Mon02192018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته اسلام اسلام او نور اديان کتاب او لارښووني د حرمينو هنداره (د حج يونليک)


د حرمينو هنداره (د حج يونليک) [نهمه، لسمه او يوولسمه برخه]

یکشنبه، 23 زمری 1390 | وخت: 11:40

بسم الله الرحمن الرحيم

درې نيم ساعته ولاړه

کله چې دشرکت مخې ته راورسېدو نوحاجيان راټول شوي وو، لمونځ مې يواځې اداکړ مسؤولينوحاجيانوته ټکسي موټر نيول او هوايي ډگر ته يې لېږل کله چې هوايي ډګر ته ورسېدو نو ټکسي موټر يې هوايي ډګر ته دننه نه پرېښود ،ترې ښکته شو يو٣٠٣موټر راغى هوايي ډګر ته يې دننه کړو ،هلته دحاجيانولپاره خېمې درول شوې وې،تشنابونه هم ډېرو و ګرمې اوبه په کې وې، دا حرام لپاره موغسل وکړ، بيکونه څوځايه تالاشي شول،طارق زما لپاره پوستکي والا بادام اخستي وو هغه يې هم په تالاشۍ کې رانه واخستل،خروجي موووهله ، لوى بيکونه يې رانه واخستل خو کوچني يادغاړې را سره وو،له ترمينل دننه په هوايي ډګر کې خېمه ولاړه وه هملته مواحرامونه وتړل تلبيه مو وويله دلمانځه ځاى نه وو او نه له موږ سره جاى نماز ياڅادر وو،په قير سړک ودرېدو دوه رکعته لمونځ مو وکړ،داټولې چارې تر اووه نيمو بجو ختمې شوې، نورنو انتظار بياپيل شو،دهرات کاروان په نوم د يو بل شرکت حاجيان هم راغلل زموږ په ټکټ کې دالوتنې وخت ددسمبر (٦)مه او دغرمې يوولس بجې ليکل شوې وې.

له (٣٠٠)تنو ډېر حاجيان چې لسګونه ښځې هم پکې وې،دننه په هوايي ډګر کې منتظر ولاړوو،دلته نه دناستې ځاى وو نه ددمې، نه تشناب ،نه کانتين،حاجيان په احرام کې هم وو ، کښېناستلى هم نشول له احرام سره هم نابلده و ،د دمې او ناستې ځاى اوڅوکۍ هم نه وې ، حاجيان په ولاړه ستړي شول ،چيغې پورته شوې، خو دهوايي ډګر اړوندو مسؤولينوويل چې ټول حاجيان همدلته انتظار وي،تاسوهم بله چاره نلرئ.

هواهم يخه وه ،آن چا څادر هم نه درلود چې ځان لاندې يې هوار کړى واى ،هلته يوه الوتکه چې بهرنى الوت يې درلود اوسپرلۍ يې هم پکې ناسته وه،نه چالانېده، بلې الوتکې پسې يې کېبل کړه ،خواري يې پرې وکړه، اخوادېخوا يې بوتله خو چالان نه شوه ،زموږحاجيان وارخطاشول چې زموږ الوتکه دوى ته ورنکړي.يازموږ الوتکه هم خرابه نشي،بالاخره څه کم لس بجې له کابل څخه دکام ايرالوتکه راغله،موږ ټول کتار ولاړوو خوشحاله شو،الوتکه ښکته شوه، ودرېده،شل دقيقې وروسته موږ ته اجازه وشوه،د ټکټ يوه پاڼه يې اخستې او بولډينګ کارټونه يې راکړي وو،لومړى ښځې ور وختلې، بيا نارينه ما ښي خواته د الوتکې په منځنۍ برخه کې شيشې ته ځاى ونيوه

لسمه برخه

جدې ته الوت

څودقيقې وروسته الوتکه چالان شوه ځغل ليکې ته ورغله، او پاو کم يوولس بجې والوتله، الوتکې د هرات ښار سوېل ختيځ ته په ګذرې ،او انجيل دسيمو پېژندل سخت شول، آن په دې هم نه پوهېدم چې په کوم هېواد کې يو، دالوتکې يوه خادم ( اسټيورد )مې وپوښت چې الوتکه پر کومه لار جدې ته ځي،هغه راته وويل چې د ايران پر مشهد اوبندر عباس تېرېږي، بيا څلوېښت دقيقې په بحر الوځي،بياعربي متحده اماراتواوبحرين اوبياسعودي، ته اوړي.

