Wed07262017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته نړۍ نړيوال مسايل اقتصاد او ټولنه د امریکا له جنایاتو څخه


د امریکا له جنایاتو څخه

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 02 وږی 1390 | وخت: 20:40

american-flag-map دامریکا حکومت او دهغې اروپایي انډیوالانو په ۲۰۰۳ کښي په دې بهانه چي په عراق کښي ایټمي وسلي شتون لري ٬ یوښکاره اوظالمانه یرغل یې وکړو٬ دغه حمله که څه هم ددې باعث شوه چي دصدام دیکتاتور نظام او حکومت راوپرزوي٬ مګر دغه کار یعنی دغه یرغل چي امریکا پر عراق وکړو دصدام ترحکومتي دورې یې لا زیات مصیبتونه او جنجالونه رامینځ ته کړو چي ددغو مصیبتونو او جنجالونو اصلي خلګ خپله امریکایان وو اودي٬ یو لوی مصیبت په عراق کښي چي دعامو عراقیانو دپاره د تحمل او برداشت وړ نه دئ هغه داوو چي په عراق کښي موجودو نظامي امریکایانو دهرکار اجازه په خپل لاس کښي واخیستله بل چاته دا اجازه نه وه چي د عراق په خاوره کښي دې یو حکومتي او اداري کار پرخپل سر وکړي دټول عراق اختیار دامریکایانو په لاس کښي وو او اوس هم دئ همدغه کار ددې باعث شو چي پر عراقیانو باندي په مختلیفلو ځایونوکښي جنایتونه وشي ٬ په عراق کښي یو لوی مصیبت چي شرمونکئ هم وو هغه داوو چي امریکا یانو په عراق کښي پر مسلمانو عراقي نجونو او ښځو باندي تجاوز وکړو چي ټوله نړۍ پردې ګواه ده دعراق په مختلیفو زندانونوکښي لکه ابوغریب او داسي نورو زندانوکي عراقي ښځي او نجوني له مختلیفو جنسي تجاوزاتو سره مخامخ شوې چي دامریکا پر دې ناوړه کار باندي هم ټوله نړۍ ګواه ده٬ البته دغه جنایات دنړۍ په مختلیفو رسنیوکښي نشر شوي دي سره له اسنادو٬همداراز دحقوق بشر ادارې په ۲۰۰۵ کښي یو راپورنشرکړو چي پردې یې شاهدي ورکوله چي په عراق کښي داشغالګروپه زندانونوکښي پر ښځو او نجونو جنسي تجاوزشوئ دئ٬ همدارنګه دالمرءة العربیة په نامه یوې رسنۍ خبر نشرکړو چي په عراق کي په سلوکي ۵۲ عراقي ښځې داشغالګرو له لوري تر تهدید او خشونت لاندي دي ٬ په هرځای کښي دامریکا نظامي حضور له فساد څخه خالی نه دئ ٬ دقانون د۱۷ مادي پراساس چي دامریکا یونظامي چي نوم یې وو٬پل برمر٬ دغه ۱۷ ماده یې داسي وړاندې کړله ٬ټول نظامیان او هغه ښاریان او هغه عناصر چي په امریکا پورې مربوط وي یعنی تعلق لري په عراق کښي خوندي او محفوظ دي او عراقي حکومت نه شي کولای چي په هیڅ وجه سره هغوي محاکمه کړي٬ یعنی په عراق کي نظامي امریکا یان او هغه خلګ چي دامریکا مفکوره لري هغوي به په عراق کښي په هیڅ صورت سره نه محاکمه کیږي آن که هرډول چم وکړي٬ او همدا هغه قانون دئ چي داوخت په افغانستان کښي هم اجراء کیږي موږ وینو او ومولیدل چي څومره بې ګناه افغانان په امریکایي بمباریوکښي شهیدان شو خو هیڅ امریکایي نه شو محاکمه

