Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني استاد سیاف: په افغانستان کی جګړه د بهرنیانو په ضد نه ده


استاد سیاف: په افغانستان کی جګړه د بهرنیانو په ضد نه ده

جمعه، 18 وږی 1390 | وخت: 21:55

ustad sayaf Abdul Rab Rasool Sayafیو شمیر دولتي چارواکو اومخکنیو جهادي رهبرانو چې د احمد شاه مسعود د شهادت په لسم تلین کې یې خبرې کولې، ټینګار وکړ، چې د اوسني جنګونو او بهران اصلي لامل د بهرنیو موجودیت نه بلکې جنګ د ټول هیواد په سطح سازماندهي شوی دی ،د ولسمشر لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم اوسنی وضعیت بهراني وباله او ویې ویل چې اوسني نظام ونشو کولای څو موجوده ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي ،د هغه په وینا ضرور ده چې په هیواد کې ملي ضعامت رامنځ ته شي څو موجوده ستونزو ته د پای ټکې کیښودل شي ،قسیم فهیم همدا راز وویل چې اوس مهال دولت د دغو ستونزو د پای ته رسولو په موخه هر لوري سره مذاکرې ته چمتو دی ،زه د دولت له خوا، د ولسمشر په استازیتوب تاسې ته ډاډ درکوم، چې مونږ د ستونزو د له منځه وړلو او هر ډول مذاکرې ته چمتو یو او د افغانستان د خلکو لپاره دا زما پیغام دی، چې موږ یواځې یوه لاره لرو، چې د مذاکرې، بحث، زغم او یو بل قبلولو له لارې خپل ځانونه جوړ کړو او له دې اوسني حالت نه ځان او خپل هیواد وژغورو

سیاف، رباني او محقق په وار سره د غونډې نور ګډون کوونکي وو، چې دوی هم په هیواد کې اوسني بهران ته اشاره وکړه او له دولته یې غوښتنه وکړه څو مجاهدینو ته د ملي اردو په لیکو کې د ګډون حق ورکړي .

عبدالرب رسول سیاف د افغانستان اوسني جنګونو ته په اشارې سره وویل ،اې وروره ته چې ډیر ځان ته مسلمان وایې، له اوله بهرنیانو بده وړې، ایا ته په خپله په بهرنو پیسو نه یې جوړ شوی، د افغانستان د جهاد په مقابل کې د چا له خوا اماده شوی یې ؟ ،جګړه مخکې له بهرنیانو هم وو، له بهرنیانو وروسته به هم وي او دا دی د بهرنیانو په شتون کې هم دوام لري، دا جګړه د بهرنیانو په ضد نه دی، دا جګړه د افغانستان په ضد دی او دا جګړه ددې مجاهد هیواد د ژوندي پاتی کیدو په وړاندې دی ، په نوموړی غونډه کی ټولو وینا والو په دی ډیر ټیګار کاوه چی اوس افغان ولس ته د افغانستان د ښېرازۍ او نیکمرغۍ يوازې يوه لار ورپاتې ده او هغه په خپلو کې ورورولي، يووالی، تفاهم او زغم دی .

په پورته غوڼده کی دټولو وینا والو دځرګندونو ځخه دا نتجه اخستل کیدای شې چی دافغانستان دساتنی او سلامتیا پخاطر دټولو افغانانو وپوره یووالی او اتحاد ته ضرورت احسا سیږ ې په افغانستان کی دټولو افغانانو دیووالی په باب د پاکستان مخکښه ورځپاڼه ليکونکى احمد رشيد په ۲۰۱۰ میلادی کال داګست په میاشت کی په خپله یوه مقاله کې د افغانستان د بيلا بيلو پخوانیو جهادی قومندانانو له خولې ليکي وو چې گاونډيو هيوادونو ورته د افغانستان د تجزيې ويلي و خو دوى ورسره نه و منلي ،احمد رشيد په دغه مقاله کی ویلی دې چی شل کاله وړاندې دۀ ته جنرال رشيد دوستم ويلي و چې د افغانستان د تجزيه کولو روسي غوښتنه يې رد کړې وه ،داحمد رشید دوینا پراساس جنرال دوستم ته روسانو هغه وخت دا وړندیز وکړ چی شوروی لښکری له افغانستان وتلی روسانو غو ښتل چی خپلی جنوبی پولی دافغانستان په تجزیه کولو وساتی خو جنرال دوستم ورسره نه وه منلې جنرال دوستم ویلی و چی که هر ځوک دافغانستان دویشلو هځه وکړی دی به یی ووژنی.

پاکستانى ورځپاڼه ليکونکى دا هم وايي چې د هزاره گانو گوندونو ته ايران ويلي و چې له ايران سره د هزاره جات لاره پيدا کړي او جلا شي خو هغوى هم دا وړانديز رد کړى و ،احمد رشيد د قومندان احمد شاه مسعود په باب هم ویلی دی چې تاجکستان ورته د لوى تاجکستان د جوړولو وړانديز کړى و خو مسعود ورسره نه و منلى

دغه ژورناليست د طالبانو په برخه کې هم وايي چې د پاکستان اى ايس اى ورڅخه د پښتني سيمو د جلا کولو غوښتنه کړې وه خو طالبانو هم دا وړانديز نه و منلى،د یادونی ده چی احمد رشید دا مقاله په هند کی دامریکا دیوه مخکنی سفیر دهغه وړاندیز په ځواب کی لیلی و کوم چی ویلی و چی داوسنی افغانستان دحل غوره لاره داده چی افغانستان وویشل شې .

پای

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011