کله کله به د سپينو وريځو داسې طبقه مخې ته راغلله ، تابه ويل چې دسپينومالوچو ځمکه ده،د وريځوسپين غرونه په حرکت وو،کله به له يوبل څخه بېل شول، دې منظرې انسان ته هغه الهي انځور وريا داوه او دقيامت منکرينوته داسوژه، عين اليقين ته نږدې کوله چې دورېځو دا غرونه څنګه له يوبل څخه بېلېږي غر په ذراتو بدلېږي، يوه ظاهرً او دليدونکي له انده داستره جامده کتله ،په ماليکولونو بدلېږي.او هرڅه دده دسترګوپه وړاندې ترسره کيږي نو اياداعقل نه مني چي يوورځ به داډبرين غرونه هم ياد ډيرتبخيراوتودوخي له امله اويا دبينګ بانګ [ستري چاودني[له امله له منځه ځي اوهمداسي به ذره ذره کيږي هغه بينګ بانګ چي دمور خينوله نظره يي په پايله کې دا نړۍ منځته راغلې اوالله ج هم په قران عظيم الشان کي ورته اشاره کړې ده أَوَلَمْ يَرَى الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا ..... ) يعنې: (ايا کافرانو داندي ليدلي چې اسمانونه او ځمکې سره نښتي و بيا مو سره بېل کړل او په اوبومو هرشى ژوندى وګرځاوه ) الانبياء ٣٠

الله ج په سوره قارعه کې د غرونو الوځولو ته هم اشاره کړې، فرمايي: داسې به والوځي لکه نداف چې په ډانډس مالوچ الوځوي.

په لاره سيندونه او آبادۍ هم ليدل کېدلې، خوډېره سيمه دښتې او غونډۍ وې کله کله به له آبادۍ او ښار سره هم مخ شو،خودالوتکې، د لوړتيا له امله سم نه پېژندل کېدل.

له الوتنې وړاندې موږته وويل شول چې الوتکه شپږدېرش زره فوټه لوړه الوځي ، اوڅلو ساعته وروسته به جدې ته رسېږي، نو سخته وه چې له دومره ارتفاع څخه دې موږ ښارونه وپېژنو.

له ساعت موډېر مزل کړى وو چې شنې اوبه مو وليدې الوتکه يوه شېبه دهمدې شنو اوبوپر غاړه د اوبوپه سر روانه وه،دوه درې ځايه، خوآن له يوکيلو متر هم اوږد پول د سمندر منځ ته تللى وو په قوي ګومان دابه بندرعباس وو ،.

د سمندر پر غاړه ،ښکلې لوړې ودانۍ او ښکلي منظرې ليدل کېدلې، الوتکه ورو ورو د اوبو فضايي منځ ته تلله په سمندر کې ځاى ځاى لوې لويې بېړۍ ليدل کېدلې ،يوځل خومې اته بېړۍ وشمېرلې چې پريوه ليکه روانې وې،کله کله به يو نيم ټاپو هم وليدل شو، موږته ويل شوي و چې الوتکه به څلوېښت دقيقې پرسمندر ځي خو موږله يوه ساعت هم ډېر مزل پرې وکړکله چې له سمندرڅخه په وتلو شوښي لاس ته ډېرې ښکلې ابادۍ ښکارېدې، اسټيورډ داوچه متحده عربي امارات وښودل لږ وړاندې چپ لاس ته بله وچه ښکارېده. دايې بحرين وښود، الوتکې خپل مزل لنډاوه، دښتې غونډۍ او په منځ کې يې کوچنۍ کوچنۍ ابادۍ کله کله به پرځمکه توره کرښه وليدل شوه،خود لوړوالي له امله ،نه پېژندل کېده،چې دابه سړک و اوکه سيند.

وړاندې له ګردو (دايروي) پټيو سره چې ډېر ښکلي برېښېدل، مخ شو دا پټي لوى لوى اوپه ځانګړې ډيزاين جوړ او د ستورو بڼه يې درلوده، اسټيورډ وويل چې دادسعودي خاوره ده.

،مکه ،جده او مدينه د سعودي په لوېديځه برخه کې د سمندر په غاړه پراته ښارونه دي، دافغانانو په څېر ،څوک چې دې ښارونوته له ختيځې خواڅخه ځي نو د سعودي له ختيځ څخه لوېديځ ته پر ټول سعودي به تېرېږي.

