا له تاسوو سره هم د امریکایانو او نورو بهرنیو تېریګرو او نیواکګرو په شان معامله وکړي.

د یوخپلواک او اسلامي افغانستان په هیله

 

سیدرحمن سالار



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011