Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني په ډیپلوماټیکه ادراه کې ناډیپلوماټیک مسوولین


په ډیپلوماټیکه ادراه کې ناډیپلوماټیک مسوولین [زما د پاسپوټ کیسه]

جمعه، 11 وږی 1390 | وخت: 21:19

Afghan Passportتقریبا دوه کاله وړاندې مې په افغانستان کې پاسپورټ واخیست او غوښتل مې چې د تهران راډیو د هغې بلنې له مخې چې رااستولې یې وه، ایران ته ولاړ شم.

له لوړو زده کړو د تحصیلي اسنادو ترلاسه کول، د بهرنیو چارو په وزارت او په کابل کې د ایران سفارت له خوا یې تایید لږ کار دی، خو زموږ غوندې مفسد دولت کې دا کار څه وړه خبره نه ده. 

له یوې خوا وخت کم و او له بلې خوامې په اړونده ادارو کې مامورینو د یوه لاسلیک لپاره هغه د چا خبره د اسمان ستوري راباندې شمېرل.

لوړو زده کړو وزارت ته به چې ورغلم یو لاسلیک به مې په کار و، مامورینو به راته ویل(برو بعد ازظهر بیا) بیابه انتظار وم او چې ددوی په خبره بعد ازظهر به شو، نو ویل به یې (مدیرصیب همین حالا رفت، یکی از دوستای شان فوت کرده فاتحه رفت) بیا به بله ورځ ورغلم، لنډه دا همدا حال و، خو له بلې خوا مې پاسپورت ته هم اړتیاوه چې باید وایې خلم او د ایران سفارت راته ویزه ولګوي، ځکه د ایران د ((صداوسیما)) له خوا رالېږل شوي بلنلیک وخت هم ډېر نه و، نو د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د خپل ولایت، وردګو مرکز میدان ښار ته ولاړم او ماویل ګوندې ژر به یې واخلم ، خو چې په کار مې پیل وکړ، نو دلته تر لوړو زده کړو وزارت ډېرې ستونزې وې، یوه به ویل یوه اونۍ وروسته راشه، هغې بل به بیاراپه غوږ شو او ویل به یې ماته څو روراکوې چې همدانن یې درته خلاص کړم..... خو په هرصورت! خبره داسې شوه چې د تابعیت تذکرې کاپي او عریضه مې د پاسپورټ مدیرت ته وسپارله، په بانګ کې مې پېسې تحویل کړې، په بانګ کې د پېسو تحویلولو کیسه هم اوږده ده او هلته هم د بانګ مامورینو د چایو پیسې غوښتې خو اوس یې کیسه ځکه نه کوم چې خبره ډېره اوږیږي، پر بانګ سربره د سرې میاشتې په نوم یوه اداره وه، هلته مې هم پېسې ورکړې، یعنې ټول هغه مراحل مې کچ کړل چې د یوه پاسپورټ لپاره اړین و، نو بیا یې دا ټولې پاڼې رانه تسلیم کړې او ویل یوه اونۍ وروسته راشه پاسپورټ به درکړوو.

