Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني يوبې وطنه بې کفنه لا وارثه افغان


يوبې وطنه بې کفنه لا وارثه افغان [اوومه برخه]

دوشنبه، 07 وږی 1390 | وخت: 21:29

poor afghan boyدا موږ څنګه او چا بې وطنه بې کفنه او لا وارثه کړو، ورته ځغلنده کتنه .

ويل کېږي چې په کال ١٩٦٩ز کې د امريکا سي اي ای د تېلو له غلو سره د ولسي دولت په څنګ کې په پټه په امريکا کې يو پوځي حکومت جوړ کړ پردې اند چې دوه باچايان ظاهر خان افغانستان او فېصل عربستان په څه چل ووژني او پر افغانستان او عربستان خپل لاس پوڅي واکمن کړي .

 

بېنظير بټو په خپل توفاني نوم کتاب کې اشاره کړې ده چې امريکا په پاکستان کې تل د پوځي مشر ملاتړې ده او ګومان کېږي چې په پاکستان کې هم سي اي ای په پټه د ځان لپاره يو پوځيisi حکومت په کال ١٩٦٩ز کې جوړکړی دی .

د فېصل عربستان لويه ګونا خودا وه چې کله په عربستان کې باچاشو او په لومړي سفر افغانستان ته راغی نو د افغانستان ظاهرخان يې د يوۀ ښه انسان په توګه ياد کړ او بله ګونا يې دا وه چې کابل يې هم د رياض په شان يوه ښاېسته او ګلالۍ پلازمېنه غوښتله .او درېمه لويه ، نه بښونکې ګونا يې دا وه چې يې غوښتل په راتلونکي کې دا دوه پلازمېنې "کابل " او "رياض " په څه ډول له روسي او امريکايي ځناورو غوندي وساتي .

کله چې روسان او امريکايان د دواو مسلمان شاهانو له يوالي او کلک هوډه خبرشول نو سم له لاسه يې د وژلو تکل وکړ او په د واړوسلطنتونو کې يې د باچايانو تربوران چاڼ کړل روسانوظاهرخان ته بډې ووهلې او امريکايانو فېصل ته .

فېصل باچا له کابله رياض ته لا پر لاره وو چې په افغانستان کې يو د نربچی داوود خان د روسانو په شېطانتوب راپاڅېد افغان او مسلمان سلطنت ته يې لته ورکړه او د يوې ړندې جرګې له لارې يې په ناقانونه توګه ځان د باچا پر ځای هېواد مشر کړ چې د ننۍ زمانې پښتانۀ ورته لومړنی ټاکل شوی مشر وايي خو هغه د چا خبره چې دا د ننۍ زمانې پښتانۀ هسې هم حساب نه دي دوئ دا ١٠ کاله کېږي چې د تېل د غلو يوۀ تنخوا اخستونکي او بې پته سړي ته هم ټاکل شوی مشر وايي .

د روسانو په شېطانتوب داوودخان پاکستان ته ګوته ورکړه چې پښتونستان به درنه ګټم هلته په پاکستان کې امريکايانو خپلو لاسپوڅو يا هغه پټ پوځي حکومت isi ته د تيارشئ امر کړی وو ، چې يوناڅاپه د اي ايس اي درې کارمندان اجمل خټک ،اعظم هوتي او افراسياب خټک کابل ته راننوتل داود خان يې تېريست دروغ يې ورته وويل چې ذولفقارعلي بټو موږ وژني موږ ته پنا راکړه او د پښتونستان په جوړولوکې راسره مرسته وکړه .

دا هغه وخت وو چې په پاکستان کې نصرالله بابر او کرنل امام ، حکمتيار، رباني، مسود، حبيب الله ، نورمحمدمحمدي او جان محمد ته په پاکستان کې د ترهګرۍ چلونه ورښودل چې څنګه په افغانستان کې اور بل کړي او څنګه افغانستا کنډواله کړي او په افغانستان کې د مجاهدينو يا د ناولوبنسټ کېږدي .

کله چې داودخان د دوئ په حراميتوب پوه شو نو سم لا لاسه يې بټو ته وويل چې دا کار ولې کوئ ؟ نو بټو به ورته ويل تا چې درې ورانکارو اجمل خټک اعظم هوتي او افراسياب خټک ته پنا ورکړې ده .

په دغه لنډه موده کې د اي ايس اي درېواړو کارمندانو او د بابر شاګردانو داود خان دومره سرګردانه کړ چې نژدې وو له پاکستان سره ډېورند لاسليک کړي او نيم هېواد في سبيل الله پاکستان ته په لمن کې ورواچوي ،چې پدې وخت کې د اسلام د ټولنيز نظام دوښمنان کمونستي افت هم زور واخست .

کله چې پر افغانستان سره لمبا تېره شوه او ټول هېواد وسوځېد نو د اي ايس اي درېواړه کارمندان اجمل خټک، اعظم هوتي او افراسياب خټک بېرته پاکستان ته ستانۀ شول چې خورا تود هرکلی يې وشو او پاکستاني حکومت په سرو سپينو کې پټ کړل . بيا د بابر شاګردان د مجددي په مشرتوب کې نوازشريف دکابل پر تخت کېنول چې زموږ اردو يې پرې تس نس کړه او دې ورانکارو ته يې د مجاهدين نوم ورکړ .

بيا د مجاهدينو پلار نصرالله بابر په کال ١٩٩٤ ز کې په پاکستان کې د کورنوچارو وزير وو ،د مسود، رباني او دحکمتيار له لاسه په افغانستان کې اور بل وو نو نصرالله بابر د تېلو د غلو (يونيکال) په ٥٠کروړه يو بل ناراوا اولاد(طالبان) وزېږول او پرافغانستان يې راننه باسل،پاکستان اعلان وکړ چې افغانستان وروسته لدې د پاکستان پينځمه سوبه ده او که نه نولږ تر لږه دويم کشميرخو دی .

طالب لعنت د کرنل امام په مشرتوب کې د چمن له لارې په سپين بولدک راننوتل چې امام لومړی په کندهارکې او بيا په هېرات کې دېره شو او تر هغه وخته يې پر افغاني پړوني او پت لوبې کولې چې امريکايي ټوپکوال له مجاهدينواو ځينو نور ضميرپلور سره د تېلو د غلو په مشرتوب کې افغانستان ته راغلل او سم لا لاسه يې افغانستان له پاکستانه واخست او نېغ يې ايران ته په لمن کې وراچو.

اوس دا لس کاله کېږي چې زموږ په دې ړنده،کڼه او تر يوځای چاپلوسه ميډيا کې د تېلو د غلو يوکوشنی نوکر افغان هېوادمشر يادېږي په داسې حال کې چې د مشرۍ تنخوا هم ايران ورکوي نو ويلو شو چې دا زموږ هم لا څه ميډيا ده .

دونۍ د١٤٣٢ هـ کال د روژې ٢٩

د ١٣٩٠ ل کال د وږي ٧

د ٢٠١١زکال د اګست ٢٩

___

يادونه ما چې د تېلو د غلو دوه نوکران عبدالله او حامد ورجينين هوټلواله په رياض کې يو ځای وليدل نو دا پورته خبرې مې راياد شوې .

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011