Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته بېلابېل بېلابېلي ليکني د سپتمبر يوولسمه او د اسلامي دعوت چټک پرمختګ


د سپتمبر يوولسمه او د اسلامي دعوت چټک پرمختګ

  • پي‌ډي‌ایف
دوشنبه، 21 وږی 1390 | وخت: 23:18

په رښتيا سره چې جهاد يو زړه ته ناخوښ خو خورا ګټور کار دى، الله پاک څه ښه فرمايلي دي: ((كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تُحِبُّواْ شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ))

ژباړه: فرض کړل شوى دى پر تاسې باندې جنګ کول – له کفارو سره- حال دا چې دغه –جنګ- بد ښکاري تاسې ته، او ښايي چې بد وګڼۍ تاسې يو شى حال داچې هغه ډير بهتر وي تاسې لره، او ښايي چې ښه وګڼۍ تاسې يو شى حال دا چې هغه به ډير بد وي تاسې ته او الله عالم دى –په خير ستاسې- او تاسې نه پوهيږئ –په خير خپل-

کله چې لس کاله مخکې د امريکا په نيويارک او واشنټن ښارونو کې د اسلامي امت د نولسو په دين مينو پتنګانو له لخوا د امريکا د نظامي او اقتصادي ځواک په سمبولونو دفاع وزارت او د نړيوال تجارتي مرکز په اسمان څکو ودانيو باندې د الوتکو په مټ بريد وشو او د امريکا نظامي او اقتصادي غرور يې داسې ورمات کړل چې تر نن ورځې يې بيا ښه ورځ ونه ليده او ورځ تر بلې د زوال په لور روان دي، هغه مهال ډيرى خلکو خپلو او پرديو دا ګومان کولو چې نور د اسلام قيصه ختمه شوه او نور به له نړۍ څخه د اسلام لمنه را ټوليږي، ځکه د اسلام پيروانو هاغه د چا خبره د مچيو ځالې ته يې لاس وروړ او راويې تورولې!

يوه خبره چې په نړۍ کې کافران او د دوى تر تاثير لاندې راغلي ځينې مسلمانان ټول پرې په يوه خوله وه، هغه دا چې کيداى لدې پيښو څخه وروسته اسلامي دعوت له سختو ننګونو او کړاوونو سره مخ شي په خاص ډول په امريکا او اروپا کې، ځکه چې ته د يو چا پلار ور مړ کړې کور يې وران کړي، دوکان او سرمايې ته يې اور واچوې، او دا ټول د خپل دين د اوامرو په رڼا کې وکوې، بيا نو څنګه کولاى شې چې هغه خپل همدغه دين ته راوبلې؟!! او بيا په داسې حال چې ته کمزورى او هغه زورور هم وي، ته او ستا ملګري اقليت او هغوى اکثريت وي؟!!

دا او دې ته ورته نور هغه تشويشونه وه چې د دې پيښو په لمړيو ورځو کې يې د امريکا د اتو مليونو مسلمانانو خوب تښتولى وه، په تيره بيا اسلام ته رابلونکو داعيانو خو به ويل چې داسې ترخې شپې او ورځې زمونږ په ژوند کې نه راغلي دي او نه به راشي!

خو د الله له کتاب قرآن کريم نه زمونږ هر څه قربان شه، الله پاک چې په خپل کتاب کې او يا د خپل رسول په ژبه کوم کار ته خير ويلي دي هغه به هيڅکله شر نشي، لکه څنګه چې څوارلس سوه کاله مخکې قتال في سبيل الله خير وه، اوس هم خير او د نيکمرغيو لامل دى او د قيامت تر ورځې به پکې خير وي.

پخوا به ډيرو علماو د خير معنى په دښمن باندې په برلاسه کيدلو او غنيمت لاس ته راوړلو او يا په شهادت سره معنى کوله، خو داده اوس يې بله معنى هم را څرګنده شوه او هغه دا چې که چيرې مسلمانان برلاسي نشي، بلکې نور هم له کړاوونو سره مخ شي خو له جهاد کولو سره به د اسلام مبارک دين بيا هم پر مخ روان وي، پيروان به يې زياتيږي او کميږي به نه، او د هر مسلمان ستره هيله همدا وي چې د ده سر او مال دې يوهم نه وي خو د ده دين دې غالب وي.