یوه اونۍ وروسته چې ورغلم ویل اوس امنیه قوماندان نشته او بله چهار شنبه راشه، خو دا وخت هم پوره شو او چې ورغلم پاسپورټ یې راکړ، زه هم خوشاله شوم چې ایله په ایله مې یوکار خلاص شو، نو په کابل کې دایران سفارت ته ورغلم او ویزه یې راته ووهله، خو چې له سفارته روان شوم، پاسپورټ ته مې وکتل چې سن یې راته شپږ کاله غلط لیکلی، بیا میدان ښار ته ورغلم او له ډېرو تلاشیو وروسته د پاسپورټ مدیریت ته مې وویل چې دا تېروتنه مو کړې ده اصلاح یې کړئ، مدیر ویل ((برو بیادر یک اشتبا کوچک شده هیچ ګپ نیست))ماویل وروره دا وړه تېروتنه نه ده، دا زما له تحصیلي اسنادو سره په ټکر کې ده ... خو چاره نه کېده اوبیا هم بله چاره نه وه، خپلې ټولې پاڼې مې د همدې غلطۍ پراساس جوړې کړې او ایران ته راغلم، اوس مې د پاسپورټ وخت خلاص شوی، نو ځکه دلته په تهران کې د افغانستان سفارت ته ورغلم ماویل زه به پاسپورټ اصلاح کړم، ځکه غوښتل مې له تهران راډیو سره د بل کال قرارداد د نوي اصلاح شوي پاسپورټ له مخې وکړم، خو که څه هم چې په ایران کې ددې هېواد نظام ډېر منظم دی او په ځانګړې توګه اداري کارونو کې خو دداسې تېروتنو او درغلیو اټکل هم نه شي کیدای، خو زموږ په سفارت کې هماغه په افغانستان کې دننه ادارو درغلۍ او فساد له ورایه ښکاره دې.

لومړی خو داچې د سفارت دا دروازه ښکاره شي، نو سړی د افغانانو مظلومیت احساس کړي.

د نورو سفارتونو برعکس زموږ د سفارت مخې ته په لسګونو، آن په سلګونو کسان ولاړ وي او ددروازې شاوخوا ایرانیانو ښه کار پرې جوړ دی، هرڅه له بازاره څو چنده لوړ ورباندې پلوري، ځکه پوهېږي چې مظلوم افغانان اړدي چې تر یوڅه ډېرو پېسو تېرشي، خو چې کار یې وشي.

خو دا ایرانیان داسې نه دي چې له افغانانو بډي اخلي او یا په زور پیسې ترې اخلي، بلکې په خپله د سفارت د ټمبلۍ او لټۍ له امله دا زمینه ورته برابره ده چې د افغانانو د جیبونو پېسې ایرانیانو ته په لاس روشي، او هغه داسې چې که څوک پاسپوټ اخلي یایې تمدیدوي او یا کوم بل داسې کار وي چې له امله یې باید سفارت ته پیسې تسلیم شي،نو سفارت د ایران په یوه بانګ کې حساب خلاص کړی او پیسې باید دې بانګ ته تسلیم شي، چې ډېری خوارکي افغانان خو یابانګ ته د پېسو له تسلیمېدو سره نابلده دي او یاهم کار ورباندې ډېر وي او اړوي چې خپلې پیسې ایراني دلالانو ته ورکړي او هغه بیا په یوڅه ګټه پېسې ورته تسلیم کړي.

په ډیپلوماټیکه اداره کې نا ډیپلوماټیک چارواکي

له دې به هم تېرشوو، دوې ورځې سفارت ته تلم او خپل غږ مې چاته و نه شو رسولای، یوه مامور به ویل ((برو شعبه پاسپوت)) هلته به چې ورغلم ویل به یې برو تمدید پاسپوت، بل به څه ویل بله به څه، خو ایله مې یو کس پیداکړ چې په سفارت کې یې قونسل پېژندلو.

بیا ورغلم قونسل په سفارت کې یوې مامورې نجلۍ ته ولېږلم چې یره زه خو په دې خپل فکر وایم چې دې نجلۍ به لا ښوونځی هم نه وي خلاص کړی او د ډېر کم عمر وه.

هغه ددې پرځای چې زما د ستونزې پوښتنه رانه وکړي، لومړی خویې په ډېره بدماشه او نیمه ایرانۍ ډوله لهجه وویل: موبایلتان خاموش کو! ماویل بښنه غواړم مبایل نه لرم، نو بیایې داسې پوښتنې رانه شروع کړې چې له موضوع سره یې هیڅ تړاو نه درلود، ویل ته ایران ته څنګه راغلی یې؟

ماویل زه په قانوني توګه او د صداوسیما په رسمي بلنه راغلی یم، بیایې ویل څوکلن یې؟ ما تذکره ورښکاره کړه، دې ویل نه په افغانستان کې خو فساد ډېر دی او تذکره هرڅوک جوړولای شي، یوداسې باوري سند راکړه چې سن دې تایید کړي ...