دادامریکا یوښکاره بدماشي ده چي دبشر دحقوقو په نامه سره یې پرمسلمانانو باندي کوي ٬ تاریخ ګواه دئ چي هرکله امریکا پر یو هیواد تجاوز کړئ دئ یایه نظامي ځواکونو هلته حضور درلودلئ دئ نو بې حده زیات تجاوز یې دهغه هیواد پر خلګو کړئ دئ دبیلګې په توګه امریکایي ځواکونو په فلپین کښي ترپنځوزرو ۵۰۰۰ زیاتو ښځو باندې جنسي تجاوز وکړو خو ددې دومره ستر جنایت له کبله هیڅ یو امریکایي محاکمه نه شو٬ همدغه ډول یوه امریکايي فوځي پر ۱۴ کلنه جاپانۍ نجیلۍ تیرئ وکړو دغه پېښه په اوکیانو ښار کښي رامینځ ته شوه٬ همداډول په ۱۹۹۵ میلادي کښي دري ۳ امریکايي فوځیانو پر یوه ۱۲ کلنه جاپآنۍ نجیلۍ باندې تیرئ وکړو٬ دهیفاء زنګنه ٬ په نامه سره یو عراقي څیړونکئ په خپله مقال کښي لیکي چي تجربې ښودلې چي امریکا هر هیواد ته داشغال دپاره ورغلې نو هلته فحشاء٬ فساد٬ او دمخدره مواد٬ په هغه هیوادکښي زیات شوي دي٬ دکاترین مون ٬ په نامه یو امریکایي لیکوال چي په کولمبیا پوهنتون پورې تعلق لري لیکي چي امریکا دخپلو نظامیانو دحوصلې لوړولو دپآره چي په جنګونوکښي ستړي شوي او مایوس شوي دي ددوي دحوصلې لوړولو دپآره دفحشاء دتجارت دپآره هڅه کوي په اشغال شویو هیوادونوکښي یو هم عراق راځي چي امریکا پکي نظامي حضور لري

دبغدادښار چي دامریکا سفارت پکښي حضور لري دفساد یو لوی مرکز دئ چي پکې لوی لوی هوټلونه شتون لري او دپردې ترشا پکښي دفساد او فحشاء دپاره کارکیږي٬ په عراق کي دښځو دحقوقو فعال مبارز ٬ بیګرزقاسم٬ له فارس اژانس سره دامریکا وجنایاتو ته اشاره کړې دئ وایي کله چي موږ دعراقي ښځو پرضد دامریکايي نظامیانو له لوري دجنایاتو اعتراض وکړو نو امریکایي جنرال په ځواب کښي راته وویل چي امریکایي سربازانو ته حق ورکړئ هغوي داڅومیاشتي کیږي چي له امریکایي ښځو څخه لیري دي او دایو طبعي رفتار دي هیڅ پروانه لري داچندان خبره نه ده چي امریکایي نظامیان پر عراقي ښځو تیرئ کوي٬ همداوې دامریکایي جنرال خبري چي بیګرز قاسم٬ یه یې کړې وې ٬

خوکچیري امریکا په افغانستان کې خپل حضور همداسي جاري وساتي او یایې په وړاندې دطالبانو جهادي قوت کمزورئ شي

نو یو وخت به ووینو چي له افغانستان څخه به هم عراق جوړ شي

اوزموږ پښتني خوندي به دامریکایانو دهوس ښکارشي

بیا به موږ ورته ګورو او اوبه به ترورخ تیري وي راځئ چي اوس یې لاپه وړاندې افغاني عزم او غیرت ښکاره کړو ځکه

 

څلوریځه

چي پرسرموطیاري ګرځي پردۍ

څله وایو زموږ لیلا د ازادۍ

 

د چازمکه او فضا چي خپله نه وي

دادئ ستر تعربف دسترې غلامۍ

٬٬٬

په درناوي

محمدعلی عمری

سهیلی پښتونخوا مسلم باغ

دا برېښلیک پته د چټیاتو څخه ساتل کېږي. ته د دې د کتلو لپاره د جاواسکرېپټ فعالولو ته اړتیا لرې

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011