Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل جګړه که روغه جوړه طالبان په قطر کی د خپل دفتر په باب بی خبره دې


طالبان په قطر کی د خپل دفتر په باب بی خبره دې

جمعه، 25 وږی 1390 | وخت: 23:30

Talibanله څرنګه چی ټول خبر دې د تېر یو کال راهیسي په ډیرو معتبرو رسنیوکی داسی راپورونه خپرېږي چې طالبان به په قطر، ترکیه او یا هم دوبۍ کې دفتر پرانیزي، بالاخره په تیره اوونی کی ،د لندن ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې د امریکا متحدو ایالتونو د روان میلادي کال تر پایه پوري په قطر کې د طالبانو لپاره د مرکزي سیاسي دفتر د پرانستلو پلان تصویب کړ ، د راپور له مخې ځینو لوېدیځو دیپلوماتانو دې ورځپاڼې ته ویلی دی چې دا اقدام د دې لپاره کېږي چې لوېدیځوال له طالبانو سره د سولې رسمي خبرې پیل کړای شي چی ددغه دفتر پرانیستل به په قطر کې د افغانستان د اسلامي اماراتو په نوم ( طالبانو دا نمایندګي ) به له ۲۰۰۱ څخه وروسته چې د دوی رژیم پرزول شوی، په نړیواله سطحه د طالبانو لومړنی په رسمیت پېژندل شوی دفتر وي ،تر دې مخکې په یوه درېمګري هیواد کې د طالبانو د دفتر د پرانستل کېدو په تړاو ویل شوي و چې طالبان یوازې په هغه صورت کې حاضر دي چې په ترکیه یا قطر کې دفتر پرانیزي چې د دوی دفتر د افغانستان د اسلامي امارت په نوم یاد شي

د سیاسی چارو کار پوهان دطالبانو درسمی دفتر د پرانستلو په باب وایی چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستنه به د افغانستان د لس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې د خبرو لار اواره کړي او نوموړی اقدام ځخه په افغانستان کی دسولی او امنیت لپاره یو نیک اقدام په توګه هر کلی کوې چی دافغانستان په موجوده شرایطو کی به مثبت تا ثیر ولرې

د امریکا متحدو ایالتونو په دې ټینګار کړی چې د طالبانو دفتر دې د پاکستان له نفوذه په لېري ځای کی وی هغوی ویلی دی چی:دا به یو ادرس وي چې دوی به پکې سیاسي دفتر ولري. دا به سفارت یا کونسلګري نه وي خو یو استوګنځی به وي چې له دوی سره به د یوه سیاسي ګوند په شان سلوک کېږي ، په را پور کی داهم ویل شوی دی چې طالبانو ته به اجازه نه ورکول کېږي چې د قطر په مرکز دوحه کې له خپل دفتر څخه په استفادې سره پیسې ټولې کړي، په عین حال کی د ټایمز ور ځپا ڼی دا هم لیکلی دی چی طالبانو غو ښتنه کړی ده چی ددوی استازی باید له نیول کیدو او تهدید ځخه خوندی وې

ولی د افغان اسلامي اژانس د خبر له مخې طالبانو د پورته راپورونو په هکله چې ګوندې په قطر کې به دفتر پرانيزي په بشپړه توګه بې خبري ښودلی ده، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ ناوخته په دې اړه د افغان اسلامي اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (دا يواځې ديو شمېر مطبوعاتو راپورونه دي، مونږ له دې څخه هيڅ خبر نه يو، په دې اړه مونږ سره هيچا تماس نه دى نيولى او له دې زيات به په دې هکله عکس العمل هم سم نه وي).

پای

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011