ماویل فساد خو شته خو د سن د تایید او معلومولو تر ټولو باوري سرچینه د تابعیت تذکره ده نو زه به تر دې بل څه باوري سند در کړای شم؟

لنډه دا چې پاڼې یې راکړې ویل دا ډکې کړه او یوه بله پاڼه یې راکړه ویل دا پېسې په بانګ کې تسلیم کړه، همداسې مې وکړل، بیا چې ورغلم ویل دوې ورځې وروسته راشه، پاسپورټ به درکړوو، ماویل سمه ده، چې وخت پوره شو ورغلم نو د حاجي صیب وهاب په نوم یو کس و چې فکر کوم د پاسپورټ مدیر به و هغه ویل وروره سبار راشه، ماویل تاسې نن ورځ راته ښودلې وه، خو له مامورسره دلیل نه ویل کېدو، ولاړم او سبا بیا ورغلم، دا ورځ نو د حضرت علي کرم الله وجه د شهادت ورځ وه او په ایران کې عمومي رخصتي وه، مامورته مې پرون ویلي هم و چې ګوره سبا خو رخصتي ده، خو ده ویل زموږ رخصتي نه ده، خو چې ورغلم په دروازه کې یې یوکس ولاړ دی او ځینې کسان ځوابوي وايي رخصتي ده او ځینې بیا دننه پرېږدي، ماته یې هم وویل برادر امروز تعطیل است، ماویل هغه دي مامورین راغلي او زه له ډېر لرې ځایه راغلی یم او راته ویلي یې دي چې سباراشه، خو لنډه به وایم چې سفارت ته په ننوتلو وتوانیدم، وحید مهمند نومي قونسل ته ورغلم او لومړی یې ښه وضعیت راسره وکړ او حاجي وهاب نومي مامورته یې وویل چې دې کس ته یې پاسپورت برابر کړه.

خو نور افغان کډوال به چې راتلل له ټولو سره یې په شور او ډېرپه تونده لهجه چلند کاوه، یوکس به چې په سفارت کې به یې کوم مامور پېژندلو نو هرکار به یې په ډېره اسانۍ سره خلاصېدو خو چې څوک به نابلده و نو کار خلاصیدل یې په یوه خدای ج و.

د ښاغلي قونسل هر افغان ته هره خبره همدا وه چې ویل به یې تاسې افغانان په هېڅ نه پوهېږئ، موږ مو تر پوزې راوستلي یوو!!!!

ماته هم سره له دې چې واسیطه مې هم ورته پيداکړې وه، خو چې کله یې پاسپورټ راکاوه، نو ویل یې په پاسپوټ پوهېږئ نه اخلی یې.

ماویل سمه ده د ولس په خبره مسوولین په هېڅ نه پوهېږي، خو ستاسوو په خبره ولس په څه نه پوهېږي، خو دا به څوک معلومه کړي چې د خلکو خبره به سمه وي ا و که ستاسوو.

چې د باندې راووتلم په پاسپورټ کې یې نوم په پښتو سیدالرحمن لیکلی، خو په انګریزي یې سیدعبدالرحمن لیکلی بیا سفارت ته ورغلم ډېر کوښښ مې وکړ چې ښاغلی قونسل به ووینم او ورته وبه ښیم چې دادي اوس مې ددې ثبوت پيداکړ چې تاسوو چارواکي په هیڅ نه پوهېږئ خو د قونسل په لیدو نه توانیدم او دادي اوس لګیایم چې په پاسپورټ کې شوې دا تېروتنه هم اصلاح کړم، خو لا معلومه نه ده چې څومره وخت به پرې ولګېږي او بیا به بله تېروتنه پکې وشي او که څنګه.

سیدرحمن سالار



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011