له يادو پيښو څخه د کابو لسو کلونو په تيريدلو سره داده اوس ټول کار پوهان، سياسي شنونکي، داعيان، مسلمان او کافر پدې نظر دي چې د دې پيښو له کبله په ټوليز ډول په ټوله نړۍ کې په خاص ډول په غرب کې او په تيره بيا د دې پيښو د قربانيانو په وطن امريکا کې اسلام ته د خلکو د توجه را اوښتلو او د مسلمانيدلو کچه د ټولو اټکلونو په خلاف تر پخوا څخه څو چنده زياته شوې ده او لا مخ په زياتيدلو ده.

د سپتمبر د يولسمې پيښو په لمړيو دوه درې ورځو کې چې د اسلامي دعوت په اړه کوم اټکلونو کيدل هغه حتې د همدې مياشتې په وروستيو کې بر عکس ثابت شول، راځې پدې هکله په امريکا کې د بوستن په ښار کې د اسلام يوه ستر داعي داکتر وليد احمد فتيحي ته په خلص ډول غوږ شو:

نوموړي وايي د دې پيښې لمړۍ ورځ په ما او د بوستن ښار د اسلامي مرکز په نورو مسؤولينو ډير سخته تيره شوه ځکه له يوې خوا د نورو اديانو د پلويانو له انتقامي حملو څخه په ويره کې وو، او له بل لوري د ټولو خبري رسنيو، ورځپاڼو، مجلو، تلويزيونونو او راديوګانو له لوري په مونږ باندې د اسلام په اړه د پوښتنو، شکونو، او اعتراضونو باران جوړ وه، مونږ هڅه کوله چې پدې يوه ورځ خلکو ته د يوه بشر په توګه اقلا خپل انسانيت ثابت کړو، دې ټولو ستونزو ته په کتلو سره زمونږ له زړونو څخه وينې څڅيدلې او د خپل حال په ژبه مو ويل چې په امريکا کې اسلامي دعوت پنځوس کاله په شاتګ وکړ!

لدې وروسته نوموړي داعي د اسلام په هکله معلوماتو ورکولو په لار کې د خپلو ورځنيو کتنو، تقريرونو او له مشهور خبري رسنيو سره د خپلو مرکو کيسې کړې دي چې په هغو کې يوه ډيره زړه را کښونکې او جالبه کيسه داده:

نوموړى وايي د همدې پيښو په پنځمه ورځ د بوستن ښار په سترې کليسا کې د اسلام په اړه يوه غونډه جوړه شوه چې د لوړپوړو دولتي چارواکو، د پوهنتونونو د رئيسانو او سترو عيسوي پادريانو او يهودي پاپانو په ګډون پکې تر زورو څخه زياتو خلکو برخه درلوده او زه هم د بوستن د اسلامي ټولنې په استازيتوب ورغلم چې خورا ډير ګرم ښه راغلاست راته وويل شو، په پيل کې تر ټولو ستر پادري تقرير وکولو او له اسلام څخه يې دفاع وکړه، او بيا زما تر څنګ ودريدلو او ماته يې وار راکړ تر څو د بوستن د اسلامي ټولنې په استازيتوب د شوو پيښو او اسلام په اړه معلومات ورکړم، د ټولنې د رسمي بيان تر لوستلو څخه وروسته ما د قرآن کريم ځينې آياتونه تر ژباړلو څخه وروسته تلاوت کړل.

نوموړي زياتوي: چې دغه شيبې زما د ژوند تر ټولو خوږې شيبې وې چې هيڅکله به يې هيرې نکړم، کله چې ما په تلاوت پيل وکړ په کليسا کې يوه د ژړا او چيغو فضا خپره شوه، له هرې خوا څخه ژړا او فريادونو اوريدل کيدل، سره لدې چې يو هم په عربي ژبې نه پوهيدلو، له هر لوري څخه زمونږ په اړه د نيکو احساساتو څرګندونې کيدلې، يوه وويل: سره لدې چې زه په عربي ژبې نه پوهيږم خو تا چې څه ولوستل په رښتيا سره چې د الله کلام دى.