،الوتکې به يو نيم ساعت مزل کړى وو چې،دډوډۍ،بندې کراچۍ يې راوستې ،موږ سحر هم چاى نه ووڅښلى ښه اشتها مو درلوده،ډوډۍ يې په نسبي ډول ښه وه، يو بوتل اوبه ،يوګيلاس شربت او يوګيلاس چاى يې هم ورکاوه، د الوتکې په خدموکې ځوانې ښکلې او شيک پوشه انجونې هم وې، چې سرونه يې لوڅ، تنګ او په بدن پورې نښتې جامې يې په تن وې، دالوتکې عمليې اعلان وکړ چې څو دقيقې وروسته جدې ته رسېږو اوکمربندونه مو وتړئ، د جدې د ښکلا په اړه به همدا بس وي چې کله الوتکه پردې ښار ښکته شوه او موږ د جدې لوړې او دنګې ماڼۍ ،ښکلي او پراخ سړکونه چوکونه او ددې بندري ښآر، ښـکلا اوپراخوالى وليد نو د ډېر و حاجيانوله خولې بې واکه ( به به به به ) ووتل،ټولو سرونه شيشو ته نږدې کړل اولاندې يې په حيرانتيا کتل ، ما هم له ځان سره ډېر ((چشم بد دور)) تکرار کړ،ماويل خدايه ښکلايې د کابل په څېر له نظره مه کړې، د ښارډېرو اسمانڅکو سپين نګ درلود.

الوتکه د افغانستان په وخت پاوکم درې او د سعودي په وخت پا وباندې يوه بجه کېناسته،خودترمينل خواکې چېرې چې مسافر له الوتکې ښکته کېږي ، دبيروبار له امله ،مسافروته په الوتکه کې د پنځلس دقيقو انتظار اوله څوکيو د نه پاڅېدلو وويل شول، پنځلس دقيقې وروسته الوتکه بېرته روانه شو او د ترمينل په مخکې ودرېده. له الوتکې ښکته او په بس موټر و کې پورته شو، څوګامه وړاندې يې د ترمينل په دروازه کې ښکته کړو.

يوولسمه برخه

ميقات:

کوم خلک چې دميقات له ساحې څخه بهر ژوند کوي هغوى ته افاقي ويل کېږي داکه دسعودي او سېدونکي وي اوکه دنورې نړۍ، دوى چې کله حج ياعمرې ته راځي نو دوى ته دمکې معظمې په څلوروخواوو کې سيمې په نښه شوي دي چې له دې سيموبايد له احرام پرته دمکې معظمې خواته لاړ نشي،اوکه له دې ټاکل شويو سيموڅخه له احرام پرته دمکې معظمې پرلور وړاندې لاړنو دده داکار جرم بلل کېږي.اوپه ناغې کې يې بايدقرباني (وينه تويه )وکړي.

دې ټاکل شويوسيموته په فقهي اصطلاح ميقات ويل کېږي.

ځينې ميقاتونه ياهغه سيمې چې حاجي ياعمره کوونکى حق نلري له احرام پرته ترې تېر شي مکې معظمې ته نږدې اوځينې يې لرې وي.

رسول الله ص داپنځه ميقاتونه په خپله ټاکلي دي .

ذوالحليفه:

ددې ميقات دوهم نوم ابيارعلى دى،په مسجدشجره اومسجد ميقات هم يادېږي،داميقات دمدينې منورې په اوسني جغرافيوي تشکيل کې دى چې له نبوي حرم څخه لس کيلو متره جنوب دمکې معظمې پر لار له مکې معظمې څخه ٤١٠کيلومتره لېرې دى دادمدينې داوسېدونکيو ياله دې خوامکي حرم ته دتلونکيوميقات دى چې همدلته بايد احرام وتړي.

اوس دلته په نهه زره متره مربع ساحه کې يو لوى اوښکلى مسجد جوړشوى چې پنځه زره تنه پکې ځايېږي، دامسجد٦٤متره لوړه مناره او٢٨متره لوړ ګنبده لري .

له مکې څخه مدينې ته اويا له مدينې څخه مکې او جدې ته تلونکي حاجيان ددې مسجدترڅنګ تېرېږي.

قرن منازل:

داله يوه لوړ غره څخه د بېل شوي غره لمن ده،قرن منازل دنجد،خليجي سيمو،رياض اوطايف له لوري د راتلونکيوحاجيانو ميقات دى چې له مکې معظمې څخه ٨٠کيلومتره واټن لري،له دې سيموڅخه مکې ته دوه لارې دي چې بيا په يوه نقطه (زيروميقات پواينټ)کې سره يوځاى کېږي په دواړولارو لوى لوى مسجدونه جوړ شوي دي،چې يوه ته سيل کبير اوبل ته وادي محرم وايي،سبيل کبير مسجد له حرم څخه اتيا کيلومتره لېرې شمال ته ختيځ ته ده چې له طائف څخه هم څلوېښت کيلومتره واټن لري دامسجد په ١٤٠٢هـ سپوږميز کال په ٢٦٠٠متره مربع ساحه کې جوړ اودرې زره لمونځ کوونکي پکې ځاېېږي .

