Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني نو فرزان څه ګناه کړې ؟


نو فرزان څه ګناه کړې ؟

چارشنبه، 09 وږی 1390 | وخت: 15:46

لیکنهڅو ورځې وړاندې مي د بېنوا وېب پاڼې د ليکنو په برخه کې د ( په کندهار کې فرزان سوله راولي ) په نامه يو سرليک وليد. په ويس بارک د شمس الحق اخوند په نامه د چا الهام شوى وو او بيا يې دا شهکار ليکلى دى.

دا ليکنه يوازې بېنوا خپره کړې وه. وياړم چې بېنوا يوازينۍ وېب پاڼه ده چې ځانګړې ليکوالان لري او داسې ليکنې خپروي چې نورې وېب پاڼې يې نه لري او يا خو يې نه شي خپرولاى. 

په هر صورت خبره مي د ويس بارک د ليکنې په اړه وه . تر ده وړاندې په بېنوا کې چا د زابل د سولې د ولايتي شورا په اړه څه ليکلي چې دى يې دغې ليکنې ته هڅولى وو .

بارک په لومړي سر کې وايي چې زه ليکوال نه يم هسې مي بس دغې ليکنې ته مخه کړې ده ، چې دا خبره يې زما په خيال په سلو کې سل پر ځاى کړې ده .

وروسته يې د اوسني دولت او د سولې د شورا په اړه څۀ ليکلې دى او بيا يې نو په احمد فرزان خوله خلاصه کړې ده.

دى وايي فرزان د يو کليوال ملا زوى دى. او د هلمند ولايت اصلي اوسېدونکى دى.

دا څه بده خبره نه ده چې څوک د ملا زوى وي نه دا مهمه ده چې څوک د افغانستان د کومې سيمې اوسېدونکى دى. ملايان دي چې مونږ يې د خداى لارې ته سيخ کړي يو . او بله دا چې زمونږ اوسني ډېرى مشران او روڼ اندي يا خو ملايان دي او يا هم د ملايانو زامن.

پښتنې ټولنه چې څومره هغو کسانو خرابه کړې چې مذهبي او دينې زدکړې نه لري ملايان او طالبان يې په دوړه پسې هم نه شي رسېدلاى. زمونږ هر قومي مشر او مخور سپين ږيرى ملا دى او هر ملا مو قومي مشر. په وطن کې د سولې د راتلو په لاره کې رغنده رول يا قومي مشران لوبولاى شي يا همدغه ملايان او د ملايانو زامن.

په هر صورت دا د بارک صاحب خپل حسن نظر دى چې وايي چې زمونږ ملايان له شرقه غرب ته په ډوډۍ پسې ځي. زما په خيال دا هم زمونږ بې همتي ده چې د کلي وږى ملا مړولاى خو نه شو بلکې پسخند پرې لا نور وهو.

دى په خپله ليکنه کې زياتوي چې ښاغلي فرزان په کوټه کې د مفتي لنګوټه تړلې ده.نه پوهېږم له دې خبرې څخه يې موخه څه ده .

د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد ص وايي چې د علم په زده کړه پسې چين ته لا هم لاړ شئ خو دا ښاغلى د خپل کور په خونه کې خپل زوى ملا غواړي. وايي لنګوټه بايد زمونږ خپل ملايان چاته ور وتړي. او تر دې خبرې مخکې يې لا په خپل ملا پسې بد هم ويلي دي.

د ليکنې په بله خبره کې يې د فرزان په ظاهري بڼه خبرې کړې دي چې تر دې وړاندې څنګه وو او اوس څنګه دى. ږيره پرېښودل ،نه پرېښودل ، لنګوټه پر سر کول او نه پر سرکول د هر چا شخصي کارونه دي . چې بايد څنګه يې زړه وي هماغسي وکړي. مونږ ته مهمه د يو کس اخلاق ، لياقت او کار دى چې کولاى يې شي که نه.

ښاغلى فرزان چې زه پېژنم د خپل کار په ډګر کې تر اوسه پورې پاتې نه دى راغلى او له همدې امله يې ستاينه هم کوم .

د ښاغلي بارک په ليکنه کې هم د فرزان د کارونو يادونه شوې چې په يو وخت د څو تنو کارونه پر مخ بيا يي او دادى دوام پسې ورکوي.

هغه چا څه ښه ويلي دي چې نور خلک په قلم ليک ليکي د ټولنې ستونزې ورباندې را برسېره کوي او د حل لارې يې لټوي خو پښتانه ته چې په لاس ورشي نو په پرتاګه کې پرې پرتوګاښ اچوي. زما په خيال د دغسې ليکنو پر ځاى له قلم څخه د پرتوګاښ د لرګي کار اخيستل هم ښه دي ، زيان خو يې نشته خو دې ورته ليکنې نفرتونه زېږوي، د تعصب بوى ورڅخه ځي او ټولنه د هلاکت د کندې په لور کشوي .

په دغو اوسنيو حالاتو کې که څوک ليږ کار هم کوي يا يې بيخې نه کوي بيا هم زما په اند تر هغو سل چنده ښه دي چې پښتنې ميندې ژړوي، ځوانان وژني او هېواد ورانوي.

مونږ شخصي ستونزو او تضادونو دومره په مخه کړي يو چې د هېواد او ملت غم راڅخه له څېلمي هېر شوى دى. نور خلک به د پرمختګ د پاره کار کوي خو زمونږ انرجي ټوله په دې لګېږي چې تر ځان مخکې ورور څنګه تر پښو لاندې کړو . هغه پښتو متل دى وايي د نورو به له نورو وي خو د موږک له بنۍ وي .

څو مره به ښه واى چې د دغې ليکنې پر ځاى ښاغلي بارک فرازن ته ليک ليکلى واى او په هېواد کې د سولې د راتلو د پاره يې ورسره خپل نظر شريک کړى واى چې څنګه به سوله راځي او څنګه به مرور وروڼه پخلا کوو .

د دغسې ليکنو سرچينه همېشه له شخصي تضاد او عقدې څخه را ولاړېږي او وروسته يې زيانونه ټولنې ته هم رسېږي . راشئ نور ددې پر ځاى چې د يو او بل په حال وخاندو په خپلو څيرې ګريوانونو اوښکي توى کړو.

په درنښت جان اغا اڅکزى

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011