يوې ښخې پداسې حال کې چې له کليسا څخه د وتلو په حال کې وه يوه پاڼه کاغذ په لاس کې را کړ، پکې ليکلي يې وه: مونږ ته زمونږ اوسني او تيرشوى وبښئ او دعا راته وکوئ.. يو بل سړى چې د کليسا په دروازه کې ولاړ وه او سترګې يې له اوښکو ډکې وې راته وويل: تاسې زمونږ په شان ياستۍ.. بلکې له مونږ څخه بهتر ياستۍ.

ډيرو نورو خلکو را څخه د اسلامي مرکز آدرس واخست ترڅو د اونيزو درسونو او د لمانځه پر مهال د قرآن کريم د تلاوت اوريدلو ته راشي، او د دې غونډې راپورتاژ تر ټولو د مشهور تلويزيوني چينل له خوا نشر شولو.

دغه داعي زياتوي: زه پدې څو لنډو شيبو کې وپوهيدم چې په رښتيا سره د الله پاک په هر کار کې ډير حکمتونو وي خو زمونږ نيمګړي عقلونه يې له ادراک څخه بلکل عاجز وي.

نوموړي داعي پخپلې دې اوږدې ليکنې کې چې له يادو پيښو څخه يوولس ورځې وروسته يې ليکلې ده پدې يوولسو ورځو د خپلو مهمو دعوتي بوختياوو او د اسلام په اړه د معلوماتو لاسته راوړلو په هکله د امريکايانو د زيات شوق او علاقې درلودلو کيسې کړې دي، په پاي کې کاږي: اوس زه وايم چې لدې پيښو څخه وروسته زمونږ د لمړيو اټکلونو په خلاف اسلامي دعوت په شا ندى تللى بلکې تنها پدې يوولسو ورځو کې يې د يوولسو کلونو په اندازه پرمختګ کړى دى، او زه پوره ډاډه يم چې ډير زر به د اسلام مبارک دين په امريکا کې بلکې په ټوله نړۍ له پخوا څخه لازيات او په ډير چټکۍ سره خور شي، ان شاء الله.

دا چې دغو امريکا ځپونکو پيښو څخه وروسته ولې د ټولو اټکلو په خلاف د اسلام لوري ته د خلکو توجه زياته شوه او د مسلمانيدلو فيصدې لوړه شوه، ددې جواب هماغه د الله پاک قول دى کوم چې د ليکنې په سر کې ذکر شوى: ((كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تُحِبُّواْ شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ))

د جهاد له برکته د نړۍ ټول ولسونه خبر شول چې د اسلام په نامه يو دين شته او پيروان يې سرونه پرې ښندې له همدې کبله د اسلام په هکله مطالعې او څيړنې ته وهڅيدل او څوک چې اسلام په پوره توګه مطالعه کړي، هرومرو به ايمان پرې راوړي ځکه اسلام د الله پاک حق دين دى چې له هر ډول نقصان څخه خالي ده او د انسان لپاره د هر ډول دنيوي او اخروي نيکمرغيو پوره ضامن دى.

کومو نولسو ځوانانو چې پدې مبارکو عملياتو کې يې خپل سرونه وښندل، دوى پخپلې دې سرښندنې د اسلامي دعوت په لار کې په يوه ورځ کې دومره ستر کار وکړ چې په زرګونو علماو او داعيانو په لسهاوو بلکې په سلهاوو کلونو کې نه دى کړى، الله پاک دې د دوى شهادت قبول کړي او د ټولو هغو کسانو د مسلمانيدلو اجر دې ورکړي چې د دې عملياتو له کبله اسلام ته را اوښتي دي.

د دې عملياتو په لمړيو کې د ځينو اسلامي علماو او داعيانو د سخت او توند عکس العمل ښودلو او بيا د هغوى د اټکلونو په خلاف د اسلام په ګټه د ښو پايلو راوتلو ته په نظر کولو سره ويلى شو چې د نړى مسلمانانو ته او په خاص ډول افغانانو ته له موجوده ذلت او خواريو څخه د راوتلو، د اسلام د نشرولو او د پخواني شان او شوکت د اعاده کولو يواځينۍ لار د الله په لار کې په سيي معنا سره جهاد کول دي او بس.

په ټوله نړۍ کې د اسلام د نشريدلو په هيله.

ليکوال: عبد الرحمن ابراهيم خيل

مآخذونه: ګڼ شمير عربي ويب پاڼې.