او وادى محرم مسجدته دمکې اوطائف پر سړک لار ده چې له حرم څخه ٧٦کيلومتره لېرې دى. ددې دواړوترمنځ ٣٣کيلومتره واټن دى دامسجد ١٣٥٧متره مربع ساحه کې جوړ شوى ددې مسجد په سويل لوېديځه برخه کې دېرش متره لوړه مناره جوړه شوې ده په دې اودميقات اوداحرام تړلو په ټولو مساجدو کې دغسل، اوداسه اودحاجت پوره کولوټولې اړتياوې پوره کېږي .

کله چې رسول الله ص په ٦١٩ميلادي دنبوت په لسم کال دطائف له خلکونهيلى اوخفه راروان شو نو حضرت جبريل ورته په همدې قرن منازل کې دالله ج پيغام راووړ.

ذات عرق:

دادعراقيانو اوله دې خوا دتلونکيوحاجيانوميقات دى پدې خاطر چې دلته دعرق اسود په نوم يولوړ غر دى دا ميقات يې په دې نوم ونوماوه.

حضرت عايشه رضي الله تعالى عنها روايت کوي چې رسول الله ص دعراقيانولپاره ذات عرق ميقات وټاکه. ذات عرق دمسجدحرام شمال ختيځ ته په نوي کيلومترۍ کې پروت دى، داساحه دقرن منازل له سيل کبير مسجد څخه پنځه دېرش کيلومتره لېرې ده،دلته پخوا يومسجد وخونړېدلى وو،اوس ملک فهد په ١٤١٤ه‌‌ـ س کال دلته ديو نوي مسجد دجوړولو حکم وکړ .

يلملم:

داله مکې معظمې څخه سل کيلومتره لېرې ديمن اوجنوب له لوري دراتلونکيوحاجيانوميقات دى،داځاى نن سباپه سعديه يادېږي ،دلته پخوانى مسجدهم وو،کله چې دمکې اوجازان ترمنځ نوى سړک جوړ شو،نودلته دحاجيانوتلل او رسېدل سخت شول،له همدې امله ددې ميقات په برابرۍ لوېديځ خواته،دلويې لارې پرسر،په ٦٢٥متره مربع مساحت کې يومسجدجوړ شو،چې شاوخوايونيم زرتنه پکې ځايېږي دانوى مسجدله مسجدالحرام څخه يودېرش کيلومتره لېرې ،دپخواني مسجدجنوب لوېديځ ته په يوويشت کيلومترۍ کې دى.

يلملم دچين ، هندوستان ، پاکستان افغانستان جاپان او له دې خوا دورتلونکيو حاجيانو ميقات ځاى دى

جحفه:

دادمصر،شام اوله دې لوري دراتلونکيوميقات دى چې دمسجدالحرام شمال لوېديځ ته په ١٨٧کيلومترۍ کې واقع دى دجحفې جنوب لوېديځ ته په اوه لس مترۍ کې رابغ ښاراوختيځ ته يې په پنځلس کيلومترۍ کې سره بحيره پرته ده. داسيمه دمدينې اومکې پرعمومي سړک ياپر هجرت رود پرته ده ،له مکې دمدينې په لور ٢١١کيلومتره وړاندې ددې ميقات برابري راځي،پر همدې برابرۍ له دې سړک څخه داميقات پريوه لويه لوحه دلوى غشي په واسطه ښودل شوى دى،دلته هم په ٩٠٠متره مربع مسآحت کې يولوى مسجدجوړشوى دى،کله چې رسول الله ص دمکې دفتحې په نيت له مدينې څخه مکې ته روان وو،نودرسول الله ص تره حضرت عباس ابن عبدالمطلب دهجرت په نيت له مکې څخه مدينې ته روان وو،نو تره اووراره همدلته سره وکتل.

حٍل:

دميقاتونواومکې معظمې دحدودوپه منځ کې چې کومه ساحه ده،دې ساحې ته حل ويل کېږي. ددې ځايونواوسېدونکي داهل حل (دحل داوسېدونکيوپه نوم يادېږي)داخلک به دحج اوعمرې احرام له خپلوکورونوڅخه کوي.

 

محمدحسن حقيار

دا برېښلیک پته د چټیاتو څخه ساتل کېږي. ته د دې د کتلو لپاره د جاواسکرېپټ فعالولو ته اړتیا لرې

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011